(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ماشومانو سندرې

څوک مې د ګاوذ، د ګاوذ په لينده ولي خدائې هسې زوئې راکه چه بابا بابا کوي په شودو ئې لمبوي په غوړو ئې غوړوي جماعت لره بيائي بيائي ملايان ئې لولوئي دې پــــه هـــــــر چــــــا بـــــاندې ګـــــــــران وي پــــــــــه قـــــــربـــــــان ئــــــــې ښــــــکـــــــــــــلوي (د پښتو سندرو هار و بهار؛ پروفېسر ډارمسټيټر) د پښتو شعر د سحر انګېزو جذباتو ابتداء د مور د دې ارمان نه کېږي. دا ارمان د جذباتو د هغې رود سر چشمه ده چه د وېړې پښتونخواه د لر بر سندرې ترې جوړې شوې دي. او غر په سمه، کور په صحرا درودونو په غاړه هر چرته پرې د اوګړې خپله مينه ماتوي. او خپل جذبات پرې سړوي. د پښتنې مور د ارمان دا غوټئي چه ګل شي نو د پې مخي ښائسته ماشوم په وجود کښې په دې دنيا کښې سترګې اوغړوي. دا ښکلوکې ماشوم چه لا په اورنړي کښې وي، نو د خپلې مور او خپلو خپلوانو د مينې مرکز شي. دې د ژړا مسکا او اميزونه بغېر لا نور په هېڅ نۀ پوهېږي ولې بيا هم ې د شفقت پامته دار او د تربيت ليواله وي. دې مينه غواړي او د دې د اظهار ټولو ذريعو ته غوږ غوږ او سترګې سترګې وي. د دۀ غوږونه چه کوم وړومبې آواز اورېدلې وي، هغه آواز هم يو وزن او يو ترتيب لري. د دغه وخته راسې د دۀ په لاشعور کښې د توحيد او يمان شمع بله کړې شي. او چه د ژوند اوربشه ئې وي نو د دې نه پس پوړئ په پوړئ دې د نوؤ آوازونو او نوؤ صوتونو د اورېدو سره آشنا کېږي. د ړومبي آواز نه بېخي برعکس دا موزون شوي صوتونه اکثر د دۀ په خپله مورنئ ژبه کښې وي. په دوئي کښې د وزن او صوت لحاظ خو ضرور ساتلې شي، ولې د معنې و مطلب سره کله نه کله داسې زيات تړون او پېوستون نۀ لري. او نۀ په قافيه او رديف موزون کړې شوې وي. د پښتو ادب دې خوندناکه برخې ته (د ماشومانو سندرې) وئېلې شي. د دنيا د هرې ژبې په ادب کښې د ماشومانو دا سندرې موجودې دي. دا د هر ماشوم د ژوند ملګرې وي. هر يو ئې په خپله ماشومتيا کې اوري. زده کوي ئې او د يو نه بل ته او د بل نه بل ته پاته کېږي. ميندو، دائي ګانو، او قلارؤونکو هم په دغه جوړ دا زده کړې وي. ميندو او پلرونو به هم په وړوکوالي کښې هغه څه وئېل چه د هغوئي کوچني زامن او لونړه ئې په خپلو لوبو کښې وائي. او هر کله چه پلرونو او مېندې ئې د خپل وړوکوالي وختونه را يادوي نو د ټولو نه آګاهو چه څه شې ور يادېږي هغه هم دغه سندرې وي. دوئي خپلې امېزې، خړپوسې، خپله زانګو، ګرګاډې، او خپلې لوبې خپاړې هم د دې سندرو په ذريعه يادې ساتي. او هر کله چه په خپله هم ورته د ماشومانو د لوبولو غم ورپه غاړه شي، نو دوئي هم هغه څه کوي او وائي چه د دوئي په وړوکوالي د دوئي سره شوي او دوئي ته وئيلي شوي وي. د دې خبرې ثبوت موندل څه ګران کار نۀ دې. په دې چه روايات د يوې پيړئ نه بلې ته او د بلې نه بلې ته هم دغه شان د صدو راسې سينه په سينه را روان دي. د پخوا زمانې نه د (اللهو) و (اکو بکو) په څير ډېرې داسې سندرې دي، چه زمونږ د ماشومانو ورثه دي و زمونږ د ملي ثقافت دا ډانړې بنياد پرې ولاړ دې. په دې صوتو و سندرو کښې هغه هر څه