(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اسلم خان

ځائ لرې و او نګهت پيدل په لاره يواځې د پلار كره روانه وه، سترګې ئې وچې كلكې وې، نه ورله ژړا ورتله او نه خفه وه. البته په سوچ کي ضرور وه چې غلطى مې اوكړه، يور خو مې هډو څه ويلى نه وو او داسې په معمولى خبره د كوره رااووتلم، چوړ د شرم وخت مې راغی. الله دې زمونږ دا خواښې مېراته كړى، كه زهْ دی نازبينه نه وی عادت كړی، نو اوس به راته دا مشكلات نه وو. ګورم چې ورور اسلم خان به مې ملګرتيا اوكړى او كه نه؟ هسي نه چې هغه مې هم د كوره اوباسى او راته اووائى چې دا د پښتو قول او وعده ده ځه ورځه د خاوند كره، اوس به څنګ د خاوند كره ورشم. زهْ هم د پښتون پلار لور يم، څه جولهه خو نه يم چې كله به رااوځم او كله به بيا ورځم. خو كه ورور مې راله ډاډ رانه كړ، نو بل خوا به ترې نه اوځم، ليكن د اصغرى كره خو به په قراّن پښه هم واپس نكړم. اّخر زما لوظ او اراده خو څه معنى لرى، چې داسې ځان پخپله سپك كړم، نو يوور به مې راباندې هر وخت خېژى كوزېږى او د خواښې په نظر به هم سپكه او وركه شم. هرڅه چې مې په قسمت وو، اوشول، ليكن بېرته به چرته هم د اصغر خان كره لاړه نه شم او ښځوالى به ئې اونه كړم. په ما د چا زور دی څه؟. زهْ به په ډاګه اووايم چې زما دا خاوند زما نه دی خوښ نه ئې اخلم، دا خو زما مرضى ده، دوى خوار و خوشكو ته اوګوره او د اسلم خان خور غوښتلو ته ګوره". اسلم خان هم د خپل خور په شان بد دماغه او ګنده ذهن سړی و، ځوان و، د پلار ورته ډېر جائېداد پاتې شوی و، د خانئ په نشه کي مست و، د مازيګر د چكر په وخت به پسې نولس شل غوګين روان و،د سپوئ ډكې پټې په غاړه وې او د نوكرانو لباس ئې بلكل بدل و، د دنيا نور خلق ورته بالكل لكه د ماشى ښكاره كېدل او خپل تره ئې ژوندی و، خو دهْ به ورته هډو كتل هم نه، چې دا څوك دی او څوك نه دی. بدمغزه دومره و، چې چا به ورته مخکي خبره اوړه، نو بيا هډو د تپوس ماده پکي نه وه. ماښام نزدې و نګهت ستړې ستومانه يك يواځې په تياره کي كلى ته راننوتله، خلق حېران شو چې بغير د جواب نه نګهت بى بى څنګه دلته راغله. د كور په دروازه رادننه شوه او چغې ئې كړې په زوره زوره ئې ژړل چې تباه شوم، خلقو مې شرم اوكړه، خواښې او يور راپسې كت يو كړهْ او د كوره ئې رااووېستلم. لږ وخت پس اسلم خان كور ته راغی، د خپلې مېلمنې خور نه خبر شوی و، كور ته راغی چې تپوس اوكړى چې نګهت څنګه راغله. اسلم: پخېر خور بخير څنګه دلته راغلې، ما خو درپسې څوك نه دى درلېږلى. نګهت: خوږه وروره ستا نه قربان شم خلق رشتيا وايى كه چرګې ګرځى ګرځى خو ځائآ دې كنډول دی، اّخر چې ردى شوم، او خلقو ته بده ښكاره شوم، نو دا مې د راتلو ځائی و. اسلم خان: پوه نه شوم ستا څه مطلب دآ؟ نګهت: اصغرى د كوره رااووېستم. اسلم: د اصغر څه مجال دی چې تا به د كوره راووباسى، دی نه دی خبر چې ته د اسلم خان خور ئې. نګهت: ښه مې ورته بار بار ووئيل چې خلقه ما د كوره مه اوباسئ، زهْ د خپل خاندان بې عزتى نه شم زغملی، ستاسو كوړمه د وتلو عادت ده، خو زمونږ په خاندان کي تراوسه څوك نه دى وتلى. اسلم خان چې ددې دا خبره واورېدله، نو سترګې ئې ښكته شوې، ځكه چې دهْ ته هغه زمانه راياده شوه، كله چې ددهْ مور هم داسې په خپله مرضئ د كوره وتلې وه او بيا د شرم ډكه كور ته راغله. يو سوړ اسويلی اسلم خان اوكړ، مرۍ ئې وچه شوه او د قاره سور شو. اسلم: ګوره نګهت د هغوى هم ښهْ خاندانى حيثيت دی، كه اوس چرې ګناه تاته وى نو بيا؟ نګهت: عجيبه خبره ده، زما پښې پولۍ شوى دى او ځان مې تاته په منډه او ستا لمنې ته راغورځولی دی، اوس ستا اختيار دی، د خاندان دا پې عزتى به ته په عزت کي بدله وی. اصغر څوك د ی . چې دې ستا خور د كوره اوباسی او كه ته وائې نو زهْ به اوس په دې ساعت بيا ورروانه شم او د اصغرى او اشرفى په كور كې به كوزې سترګې كېنم، بيا د هغو اختيار دی چې څه راسره كوى. اسلم خان: زه حېران په دې يم چې اصغرخان ډېر ښه سړی دی. نګهت: يواځې هغه نه مشر ورور ئې راباندې د لتو غوبل اوكړ او مور ئې راباندې د سوباړو يو څو ګذارونه وكړل. يور مې راڅخه سنړې په لختې کي پاتې كړې او تاته دروغ ښكارى. اسلم خان: اخر تا قصور څه كړآ و؟. نګهت: څه قصور مې كړى و، خو يور مې ناجوړه پرته وه او مېلمانه ګنړ شول، يواځې وم كار مې سر ته اونه رسولآ شو، نو په ما ئې راباندې كړل. اسلم خان: ليكن د مېلمنو كار د كور د خلقو حق دی. نګهت: دا زهْ ترته د چا د كور مزدوره ښكارم څه؟ اسلم: چې پردى كور ته ښځه لاړه شى بيا هم هلته د غسې مزدورى كوى. نګهت: پوهه شوم كه راباندې تنګ ئې، نو اوس په دې ساعت به بل چا كره لاړه شم، خو داصغرى ښځوالى نه كوم او تا به كوزې سترګې نيولى وى، ولې خلق به وائى چې د اسلم خان خور د بل كاله كره ناسته ده، ستا څنګ خوښه ده كېنم كنه. صلاح راكړه او فيصله اوكړه څه چل اوكړم؟. خور اسلم خان په خبرو خبرو کي دوكه كړ او داسې ئې په جذباتو کي راوسته، چې د قاره ئې سترګې تكې سرې شوې، په خوله ئې لكه د ستړى اّس زګ اودرېدو، پښې ئې په رپېدو شوې او لګيا شو. اسلم خان: زما دې په هغه خدائآ قسم وى چې دا كل جهان ئې پيدا كړی دی، اصغرخان ته نه ئې راويستلې، خو زما بې عزتى ئې كړې ده. كه په ما کي غېرت وى او د عزتمند مور و پلار زوی يم، نو ستا دا بدل به واخلم او ته به دلته کي اوسېږې. شل استازى به ئې راشى، خو پرې به دې ورسره نږدم. د نګهت په مرۍ کي لاړې راغلې او لكه د ګل غوندې تازه شوه او اّخر د خونړى مار په شان ئې دوه خاندانونه په جګړه تيار اوليدل، نګهت خو په اّرام د خپلې ورنداې سره كېناسته. ورندار ئې ډېره هوښياره او ښه ښځه