(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

حقيقتونه منل او امن د دې خاورې د بچو د بقاء يواځينۍ لار ده

په افغانستان کښې چې روسي فوځونه راداخل شول نو د مارکسي نظرياتو د مخنيوي په بهانه پوره مغرب خپل دارو مړدکي دې طرفته راچلول شروع کړل چې مشري ئې امريکې کوله، دا عجيبه خبره وه چې جنګ د سرمايه دارۍ او سوشلزم د فلسفې ترمنځه ؤ او برتي کېدل ورله د ټولې دنيا نه د مجاهدينو په نوم مسلمانان. جنګ په اصل کښې د روس او امريکې ؤ او مېدان ئې د پښتنو خاوره وه. د جنګ شوق زمونږ د ملک د هغه وخت حکمرانان د کرايې په جنګ کښې ونښلول. زمونږ د هغه وخت د حکمرانانو په سترګو کښې د مغرب او امريکې ډالرې خو وې، د پردي ملک افغانستان دننه په پردي ټوپک غوبل جوړول خو وو، ولې د لويو طاقتونو د مفاداتو د تاريخ د معنې او مفهوم نه بې نيازو حکمرانانو خپل ملک او د ملک مستقبل د دغسې حالاتو جوړولونه ډېر لرې محسوسوو. زمونږ د هغه دور د پردي طاقت په نشه مستو حکمرانانو او د هغوي په څنګ څنګ کښې لويو لويو تجزيه نګارانو به د لويې ګټې وټې د مستقبل او خوشحالۍ هغه سرودونه په قدم قدم غږول چې هيڅ يو حقيقي اواز ته هيچا غوږ نۀ کېښودو. په دغسې وخت او حالاتو کښې د پښتنو لوئی مفکر او لوئی مصلح باچا خان صرف يوه وړه تبصره په دغو حالاتو وکړه او وې وئيل چې دا جنګ په اصل کښې د دوؤ لويو طاقتونو ترمنځه دی او دلېږي پکښې پښتانۀ، ځکه چې جنګ ئې د پښتنو کور له راوړی دی، هر څو کۀ باچا خان د پښتنو د کور خبره کړې وه ولې دا خو هم د غور او فکر خبره وه چې د پښتنو خو دوه کورونه وو، يو کور ئې په افغانستان او دوېم په پاکستان کښې ؤ خو د دغه وخت ړندو حکمرانانو د ډالرو په شوق کښې دا هېر کړي وو چې د باچا خان په دغه وړه تبصره هم لږ فکر خو وکړي!! قصه اوږده ده او حقيقت ډېر تريخ دی خو لنډه دا چې روس د افغانستان نه لاړ او امريکه د پاکستان نه لاړه. په ظاهره جنګ امريکې وګټو، د مدعي په حېثيت پاکستان په منځ کښې پاتې شو، ډېر زر د دغه دور مجاهدين په دهشت ګردو کښې بدل شول او نن دا خاوره يواځې د روس او امريکې د بل سوړ جنګ مېدان نۀ دی بلکې د څو نورو لوبغاړو د جنګ مېدان هم دی. "پښتانۀ وائي چې لامدۀ اور اخلي د وچو له کبله" اوس دغه اور لمدو ته هم را رسېدلی دی او پښتانۀ دا هم وائي چې پردۍ وچې مو پورې ويستې خپلې رانه لمدې شوې. نن دغه هر څۀ د افغانستان نه زيات د پښتنو په دې غاړه کور کښې دي. نن هيڅوک نۀ وائي چې دا هر څۀ په دې ملک پاکستان کښې دي بلکې دا وائي چې دا په قبائلي علاقو کښې دي خو د حقائقو نه سترګې پټول په حقائقو کښې هيڅ کمی زياتی نۀ شي راوستی. په تېر الېکشن کښې چې د باچا خان د فلسفې يوه اهمه برخه د باچا خان د پېروکارانو د الېکشن نعره وه چې مونږ په خپله خاوره امن غواړو، دا هم د دې ملک د هغې دور د ړندو کڼو حکمرانانو د پټو سترګو د فېصلو نتيجه وه ګني د پښتنو خاورې خو په هر دور کښې د اېشيا د عظمت او امن د ځانګو حېثيت لرلی دی. د امن په کور کښې د امن د نعرې ضرورت څۀ ؤ خو چې د جنګ د لاسه د زخمې زخمي وطن مالکانو په دغسې وخت کښې خپلو پښتنو ته دغه اواز نۀ ورکوو نو پردو خو ورته ټول عمر نوکونه جنګولي وو او پښتنو به هم دغه اواز کښې خپله رائې شامله کړه او هغوي ته ئې د دې صوبې د واک او اختيار دپاره خپل جمهوري حق وسپارۀ. د پښتنو مشرانو هم د خپلو زرګونو کالو د تاريخ نه د جرګې مرکې د موجودې لارې انتخاب وکړو او د اسلام د روښانه دين د اصولو په بنياد ئې د ټولو نه د زياتې شورش زده علاقې سوات نه د امن د غږ اغاز وکړو. دا وړه کاميابي نۀ وه چې هغوي دواړو فريقو د دغو اصولو نه حاصله کړه او په يوه لاس ليک کړې معاهده کښې بريالي شول. دوېم فريق به محسوس کړې وي چې په دغه معاهده کولو ځنې خلق نا رضا هم وو خو د اې اين پي مشرانو ته احساس ؤ چې مونږه د يو وطن يوې خاورې او يوې وينې وروڼه يُو. زمونږ هره ګټه او هر تاوان شريک دی نو خپله معاهده ئې وکړه او برقراره ئې هم وساتله. په تېر 23 جولايۍ چې په مرکزي سطح د اتحادي پارټيو د مشرانو کومه غونډه شوې وه په هغې کښې څو مثبتې خبرې منځ ته راغلې دي. يوه دا چې د دې ملک په هره برخه کښې د بېروني حملو مخنيوی وکړی شي. په دې ملک هره حمله به د دې ملک په سالميت حمله تصور کيږي او دوېم دا چې د هر جنګ او شورش مخ نيوی به د خبرو اترو په ذريعه کولی شي درېم دا چې د دې صوبې حکومت کومې معاهدې کړي دي يا ئې کوي د هغې به احترام کولی شي. د طاقت جواب په طاقت ورکول به اخري آپشن وي. د فکر خبره دا ده چې د سوات د امن معاهدې دپاره دواړه فريقه د خيال ترحده په دغه معاهده اوس هم ولاړ دي. کۀ څه خبره ترمنځه شته نو هغه دا ده چې په معاهده د عمل رفتار سُست دی. پښتانۀ وائي چې مرګ لکه د برېښنا بدن ته رادننه کيږي ولې وځي د سپږې په رفتار. عېن په دغسې وخت کښې قيادتونه د عقل او دانش او تدبر لمنه نۀ پرېږدي. بايد چې د خبرو عمل جاري وساتلی شي او د جنګ نه خپله خاوره او د دې خاورې بچي بچ کړی شي ځکه چې کۀ مونږ د دې خبرې د حقيقت نه هر څو د جنګ مېدان ته وتښتو بيا به هم د نتيجې په توګه وايو او منو چې د جنګ خاتمه په جنګ نۀ په خبرو ممکنه ده. خبرې په خبرو حل کول د دين لار هم ده او د دنيا لار هم، د تدبر لار هم ده، د دانش لار هم. د قومونو او اولسونو د ژوند دپاره ذاتي انانيتونه قربانول د تدبر د ټولو نه لويه نخښه ده. پښتون ــ پيښور - بېرته شاته