لکه د تجريدي عکسونو په دود ليدې شي. کوم چه زمونږ د عام اولسي ژوند سره تړون او تعلق لري. په دوئي کښې د رشتې، د نر و ښځو لکه مور، پلار، ورور، خور، ماما، مامي، چاچي، ادې، ابئي، ترور، وغېره نه علاوه د بناتاتو، حېواناتو، او عامو بنيادمو په حقله خبرې وي. او دوئي پکښې د کردارونو په حېث خپل ځان څرګندوي. دغه شان دا سندرې د معاشرتي ژوند د اقدارو سره د ماشوم د آشنا کولو سبب کېږي. اسمان، زمکه، غر، سمه، نمر، سپوږمئ، ستوري، او اور اورکي، بېره، چندنړ، نرکچور، خارو، طوطي، چرګ، چرګوړې، کمتره، کارغۀ، باتور، بلبله، شين ټغ، سپې، کوترې، پيشو، منږک، ګډه، وورې، بزه، ورغومې، غوا، سنډا، کټې، اوښ، زمرې، سپږه، ورږه، پخه، ګيډړ، د ګيدړ بچې، مار، پېريان، انګئي، ګنجې، پړسو، اډې ګوډې، بک او داسې نور ډېر څيزونه چه غر په سمه ورسره د کلي اولس د خلقو روزګار پېښېږي. دا ماشومان په دې سندرو او صوتونو د دوئي ټولو سره آشنا کولې شي. د دوئي د ښۀ والي او بد والي نه ئې خبروي، او دا موقع ورته ورکوي، چه په خپلو لوبو کښې دوئي هغه اوصاف قبول کړي، کوم چې په پښتنه معاشره کښې د يو فعال شخصيت د پاره لازم ګنړلې شي. او په ساده و خوږو خبرو او وړو وړو ماتو ګوډو سندرو، او خوږو خوږو مختصرو قيصو کښې دوئي ته دا هر څه دغسې په لوبو لوبو کښې ور زده کړې شي. او په دې ئې پوهه کړي چه د راتلونکښي ژوند قصه خوندونه هم لري او غمونه هم. دغسې دوئي دا تربيت واخلي چه د ژوندانۀ د خندا د لالونو والئي او د ژړا د ملغلرو هارونه څه رنګ خپلول پکار دي. زمونږ د ماشومتيا دا ورثه ډېره قيمتي، قديمي، او لړغونئ ده. دومره لرغونئ ده چه بيد پائې حکيم لا چرې پېدا هم نۀ وؤ. او د هوښيار او دانا بزر جمهير د کليله ودمنه د اصلي مصنف شهزادګانو لا دا دنيا نۀ وه ليدلې چه پښتنو ماشومانو ته به دغه شان صوتونه، سندرې، او وړې وړې خوږې خوږې قصې کولې شوې او نن هم لا هغه شان د بي بي کلاتې سرې ګوډې بزې، ټونګرې ټامې، بي بي بانګې ملو، انګټ بنګټ، پوندانې ګمبور راجه، د سکروټې او پوکنړئ، د ګيدړ او بيزې، د نېکي بدي، د نيم کوني رور، او داسې نورې بې شماره قيصئي په پښتونخواه کښې هر چرته سره د خپلو صوتونو، نعرو، او ساندو اورېدې شي. خدائې خبر چه دا ټول صوتونه، سندرې او قيصې به د کله راسې د پښتو د شفاهي او فوکلوري ادب دائمه حصه ګرځېدلې دي. د ترقي يافته قومونو محققينو چه په نولسمه صدئ کښې د خلقو د روزمره ژوند د عامو عاداتو په مطالعه لاس پورې کړو او د دوئي د زنړي او جوهر په لټون ورپسې شول، نو دا محققين د هغې توهماتو جاج ته هم ورلاندې وتل چه د دوئي په معاشره کښې ئې الې جوړې کړې وې. د دې تحقيق په دوران کښې ځنې ډېر ناآشنا او عجيبه حقائق راڅرګند شول. دا حقائق په خصوصيت سره د ماشومانو په سندرو کښې ډېر تعجب خېز او ناشنا وو. او دا ځنې معلومه شوه چې په بېلو بېلو وطنونو کښې دا سندرې عموما يو رنګ او يو شان موضوعات لري. او ځنې الفاظ او لغات ئې داسې دي. چه هغه يا خو متروک دي، او يا د نورو ژبو دي. د موضوعاتو او بيان دا مماثلت يواځې دا نه چه د يورپ په بېن الملي سندرو کښې موجود دي، بلکه په حقيقت کښې