وه، د ډوډۍ ئې ورله ښهْ انتظام اوكړو او چاپى ئې كړه. اسلم خان د قاره ډك د كوره اووتلو، ورندار او نګهت ناست دى، په خپل مېنځ کي خبرې كوى. نورئ: خور ډېر بد دې اوكړهْ خپل كور څوك د خپل لاسه نه ورانوى. نګهت: عجيبه خبرې كوې نورئ! په داسې كور تندر اولېږه. نورئ: اّخر كه تا ته څه كم وآ، نو ورور ته به دې جواب كړی وی او بيا زهْ هم دلته وم، هم دې ورندار يم او هم دې د تره لور سره خپلې خوېندې يو، نو ما به درته هرڅه درلېږلى وی، دا ستا خپل كور دی. نګهت: تهْ نه پوهېږې خور يو ځل چې سړی چاته اوږه ښكته كړى، نو بيا پرې دا ټول خلق سورېږى. نورئ: د پلار په كور چې سړی هرڅه كوى نو خوند كوى، ليكن د خاوند په كور خو د سړى اختيار وى چې هغه څه وائى نو ښځه هغه منى. نګهت: دا ولې دا ښځې په څه ګنهګارې وى چې سړى به هرڅه وائى او دوى به هرڅه منى. نورئ: بختورې داسې خبي كوې كه ټولې دا ښځې ستا په شان شى نو بيا. نګهت: زهْ به داسې ښځو له مباركى وركړم او پوهه به شم چې اوس د پښتنو ښځې د كار كولو او بدل اخيستلو قابلې شوې د دې پښتنو رواج خو هسې زمونږ نه قيديانې جوړې كړى دى. نورئ: خو هر سړی دې په ځان راولى نو؟ نګهت: زهْ څهْ يواځې د ځان دپاره نه وايم، خو د ټولو دپاره داسې كار پكار دی. نورئ: نو ښه خور خفه كېږه مه، درڅخه يو سوال كوم اوبه منې؟ نګهت : شل خو اوكړه. نورئ: چې رشتيا راباندې وائى، نو ستاسو په دې كور کي خو به سپآ هم مېشته اونه كړى او ستا خو ډېر ښهْ كور دی، داسې مړه يور دې ده چې ته څه وائې هغه منې. نګهت: ښه ښه ورندار اوس ته هم په داسې خبرو رااونښتې، ستا به څه مجال وى چې زما د ورور بې عزتى به اوكړې او د كوره به اوځې. نورئ: ولې خور زهْ درته د پښتون لور نه ښكارم څه؟ نګهت: ځان ته سړې اوبه واچوه، كه ته د بادشاه لور ئې خو زما د ورور ښځه ئې. نورئ: هئ توبه شه! خو زهْ تاته ستا د ګټې خبره كوم، چې خپل كور دې په خپل لاس کي واخله، ستا په كور کي به د بل سړى بره او ستا لره وى. نګهت: د چا مجال څه دآ، چې زما په كور کي به واك اولرى. نورئ: يه خور زهْ خو د هغه كور وايم دا خو هډو څه سوال نه پيدا كېږى. دا خو ستا د خپل پلار او د ورور كور دی، ليكن ښځه چې واده شى نو د هغې دپاره بيا د خاوند كور خپل كور وى، نه چې د پلار كور. نګهت: بس كه ورندار په پرهرونو راته مالګه مه دوړه وه، ځه چرته اوده كېږم! ستړی ستومانه يم، ته راته سورنی غږوې. زهْ څه د جولا لور نه يم پښتنه يم پښتنه، دا خپل بدل به خامخا اخلم، كه د ورور نه مې اونه شوه، نو په خزانو به دا خپل بدل واخلم. "نورئ ترېنه لاړه او نګهت ښهْ په اّرام په خپل سم كړى كټ کي څملاسته، ښه خوب ئې اوكړهْ، سحر شو ورندار ورله د ناشتې ډېر ښهْ انتظام كړی و، ځكه چې مېلمنه وه، دې چای څكله، چا ور وډبولو، د خانانو نائى له چائ رااوباسئ. د