(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د خواښی اینګور له ناول څخه « راز»

وحيد خان ډېر زيات نازبين عادت شو. مور اّبۍ او خپل مور و پلار ورته هډو څه ښكارى نه. ولې چې هغه د څه شى فرماېش وكړى، نو هېڅوك ترې انكار نه شى كولآ، ځكه چې د وړوكوالى نه ئې خراب عادت كړآ دآ. اوس ترېنه مور و پلار او د كلى ټول خلق تنګ دى، نوآ زلمآ شوآ دآ او د خپل كلى په سكول كښې سبق وائى. ليكن حد درجه ناقابل او كند ذهن، ځكه چې سبق ته هډو ګورى نه. د كلى ټولې لوفرۍ ئې په سر اخيستى دىء. بل طر ته سعيد خپل سبق ته ښهْ فكر كوى، مور د وخت نه په ښهْ خوئى عادت كړآ دآ، او لنډه تنګه ګذاره ئې ورته ښودلې ده. اكثر خلق ترېنه خوشحاله دى، خو د چا مجال دآ چې نزدې ورته ورشى، استاذان ئگي هم ټول تعريف كوى او هر كال په امتحان كښې اول نمبر پاس كېږى. ليكن دهْ ته د خپل پلار دا فرق كول ډېر زيات محسوس كېږى. ولې څه وكړى لاس ئې نه رسى. نن د خپل يو ملګرى اسد سره په لاره راروان دآ او څه خفه غوندې دآ: اسد: ولې ياره سعيد خانه! نن څه خفه غوندې ئې؟ سعيد: مونږ به په څه خوشحاله يا خفه شو دا خو د غټانو كار دآ. اسد: ته هم غټ ئې د غټ سړآ زوآ ئې، تاته ولې احساس كمترى ده؟ سعيد: ماته بالكل احساس كمترى نشته خو زهْ د خپل تقدير نه ګېله كوم، چې زهْ او زما مور ولې د ټكرو وهلو دپاره پيدا يو. اسد: زه خانه! ستاسو په ګاونډ كښې اوسم، دا هرڅه راته معلوم دى، چې ستاسو سره څه كېږى، ليكن د خدائآ په چارو مې لاس نه رسى. سعيد: الله تعالى دې تا وبښى، په دنيا كښې مې اول ستا د خولې نه د ځان دپاره د همدردئ الفاظ واورېدل. اسد: د كلى محلت ټول خلق ستاسو ملګرى دى، خو څه نه شى كولآ. سعيد: زما كار بغاوت نه دآ، زهْ نه باغى كېږم، ماته زما مور ډېر غريب خوئى ښودلآ دآ. خدائآ دې داسې مېندې هرچاله وركړى اسده! اسد: اّخر خو سړآ خو دومره نه كوى كنه! سعيد: زهْ هم په دې حېران يم، چې اّخر څه وجه ده. اسد: دا ټول د موراّبۍ كارونه دى. سعيد: هغه خو هم ظالمه ده، ولې څه نه څه ترس ئې په زړهْ كښې شته، خو د مېرې مور نه مې وېره كېږى. مېره مور مې ډېره ناكاره ده، زما مور ډېر كار كوى، ډېر ښه خوئى ئې دآ، بيا هم ددې خلقو بدې شى. اسد: بدې د هېچا نه شى، خو شريف خلق خلقو ته ناكامى ښكارى او د ښه خوئى طمع ئې ترې كېږى. سعيد: زهْ خو كله ناكله سوچ كوم، چې خدائآ دې نه كړى زما د مور نه چرته غلطى نه وى شوې. اسد: غلط خيالات زړهْ ته مه راوله. سعيده! ستا مور ډېره پاكه او نېكه ښځه ده. سعيد: نو ياره بيا ولې د دوى بدې شى؟. اسد: وروره تا ترې چرې تپوس كړآ دآ ، چې په دې ولې دا دومره ظگلم كېږى.؟ سعيد: هېڅ پته ئې نه لږى، خو هر وار راته دا وائى، خبردار بچيه زما په شان په خپل زړهْ ګټې واړوه. كه اورې مه اوره، كه وينې مه وينه. اسد: پوه شوم دا راز دآ چې زما مور ترېنه خبر ده او زما پلار او مور يوه ورځ پټ پټ لګيا وو او ما ترېنه اورېدلى دى. سعيد: اّخر ماته هم واوروه كنه چې څه دى؟ اسد: خانه ته به چرته حال ووائې، زهْ وېرېږم. سعيد: زهْ ستا دوست يم اسده! زهْ به دا هېڅكله اونه وايم او په خپل زړه كښې به ئې راز وساتم. اسد: اّخر به تنګ شې او وبه چوې. سعيد: زما دې قسم وى كه سېوا د خپلې مور نه مې دا راز بل چاته ښكاره كه! اسد: او ستا مور ترېنه خبر ده زما په خيال خو حال نه وايى. سعيد: شابه شابه زر حال ووايه خوار شې، تادى كوه. اسد: ډېر ګران كار دآ، خو چې ته وائې نو زهْ به څه وكړم. سعيد: اّخر د يار دپاره قربانى كوې كنه. اسد: او ستا غوندې يار د پاره خو بالكل قربانى كوم. سعيد: ښه ده، نو شروع كوه. اسد: يره خانه! لږ يرېږم. سعيد: زهْ درته قسم كوم كنه مسلمانه. اسد رپېدونكآ او يرېدونكآ غوندې په راز ښكاره كولو باندې لګيا شو. وروستو مخكښې ئې وكتل چې څوك شته كنه، په مرئ كښې ئې لاړې غوټه غوندې شوې، خو اوس چرته دسعيد نه خلاصېدآ شو، نو مجبوراً يې شروع وكړه: اسد: سعيده وروره! ته لا نه وې پېدا شوآ او زهْ به شاېد هم نه وم، د ډېرو ورځو خبره ده، ستا د پلار واده وشو. دا نګهت بى بى چې اوس ستا مېره مور ده، دا ستا د مړهْ تره اصغرخان ښځه وه. سعيد: وئ الله زما تره هم و؟ اسد: اوس نورې خبرې مه كوه سعيده، چې پوره پوره دې خبر كړم. ستا پلار او اصغر خان د يو پلار او مور نه وو او د دوى كشر د تره زوآ كريم خان د بل پلار مور وو. زما مور داسې قصه كوى، چې كريم خان دې خدائآ وبښى كه ژوندآ وآ، نو دا دواړه رونړه به ئې په مخكښې لكه نوكران روان وو. سعيد: شاباش يعنې نر وْ هن. اسد: او ډېر نر او مخكښې تلونكآ هلك و، د قدرت كار و، دآ د مور و پلار نه يك يواځې د پېنځه وو كالو پاتې شو. نور ئې هېڅوك نه و. ستاسو د جائداد د نيم غوڅ حقدار و، كله چې دآ د لسو يوولسو كالو شو، نو ستا د مور سره به ئې لكه د خپل ورو محبت كولو دا وجه وه چې موراّبۍ ستا مور ته ډېره قار قار په نظر راځى. سعيد: دا خو هډو څه خبره نه ده په دې كښې د قارېدو څه وجه كېدآ شى. اسد: مړه، ته خبرې ته غوږ نه ږدې نو. سعيد: ښه ښه يعنې نور هم مخكښې څه شته؟ اسد: موراّبۍ به ستا مور ته وآ چې په دې هلك هډو كار مه لره، ليكن ستا مور خو يوه نېكه ښځه ده، د هغې به پرې زړه سوزېدلو او دآ بْ ورته يو يتيم اسير ښكارېدلو. نو ډېر محبت ئگې ورسره كولو. موراّبۍ ستا نيا يوه ډېره بدنيته او خرابه ښځه ده، خانه اوس ددې خيال شو، چې كه چرې كريم خان لوئى شى، نو دآ به خامخا زما د زامنو نه مخكشې شى ولې چې د هغه د اخلاقو نه په ډاګه دا پته لګېده او بله غلا پكښې دا وه چې زما زامن به د ټول جائداد مالګان شى، نو دا ولګېده او خپله كشره اينګور ئې مصلحتى كړه، ستا مور ته ئې خوئې ځكه نه وآ چې دې ته پته وه، چې دا مې په دې كار كښې ملګرتيا نه كوى. نو دې اينګور دا اوس چې ستا مېره مور ده، زما د مور په لاس د سر د سپږو لرې كولو په بهانه زهر راوړل، خواښې اينګور په دغه شپه چوكانړ تيار كه او په هغې كښې ئې كريم خان له زهر وركړل. سعيد: نو بيا څه چل وشو.؟ اسد: بس نو هغه غريب دوى په كټ كښې واچولو او پروت و، تر مرګه پورې ئې ستا مور ډېر خدمت كړآ دآ او ورته ښهْ پته ده، خو اصل ذات و، چاته ئې څه حال نه دآ وئيلآ. سعيد: او زما پلار ددې نه خبر دآ؟ اسد: نه نه ستا پلار ترې څه خبر دآ، هغه خو هسې د موراّبۍ د لاس دآ، چې هغه پرې څه كوى، هغه منى. سعيد: دا خو واقعى زما نيا غټ ظلم كړآ دآ، دا خو به جولا هم اونه كړى. اسد: ياره د خدائآ دپاره چاته حال ونه وائې. سعيد: زما دې قسم وى، كه ما بغير د څه موقعې نه دا راز ښكاره كړ، او يا مې پكښې ستا نوم ذكر كړ. اسد: ماته خو ته د پردې ښكارېدې، كنه دا به څوك چاته ووائي؟. سعيد: ستا مور او پلار ترې نه څنګ خبر شول؟. اسد: چې كريم خان ناجوړه شو، نو زما مور ئې تپوس له راغله، زهر خو هسې هم هغې راوړى و، چې هغې وكتل، نو د هغه حالات د زهرو معلومېدل او هغه پرې پوهه شوه. سعيد: زما نيا په دې خبر ده كنه، چې ستا مور و پلار ترېنه خبر دى. اسد: نه نه هغه څه خبره ده، چې زما مور پرې لا هم پوهه شوې ده، د هغې خو دا خيال دآ چې يوه زهْ خبر يم او يوه مې كشره اينګور. سعيد: تاته څه پته ده چې زما مور ترېنه هم خبره ده، دا څنګ كېدآ شى. اسد: زما مور دا قصه كوى چې زهْ وراغلم نو دا ئگي سر ته ناسته وه، زما هم د سترګو نه اوښكې توئې شوې او دې هم ژړل. دې ماته ورو غوندې وكتل او پيا يې كريم خان ته وكتل، نو كريم خان ووې: ورندار او به راكړه، ډېر تاو دآ راباندې، د كريم خان سترګې پټې شوگي، هډو دا خيال ئې ونه كړ، چې دلته بل څوك هم ناست دى، نو پټ غوندې ئې ستا مور ته ووې، ورندار موراّبۍ ډېر بد وكړه، صرف د دولت دپاره ئې ماله زهر راكړل. ددې خبري سره ستا مور په ژړا شوه او بيا ئې زما د مور نه تپوس وكړ: ګلون: ترور كريم خان رشتيا چا زهر وركړى دى؟ ترور: او او په دې كښې څه شك دآ. خدايه چې... ګلون: ترور ووايه په زړه زنګ مه پرېږده. ترور: زهْ وايم چې خدائآ مې دې دا لاس مات كړى. ګلون: اّخر ته خپل لاس ولې ماتوې، ترور! ترور: ته نه ئې خبر دا زهر ما راوړى دى؟ ګلون: (په زوره) هنه! تا راوړى دى؟ ترور: په زوره كېږه مه اوس خپل عمر به خراب كړې. زهْ څه خبر وم كنه ما به زهر هرګز نه وو راوړى، خو نګهت راته دا بهانه وكړه، چې په سر كښې ئې غورځوم. ګلون: توبه مې دې وى خدايه، نګهت په خزنو داسې كار وكړه او د غره هومره سړآ ئې مړ كړ. ترور: دا يواځې نګهت نه دى كړى، موراّبۍ ورسره ملګرې ده. بلكې كار موراّبۍ كړآ دآ او نګهت ئگي د خپل ځان د فاېدې دپاره ملګرتيا كړې ده. اسد: ته اوس پوهه شوې كنه سعيده! سعيد: او، زهْ اوس ښه پوهه شوم، دا خو واقعى، ستا مور ډېر كمال كړآ دآ، چې دا راز ئې پټ ساتلآ دآ، اّخر دا خو ووايه كنه، چې ته ترې نه څنګه خبر شوې؟. اسد: زهْ يوه ورځ ناجوړه وم، په كټ كښې پروت وم، د دوى دا خيال شو، چې دآ اوده دآ، نو ځان له ئې دا خبې شروع كړې. پلار: يره جينئ دې موراّبۍ ډېر بد وكړ. مور: د اسد پلاره څه به ئې وآ داسې ظلم ئگ كړآ دآ، ګوره ته! څوك به خپل لېورزآ د دولت دپاره په زهرو مړ كړى؟ پلار: چې اّخر دا ملګرتيا ئې چا كړې ده؟ مور: مشره اينګور ئگي ترېنه هډو خبره نه ده. د موراّبۍ خو مشره اينګور د كريم خان په سر داسې بدې شوې ده، لكه د سپئ، خو دا ټول كارونه ورله كشرې اينګور كړى دى. پلار: ښه ښه، نو نګهت بى بى خو به ئې اوس ډېره خوښه وى. مور: او كنه، چې اوس ئې خوښه نه وى نو څه به كوى، يرېږى ترېنه. كه چرې حال ووائي. د اسد پلاره بس كه اوس دا خبرې مه كوه، زړه مې خرابېږى، ډېر ظلم شوآ دآ. داسې زياتآ څوك نه كوى. سعيده وروره! ما دا ټولې خبرې واورېدلې، او ځان مې ښهْ قصداً اوده كه، چې دوى راباندې پوهه نه شى اوس مې دا حال تاته ووايه، خو چرې ته ئې چاته ونه وائې. سعيد: نه نه يره مه يرېږه، دومره ماشوم خو نه يم كنه. اسد: د كور لار هم نزدې شوه. سعيد: اوس به جدائى راځى. اسد: څه جدائى ده، خو مازيګر به بيا يوځاآ شو. سعيد: انشاءالله تعالى كه ما موقعه بيامونده، نو دربه شم. اسد: مړه راښكاره كېږه، دومره د كتاب چينجآ هم د ځان نه جوړول نه دى پكار. سعيد:اسده وروره په دنيا كښې اول خپل مقصد حاصلول پكار دى بيا نور كارونه هسې هم ډېر دى كېږى به. (دوى يو بل رخصت كړل او خپلو خپلو كورونو ته روان شول. سعيد په لارې لږ غوندې حصار شوآ و، ځكه چې اسد ورته ټوله قصه بيانوله چې كور ته راغآ نو مور ورپاڅېدله او ښكل ئې كړ، كتابونه ئې ترېنه واخيستل.) ګلون: سعيده بچيه! نن ولې حصار شوې؟ سعيد: لږ په دمه دمه راغلم ځكه. ګلون: بې ځايه څوك نه حصارېږى بچيه ګوره په ټهيك وخت باندې ځان رارسول پكار دى. سعيد: اّبۍ ډوډۍ راكوې كه نه. ګلون: دا زهْ درته بيا بيا ولې وايم چې وختى راځه. سعيد: ولې نو ډوډي نشته څه، وحيد خو هم لا نه ده خوړلې اوس هغه دآ خورى. ګلون: وحيد دپاره وخت نشته بچيه ستا د هغه غوندې قسمت چرته دآ؟. سعيد: ته خو ورشه كنه تپوس دې نه دآ كړآ او وآ ډوډئ نشته. ګلون: ته وړوكآ ئې نه پوهېږې زهْ د دې خلقو په سترګو پوهېږم بچيه! خلق متل كوى، د ويلو نه، نه وييل ښه دى. كه اوس مې تپوس د ډوډۍ وكړ نو تيار جنګ دآ او وهل كنځل به وى. سعيد: دا اوس هغه وخت نه دآ مورې چې څوك به خپل تپوس نه شى كولآ. ګلون: چپ شه ګورآ كه داسې خبرې دې شروع كړې، نو زهْ به درته دا كور پرېږدم او پلار كره به لاړه شم. سعيد: عجيبه غوندې زړه دې دآ په معمولى خبره خفه كېږى. ګلون: تا چې څوك بدو ته لمسوى نو خدائآ دې په سترګو ړوند كړى، زهْ به نور څه ووايم. سعيد:اّبۍ ته هسې ژاړې ما نه څوك لمسولآ شى او نه مې څوك غولولآ شى، زهْ اوس د خبره لوئې سړآ يم، په ښه او بد ښه پوهېږم. ګلون: ستا لا دا ورځې په ښه او بدو د پوهېدو نه دى بچيه ته لا وړوكآ ئې لوبې كوه. سعيد: د لوبو ورځې تلى دى مورې! زهْ اوس خپل حق غواړم، چې اّخر زما او ستا سره ولې دومره زياتآ كېږى؟. ګلون: چپ شه بچيه! چې ددې خبرې نوم په خوله وانخلې كنه ځائآ به يو ورك شى. سعيد: اّخر ځائآ به يو ولې ورك شى؟. ګلون: ستا دا خوښه ده، چې ستا په سپين سرې مور له څوك طلاق وركړى او د كوره ې اوباسى ووايه سعيده! كه ستا دا خوښه وى، نو هرڅه كولآ شې ته زما زوآ ئې، زما درباندې حق دآ، زما خبره به منې او كه زما د مرضئ نه دې يو كار خلاف وكړ، نو اوبه دې نه بښم. سعيد: ګوره مور! بيا د وړو په شان په ژړا شوې كنه! اّخر دا ظلم نه دآ چې د يو پلار دوه زامن يو، يو ښهْ په مړه ګېډه هرڅه خورى او بل له په نهره ګېډه د جوارو ټوك څوك نه وركوى. اّخر ته هم د پښتون پلار لور ئې، ماله څه وشو مور! په تا كښې خو هم غېرت نشته دآ، ته څنګه دومره بې عزتى برداشت كوې. ګلون: دا په تا نن څه شوى دى، خدائآ دې خير كړى، څه پاګل غوندې ښكارې. سعيد: مور نه پاګل يم او نه لېونآ يم. روغ رمټ يم، ليكن په حيثيت د يو زلمى زوى زما دا فرض دى چې ستا خدمت وكړم اّخر څنګه تا په دومره سخته كښې ووينم؟ ما مه نيسه مور چې زهْ هرڅه په ډاګه كړم. ګلون: دا تهْ څه د لېونو په شان ګډې وډې وائې، څه به په ډاګه كړې، كه چا درته څه ويلى وى نو ټول دروغ دى. بچيه اوس خلق دوه تنه په كور كښې په قلاره نه پرېږدى، خدائآ دې دوى ميرات كړى! د هغوى خبرې منې؟ زهْ درته وايم. زما نه بغير چې درته څوك څه وائى نو ټول به دروغ وى ګورې. سعيد: نه پوهېږم مور! چې ته ولې خپل زړهْ خورې او په ځان دا دومره درنې درنې ګټې ږدې، اّخر تاته په دې كښې څه فاېده معلومه ده بغير د نقصان او تكليف نه. سعيد: اّخر فاېده هغې خلقو ته رسول پكار وى، چې هغه د چا څه احسان منى كنه. ګلون: دا دې بيا غلطه خبره وكړه بچيه! په چا د احسان اړولو دپاره خدمت كول خو غير انسانى خبره ده، څوك چې د چا په رشتيا خدمت كوى، هغه خلق د چا د احسان په طمع نه وى. سعيد: څه نه څه سړيتوپ خو پكښې وى كنه؟ ګلون: سړيتوب سړى ته بل زده كوى. خوږه! پخپله چې سړى كښې سړيتوب وى، نو نور خلق ترېنه خامخا سړى كېږى او چل ترېنه زده كوى. سعيد: مور څه نا اّشنا غوندې خبره ده، دا سړيتوب يواځې په ما او په تا نه كېږى. خلق متل كوى د يو لاس نه پړق نه خېژى، دواړه طرف ته خلق ښه كوى، نو هله ګذاره كېږى. په دې كښې زمونږ سره څه سلوك كېږى ته نه ګورې؟ ګلون: دا څه دمره د خفګان خبره نه ده. بچيه! ناكام ډېر ښه څيز دآ. سعيد: اّخر خو د ناكام هم څه حد وى كنه. ګلون: ستا په شان ځوانانو له د ناكام هډو څه حد نه وى. سعيد: اّخر مونږ څه كړى دى؟. ګلون: صرف د تقدير سوال دآ. سعيد: تقدير خو زمونږ پخپل لاس كښې دآ مور! ګلون: بې وخته څوك خپل تقدير په خپل لاس كښې نه شى اخيستلآ. سعيد: اوس دا وخت دآ چې زهْ خپل او ستا تقدير بدلولآ شم. كه ته اجازت كوې. ګلون: دا نن په تا څه چل شوآ دآ؟ چا درته څه وئيلى دى؟ سعيد: مور زهْ د هر څه نه خبر يم، اوس زما نه خبره مه پټوه. ګلون: اّخر د څه نه خبر ئې؟ سعيد خپلې مور ته ټوله قصه بيان كړه. مور ئې حېرانه شوه، چې اّسد خو ډېر بد كړى دى، ګلون يوه ډېره نيكه ښځه وه، دا ئې نه غوښتل چې ددې د زوى د لاسه دې د خاندان شرم وشى. ګلون: سعيده! ته زما زوآ ئې زما سره وعده وكړه، چې ته به هم زما په شان په زړهْ او ژبه جرندې ووهې كنه، زهْ به اوس زهر وخورم او ځان به مړم كړم. سعيد ته خپله مور ډېره ګرانه وه، چرته يې د هغې غريبې مرګ ته غاړه كېښودى شوه او وعده قسم ئگي وكړه. سعيد: مور زما دې قسم وى چې بي موقع به زهْ دا خبره هېڅكله د خولې نه اونه باسم او كه چرې ښهْ غوندې موقعه په لاس راغله نو بيا به نه خفه كېږې، زهْ به هرڅه وايم بس اوس خو به زهر نه خورې كنه. ډېره دې دا كوړمه خوښه ده، ځكه چې ډېر ښه درسره كوى. زمونږ د پښتنو هغه څوك خوښ دى چې بد راسره ډېر كوى، د ښو دشمنان يو. ښه ده چې ته خوشحاله ئې، نو ماته هېڅ اعتراض نشته زهْ به تر ډېر وخته غلآ پاتې شم. مور: ګلون خپل زوآ په سترګو ښكل كړ، بچيه! ژوندآ اوسې، دا به دې په ما ټول عمر لحاظ وى. اّباد اوسې، خپله مور درنه قربان شه، ستا د سترګو نه زار شم. - بېرته شاته