دا همرنګې لکه چه انساني ده، او د مشرق او مغرب په قومونو کښې هم د توار د او يو شان والي مثالونه لري. د نورو مشرقي ژبو په حقله دا خبره تحقيقو ته رسول خو يو اوږد مېدان دې، خو د پښتو په ضمن کښې د ځينو مغربي ژبو د ماشومانو د لوبو او قيصو د سندرو د داسې د توارد څه نمونې به بې ځايه نه وي. د مغربي دنيا خو اؤ شا په هره يوه ژبه کښې A frog who would a Wooing Go يعني (د چيندخې د بر کتلو) روداد موجود دې. هم دغه روداد په پښتو کښې (د بي بي کلانې د مېړۀ کولو) په ويناؤ کښې د زمانو راسې ماشومانو ته اورولې کېږي. داسې ښکاري لکه چه دا د انساني نسل يو لرغونې ميراث وي. چه هر چا خپل کړې او ځان سره ئې په ملکونو ګرځولې وي. دغه شان د انګرېزئي ژبې د دؤو کردارونو يعني د جېک و جيل د سندرې د يو بند سره د پښتنو ماشومانو دا صوت ډېر مناسبت لري: Jack will eat no fat And Jill doth love no lean But be twixt them both Thy lick the dishes clean دوه په تنارۀ خورمه دوه په ديوالۀ خورمه دوه په تلۀ راتلۀ خورمه چه کښينمه اتۀ خورمه زۀ خواره لا څۀ خورمه يا دا چې: مومنده اوبو يوړه هنر منده اوبو يوړه وروره څۀ هنر ئې زدو وو؟ وروره دا هنر ئې زدو وو چه تالې داسې څټي لکه وينځلې! هم دغه شان د کال يا د مياشتو د ورځو د حساب او شمار د پاره په هره مغربي ژبه کښې د ماشومانو صوتونه موجود دي. په انګرېزئي ژبه کښې داسې يو مقبول صوت شته دې چه د کال د دولسو مياشتو د ورځو حساب پکښې شوې دې. هغه صوت دا دې: Thirty days hath September April June and November All the rest have Thirty-One save February which has Twenty-Eight and every fourth year, one day late پښتانۀ بچي هم د خپلو موسمونو او ورځو د حساب د پاره ځنې صوتونه لري، او د خپل ماحول او مقامي موسم په مناسبت چه دا حساب کوي نو وائي: اتلس شلې ورځې دولس مياشتې دي د کال ګنډه ئې پشکال د بده مرغه د پښتو ادب دا خوندناکه خزانه لا تر نننئې ورځې نۀ خو راغونډه کړې شوې وه او نۀ ورته چا څه خاص توجه کړې وه. په دې مېدان کښې لا تر دې وخته د تحقيق او څيړنې په لړ کښې څه پيلات نۀ ؤو شوې. په پښتو کښې د ماشومانو سندرو وړومبې راټولوؤنکښې هم يو غېر ملکي محقق ؤو. دا محقق د نولسمې صدئ مشهور فرانسيسي مستشرق ښاغلې ډارمسټيټر ؤو. دې مستشرق يوه (اللهو) او د شمار يو څو نور صوتونه چه د مېندو د خولې دي. په خپل مشهور کتاب (د پښتو سندرو هار و بهار) کښې په 1886ء کښې د پېرس نه شائع کړې دې. خو په خپله پښتنو محققينو او د ادب او ثقافت د مطالعې شائقينو دې ميدان ته د دې نه اګاهو هيڅ توجه نۀ وه کړې. دا سندرې او صوتونه په اصل کښې زمونږ د معاشرتي ژوند، زمونږ د ثقافت او عقائد، و د اډانړې بنياد دي. او د پښتون بچي د شخصيت، او کردار په تعمير کښې لوئې لاس لري. د دوئي په ذريعه د ماشوم ذهن وده او ارتقاء کوي. د دې صوتونو او سندرو مثال لکه د هغه کليو او فارمولو په څير ګنړل پکار دي، چه ماشومانو ته د لوبو طريقې و آداب هم ورښائي، او د اولسي ژوند په آدابو ئې هم په رموز رموز کښې پوهه کوي. په پښتو کښې د ماشومانو د لوبو د ټولو نه