نګهت په مرئ کي چای ونښتله او مرئ ئې وچه شوه، جينئ څوك دی او كوم نائى دی". مزدوره: بى بى ستاسو نائى دی انځر ماما! نګهت: ورشه! انځر ماما ته اووايه چې ډيوډئ له دې راشى، دلته به چای اوڅكى او زما ورسره كار دی. (مزدوره لاړه او انځر ماما ئې مانړئ ته راوستلو. څه ګورى چې يو دوه پلى كټكى پراته دى، په يو تولائى خوره ده او بل هسې دی. مزدوره لاړه او بى بى ته ئې ووې چې انځر ماما راغی. نګهت بى بى په منډه منډه په پردى سړى پسې رااووتله، انځر ماما وارخطاء سپك تك زېړ په مانړئ کي ولاړ دی.) نګهت: ماما پخير پخير ډېر وختى نه دی، دې كټكى ته كېنه. انځر: څه مې كړی وی، موراّبۍ راته اووې چې وختى به ځي. نګهت: ښه تهْ موراّبۍ رالېږلی ئې څه وائى. انځر: دعاء سلام ئې كولو او وی ئې چې مشر خان ګلون ډېره وهلې ده او پلار كره ئې لېږلي ده اوس اصغرخان هم ډېر قار دی او كه دا خفه كېږى نهْ نو ستا سره دې راروانه شى او راځى دې، چې نور څه شر جوړ نه شى. نګهت: پرېږده ماما چې جوړ شى، دوى چې څه كوى، هغه دې اوكړى، سړى چې د بل سپېړه نه وى ليدلې، نو خپله ورته ګرز ښكارى. انځر: ګوره بى بى دا خاندان د پښتنو په دور کي ښه باعزته خاندان پاتې شوی دی. اوسه پورې دا هېڅكله نه دى شوى چې څوك مېرمن څادر په سر كړى او د كوره اوځى. نګهت: دا سخا مخ دې ورك شه، ته هم لا دا خبرې كوې دا په ټولو کي ناكاره درته زه ښكارم؟ انځر: نه بى بى كه ته ناكاره وې نو د اصغرخان ښځه به ولې وآ، دا خو وختونه دى ځى راځى. كله ناكله د سړى نه غلطى هم كېږى، خو سړى له پكار وى چې زر په خپله غلطى ستومانه شى. نګهت: دا به ستاسو رواج وى، زمونږ نه دآ، څوك چې د كوره اوځى هغه بيا نه راځى. زهْ يو وار وتلې يم او په ژوندانه څه، چې په مرګ به هم لاړه نه شم. (انځر ماما تش لاس د نګهت نه ناامېده راروان شو، ناڅاپه حجرې ته په دغه وخت اسلم خان راغآ.) اسلم خان: انځره څه دى، چرته راغلې وې، څه وخت راغلآ وې. انځر: خان صيب سلام عليكم دلته کي راغلی وم، اوس سحر راورسېدم، ستاسو سره مې كار و. اسلم: ښه ښه! پوه شوم زما په خور پسگې راغلآ ئې. انځر: او جى مور اّبۍ رااولېږلم، چې راځى دې اوس په كور کي هېڅ شر شدت نشته اشرف خان ګلون بى بى د پلار كره اولېږله. اسلم خان: انځره! نګهت زما خور ده، دا د قباد خور نه ده چې كله د دوى رضا وى نو د كوره به ئې شړى او چې كله د دوى مرضى وى نو بېرته به ئې راولى، دا اوس نه شى تلآ. انځر: ستاسو خوښه ده خان! زمونږ خو سوال جواب رسول دى. اسلم: ما درته اووې ځه اشرفى او اصغرى ته اووايه چې څه كولی شى نو كوى دې دوى ته اجازت دی. (انځر ماما را رخصت شو، قضا ماسپښين كلى ته رااورسېده، اشرف خان په خجره کي نه و او اصغرخان وچې شونډې خفه درمانده په كټ کي ناست و، څه سوچ كوى چې څه اوشو او څه به كېږى.) اصغرخان: ماما راځه تلی وې كنه؟ انځر: او جى تلی وم. اصغر خان: اوس په دې ساعت راغلې. انځر: بس اوس رااورسېدم. اصغرخان: اسلم خان څه وی، نګهت رانغله. انځر: اسلم خان هم بد بد و، او نګهت هم خفه وه، خو خير دی دا لا جنګ اول ځل دی، ښه به شى خانه. صبر پكار دی. هرڅه په صبر كېږى، تادى ښهْ شی نه دی. اصغرخان: او ماما غير د صبر نه كار نه كېږى. اّخر صبر مو لار ده، خو مور مې ښه نه دى كړى، ځه ماما ته ځه كور ته ځه ستړآ به ئې. (انځر ماما ستړی و، كور ته لاړ او اصغرخان په كټ کي لكه د ټى بى مريض غوندې وارخطاء څملاستو. كله به كېناسته، كله به ولاړ شو، اّخر سوچ ئې ختم شو او ټوپك ئې راواخيست چې ځان اوولم ليكن دا ورته بده خبره ښكاره شوه چې ولې ځان مړ كړى اول هغه څوك وژل پكار دى چې څوك بد كارى كو. زړهْ مې غواړى چې دا خپله مور هم يو دوه ډزه اوولم، ليكن دا ورته هم بيا بده خبره ښكاره شوه چې د دنيا خلق به څه وائي خلق به راباندې الزام لګوى چې د ښځې دپاره ئې خپله مور اووېشتله، اّخر د اسلم خان د كلى طرف ته روان شو، ډېر تېز او ګړندی راغى. ماسخوتن و، چې اصغرخان رااورسېده، اسلم خان ناست و، اصغرخان سلام واچولو.) اسلم: خير دی اصغرخانه چرته راغلې؟ اصغرخان: د خپلې بې عزتۍ مرګ له پرېږده چې مړ شم. اسلم: اّخر تاته ولې بل سړی دومره سپك ښكارى. اصغرخان: چه څوك سپك وى هغه نه درنېږى. اسلمه! دا څه سړيتوب خو نه دآ، چې ته د خپلې خور خبره منې او د پښتونوالى نه ځان اوباسې، پكار دا وه چې خور دې د اينځر ماما سره راغلی وی. اسلم: دا څهْ د قباد خور نه ده چې ستاسو په رضا به ځى راځى، دا زما خور ده. اصغر: افسوس كه ستا خور د قباد د خور په شان وی او ته د قباد په شان وی نو ارمان به د څه و. اسلم: خبردار ته زما بې عزتى كوې ما د هغه د سپى د زوى سره برابروې. اصغرخان: ستا غوندې خلق د سپى زامن دى. دا هم څه غېرت دآ چې سړآ د ښځې خبره اورى. اسلم: كه زما په حجره کي نه وی نو اوس به مې خپله خور كونډه كړې وه. اصغرخان: رامخکي شه كنه تاته ولي ځان دومره غېرتى ښكارېږى. زهْ د پښتون پلار زوى يم، يا به خپله ښځه بوځم او يا به دلته سر پرېكړم، تش لاس به چرته هم نه ځم. (د دوى مذكور ګرم شو، اسلم خان د خلقو په ګنړه کي ناست و او په تېزه تېزه ئې خبرې كولې، ناڅاپه خپل يو نوكر ته ئگ اووې د سپى زويه ته راته ولاړ ئې دا د مور خاوند دې دومره خبرې كوى او ته ورته څه نه وائې. وله ئې په ټوپك باندې. اصغرخان هم قار و، پوه شو چې بيا وروسته لانجې نه شم كولى، خپل بدل په وخت اخيستل په كار دى، ټوپك يې راواړولو، اسلم خان ئې رسا د زړه په سر اووېشتو. دوه درې نوكران ئې ورسره هم ملګرى كړل او په اّخر کي د شاه د طرف نه يو ډز شو چې اصغرخان يك يواځې د زمكې لور ته ارتاو شو، دا ګولۍ ئې رسا په سر لګېدلې وه. درې