(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ماشومان څنګه د انټرنيټ له زيانونو ژغورلی شو؟

د وخت په تېرېدو سره په هر څه کې بدلون راغلی او هر څه د نوښت په حال کې دي نن که له يوې خوا د عصري تکنالوژۍ په مټ د فساد اډانې پراخې شويدي؛ خو تر څنګ يې د محصلينو لپاره هم زيات د چوپړ چانسونه له ځان سره راوړي دي له دې اډانو څخه يو هم نړيوال جال (@Internet) دی، چې له نړۍ څخه يې کلی جوړ کړی او هر څوک کولای شي په ډېر لږ وخت کې خپل غږ او يا پيغام د نړۍ له يوه ګوټ څخه بل ګوټ ته ورسوي. له دې جال څخه هر څوک له خپل استعداد سره سم، چې څرنګه وغواړي کار اخيستلای شي، دې جال که له يوې خوا د انساني ټولنې لپاره زياتې اسانتياوې له ځان سره راوړې دي؛ خو ورسره ډېرې نيمګړتياوې او زيانونه هم لري، چې که سمه پاملرنه ورته ونه شي ټولنه له ډېرو ستونزو او زيانونو سره مخ کولای شي. په دې کې هيڅ شک نشته، چې نړيوال معلوماتي جال (Internet) يو له هغو مهمو عصري اختراعاتو څخه دی، چې د ماشومانو او ځوانانو معلوماتو ته وده ورکوي او ذهني پانګه يې زياتوي؛ خو په څنګ کې ځينې داسې پليد او زهرجن مواد هم لري، چې د هغو د مخنيوي لپاره بايد ضروري احتياطي تدابير په کار واچول شي. دا ويل به بې ځايه نه وي، چې ماشومان او د نن ځوان نسل کېدای شي له دې جال څخه ډېر هغه څه لاس ته راوړي، چې د هغوی په ګټه تمام؛ خو دا هم کېدای شي، چې هغو ید دې جال له لاري د جرائمو او ناوړې استفادې ښکتر شي، ځوانان تل په دې لټه کې وي، چې ځان د نړۍ له حال خبر واسيت، چې د دې کار لپاره تر ټولو غوره وسليه همدا انټرنېټ دی؛ ځکه دوی کولای شي د يېو تڼۍ په کېکاږلو سره په څو ثانيو کې خپلې موخې ته ورسېږي. په پيل کې پلرونو ته په کار ده، چې دماشومانو لپاره ځينې مقررات وټاکي او يو داسې مهال وېش ورته جوړ کړی، چې له مخې يې زموږ اولادونه دا نړيوال جال وګوري د هغوی کمپيوټر بايد په يوه داسې ځای کې ايښی وي، چې د نورو له سترګو پنا نه وي. همدا راز مور او پلار بايد د کمپيوټر او نړيوال معلوماتي جال په هکله بشپړ معلومات ولري، چې د دې جال پلټونکی (Explorer) په داسې شکل تيار (Setup) کړي، چې د هر ډول غير اخلاقي او فاسدو ويب سايټونو د کتلو مخنيوی پکی شوی وي. سربېره پر دې له ځينو هغو پروګرامونو څخه، چې لاندې به په ګوته شي کار واخلي، چې هغه کتنځايونه (Sites) پټ وساتي، چې ناوړه مواد خپروي. په نړيوال جال کې کوم احتمالي خطرونه شته؟ زموږ د هغو زامنو او لوڼو لپاره، چې د بلوغ او لويښت په مرحله کې دي د نړيوال جال د کتلو په وخت کې ځينې خطرونه شته، چې هغه به په لاندي ډول خلاصه کړو. ١ : لومړی خطر د هغو شيانو ليدل دی، چې هغه د مثال په توګه يا خو د هغوی له عمر سره مناسب نه وي او يا په اخلاقي توګه د ليدلو وړ نه وي لکه بربنډ عکسونه، جنسي ناولونه او محآورې يا تشدد اميزه او ډاروونکي مواد. ٢ : بل خطر ناپېژندلو کسانو ته دخ پل ځان يا کورنۍ په هکله معلومات ورکول، چې کېدای شي د ځينو پليدو عناصرو او ضعيف النفسو انسانانو له خوا ترې ناوړه استفاده وشي. ٣ : بل خطر د برېښناليکونو له لارې له داسې معلوماتو سره لاس او ګرېوان کېدل دی، چې ياخو اخلاقاً ناوړه مواد وړاندې کوي او يا په ډار اچونه او تشدد باندي بناوي او يا داسې تبعيضونو ته بلنه ورکوي، چې د يوې عقيدې يا مذهب او يا يوه خاص قوم او ټولنې پر ضد وي. خپل ځان او اولاد له دغو ستونزو څخه څنګه وژغورو؟ هغه څوک، چې د دې جال خدمت (Service) وړاندې کوي له هغوی سره داسې امکانات او وسائل وي، چې مور او پلار ته د دې ځواک وربښي چې د خپلو اولادونو لپاره په نړيوال جال هغه کتنځايونه بېل او وټاکي، چې د هغوی اولادونه ورته رسېدلای شي او ځينې هغه کتنځايونه بند کړي، چې څه ګټه نه لري. سربېره پر دې په بازار يا د کمپيوټري توکيو له پلورونيکو سره داسې پروګرامونه هم شته، چې دوالدين کولای شي د هغو په کارولو يانې په کمپيوټر کې په انسټالولو سره دغه ډول غير اخلاقي سايټونه وتړي چې د هغوی اولاد په نړيوال معلوماتي جال کې هغو کتنځايونو ته له رسېدلو څخه راوګرزوي او يا يې بند کړي. د ماشومانو مسووليتونه: ګرانو ماشومانو؛ د دې نړيوال معلوماتي جال له استعمال څخه هدف د هغه څه لاس ته راوړل او يا په هغه څه ځان خبرول دی، چې تاسو ته ګټه رسوي او يا ستاسو په معلوماتو کې زياتوالی راولي تاسو بايد لاندې ټکي په جدي توګه په پام کې ونيسئ. ١ : کله، چې له ځينو داسې معلوماتو او يا عکسونو سره مخامخ شئ، چې هغه اخلاقاً ځوروونکي وي سم له لاسه بايد خپل مور او پلار ته خبر ورکړئ، چې هغوی مو روغه رهنمايي وکړي. ٢ : دا ضروري ده، چې تاسو د دې جال د کارولو په مهال د ځان يا مور او پلار او يا کورنۍ په هکله معلومات لکه د تليفون لمبر..... يو چا ته هم ورنکړئ، مخکې له دې، چې له مور او پلار څخه مو اجلازت نه وي تر لاسه کړی کله هم له يو چا سره ګپ شپ او خبرو مه لګيا کېږئ او کله، چې له يو چا سره خبرې کول غواړئ حتماً خپل پلار او مور له ځانسره کښېنوئ، چې هغوی دا خبرې وڅاري، دا ځکه، چې په دې جال کې ډېر فاسد او بد خلک شته او تاسې بايد له دغو خلکو څخه ځانونه لرې وساتئ؛ کنه نو خدای مه کړه يوه ورځ به ځان او خپله ټوله کورنۍ په لوی جنجال کې واچوئ. ٣ : ترڅو، چې ستاسو مور او پلار اجازت نه وي د رکړي کله هم د ځان او يا دکورنۍ د افرادو انځورونه په نړيوال معلوماتي جال چاته مه لېږئ. ٤ : چې کله هم کوم ناوړه او نا پېژندونکی برېښناليک درته راشي، چې ستاسو پاک او سالم فطرت يې ناوړه او ناولی وبولي مه يې پرانيزئ او ځواب يې مه ورکوئ، دا ستاسو ګناه نه ده، چې ناوړه ليکونه درته راځي، بلکې دا د هغه لېږونکي ګناه ده، چې تاسو ته يې رالېږي، غوره چلند هم دا دی، چې د داسې ليکونو ځواب مه ورکوئ او که لېږدونکی اشنا شخص وي سمدلاسه خپل مور او پلار ورباندې خبر کړئ او که نا پېژانده شخص وي او مور او پلار مو حآضر نه وي؛ نو تر پرانستلو مخکې يې سمدلاسه ورک (Delete) کړئ. دا هم کېدای شي، چې نا پېژانده ليکونه وايرس (Virus) ولري او په پرانستلو سره يې ستاسو د کمپيوټر ټول سيستم وران او پکې خوندي يا Save ټول مواد مو له منځه ولاړ شي. د والدينو موسووليتونه: ١ : پلرونو او مېندو ته دا وړانديز دی، چې هغوی له خپلو اولادونو سره نژدې واوسي، تل ورسره خبرې وکړي او د هغوی خبرو ته غوږ ونيسي، د نړيوال معلوماتي جال د استعمال لپاره ځينې مقررات او اصول وټاکي، خپل