پخواني صوتونه لکه چه هغه وي، په کومو کښې چه د شبانئ د ژوند (Pastoral Life) د موضوعاتو بيان وي. لکه چې وائي: رور مې تلې دې پلو له پلی به لا له راوړي پلی به زۀ غوا له ورکم غوا به ما له پئ راکي پئ به زۀ سيند له ورکم سيند به ما له کانړې راکي کانړې به زۀ خدائ له ورکم خدائ به ما له رور راکي يه روره پېدا شه ستا په لنګئ جنګ دې ماشومان عموما په خوړونو او سيندونو کښې ښائسته کانړي ټولوي، او د نذر په توګه ئې د خدائې په نامه زيارتونو يا جماتونو له وړي. په دې صوت کښې د ماشومانو دغه دود ته اشاره ښکاري. ځنې پکښې دا هم زياتوي چه: رور به زۀ مور له ورکم مور به ما له شال راکي مور به راته وائي لورکئي لورکئي ګډه شه وخت د ګډېدو نۀ دې قدم د اغستو نۀ دې راکاږه شوملې پکښې کښېږده مندانړو پکښې دا صوت په يو بل رنګ کښې داسې وئيلې کېږي: کټئ به ما له پئ راکي پئ به زۀ سيند له ورکم سيند به ماله کانړې راکي کانړې به زۀ خدائې له ورکم خدائې به ما له ورور راکي رور به زۀ ابئي له ورکم ابئي به ماته شال راکي شال به زۀ په پښو اچوم زما ګاګړه پرچونه ستارې دي ارې شړنګ ډبلئ د دې صوت ورستئ مصرع په لوبو کښې بيا بيا تکرارولې شي. او دغه شان په لوبه کښې تېزي او تندې پيدا کوي. دغه رنګ د (سرې ګوډې بيزې) دا صوت چه: پلار حلالولم مور ورته نيولم مشرې مشرې خور به په کونډو کونډو ويشتلم کشرې کشرې خور به په سينو کوزړګو کښې اچولم زۀ شينکې طوطا شوم په بنړونو والوتمه زمونږ د ماشومانو په صوتونو کښې د ټولو نه مقبول صوت ته د (اکو بکو) صوت وېلې شي. دا لکه چه په ټولو پښتنو قبائلو کښې د هر ماشوم په ژبه ختلې وي. او په دغه جوړ هر پښتون تر و ښځې ته ياد وي. د دې صوت عام وزن دا دې: اکو بکو سر سيندکو غوا مې لاړه په ترپکو اباسين بېلې بېلې پکښې ناسته درخانئ دا صوت مقابلتۀ اوږد دې. څلور شپږ پړقونه لري. يو نيم ځائ کښې ئې څۀ سپک ډولي کلمات هم راغلي دي. خو په ځينو قائلو کښې دا صوت ډېر مختصر دې او څۀ په دې انداز کښې دې: اکو بکو دم دړکو انا راوړې سرې کپئ مژک ئې اوويشت په لکئ خواره شې ابئ بابو جان دې لېونې کړو په دا تشه څونړکئ (څونړکئ: پوزه. څونډکئ په بله معنه کښې د سر غونډو کړو شوؤ ويښتو ته هم وائي. خو په صوت کښې چه کوم لغت استعمال شوې دې، هغه څونړکئ دې چه معنه ئې پوزه ده. تشه څونړکئ مطلب دا چه څه پېزوان، نتکئ، ناروکې، ميخکې، وغېره هيڅ نۀ لري) الله هو په دې خواره جونګړه کښې ګوډئ شته نۀ زانګو شته زمـــــــا ســـــره بچيه بــــس يــــو تشـــه الله هـــــو شـــــــــته د ماشومانو د سندرو جدا جدا ګنړ قسمونه دي. د ټولو نه ړومبې قسم ئې هغه دې چه مېندې خوئېندې او د ماشوم قلارونکښي يا دائي ګانې ئې ماشومانو ته وائي. په دوئي کښې د ټولو نه مقبول صنف د (الله هو) صوتونو دې. دا په هغه وخت مور خپل بچي ته تېروي چه اودۀ کول ئې غواړي. خصوصا کله چه ئې په زانګو کښې واچوي او زنګوي ئې، نو الله هو الله هو ورته وائي. په دې کښې د ټولو نه قديمي صوت هغه دې چه لرغونو مېندو پکښې د خپل ماحول ترجماني کړې ده. او نن هم مېندو ته دغه صوت هم هغه شان ياد دې. دوئي چې اوس هم ماشوم زانګو