(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کونړ سیند وایی

ښاغلو لوستونكو د ستوري مجلې په لومړی کال دويمه ګڼه كې مې د كنړ سيند تر عوان لاندې يو مضمون د ښاغلي استاد عمر پاڅون ليكنه ولوسته خداى جل جلاله شته، چې ډېر زيات مې خوښ شو او په جواب كې يې په دغه مات ګوډ مضمون ليكلو بريالى شوم مدام مو يو خبرې بيلې دي هيله ده، چې ګران لوستونكي يې په تود هركلي بدرګه كړي. نو د كونړ سيند وايي: هئ هئ ته پر ما هسې په قهر يې پوهېږم، چې زما څخه خفه شوى يې ملامت نه يې ډېر كلونه وشول زما نه لرې اوسې. هغه وخت، چې ته كوچنۍ وې زما خواته به راتلې ما به كوښښ كوو، چې تا په خپله غېږه كې را ونيسم، ځكه ګران وې راته زما درسره مينه وه تا به هم راسره خپله كليوالي كوله، خو اوس، چې ځوان شوې زلمى شوې دنيا دې وليده نور سيندونه دې وليدل د هغوى په منځ كې دې توده مينه وليده نو ارمان درغى پوه شوې، چې رښتيا هم خلك څه كوي او مونږ څه كوو، نو پر مادې سترګې راووېستې ټوله ګناه دې پر ما راواچوله، خو پوه شه زه په ځان كې ګناه نه وينم راځه، چې سپيناوى سره وكړو او رښتيا ووايو، نو واوره! ته پوهېږې، چې زه ظالم نه يم او هم ته خبر يې، چې زه هم ستا غوندې زخمي زخمي يم د دغه دېرش (۳۰) كلن ناورين هر شېبه پرما ډېره ترخه تېره شوې زما په زړه سينه او تشو كې هم د ټانګونو، ميزايلو، هوان او جهازونو ګولۍ (مرمۍ) او چرې ښخې شوې زه يې هم ژوبل كړى يم زورولى يم او ژړولى يم ته خبر يې، چې ما هم ستاسې سره يو شان ژړلي دي هره لحظه نا ارامه شوى يم. زما دواړو خواوو ته پراته هغه مشران ځوانان او كمكيان زما ډېر خوښېدل ډېر مې يادېږي ته ووايه هغوى څه شول، چېرته لاړل، چا ووژل ايا تاسو پخپله مړه نه كړل؟ هغه ميندې، چې د خپلو زامنو نه يې امېدونه درلودل چا بورې كړې؟ پېغلې چا كونډې كړې؟ دغه كوچنيان، چې اوس بېچاره ګان په بازارونو كې د يو پولي دپاره نوروته لاسونه غزوي تعليم ترې پاتې دى چا يتيمان كړل؟ دا هرڅه تاسې پخپله ونكړل؟ هئ هئ بيا هم ګناه پرما را اچوې لار روان يم خو او ګوره خپلو دوستانو انډيوالانو او هېوادوالو ته پټي او كورونه راوړي زما خوله كې يې راكوي زما لار بندوي ډېر صبر وكړم، خو اخر قهر شم او له ځانه سره يې واخلم ته بيا هم ما ګناهګار بولې او هغه چاته اوګوره، چې پر ما ملنډې وهي زما سره بر ناحقه ټوكې مسخرې كوي زه، خو چاته څه نه وايم، خو چې تنګ شم، نو په جنګ شم. دا دې نه دي اورېدلي، چې ماته په سپك نظر مه ګوره، چې زه درته هم نه ګورم. زه بخيل نه يم شوم هم نه يم، چې د چا څخه اوبه منعه كړم كه د منګي وي كه د پټي، خو تاسې يې په چل نه پوهېږئ خپله ګناه ماله راكوۍ ستا هېر شول، چې زه مو يواځې پرېښودلى وم ما درپسې ډېرې نارې وكړې، خو ستا كليوالو او هېوادوالو نه اورېدې بيا هم زه ملامته يم نه، نه زه ملامت نه يم ماكې ګناه نشته تاسې پخپله ګناهګار ياست خپله ګناه وپېژنۍ. ته وايې زه غريب يم بې وسه يم ناچاره يم مسافر يم، خو خبر يې؟ ستا ورونه، چې اوس دلته اوسېږي بنګلې يې جوړې كړيدي په ډول ډول موټرونو كې ګرځي زه يې په پام كې هم نه يم، ځكه هغوى د ډالرو او كلدارو په خوند كې دي نه ورسره د هغو خلك خيال شته، چې زه يې لاهو كوم او نه ورسره دا فكر شته، چې زما دواړو خواوو ته دېوالونه جوړ شي دا د دوى په نفع نه ده دوى، خو هسې هم په كروزين او سرف موټرو كې ګرځي كه زما يو طرف ته پټلئ او بل طرف ته پوخ سرك جوړ شي بيا به سېلانيان راځي دلته به پيسې مصرفوي بازارونه به جوړ شي هوټلې به وي د كونړ غريب او بې زوله خلك به په كار شي دولت ته به عايد كېږي ملي شتمنۍ او پانګه به پياوړې شي، خو دوى يې نه غواړي، ځكه بيا خو دوى ته فايده نه رسېږي. دوى، خو شته ملي شتمني يانې ځنګلي پر نورو خرڅې كړې هغه لوټ كړل او د نورو په خوله يې خپل ملي افتخارات نابود كړل، ځكه د دوى پكې خپلې گټې دي خپل جېبونه ډكوي. وه ساده داسې نه ده، چې دوى پرې نه پوهېږي ښه پوهېږي، چې برېښنا كوټونه جوړ شي چاپېره كلي ښارونه او بانډې روښانه شي فابريكې پرې چالان شي خواران غريبان پركار شي او هغه څوك، چې د لاټين د تېلو روپۍ نه لري شونټۍ بلوي د بېچاره ګانو پوزې تر سهاره لوګو تورې كړې وي دا خلك د هغو په كوډلو كې د ګروپ او راډ رڼا بلېدل نه غواړي، ځكه دوى وس لري جنراتورونه اخيستى شي په برېښنا څه كوي. ته وايې، چې تاته سزا دركوم او په سينه دې پلونه ږدم ستا څخه ډېر دې كارته زه خوشحالېږم، ځكه هغه جالې، چې زما په خېټه كې همېش زما كولمې شاربي زه به ايله د هغې نه خلاص شم ستا ګيلو نه به مې غوږونه ساړه شي خو خداى جل جلاله خبر، چې دا كار وشي، ځكه ځينې خلك دا غواړي، چې زما دواړو لورو ته پراته دا كونړيان، چې ډېر تورزن پتمن او نوميالي قومونه دي د پلونو په اېښودو سره دوى يو بل ته نږدې كيږي تګ راتګ كوي صلاح مشوره كوي يوكېږي صلحه راولي ددغه اتفاق او اتحاد څخه ځينې ځان خوښي خلك ډارېږي، چې په غه كار د دوى واكمني له منځه ځي. زما مسافره زما څخه لرې كونړيه ياره! اوس ته وايې، چې زه ګناهګار يم او كه تاسې كه چېرې تاسې ياست، نو خپله اصلاح وكړئ ما نور مه زوروۍ ما مه خفه كوئ چېرته يو وخت به درته د خپلې غاړې د كوم چينار د يخ سوري د لاندې يو ګوټ اوبه در كړم، تنده به مو ماته شي. دا، چې تا فيصله كړېده ماته سزا راكوې زما قبوله ده زه پرې راضي يم تاسې رندان شۍ زه به درته دغه دعا وكړم، چې خداى مو خپل هېواد ښكلى افغانستان ودان او اباد كړه. (امين) - بېرته شاته