(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د رڼا قاتلان

د پښتونخوا په ځینو سیمو بالخصوص په جنګځپلي سوات کي د طالبانو له خوا د ښوونځیوسوځول اوس یو معمول جوړ شوی دی. د طالبانو د ګواښونو او یرغلونو له کبله خلک دې ته مجبور شوي دي، چي خپل ماشومان له مکتبونو نه اوباسي. هم دا اوس څه وخت وړاندي د سوات په یو کلي کي طالبانو مکتب ته تلونکي دولس ماشومان وتښتول. د ماشومانو عمرونه له ۹ نه تر ۱۲ کلونو پوري ښوول کېږي. له دې نه وړاندي هم د ماشومانو د تښتوني اطلاعات مخې ته راغلي دي. ددې ماشومانو پلرونو ویره ښوولې ده، چي د هغوي زامن د ځانمرګو بریدونو لپاره استعمالیږي. طالبان په ځانګړې توګه د نجونو مکتبونه په نښه کوي او د هغوی په نزد دا د بېحیاۍ مرکزونه دي. مولانا فضل الله پر خپل ایف ایم رېډیو چېنل فتوا ورکړې ده چي د نجونو تعلیم زموږ نوی کهول د بې لارۍ او ګمراهۍ خوا ته بیایي. هغه پلرونو ته خبرداری ورکړی دی، چي هغوی دي خپلي لوڼي له مکتبونو اوباسي او د بې حیاۍ مخنیوی دي وکړي. دا هم هغه پالیسي ده چي طالبانو په افغانستان کي پرې د تعلیم دښمنۍ یو ریکارډ قایم کړو. په افغانستان کی د پخواني طالب رژیم پر مهال نجوني خو نجوني چاته به د هلکانو مکتب هم په نظر نه وي ورغلی. اوس هم هغوی هلته مکتبونو ته د عساییت کلاګاني وايي او نړوي يې. تر دې هم د خطرناک نوعیت پېښه څو ورځي وړاندي په کندهار ولایت کي رامنځ ته شوه،چي طالبانو مکتب د روانو شپاړسو نجونو پر مخونو تېزاب وروشیندل. د حیوانیت او وحشت انتهاء ده. اوس هلته اکثرو خلکو دا پرېکړه کړې ده چي د شرایطو تر سمېدو پوري به خپلي ماشوماني مکتبونو ته نه لېږي. روښتیا خبره دا ده چي د ډیورینډ د تورښامار په دواړو غاړو پروت پښتون د یو ډول برخلیک سره لاس او ګرېوان دی. اوس چونکې د طالبانایزیشن مخ د پاکستان په خوا دی، ځکه نو پر قبایلي سیمو او پښتونخوا ددې منفي اغېزي په ډېري چټکۍ سره خورېدونکي دي. د اطلاعاتو له مخې په دې څو میاشو کي د مولانا فضل الله په امر ۲۰۰ مکتبونه سوځول شوي دي. دبهرنیو موسسو او این جي اوګانو په مرسته چلېدونکي ټولي تعلیمي ادارې د طالبانو د ګواښونو له امله بندي دي. د امنیت ستونځي یوه خطرناکه بڼه خپله کړې ده. بهرني ډپلوماټان او سفارتکاران اغوا کېږي. سندرغاړو او فنکارانو ته د مرګ ګواښونه کېږي. د استخباراتي ادارو له خوا د پښتونخوا د ایالتي حکومت خلاف په لویه کچه دسیسې او توطیې رواني دي. خطرناک صورتحال دا دی چي مکتبونه سوځول کېږي خو د مدرسو د خورولو عمل په چټکي سره روان دی. ټولنه په ذهني جمود او شنډتوب کي د ساتلو لپاره د مدرسو خورولو مهم تر ټولو کامیابه پالیسي ده. د مادي پرمختګ د مخنیوي او د انتهاپسندۍ خورولو لپاره د پاکستان مدرسې پراخ کردار ادا کوي. دې مدرسو ته د لوی افغانستان د دېرش کلني غمیزي نه واخلې تر نن ورځي پوري د نړیوالو ترهګرو قوتونو هر ډول مرسته حاصل ده.هم دا لامل دی چي ساینسي او سماجي ماهرین نه لرو برعکس ترهګران او طالبان راپکي په پېخرو دي. په ټولنه کي یوه سخا پمنه او بدبوداره ذهني غلامي ،فرسودګي او پسماندګي راج کوي. د پښتنو په خاوره د پېرنګیانو د وخت نه واخلې تر نن ورځي پوري د ملایانو تعلیم دښمني قایمه ده. بنیادي سوال دادی چي د حفصه مدرسې او سور جومات په حقله چي کوم ان دي ریکارډ احتجاج وشو او کوم جذباتیت وښوول شو، هغه نن د سلګونو ښوونځیو په سوځولو ولي مخي ته نه راځي؟ دا پر پرنټ او الیکټرونک مېډیا قابض خودساخته مفتیان د هر کیڼ لاسي خلاف فتوا ورکولی شي خو د تنکیو ماشومانو اغوا کاران د اسلام د نفاذ علمبرداران ګڼي. د طالبانو دا تعلیم دښمن فعالیتونه د هغه عظیم باچاخان په خاوره او د هغه د پېروکارانو د حکومت پر مهال روان دي، چا چي د خپل سیاست پېل د ازادو مکلتبونو په اجراء سره کړی وو. باچاخان سترګور وو، هغه د خپلي ټولني تنقیدي جاج اخستی وو، چي د اکاډمیک کلتور پیدا کولو پرته به ټول قام د ملایانو د انتهاپسندۍ په اور کي غرق شي. باچاخان له ټولني نه د جنسي امتیاز د لعنت د ختمولو او سماجي مطابقت پېدا کولو لپاره د نجونو پر تعلیم ډېر زور راوړلو. هغه وخت هم دغه ملایان د باچا خان په لار کي خنډ وو او نن چي په صوبه پښتونخوا کي باچاخان تعلیمي فاونډیشن کار کوي او د سلګونو ښوونځیو د پرانیستلو پر پروسه لګیا دی نو د تیارو استازي د رڼا د قتلولو هڅي کوي او د مکتب د سوځولو له لاري د پښتون دښمنۍ ثبوت ورکوي ـ لر او بر. قلعه سېف الله ـ سهیلی پښتونخوا http://larawbar.net/detail.php?id=7155&date=2008-11-17 De Rana Qatelan By: Khan Zaman Kakar, Suhily Pakhtunkhwa

حوادث لکه برېښنا ناڅاپه ښکار د حوادثو شمه د ورک منزل په لورې لار د حوادثو شمه له حوادثو زېږېدلی حوادث زېږوم کله بچی شم کله پلار د حوادثو شمه خلک کوي د سپینو خولو او شنو خالو غلامي زه په دې ټول وطن کي یار د حوادثو شمه له ډېره وخته په خوبو کي زنځیرونه وینم دا ډېر کلونه چي سنګسار د حوادثو شمه لکه مجنون شم د جنون په زولنو کي مسکی لکه د میني ګرېوان تار د حوادثو شمه

- بېرته شاته