ته واچوي او زانګو زنګوي نو ورسره په يو خاص طرزاؤلې کښې داسې وائي چې: الله هو شه الله هو للې للو للې للو للې للو تاسو مه راځئ غلو هلته يو صندوق دې هغه ډک دې د مصرو الله هو شه الله هو په دې لار مه راځئ غلو زما بچې داسې اودۀ دې لکه ګوډې د اوړو يا دا چې: الله هو شه الله هو للې للو للې للو للې للو زما جانان داسې اودۀ دې لکه پنډ د پتاسو الله هو شه الله هو زما ګران داسې اودۀ دې لکه ګل په نندارو الله هو شه الله هو په کوزه چنه مۀ راځئ، په بره چنه رو الله هو شه الله هو پشې شه پيشو، په دې لار مه راځئ غلو الله هو شه الله هو هلته يو دبلې دې، هغه ډک د اشرفو الله هو شه الله هو بچې مې داسې اوده دې، لکه ګوډې د مصرو الله هو شه الله هو للې للو للې للو للې للو، قورې پشې شه پيشو يا دا چې: الله هو تاسو مه راځئ غلو هلته يو صندوق دې. هغه ډک دې د مصرو الله هو تاسو مه راځئ غلو زما بچې داسې اوده دې. لکه ګل په نندارو الله هو تاسو مه راځئ غلو په کوزه چنه مۀ راځئ، په بره چنه رو هلته يو دبلې دې. هغه ډک دې د روپــــــــــو الله هو. پشې شه پيشو. دلې مه راځئ غلو زما بچې داسې اوده دې لکه ګــــــــوډې د مصـــــــرو الله هو په دې خواره جونګړه کښې ګوډئ شته نۀ زانګو شته زمـــــــا ســـــره بچيه بــــس يــــو تشـــه الله هـــــو شـــــــــته د ماشومانو د سندرو جدا جدا ګنړ قسمونه دي. د ټولو نه ړومبې قسم ئې هغه دې چه مېندې خوئېندې او د ماشوم قلارونکښي يا دائي ګانې ئې ماشومانو ته وائي. په دوئي کښې د ټولو نه مقبول صنف د (الله هو) صوتونو دې. دا په هغه وخت مور خپل بچي ته تېروي چه اودۀ کول ئې غواړي. خصوصا کله چه ئې په زانګو کښې واچوي او زنګوي ئې، نو الله هو الله هو ورته وائي. په دې کښې د ټولو نه قديمي صوت هغه دې چه لرغونو مېندو پکښې د خپل ماحول ترجماني کړې ده. او نن هم مېندو ته دغه صوت هم هغه شان ياد دې. دوئي چې اوس هم ماشوم زانګو ته واچوي او زانګو زنګوي نو ورسره په يو خاص طرزاؤلې کښې داسې وائي چې: الله هو شه الله هو للې للو للې للو للې للو تاسو مه راځئ غلو هلته يو صندوق دې هغه ډک دې د مصرو الله هو شه الله هو په دې لار مه راځئ غلو زما بچې داسې اودۀ دې لکه ګوډې د اوړو يا دا چې: الله هو شه الله هو للې للو للې للو للې للو زما جانان داسې اودۀ دې لکه پنډ د پتاسو الله هو شه الله هو زما ګران داسې اودۀ دې لکه ګل په نندارو الله هو شه الله هو په کوزه چنه مۀ راځئ، په بره چنه رو الله هو شه الله هو پشې شه پيشو، په دې لار مه راځئ غلو الله هو شه الله هو هلته يو دبلې دې، هغه ډک د اشرفو الله هو شه الله هو بچې مې داسې اوده دې، لکه ګوډې د مصرو الله هو شه الله هو للې للو للې للو للې للو، قورې پشې شه پيشو يا دا چې: الله هو تاسو مه راځئ غلو هلته يو صندوق دې. هغه ډک دې د مصرو الله هو تاسو مه راځئ غلو زما بچې داسې اوده دې. لکه ګل په نندارو الله هو تاسو مه راځئ غلو په کوزه چنه مۀ راځئ، په بره چنه رو هلته يو دبلې دې. هغه ډک دې د روپــــــــــو الله هو. پشې شه پيشو. دلې مه راځئ غلو زما بچې داسې اوده دې لکه ګــــــــوډې د مصـــــــرو