(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

څلوریځه اویو نثر

تار په تار یی شی کارونه ددنیا میلمنه یی شی پر کور دغم بلا دا کانه کیږی رښتیا په هغه وخت کی چی فرصت له لاسه ووزی دیو چا نثر له ډیر وخت راهیسی انتظار باسم څو تا په خپلو ستر ګو ووینم ستا دراتلو علامي ښکاري خو زما دصبر کاسه وار په وار په ډکیدو ده ځکه ستا دراتلو علامی زړي او له ډیر وخت راهیسی یی تکراری بڼه موندلې زه ستا وراتلو ته ډیره زیاته تلوسه لرم ځکه ته راځی ته به ارومرو راځی که څوک ستا په وفا کی شک ولری هغه ایمان نه لری ځان وژنه خو هم ستره ګناه ده توبه څنګه پر نه څه تر خپل سر تیر شم بیا به په کومو ستر ګو خلګ زما پر مړی آمین آمین کوی خو ای وفا داره دوسته زما غیږ هر وخت ستا دراتلو انتظار باسی او خپل ایمانی او پښتنی ضمیر می هیڅ کله ډار نه منی نو ګرانه دوسته ته هغه حقیقی او راتلونکئ دوست یی چی خلګ دي په مرګی سره یادوی که دی دراتلو شیبې لنډی وی راشه او په خپل ټول قوت سره می درخپل کړه محمدعلی عمری جنوبی پښتونخوا مسلم باغ - بېرته شاته