څلور منټه وروستو جګړه خوره شوه، پته اولګېده، اسلم خان سره د څلورو نوكرانو او اصغرخان ددې دنيا نه رخصت شول. په كلى کي شور شو، چې دنيا ورانه شوله، نګهت ښهْ په اّرام او په سړه سينه د ورور د كټ خواله راغله او په ژړا شوله.) نګهت: عزتمنده وروره! ستا د غېرت نه قربان شم، تا د خپلې خور دپاره خپل سر وركړ، د وروڼو نوم دې ژوندآ كړ، زما په شان خوېندې به په تا فخر كوى. نورئ: بس كه نور مخامخ مه اودرېږه، هسې زړهْ مې خرابېږى، څومره بې باكه او ناترسه ئې چې ورور دې په خپل جنګ کي قربان كړ او خپل خاوند دې هم د تورو خاورو لاندې كړ. نګهت: ته لا څوك ئې چې دا خبرې كوې؟ نورئ: زهْ څوك يم، تهْ ما نه پېژنې. اوس دا وخت د خبرو نه دآ غلې شه اوس به درته پته اولږى، چې زهْ څوك يم. نګهت: ستا غوندي شل ښځې زهْ خاورو ته كوزولآ شم. نورئ: زه د ګلون په شان صابره نه يم زهْ به درسره هغه چل اوكړم، چې چا كړآ نه وى. نګهت: دا زما د پلار كور دآ، ستا نه دآ خوارې. نورئ: زما د پلار كور هم شته، خو دا زما د خاوند كور دآ، مټيزې ځه د خپل كور تلاش كوه. نګهت: د ورور سرته ولاړه يمه كنه نو... نورئ: او كنه دا ستا هغه ورور دآ چې تا مړ كړ. نګهت: دې عزت مړ كړ، مانه دآ او زهْ دده د عزت د وجې اوچته پاتې شوم. نورئ: وركه شه داسې سنګدله خور چې د خپل ورور په مرګ فخر كوى او د خپل خاوند په مرګ شكر اوباسى. نګهت: ما درته يو وار ويلى دى چې دا زما د پلار كور دآ. نورئ: ستا د پلار كور هله و، چې مور و پلار او ورور دې ژوندى و، اوس كور زما دآ، زما سره زما بچى اوسى. نګهت: ستا بچى څوك دى چې ماته به جواب راكړى؟ زه به ترېنه سترګې اونه باسم. نورئ: ناپوهه زوره ورې نګهت نه پوهېږې د خپل زور مټې او لاس خو تا په خپله مات كړل. ( دوى لا په دې مذكور کي وې چې د نورئ پلار رادننه شو او ډېر بد رد ئې نكهت ته اووئيل، چې هېڅ يوه لور او خور به داسې كار اونه كړى. لكه چې تا د خپل ورور او خاوند كور شمشور كړ. د پلار كور دې تالا كړ، خپل ورور او خاوند دې مړه كړل، په دې خاندان کي هډو ستا ځائآ نشته، ځه وركه شه، چې په كومه لار راغلې ئې په هغه ځه.) نورئ: بابا قارېږه مه، دا هرڅه به قسمت ته منظور و، اّخر د خان خور ده اوس په دې وخت به چرته لاړه شى كنه. زړه خو زما هم نه غواړى چې دا اوس زما په سترګو لږى. هاشم خان: تهْ نه پوهېږې نورئ دا كه چرې دلته يوه شپه بله پاتې شوه، نو څه نور نقصان به جوړ شى. نورئ: هرڅه چې كېږى خو نن شپه به دلته وى. هاشم خان: ښه ده خو په حفاظت ئې ساته، چرته بله ډنډه اونه لړى. نګهت: دا تاسو له ئې چې خوند دركړ پلار وايى چې اوځه او لور وائى شپه به يم، چې تاسو څه وائى نو هغه بْ كېږى. داسې څوك دى چې ما به د كوره اوباسى. زهْ به پکي تورې غوړې نه كړم تورې هن. هاشم خان: خوږې نګهت دا ستا خپل