يا دا چې: الله هو شه الله هو زما جانانه الله هو يوه زرې دې د مور پلار دې نيشته دې په کور نۀ مې مور شته نۀ خور هم صحرا کوم هم کور الله هو شه الله هو للې للو للې للو للې للو تۀ اوده شه زما ځان مور دې ستا نه شه قربان ټول کارونه مې دي وران شپه او ورځ مې دي په ځان الله هو شه الله هو للې للو للې للو للې للو يا دا چې: پلار دې تلې دې په جنګ ښه تيره توره تر څنګ سر به ورکاندې په ننګ په وطن راغلې فېرنګ الله هــــــو شـــــه الله هـــــو للې للو للې للو للې للو پلار دې تلې په غزا دشمنان به کړي فنا نوم به پرېږدي په دنيا نن به راشي يا صبا الله هــــــو شـــــه الله هـــــو للې للو للې للو للې للو الله هو تربوران راته په څو ټول وطن شو راته بو د زړګي نه مې ځي نو خدائ دې ګډګړي په دوئي لو الله هــــــو شـــــه الله هـــــو الله هــــــو شـــــه الله هـــــو للې للو للې للو للې للو د سيده قرة العين ليکلې يوه الله هو چه په فېرنګي دور کښې په پښتون رساله کښې چاپ شوې وه دا ده: الله هو شه الله هو ته نمسې ئې د خالد غزنوي د دې والد ولې زړه لرې جامد الله هو شه الله هو ته زلمې شه د کرنګ د دشمن او نۀ کړې څنګ ملک نه ئې لرې کړه فېرنګ الله هو شه الله هو که اوکتې شي نو په دې الله هو کښې د شفقت و معصوميت سره سره د خپل ماحول ترجماني کوؤنکښې لهجه هغه انداز نشته کوم چې د فوکلوري الله هو خصوصيت دې و د مور و ماشوم دواړو د مزاج نمائندګي کوي. هر کله چې ماشوم ويښوي، مور ئې اوزګاره وي، د کور کار روزګار ئې سر ته رسولې وي، ځکه چه مېندې همېشه خپلو بچو ته وائي چه هله به ځارېږم چه د کاره اوزګارېږم. دا په اوزګار وخت کښې رښتيا د خپل بچي نه ځارېږي. هغه مشغولوي، لوبې ورسره کوي، د مينې سندرې ورته وائي، و خوشحاله ئې ساتي. دا ورته کله کله وائي چې: شولې واړه شولې د شګئ شولې سمسورې ستا ورور به شولې راوړي د روئمال په پلو پورې واخلې خپلې مورې داسې نۀ دي لکه نورې الله هو شه الله هو زما جانانه الله هو يوه زرې دې د مور پلار دې نيشته دې په کور نۀ مې مور شته نۀ خور هم صحرا کوم هم کور الله هو شه الله هو للې للو للې للو للې للو تۀ اوده شه زما ځان مور دې ستا نه شه قربان ټول کارونه مې دي وران شپه او ورځ مې دي په ځان الله هو شه الله هو للې للو للې للو للې للو يا دا چې: پلار دې تلې دې په جنګ ښه تيره توره تر څنګ سر به ورکاندې په ننګ په وطن راغلې فېرنګ الله هــــــو شـــــه الله هـــــو للې للو للې للو للې للو پلار دې تلې په غزا دشمنان به کړي فنا نوم به پرېږدي په دنيا نن به راشي يا صبا الله هــــــو شـــــه الله هـــــو للې للو للې للو للې للو الله هو تربوران راته په څو ټول وطن شو راته بو د زړګي نه مې ځي نو خدائ دې ګډګړي په دوئي لو الله هــــــو شـــــه الله هـــــو الله هــــــو شـــــه الله هـــــو للې للو للې للو للې للو د سيده قرة العين ليکلې يوه الله هو چه په فېرنګي دور کښې په پښتون رساله کښې چاپ شوې وه دا ده: الله هو شه الله هو ته نمسې ئې د خالد غزنوي د دې والد ولې زړه لرې جامد الله هو شه الله هو ته زلمې شه د کرنګ د دشمن