(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دهزارې چاربيته

پښتو يوه داسې ښيرازه ژبه ده چې په دې کې دهرې ژبې نه زيات ادبى اصناف موجود دى. په دغو اصنافو کې داولسى ادب يو مشهور صنف چاربيته ده. چاربيته دخپل ساخت، چابکدستۍ، چستو مصرعو او زوردار بيانۍ په وجه په اولسى ژوند کې ډير اهميت لرى. په اولسى ادب کې د ټپې سره سره چاربيته هم يو هر دلعزيزصنف دی. پخوانو مشرانو کې به داسې څوک نۀ وى، چې هغۀ ته کم از کم يوه چاربيته نيمه نۀ وى ياده. خو موجوده دور کې چاربيته ورو ورو دګمنامۍ په ګردونو پټيږى. چاربيته دافسانې او ناول غوندې دپښتون معاشرې مکمله عکاسى کولی شى. ځکه چې دې کې دپښتنې معاشرې د اولسى ژوند ژواک، د کورکلى، دحجرې جومات، غرونو ډاګونو اوګودرونو خبرې په وسيع خيال او په ارت مټ بيانيدی شى. دا هم دعربۍ او پارسۍ نه پښتو ادب ته راغلې ده. چې دغلته ددې شکل دقصيدې او مثنوى ؤ. خو چې پښتو ادب دا صنف قبول کړو نو شکل ئې خلاص دپښتو ديو کوټلى صنف وګرځيدو. ځکه چې چاربيته کې دپښتون مزاج او رنګ ځائيدو ډير ګنجائش ؤ. اوپکې يوخپل ملى اوزان او اهنګونه پيدا شو. او هيڅ قسمه خارجى اثر ئې نۀ قبلولو. او نۀ قبلوى. ځکه خو ورسره جديدو شاعرانو او ليکوالو بې وفائى وکړه. ځکه چې دغه شاعران اوليکوال دجدت جنون اخستى وو. او په غزل، نظم او هائيکو کې دپښتود مزاج او معاشرت فټ کولو کوشش کوى. خو دپښتون سوچه او ساهو مزاج بغير دچاربيتې ، ټپې ، مصرعه ايزې، سندرې، لوبې ، نيمکۍ، بګتۍ، او بدلې نه بغير بل يو هم ژانر کې نۀ ځائيږى. نن دچاربيتې دا حال دی چې په شته ميراث خورو کې بيا هم ميراته ده. او کۀ يو نيم اولسى شاعر ئې جوړه کړى هم. خو نۀ ددې دور پښتانۀ سامعين ورته غوږ ږدى. نۀ ورځپاڼې ، مياشتنۍ، اودرې مياشتنۍ مجلې ورته ځاې ورکوى، نۀ ريډيو ټى وى ئې دخپلو سټيشنونو ددرشلو نه دننه پريږدى. او نۀ ئې مشاعرې د خپل سټيج نه د اورولو جوګه ګڼى. بس چاربيته په موجوده دور کې ددې نسل لپاره يو بې کاره، فرسوده، اودقيانوسى صنف ګرځيدلی دی. او شاعران ، ليکوال، چې دجدت په لاره روان شوى دى، نو په چاربيته ئې بيخى سترګې پټې کړى دى.ځکه چې دې قبيلې سره دا ويره ده، کۀ مونږ په چاربيته کار وکړو، نو په مونږ به داولسى شاعرانو چاپ ولګى. د چاربيتې دفن څۀ ليکلې ذخيره يا آثار يا خو بيخى نشته او يا کۀ لږه ډيره شته نو هغه ددې صنف کمی نۀ شى پوره کولی. دا شاعرانو او خلقو ته سينه په سينه زبانى يادې راروانې دى. خو دځينو مشهورو شاعرانو مشهورې چاربيتې دهغوى د مرګ سره ورکې شوې،ځکه چې ديونيم ليکوال نه بغير نور څوک هم ددې صنف د محفوظ کولو هڅه نۀ کوى. دغه وجه ده چې ډيرې مشهور او معيارى چاربيتې ورکې او ضائع شوې. اودپښتون نوی کول، چاربيته بيخى نۀ پيژنى. کۀ دچاربيتې دغه حال وى نو زر ده چې دا قيمتى صنف به ختم شى. د ډيرو ليکوالو خيال دی چې چاربيتې ته چاربيته ځکه وائى چې دې کې څلور بيتونه وى. شايد ددوى په خيال د اردو "چهار" دی . کۀ داسې وى نو بيا خو د چاربيتې په ځاې چهاربيته ليکل پکار دى. خو دا "چهار" دخود کفيله په معنى اخستی شويدی.