(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اى زما وطنه د لالونو خزانې زما

پښتونخوا کې نورې ستونزې لږې وې چې ځينو ګوندونو او اشخاصو لکه جماعت اسلامي ا و جمعيت علماء اسلام د باچاخان تعليمي څانګې د سيوري لاندې چليدونکو سکولونو باندې تورونه لګول پيل کړل چې دغه سکولونو کې د قامى ترانې په ځائې د غني بابا ليکل شوې ترانه "اى زما وطنه د لالونو خزانې زما" ويل کيږي، د دوي دريځ دا دى چې دا يو غير ائيني کار دى. کۀ وکتل شي نو ايا رښتيا دا يوه داسې ستونزه ده چې ورځپاڼو کښې پرې قهرژن بيانونه جاري شي؟. او کۀ نۀ دلته نورې هم داسې ستونزې شته چې پښتانۀ ورسره مخ دي او په دې طمعه دي چې ملت پال، جمهوريت خوښه او مذهبي ګوندونه به ئې په شريکه هوارى ولټوي. لکه پښتنه سيمه کښې ورځ تر ورځه زياتيدونکې انتهاخوښي، فوځي عمليات او نتيجه کښې ئې مرګ ژوبلې، ځانمرګي بريدونه، بې روزګاري، ګراني، چاودنې، او داسې نورې، داسې ښکاري چې د پښتنو په سيمه څوک هم د امن او ورورولۍ خبره کوي په شعوري يا غير شعوري توګه د دوي د غږ بندولو هڅه روانه ده او داسې معاملات منځ ته راوباسي چې اولس د حقيقي صورتحال نه ناخبره پاتې شي. کۀ په تاريخي حواله وګورو نو جمعيت علماء اسلام د پاکستان د جوړښت نه وړاندې جمعيت علماء هند ؤ او د جمعيت علماء هند مشرانو د هند د ويشلو مخالفت کړى ؤ يا نورو ټکو کښې ئې د پاکستان د جوړښت او "پاک سرزمين شادباد " ملګرتيا نۀ وه کړې. دغه راز جماعت اسلامي هم د محمدعلي جناح کړنلاره رد کړې وه چې وروسته ورته ځينو خلقو قائداعظم ووئيلو خو ولې جماعت اسلامي به ورته د قائداعظم په ځاې بل نوم اخستو. کۀ دقامي ترانې ذکر وکړو نو دلته هم يو شمير پوښتنې راولاړيږي. اول خو دا چې په سياسي اصطلاح پاکستان ته يو قام وئيل غلطه خبره ده. البته دا يو هيواد ضرور دى چې پکې ګڼ قامونه ميشتۀ دي، په دغه هيواد کې د وړو او لويو قامونو حقوق څومره مساوي دي چا سره څومره زياتى شوى او چا څومره زياتى کړى دى، دا ځانله يو اوږد بحث دى خو فقط دومره وايو چې تيرو شپيتو کالو کې د پاکستان واکدارانو ا و اسټيبلشمنټ په مصنوعي طريقو دګڼ قامي هيواد نه د يوقامي هيواد جوړولو ناکامه هڅې کړي دي. چې اوس هم جريان لري او تل ئې د زمکني حقائقو نه سترګې پټې کړي دي. اصل کې د پاکستان د ترانې متعلق ډيرو کمو خلقو ته معلومه ده چې دا څنګه او چا ليکلې ده. دا ترانه حفيظ جالندهري په داسې ژبه ليکلې ده چې ددې هيواد د يو قام ژبه نۀ وه يعنې نۀ پنجابي، نۀ سندهي، نۀ بلوڅي، نۀ پښتو، نۀ سرائيکي او نۀ بنګالي وه، دغه ترانه په فارسۍ ژبه کښې ده چې ايران کښې وئيل کيږي البته د اردو ژبې يو ټکى "کا" پکې موجود دى، بل دا چې حفيظ جالندهري لکه د ضياء الحق ا و پرويزمشرف په شان د موجوده يا سابقه پاکستان هيڅ يوې سيمې سره تړاؤ نۀ درلودو بلکې د هند د جالندهر اوسيدونکى ؤ. د باچاخان فاونډيشن په سکولونو کې کۀ په پښتو ژبه پښتنو بچيانو ته وطن سره د مينې او پت درس ورکړل کيږي نو دې کښې څۀ ګناه ده او دا کوم داسې غير ائيني يا غير قانوني کار دى او کۀ چرې دا غير قانوني عمل وي نو بيا به د هاغې مدرسو په حقله څۀ ووايو چې د زرګونو په شمير د جماعت اسلامي او جمعيت علماء اسلام د سيوري لاندې چليږي خو ولې هلته "پاک سرزمين شادباد" طالبان نۀ وائي دغه راز صوبه کښې يو شمير داسې شخصي سکولونه هم شته چرته چې د "پاک سرزمين" ضرورت نۀ محسوسيږي نو کۀ د سکول لپاره پاک سرزمين لازم شى نو خبره به نوره هم ورانه شي. ځکه چې کۀ نوم ئې شخصي سکول دى، سرکارى سکول دى او يا مدرسه ټول پخپلو طريقو علم خوروي لکه څنګه چې د جماعت اسلامي د سيوري لاندې چليدونکے الخدمت فاونډيشن د ستائنې وړ دى دغه راز باچاخان فاونډيشن هم يوه نادولتى موسسه ده چې د څيړنې ترڅنګ تعليمي څانګه کې هم فعاليتونه کوي. او بايد د ټولنې هر وګړى ددغه فاونډيشن ستائنه وکړي. دغه مرکز کې به ځينې خامۍ هم وي او د پوهانو فريضه ده چې نيمګړتياوې په ګوته کړي چې دغه مرکز لا نور هم په بيلا بيلو څانګو کې فعالتونه پيل کړي. موجوده وختونه تقاضه کوي چې پښتون کۀ لبرال دى، ډيموکراټ دى، وطن پال دى، جمهوريت خوښ دى، او کۀ مذهبي ګوند کې دى کۀ حکومت کې برخه لري او کۀ نۀ ئې لري بايد راټول شي او پښتانۀ ددې موجوده تباهۍ څخه وژغوري د ټولې نړۍ سترګې دې سيمې ته راوړيدلې دي او د ژغورنې فقط يوه لاره د ه، خپلو کښې رواداري او نړيوالو سره د شخړو سياسي حل.