او نۀ کړې څنګ ملک نه ئې لرې کړه فېرنګ الله هو شه الله هو که اوکتې شي نو په دې الله هو کښې د شفقت و معصوميت سره سره د خپل ماحول ترجماني کوؤنکښې لهجه هغه انداز نشته کوم چې د فوکلوري الله هو خصوصيت دې و د مور و ماشوم دواړو د مزاج نمائندګي کوي. هر کله چې ماشوم ويښوي، مور ئې اوزګاره وي، د کور کار روزګار ئې سر ته رسولې وي، ځکه چه مېندې همېشه خپلو بچو ته وائي چه هله به ځارېږم چه د کاره اوزګارېږم. دا په اوزګار وخت کښې رښتيا د خپل بچي نه ځارېږي. هغه مشغولوي، لوبې ورسره کوي، د مينې سندرې ورته وائي، و خوشحاله ئې ساتي. دا ورته کله کله وائي چې: شولې واړه شولې د شګئ شولې سمسورې ستا ورور به شولې راوړي د روئمال په پلو پورې واخلې خپلې مورې داسې نۀ دي لکه نورې ډارمسټيټر په خپل کتاب کښې ليکي چې د سيکانو په زمانه کښې چرته يوه پښتنه پېغله سيکانو اوتښتوله. د جينئي ورونړه ئې په لټون پسې وو. کال دوه پس ئې ورله درک معلوم کړو. د هغې پېغلې په دې دوران کښې يو زوئې هم شوې وو. ورونړه ئې ډېر خفه شول. چه کور ته نزدې شول نو خور ئې څلور واړه ورونړه اوپېژندل. سيک په دغه وخت کښې ښۀ شراب څښلي وو. بې هوشه وو. هغې ښځې خپل ماشوم په زانګو کښې واچولو و دا صوت ئې ورته شروع کړو. و خپل ورونړه ئې په چل چل په ټول حال خبر کړل. هغوئي دننه راغلل چه څۀ نغديت يا سرۀ سپين په کور کښې وو، هغه ئې راټول کړل. هغې ښځې د خپل ماشوم سترګې تورې کړې و په زانګو کښې ئې پرېښو و په خپله د خپلو ورونړو سره وطن ته راروانه شوه. هغه صوت چه په دغه موقع وئيلې شوې وو دا دې: ټاټئي په زنګوټئي دلته مه راځئ غلو په کوزه لارې مه ځئ په بره لاره ورو ټاټئي په زنګوټئي دلته مه راځئ غلو دننه دواړه سپي دي هغه تړلي په ناړو ټاټئي په زنګوټئي دلته مه راځئ غلو په ګړونج باندې منګې دې هغه پټ په کتورو ټاټئي په زنګوټئي دلته مه راځئ غلو دننه صندوقچې دې هغه ډک په اشرفو ټاټئي په زنګوټئي دلته مه راځئ غلو يږدلې اودۀ دې تاسو راشئ په رو رو ټاټئي په زنګوټئي دلته مه راځئ غلو کافر شراب خوړلي خبر نه دې په راتلو ټاټئي په زنګوټئي دلته مه راځئ غلو اوس که دې خبر شي خلاص به نۀ شي په خوارو ټاټئي په زنګوټئي دلته مه راځئ غلو کافر دې شراب خور نۀ خبرېږي په نارو ټاټئي په زنګوټئي دلته مه راځئ غلو ماشوم به دلته پرېږدم نـــــۀ بــــه ژاړم پــــه نارو و هر کله چې ماشوم د خوبه راويښ شي، مور ئې د زانګو يا کټ نه راپورته کوي، و مينه ورسره کوي. نو په زار قربان ورله ورشي ډېر په مينه ئې راپورته کړي، ځان سره ئې راجخت کړي. و چې دې خوشحاله وي نو دا هم د خوشحالئ نه په ځان نۀ پوهېږي. په داسې حال کښې دا د خپلو جذباتو و تاثراتو اظهار په دې صوت کښې کوي: اخ دنګه دنګ دنګ د پوزې سر دې نرکچور مور په تاپسې رنځوره پلار په تا پسې چور چور په ونو کښې چند نړئې په مرغانو کښې باتور په غوټو کښې ښائسته ئې په دارو کښې نر کچور دا صوتونه ټول د هغه وخت دي چه ماشوم لا د خبرو قابل نۀ وي. دې په دې نۀ پوهېږي چه دا مور ئې څۀ وائي. خو دا نغمې چه د مور د مينې د سمندر نه موجزنې وي. د دۀ وجود ته آرام و سکون ورکوي. دې رو رو