(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ښاغلی اوباما: افغانان د پوځ زیاتول نه بلکه سوله غواړي

ښا غلی اوباما! لومړی درته د امریکې د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ مبارکي وایم. تاسو ته پوره څرګنده ده چې ولشمر بوش د خپلې واکمنۍ په اته کلن دوران کې د خپل بې مسؤلیته او غلط سیاست په نتیجه کې په نړۍ کې داسې خطرناک او وژونکي ماینونه شیندلي دي چې ددې ماینونو ټولول او پاکول ډیر وخت، پراخه حوصله او ګړندۍ هلې ځلې او قرباني غواړي. ښاغلی اوباما! ولسمشر بوش د خپلې دورې په اوږدو کې داسې ناوړه سیاست چلولی چې ټوله نړۍ یې د امریکایانو لپاره دوزخ ګرځولې ده. ځکه، اوس مهال هیڅ امریکایي د امریکا څخه د باندې ډاډمن او ارامه ژوند نه شی کولای. د بوش سیاست ټوله نړۍ د اقتصادي او مالي کړکېچ سره مخامخ کړې ده. تاسو ته د ښاغلي بوش د سیاست نیمګړتیاوې او غلطۍ زما څخه ښې معلومې دي، که یوه یوه ولیکل شي نو کتابونه به پرې ډک شي. ښاغلی اوباما! تاسو د امریکا په سیاسي، اقتصادي او ټولنیز سیستم کې د بدلون په شعارونو سره د امریکا ولس خپل ولسمشر غوره کړئ. د افغانستان ولس هم دا اووه کاله کېږي چې په هغه اور کې لولپه کېږي چې بوش او د هغه ادارې زمونږ په هېواد کې بل کړی دی. هیله کوم چې په افغانستان او عراق کې په خپل سیاست کې داسې مثبت او ژور بدلون راولئ تر څو د افغانستان او عراق پوځي اشغال پای ته ورسېږي او د بې ګونا او مظلومو افغانانو او عراقیانو وژل او کړول بند شي. ښاغلی اوباما!ْ که تاسو رښتیا هم غواړئ چې د امریکا په سیاست کې ژور بدلون رامنځ ته کړئ نو هیله کوم د بوش غلط او بې مسؤلیته سیاست ته د پای ټکی کېږدئ او یو داسې بشردوستانه سیاست غوره او پلي کړئ تر څو په نړیواله کچه کړکېچونه او شخړې پای ته ورسېږي، او یوه داسې فضا رامنځ ته شي چې د وسلو پر ځای خبرې اترې او پوهاوی د شخړو د حل ځای ونیسي. د افغانستان د شخړې د حل لاره د پوځونو زیاتېدل نه دي. په کار ده چې تاسو د پوځونو د زیاتولو پر ځای د افغانانو تر منځ د سولې او پوهاوي لپاره هلې ځلې وکړئ. که تاسې د زور په ځای د خبرو اترو لاره غوره کړئ نو باور لرم چې امریکا به په نړیواله کچه خپل اتبار یو ځل بیا تر لاسه کړي. ستاسو د لا بریالیتوبونو په هیله. محمد نادر سرشار اوسلو- ناروې Afghanan de pawz ziatawal na balki sola ghwari Mohammad Nadir Sarshar, Oslo-Norway - بېرته شاته