ای زمــــا وطـــنـه دلالـــونـــــو خــــــزانـــي زمــا ستـا هـره دره کــې دي، د تـــورو نـښـانـې زمـا *** ستا سر چې وي ټيټ ،نو به زه شان او شوکت څه کړمه تـه چـې خـوارو ځـار يـې، زه به مال او دولـت څـه کـړمــه تـه چـې وران ويـجـاړ يـې زه بـه خوب او راحت څه کړمه مسته به دې خاوره کړم په مينه مـستانې زمـا ای زمــــا وطـــنـه دلالـــونـــــو خـــــــزانـــي زمــا *** عـقـل مــې ايـرې شه ستا لـپـاره د فـکـرونـو نـه سترګي مې قربان شه ستا لپاره د سوچونو نـه ځار شمه قربان شم ستا د خاورو د کورونـو نه ستا زړه کې پرتې دي ټولې تـلې زمـانـې زمـــا ای زمــــا وطـــنـه دلالـــونـــــو خــــــزانــــــي زما *** يــا بــه دې زه ســيـال کــړمـــه وطـــنــــه د جـهـان يا به ستا په پښو کې تورې خاورې کړمه ځان ځـــان به دړې وړې کـــړم خـــو تــا بــه کړم ودان نـــر يـمه، پښتون يــم تـاتـه يـادې افـسانې زما ای زمــــا وطـــنـه دلالـــونـــــو خــــــزانـــي زمـــا *** غنی خان بابا ***

Aai Zama watana de lalono khazani zama By: Madasar shah - بېرته شاته