يعنې دچاربيتې دبيتونو چار ښۀ او معموره دی. بله دا چې چاربيته يوازې څلورو بيتونو ته نۀ ده مختص، په دې کې دڅلور بيتونو نه واخله تر نهو او شپيتو بيتونو پورې کار کيږى. دا ځکه چې چاربيته يو قسم پورې نۀ ده محدوده. ددې ډير قسمونه دى لکه ساده چاربيته، سوره چاربيته، کړه بند چاربيته، زنځيرۍ چاربيته، بندى چاربيته، يو يستوې چاربيته، مستزاد چاربيته، اود ډمامې چاربيته وغيره. په چاربيته کې دپښتون کلچر او تاريخ مشهور واقعات، قيصې، روايات، تاريخى داستانونه، د جنګونو تذکرې، د نبيانو او اولياؤ معجزات، د عشق او محبت قيصې بيانيدی شى. دچاربيتې په يادو شاعرانو کې نورالدين اخون، احمددين طالب، عبدالواحدټيکيدار، على حيدر جوشى، د ټوپۍ جمشيد، رضاخان ناتار، خواجه، خان شاه، زرجان ، محمددين، مسعودملا، محمدجى ليونی، ملنګ جان مندڼ، صالح محمد، قمردين، تاج محمدمهمند، عبدالوهاب دستى، سيداکبر صابر، نور محمد، عبدالقيوم باجوړی، فياض دشيدو، عبدالرحيم ګډبه قلندرمومند. دا خو دچاربيتې تمهيد ؤ. زماد مقالې اصلى روح دهزارې چاربيته ده. په هزاره کې هم چاربيتې د اټک پار پښتونخوا چاربيتې سره اوږه په اوږه سفر کړی دی. په هزاره کې دچاربيتې زاړۀ او اوسنى شاعران دا دى. غلام احمدخان دتنوى، طائب ګل د تورغر، ميرافضل د کوزو شينګلو، داؤدجان دشينګلو، شمروز ګلاله او انور شاه دقلاع، فضل رحيم، سائين فقير، عبدالله جان، جهانزيب خان، عبدالديان، صابرخان، پيرزمان شاه، اسرين ګل، اکاجان، بهادرخان غريب، وزيرجان، قامى، عالم زيب خان، اکوجان، خان ولى، شيرمحمدخان، بلاله ، هارون الرشيدخان، مصطفى استاد، هاشم خان، انورزيب خان ګلاله،امان الله خان، ممتاز، خطاب ګل، سکهياهندو اود سکهيا خورسلوچنه، وغيره. په دې شاعرانو کې زياتره فى البديع وو. دوى به يو بل سره دبيت بازۍ مقابلې کې يو بل پړ کول، اولس به ددوى چاربيتې ډيرې خوښولې. او مجلسيانو ته به ددوى چاربيتې زبانى يادې وې. او د شپې حجرو کې به ئې دساز په اهنګ په چاربيتو محفلې ګرمولې. سکهيا هندو اودهغۀ خور سلوچنه د فى البديع چاربيتې ماهر شاعران وو. خصوصاً سلوچنه، چې تکړه شاعر به ورته په ميدان پښه نۀ شوه نيولی. حالانکې دوى هندوان وو. او مورنۍ ژبه ئې هم هندکو وه. خو دپښتو چاربيتې سره ئې ډيره مينه کوله. دنمونې په توګه ددې شاعرانو د چاربيتو يو بند غلام احمد خان دسرو زرو اميل دې په سينه کې وهى ټال شغلې پکې دنمر دى تنکۍ دې بناتۍ ده بل په سر دې زرين شال چړاؤ ورباندې زر دى د سرو زرو اميل دې په سينه کې کوى خوند شالور ئې دنواب يو ځل دې ښکلی مخ د رب دپاره کړه څرګند ژوندون مې شو خراب دهجر پرهارونه زما نۀ اخلى پيوند يم هر وختې بيتاب ظالم درنه چاپيره کړو په اووۀ بنده ديوال څوکۍ پرې مقرر دى مصطفى استاد په وړومبۍ مينه کې غوڅ د زړۀ په سر شومه زۀ محبت به بيا ونۀ کړم ماقسم کړيدی په وړومبۍ مينه کې سوخت لکه مجنون ګرځم نۀ مې وليدۀ اشنا