د دې سره آشنا کېږي. دا ئې په حافظه کښې کور کوي. دائمي و مستقل کور. دا هغه خبرې دي چه دې ئې د ټولو نه وړومبئي زده کوي. دا د دۀ د مورنئي ژبې د زدکړېوړومبې سبق وي. چه هره ورځ ورته بيا بيا تکرارولې کېږي. د مورنئي ژبې د زدکړې هم دا قاعده ده. دا د قاعدې په کتابونو نۀ زده کېږي و نۀ د دې د پاره د ګرامر يا د صرفونحو د ګردانانو حاجت پېښېږي. د ماشوم د ژبې وړومبئي استازه د هغه خپله مور وي. ځکه داسې ژبې ته مورنئي ژبه وئيلې کېږي. خپلو ماشومانو ته د سوات د سيمې مېندې يو دا صوت هم تېروي: په ټوکو کښې چوتاره په ګلو کښې بهاره د مور د غاړې هاره ګوړې چينې ډېر دي ګبينه لرم د کوره د مور د سترګو توره چه وخت ماشومان چه يو جنت رانه چاپېره وي پاکه خوشحالي مو د دنيا تيرو کښې ګېره وي ماشوم چې کله د پيو د خوراک سره سره د ډوډئ خوراک ته هم هسه کول راواخلي، نو مور ئې هم بيا دا غواړي چه رو رو د ده د خوراک عادت بدل کړي. او په ډوډئ ئې اموخته کړي. خو ماشوم دا وخت لا په داسې عمر کښې وي چه خبرو ته ځان جوړوي. بيا هم دې داسې خبرې نۀ شي کولې چه څوک پرې پوهه کړې شي. د دۀ په ژبه يوازې د دۀ مور پوهېږي. په داسې وخت کښ چۀ مور خپل ماشوم خوشحالوي و غواړي چې ډوډئ خوراک ته د دۀ مينه و رغبت پېدا شي نو دا ورته وائي: چاچئي وولې نۀ شي ککوړې به ورنۀ کمه چاچئي وولې نۀ شي ککوړې به ور نه کمه په څو ورځو کښې ماشوم پل اغيستو ته ځان جوړ کړي. دې اول په کټ پېړئ پورې اودرېږي بيا ئې مور د دواړو چاچو کونه اونيسي و په پاپو پاپو په قدم اغيستوئ روږدې کړي. او دغسې يوه ورځ داسې هم راشي چه دا د خپل ماشوم د کټ پېړي يا د مور د مدد نه بغېر قدم اخيستل اوويني. مور چه د خپل بچي دا وړمبئي کاميابي اوويني نو د خوشحالئي نه په جامو کښې نه ځائېږي. زر ئې په خوا پورې راجخت کړي و مينه ورسره وکړي. ځار قربان ورته اووائي، بيا ئې د خواهش وي چه د هغې نازولې د يو ځل بيا داسې وکړي. او په دې انتظار دا ټوله آرزو آرزو شي. او بيا بيا ورته وائي چې: پاپلې پاپلې پل واخله پل دې بختور شه پسې پل واخله دې چې قدم واخلي نو مور ئې د شکرانې خواږۀ ککوړي د دۀ په مخکښې اورغړوي و خېرات ئې کړي. دغه شان د کمکوټې ماشوم په قدمونو په خپاړو د خپل کور کوټې، دالانونه و برنډې کچ کوي. مور ئې د کور کارونه کوي. و ماشوم خپلې لوبې. خو چه کله ئې مور ته فکر شي نو لوبې ترې پاتې وي. په دودو په مور پسې شي. د هغې هم سينه راويښه شوې وي. دۀ له پئ ورکول غواړي. دواړه يو بل ته ليواله شي. دې ژړغونې و مور ئې سندر بولې شي. او چه يو بل ته رانزدې شي نو دا پرې غږ کړي چي: تور دې بچې تور دې لرې لرې ګرځي بچې بيا د خپلې مور دې ماشوم چه اودۀ وي و مور ئې کله د خوبه راپاسوي نو ورته وائي چې: پاسه که پاسې بيا به زوړ بډا سې په امسا به نۀ پاسې ځينې پکښې د امسا په ځائ د ټوکان لغت راوړي. و کله چه ويښ وي و مور ورسره مينه کوي نو ورته وائي چې: ادې وائي چاړې دې دادا وائي ککې دې ککې مې ګل طوطي دې د طوطي په ژبه خپله ابئي پرې پوئېدله de Mashomano Sandari pa Pakhto ki By: Prof. Dr. Mohammad Nawaz Taeer ـ خیبر ـ - بېرته شاته