(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتونخوا د امن کور

د پښتون وطن د ټولې ايشيا د زړۀ حېثيت لرلی دی، په خپله فطري "لې" کښې د دغې زړۀ درزا د پوره خطې د امن توازن برقرار ساتلی دی. د دغې امن په برکت د ايشيا د ټولو قامونو او رياستونو د ژوند ژواک او ترقۍ د لارو تعين ممکن کېدی شي، ګنې کۀ دغه توازن يو ځل هم د خپل فطري او نفسياتي مدارنه ووتو نو د ټولې دنيا د امن توازن د ګډوډۍ سره مخ کېدی شي. په دې وجه کۀ مونږ د باچاخان د عدم تشدد دننه د امن فلسفې ته وګورو نو هغه يوازې د پښتون قام د ژوند دننه د تشدد په مخنيوي پورې محدود کول به د دغې فلسفې د وسعت د راتنګولو او د هغې د عظمت را وړوکي کولو شعوري يا لا شعوري خطائي وي. د باچاخان د ازادۍ جدوجهد د يو داسې طاقت نه آزادي اخستل وو، دکوم طاقت نمر چې په ټوله دنيا کښې نۀ ډوبېدو، دلته ئې د يوې پېړۍ نه زيات نۀ يوازې ژوند کړی ؤ بلکې د دې خاورې په رګ رګ او هر غر کښې ئې کلک کلک فولادي مېخونه هم ټک وهلي وو او يو کلک او مضبوط نظام ئې هم په دې خاوره قايم کړی ؤ او د هغې نظام کلچر ئې د دې خاورې د خلقو د نفسياتو برخه جوړه کړې وه. باچاخان د دې خاورې د خلقو د جذبو د توان او قوت نه ښۀ خبر ؤ، دوي د طاقت په زور هم پېرنګی د دې خاورې نه وېستی شو خو هغه يو بامقصده جدوجهد ته د تشدد د اسانې لارې ورکولو په ځائی د عدم تشدد پائيدار طاقت د دې دپاره ورکوو چې په راتلونکي وخت کښې د ايشيا د ټولو قامونو د ژوند ژواک او ترقۍ دارومدار په امن او جمهوري جدوجهد ممکن ؤ او کۀ تشدد يو ځل هم دلته جرړې خورې کړې وی نو د ټولې دنيا امن به په قدم قدم او ساه ساه خطرې ته مخامخ ؤ، د جدوجهد دغه روښانه لار او د باچاخان د امن د فلسفې هغه سبق لا د عمل په کتاب کښې دلته موجود دی، بايد چې مونږ دغه فلسفه خپله کړې وی او د دنيا د ترقي يافته ملکونو په صفونو کښې مو ځان له د ودرېدو ځائی خوښ کړی وی. زمونږ د ځنو کم فکرو او ناديده حکمرانانو د توسيع پسندۍ د فلسفو خوښونکو ډکټېټرانو او د تشدد پسندو دنيا والو نوو سرمايه دارو د توسيع پسندۍ په نوي چکر کښې د خپل ماحول، خپلو حالاتو او د دې خاورې د وينې وينې تاريخ نه په بې خبرې کښې د څۀ څيز د جاج اخستو د تکليف نه بغېر د تشدد داسې لارې واخستې چې د ايشيا د زړۀ (پښتونخوا) هغه فطري درزا ئې بې واره او بې توازنه کړه. او نن په دغه بې واره کړې شوې درزا هغه د سرمايه دارې دنيا توسيع پسند سود خوارۀ لګيا دي ټوله دنيا بلېک مېل کوي او د امن او ترقۍ لارې ئې د رڼې کولو په ځائی ړندې کړې دي. نن چې د پښتنو په ټوله قبائلي پټۍ کښې د تشدد کوم اور بل دی، د پښتنو د امن د کور خلق په خپل کور کښې لګيا دي بې وطنه کېږي، د ګرانۍ او بې روزګارۍ په تبر غوڅېږي، ناروغيو او ناعلاجيو ورته خلې وازې نيولې دي، نر ښځې، لوئی واړۀ، خوئندې مياندې بې ستره کيږي او بې ابروکېږي، د پوهنې ادارې ئې سوزولی کيږي او دې ټولو مشکلاتو ته هر څوک په غټو غټو ګوري او هېڅ نۀ شي کولی، دا بې وسي دلته ولې راپېدا شوه، چا راپېداکړه او هغه قوتونه کوم کوم دي، هغه څوک دي چې داسې کوي، خلق خو خپل کورونه په خپله نۀ ورانوي، خلق خو خپل کورونه نۀ پرېږدي، دا خلق د خپله شوره کوم طرفته روان دي؟ هم دا سوالونه دي چې نن را پېدا شوي دي، راپېداکيږي او راپېدا کېدۀ ئې په کار هم دي ځکه چې راپېدا کړي شوي سوالونه د جوابونو لټون هم کوي خو سوال دا دی چې د دغې قسم سوالونو جواب د تشددپه فلسفه کښې ممکن دی؟ پښتانۀ وائي "چې کۀ غر لوئیدی خو په سر ئې لار ده" او دا هم وائي چې "قام آئين دی مخ پکښې ليدی شي". لکه د دنيا د نورو قامونو او اولسونو د پښتون قام هم يو کلچر، کلتور، خپل قامي وجود، خپل تاريخ او خپل جدوجهد يو تاريخ او يو آئين موجود دی، هم د هغې په رڼا کښې د امن د لارو تعين کېدی شي، جرګې او په جرګو کښې معاهدې وشوې او د دې هر څۀ چې يو عظمت ؤ، هغه په هره حواله او هر مېدان کښې بې ابرو کړی شو، داسې ولې وشو؟ د دې سوال جواب هم پښتانۀ په خپل اتفاق لټولیشي، ځکه چې اوس د دې قام د وجود د بقاء د سوال سره سره د دۀ دکور کلي او وطن غم هم ملګر ی شوی دی، پښتونخوا چې د عدم تشدد او امن کور ؤ، دا به بيا د عدم تشدد او امن کور کول وي، بايد چې دې له ذريعې او طريقې پښتانۀ په خپله پېداکړي او د هغو ټولو قوتونو پېژندنه هم وکړي چې دا قام ئې د مرګ او ژوند په بريد ودرولی دی!! پښتونخوا دې د هر سوچ نه پس د امن کور وي!! - بېرته شاته