كور دآ، خو زهْ حېران يم چې ستا په سينه کي څومره سخت زړهْ پروت دآ، كه ستا په ځائآ بله ښځه وآ نو اوس به يې د ورور په مخکي ځان وژلآ و، خو حېران يم تاته ښه روغه جوړه ولاړه ئې او چغې اوباسې چې دا زما د پلار كور دی. اخر تا د پلار سره څه ښه اوكړل او د ورور سره دې څه اوكړل، د دوه و خاندانو فتنه دې ونښلوله اوس به دا څوك غوسوى. نګهت: فتنه ونښته! زهْ د خپل بدل اخيستلو په خپله ذمه واره يم، نور څوك دى چې زما د ورور بدل به اخلى ، تاسو خلق خو به ئې په مال بساط مزې كوئ او خورئ څكئ به، تاسو له خو خدائی جوړه كړه، څنكه ښهْ چا وئيلى دى، خدايه د چا وران كړې او زما ودان كړې. هاشم خان: څومره بختوره ښځه ئې هډو غم دې نشته، ډنډه هم تا جوړه كړه او خوشحاله هم ته ئې. (لږ ساعت وروسته خلقو د ناخبره اصغرخان جنازه اوچته كړه او نيمه شپه ئې كلى ته قريب كېښودله. څوك ئې ورولېږه او اشرف خان ئې خبر كړ، هغه د اوښكو ډكې سترګې رابهر شو قار شو خو هېڅ ئې ونه وئيل، ولې چې دا وخت د څه ويلو نه و، د معصوم ورور جنازه ئې كور ته راوړه په كلى کي شور او غوغا شوه، ټول خلق د نيك اصغرخان په مرګ چور چور او ډېر خفه وو، خلقو په زار او قطار وژړل خو څه كېدل، نه اصغرخان ژوندآ كېدآ شو او نه ئې د بدل اخيستلو وخت و. د كلى محلت ټولو خلقو په موراّبۍ تهمتونه وئيل. بدرد ورته وئيل كېدآ شو او په ژړا ژړا کي د ګلون بى بى سره شوى ظلونه يادېدل، چا به وآ چې هغه غريبې به ښېرې كړى وى، نو يا خدايه چې دا ښېرې خپل ځائآ ته رسېدلى نو ډېره ښه به وه، چې د اصغرخان په ځی ئی اشرف يا دا مور اّبۍ مړه وی، نو څنګه ښه به وه. د كلى محلت ټولې ښځې د كټ خوا ته راغونډې وې، شپه اوږده وه، د ښخولو وخت نه و، ځائآ په ځائآ نايان او نوكران خواره شول او د اصغرخان د مرګ غږ خور شو. سحر نزدې و، انځر ماما د قباد خان كره اواز وكړ، قباد خان لا د كټ نه، نه و پاڅېدلی او د شپې په جامو کي و وارخطا رابهر شو، طماچه ئې په كونډه كړې راغی) انځر ماما خير دی؟ انځر ماما غريو نيولی و، په سلګو ونښتلو. قباد خان: څه چل دی ماما څوك مړهْ خو نه دى؟ انځر: اصغرخان مړ شوی دی! قباد: څنګه؟ په څه؟ د هغه د ناجوړتيا خو چا هډو څه ويلى نه دى، هغه بله ورځ مې ليدلی و روغ رمټ و. انځر: اسلم خان او هغه جنګ وكړ. قباد: يواځې اصغر مړ شو، كه خپل بدل ئې واخيستو. انځر: اسلم خان هم سره د څلورو كسانو مړ دآ. قباد: اّفرين شه په داسې خور لكه اسلم له ئې چې وركړې ده، اخر هم دغه به كېده. اصغرخان ډېر ښهْ او نيك سړی و، ښه خلق په دنيا کي ډېرې ورځې نه پاتې كېږي. هغه به اخر مړ كېده، دورور او مور په سترګو کي نه ځائېده، ښه ده ماما ته ورځه او مونږ دراغلو. قباد خان سرې سترګې كور ته واپس شو، خپلې تندارې او ګلون ته ئې اوويل، پاڅئ چې روانېږو، ناوخته به