(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ځليدونکى ستورى

یو مشهوره خبره ده چې " څوک ځان غواړي او څوک جهان"، خو زما ترورځي، ډاکټرکبیر ستوري، پښتني جهان غوښته، لره او بره پښتونخوا ئې غوښته، پښتو او پښتونولی ئې غوښته او پښتني ژوند ئې غوښته او د هغوئ واقعي خپلواکې یی غوښته. دا د هغوی لپاره هسی خیال یا تصور نه وه، بلکه پخپل ژوند کې په واقعی صورت وښودله، ثابته ئې کړه او تر خپل وسه ئې ورتیر دهغی لپاره کار وکړ او د پښتو او پښتونولۍ مینه والو ته ئې ددغه ستر مقصد لاس ته راتلو لپاره لار په ګوته کړه.. د ډاکټر ستوري ترورځي په هکله او دهغوی د ژوند په هر اړخ ډیر څه لیکل شوي او د لیکلووړ دي خوزما په زړه کې دهغه یو یاد هیڅکله هیرویدنکی ندی او همیشه لپاره ژوندی دی . زه په یو وخت کې په کابل کې اوسیدم او ترورځی د جرمني نه راغلی وه. یوه ورځ ئې زما دلیدو لپاره کور ته تشریف راوړ، ډیر وخت مشغولیدلو خو دا راته اوس یاد ندی چې هلته نور څوک موجود وه . ماچې د ترورځی خبری واوریدلی نو په خندا کې مې ورته وویل چې: ترورځی زما داخیال وه چې تاسو د جرمنی نه راغلي یاستۍ او د اروپائی خوی خصلت تمه مې درنه درلوده، خوستاسو د خبرونه مالومه شوه چې تاسو د جرمنی نه، نه بلکه دکونړ د کومی بانډی نه راغلی یاستئ . په ځای ددی چې ترورځی خپه شې یا پری بده ولږي هغوی ډیر وخندل، خوشاله شو او راته یی و ویل: چې ډیره سمه خبره دی راته وکړه. داځکه چې دکونړ په بانډو کې اخلاص دی، پښتنی مینه ده، پښتونولی ده او داسی میلمه پالنه ده چې پخپله به نهرکینی خو چې په کورکې هرڅه موجود وي هغه ټول به ستا مخی ته کیدی . واقعیت دادی چې اروپا یا امریکا ته هر څوک تللي دی نو د هغه ځای په رنګ، رنګ شویدي،البته ځني تری مستثنا دی خو ډیر کم، دا زما خپله تجربه ده او راته مالومه شویده. لیکن ډاکټر ستوری داعلی درجه علم حاصلو سره په ډیر پیرزوینه سره په اروپا کې د پښتنواو پښتونولۍ لپاره ډیر څه وکړل چې پښتنی تاریخ به ئې هیڅکله هیرنکړی . د ۲۰۰۸ کال په دوبـی کی ، د خپلی میرمنی سره د ترورځی د فاتحی لپاره جرمنی کې دهغوی کور ته ورغلم . هلته مې د هغوی دمیرمن او ټولو اولادونو تر منځ داسی اتحاد، اتفاق، میلمه پالنه او پښتنی مینه لکه د بلیدونکی ډیوی په څیر روښانه او درخشانه ولیده، نو د ځان سره مې وویل چې زما ترورځی مړندی او د خپل آل اولاد په خوی خصلت کې تل ترتله ځلیدونکی دی او میرمن می راته وویل چې ما داسی اتفاق او مینه د هیچا په کور کې نده لیدلی . زړه می غواړي چې ډیر څه ولیکم ولی دڅه وخت نه راته د سترګو کمزوري پیښه شوی، اوس اوس می عملیات وکړه او د لوی الله پاک نه ئې ښه نتیجه غواړم . شير علی خان زمانی لیکوال ، ديپلومات، سياسي کارپوه
Shir Ali Zamani from Auckland, NEWZEALAND Writer, Diplomat
- بېرته شاته