اولادونه په دې ټينګ کړي او ځاني معلومات لکه د کور ادرس د مکتب او يا مدرسې نوم يا د تليفون شمېره خپل حقيقي نومونه او يا د مور پلار او خپلوانو نومونه او ادرسونه هيچا ته هم ورنه کړي؛ ځکه، چې پايلې به يې ښې نه وی. ٢ : غوره خو دا ده، چې زموږ اولادونه شيطان ټوپسکی (Chat room ) ونه کاروي؛ ځکه چې هيڅ ګټه نه لري او تش د وخت ضايع کول دي؛ خو که کله يې هم کاروي نو پلار و مور ته په کار دي، چې هغوی په دې عادت کړي، چې په برېښناليک او د شيطان ټوپسکي (Chat Room) په خبرو اترو کې له مستعار (بدل) نومونو څخه کار واخلي. ٣ : پلار و مور بايد هغه کارونې (Password) ځان ته معلومې کړي، چې اولادونه يې د دې جال د پرانستلو پر مهال کاروي او که مور و پلار له دې جال سره نااشنا بايد له خپلو اولادونو څخه د کمپيوټر دومره کارول زده کړي، چې بېرته پرې د هغوی څارنه وکړای شي. ٤ : هغوی بايد د هغو کتنځايونو په هکله بشپړ معلومات ولري، چې اولادونه يې پرانيزي تر څو يې له هغو ځايونو څخه وژغوري، چې ناوړه او غير اخلاقي مواد لري. ٥ : د والدينو تعقيب بايد تل او همېشنی وی تر هغې، چې اولاد يې په دې پوه شي، چې نړيوال جال د علمي استفادې لپاره دی، نه دساتېرۍ او د وخت د ضايع کولو لپاره. ٦ : هغوی (والدين) بايد په دې هم پوه وي هغه څه، چې په دې جال کې دي ټول واقعي او رښتيني نه دي. ٧ : د نړيوال جال د عکاسۍ کامرې (Webcam) بايد د کور دننه پرې نږدي په همدي شکل خپل اواد له دې څخه منع کړي. ٨ : خپل اولاد په سپينو خبرو او رښتيا ويل عادت کړئ او د دې جال په هکله د هغوی تجاربو او معلوماتو ته غوږ ونيسئ او د هغوی ګټورې هڅې او ښه کړه وړه وستايئ تر څو هغوی لا زيات وهڅول شي د هغوی برېښناليکونو ته رالېږل شويو ليکونو په هکله تل هغوی وپوهوئ او د هغوی برېښناليکونو ته د راغلو ليکونو د محتوياتو لوستل او معلومول خپل همېشنی عادت وګرزوئ او د خپل کلتور او اسلامي لارښوونو په رڼا کې يې لارښوونه وکړئ. ٩ : که هم د خپل اولاد تعقيب مه پرېږدئ، هغه وختونه په ډېر دقت سره وټاکې، چې ستاسي اولاد د کمپيوټر هېندارو ته کښېني تر څو د هغوی د زده کړې، ليک لوست او کورني کارو نهزيانمن نه شي. ١� : والدينو ته په کار ده، چې د ځان او اولاد تر مېنځ د اعتماد يوه ښلکې فضا جوړه کړي په دې سره به وکولای شي، چې د نړيوال جال په ډوبوونکي بې ساحله سمندر کې د لامبو وهلو پر مهال د هغوی غوره مرستيالان جوړ شي. کوم پروګرامونه زموږ مرسته کولای شي؟ Cyber Patrol يو غوره پروګرام دی، چې ناوړو کتنځايونو ته ماشومان نه پرېږدي د هغوی د عمرونو سره سم د هغه ځينې نسخې کارولی شو. http://www.microsys.cm/ د دې پاڼې آدرس دی يو بل پروګرام Cyber Sitter دی چې هغه هم ماشومان ناوړه ځايونو ته له رسېدلو څخه را ګرزوي او ناوړه مواد د کمپيوټر په هېنداره له وړاندې کولو څخه بندوي. د دې پاڼې آدرس دی http://www.solidoak.com/ Surfwatch هغه پروګرام دی، چې والدين د هغه په واسطه کولای شي هغه کتنځايونه تعقيب کړي، چې د هغوی اولادونو کتلي وي همدا راز تقريباً سل زره (١� � � � � ) داسې کتنځايونه بندوي، چې ناوړه مواد خپروي. د دي پاڼې آدرس دی:http://www1.surfwatch.com - بېرته شاته