په سور پالنګ باندې سوی لوی هميش پټ په اندرون ګرځم دفراق اوښکې مې څاڅى په هر درنګ باندې چې تر کومه مرضى به دطاعون ګرځم دعلاج والا مې نۀ راځى په څنګ باندې څوک خبر نۀ دى له درده کير وکر شومه زۀ په وړومبۍ مينه کې غوڅ د زړۀ په سر شومه زۀ ناڅاپې قاصد ګوزار په ما د بم کړيدی محبت به بيا ونۀ کړم ما قسم کړيدی شمروز ګلاله چې وباسى مې له کوره نۀ ډولۍ کليمه وايه په جمع دشهادت ماته مۀ وهئ پردو خپلو جلۍ ښۀ مې وسپارى په دين دپاک حضرت چې ډولۍ مې ځى له کوره بيابان ته د اوله نه شروع کړئ بسم الله زۀ به ګورم د دوستانو خوږ زبان ته اخلئ نوم د محمدرسول الله ورپسې بيا لا اله الا الله دا په زوره زوره واوروئ شيطان ته ښۀ سمبال په بخښنه مې کړئ رخصت فضل رحيم صنم له خياله مازيګر راځى په اراده کې دګودر راځى جوړ د اوربل ئې قينچې لام کړو خور ئې د تورو زلفو دام کړو صنم له خياله راروانه شوه الله دې خير کړى ډيره ګرانه شوه هر يو قدم سره ئې اور دی کوم يو سړی ئې بل د زور دی په لاره تږی سوداګر راځى په اراده کې دې ګودر راځى زر ئې نسکور په منګى جام کړو خور ئې د تورو لفو دام کړو سائين فقير په کربلا کې شهيدان شو يزيد دلاسه اميران دجنګ ميدان له په نمبر تلی دی هر يو نمسی دپيغمبر تلی دی دا کربلا ورته بلا شوه چې مقرره د الله شوه اوس به عمر شمر له تله غواړى چې سکينه بى بى اوبۀ غواړى عباس (رض) راووتۀ له کوره دجنګ ميدان ته زما وروره په تماشه ئې يزيديان شو په کربلا کې شهيدان شو وروستو ئې جنګ کې دا مصرعه وکړله چا دعباس (رض) دمرګ نعره وکړله دمرګ اواز ئې په لښکر تلی دی هر يو نمسی دپيغمبر تلی دی اکوجان د وفا خبرې نشته په جانان کې زۀ مجنون له ځانه څۀ له جوړومه داسې عمر مې تيريږى په جهان کې د زړګى حالونه چاته ووايمه د وفا خبرې نشته نازنين کې تاؤراتاؤ لکه دمارغوندې کې شومه شنۀ خالونه دى وهلى په جبين کې ناديده په دام ايسار غوندې کې شومه کله وګورى له خياله په ائين کې په کتو ئې زۀ بيمار غوندې کې شومه دښائست ثالنى ئې نشته دی بوستان کې کۀ بورا شم زيړ ګلونه بويوومه اکاجان زلفان دې دسينې په منارو کوى غورځنګ بيدارشو دماغونه دملکو بوراګان پکې راونښتل په جنګ ډک شوى دى باغونه زلفان دې د سينې په منارو کوى کشش راخيژى ترې وږمې اخته دى باڼۀ غشى کړۀ د وروځو په ترکش جوړيږى هنګامې بورا دې دښائست ياره کوى پکې ګردش دحسن علامې ګولۍ دې تورو سترګو دى خطا نۀ ځى په څنګ ګاګير ولى مارغونه جهانزيب خان غږ ئې وکړو لويه لار کې مستې جينکۍ ورته راووتې په سينګار کې راغی بنجاری غږ ئې وکړو په دا رنګ ما ستاسو کلى ته راوړى شيشى رنګ ټولې شئ راجمع په دې درنګ داسې ارزان بيعه شی به نۀ وى خلقه ښار کې راغی بنجاری اکا جان جدائى راغله جانانه دا راته وايه چې به چاته جوړ کړم ځانه تۀ رانه لاړې تۀ رانه لاړې په نصيب مې شوګيرې دى دا دواړه سترګې مې هميش له غمه سرې دى په ژړا سر يم ګيرچاپيره خطرې دى زخم د زړۀ مې پټۍ نۀ اخلى دا زمانه تۀ رانه لاړې Khyber - بېرته شاته