شى. ګلون: (په نرى اواز باندې) خير دی وروره چرته ځو، څه چل اوشو. قباد خان : (په ژړغونى اّواز) اصغر خان مړ دی ګلون: هائی الله اصغر خان ورور مې مړ شو اوس خو مې بالكل د هغې كوره طمع خوره شوه. قباد: دا د خبرو وخت نه دی ځئ چې ځو. روزون: ليكن قباد خانه! دا خور خو دې ناجوړه ده، دا به څنګه ځى. ګلون: زما هغې كور ته د تلو څه حق دی زه څنګ لاړه شم، په مورابۍ خو د زوى هم غم دی و بل به پرې زما د ورتلو غم شى د هغې په پرهرونو مالګه نه شم دوړولې. قباد: كه هغه مرى او كه چوى، ته به د خپل لېور په مرګ ضرور ځې، كه هغه خفه وو، نو بيا به زمونږ سره راځې، ځه چې ځو. ګلون: تاله څنګه فتنه جوړه كړم، خوږه وروره! د خاوند مې هم سترګې راته ښكته دى، نو زه څنګه لاړه شم. قباد: زهْ اسلم نه يم خور! چې د ښځو خبرې منم او خپل خپلوان د خپل ځان نه پردى كړم، هغه دې كور دی اّخر به ورله ځې دا خوښه ده چې اشرف خان تاته څادر په سر كړآ و، كه ته د ځان نه راوتلې وې، نو قسم مې دې په خدائگآ وى چې په هغه ورځ به مې په ټوپك وېشتلی وی، خو ښه راته پته ده چې ته بې ګناه او بې قصوره ئې. ګلون: ځئ چې روانېږو، ناوخته به شى. روزون: يا جينۍ! ته خو ناجوړه ئې څنګه به ځې. ګلون: د پښتو په ځائی به په سترګو د خپل ورور دا غم اوچت كړم. زما د خوارې او بدقسمتې خدايه! دا دې راباندې بل تندر راخلاص كړ، اصغر چې كله به راغآ نو راته به ئې اواز كړ ورندار څنګه ئې؟. اوس به راته څوك غږ كوى، زهْ خو په رښتيا مېراته شومه، زهْ به څه كومه؟ (دوى ټوله كوړمه پيدل راروان شو، د ګلون ټول وجود په زخمونو چور چور و، په منډه منډه راتله، كله غورزېږه كله پاڅېږه، چې څاخت وخت شو، نو دوى په كور راننوتل. د اصغرخان جنازه پرته وه، ښكلې خنده روئى او ښائسته زلمآ بې ګناه قتل شوی د خندا شين پروت و. د ګلون چې پرې سترګې ولګېدې، لكه مور غوندې پرې راارتاوه شوه او په چغو شوه.) ګلون: وروره! څه دې اوكړل، دا چرته لاړې، زهْ خواره خور دې چاته پرېښودم، زما به اوس څوك تپوس كوى؟ (د كلى محلت ټولو خلقو د ګلون سره په غم کي چغې كړې، او په زوره زوره ئې اوژړل، نو موراّبۍ راغله چې دا څوك راغله چې داسې په ژړا شوه، چې وئې كتل، نو په ګلون ئې سترګې ولګېدې.) موراّبۍ: ته څله راغلې د مټيزې لورې، زوى خو مې مړ شو. ګلون: موراّبۍ! ما معاف كړه، كه زما نه څه غلطى شوى وى، نو ما اوبښه! موراّبۍ: اوځه د كوره چې مې درباندې سترګې اونه لږى. ګلون: نن خو په ما د اسمان تندر راپرېوتی دی، مور چرته لاړه شم، كه ستا زوی مړ دی، خو زما هم ورور مړ دی. موراّبۍ: اوس دې ورور شو، تراوسه پورې د لېور و، دا چا مړ كه خو ستا د لاسه مړ شو كنه. ګلون: موراّبۍ په داسې دروند غم کي څوك داسې خبرې نه كوى. موراّبۍ: چې لفظ راسره بدل نه كړې، سترګې دې فنا كړه، اينګور دې راله د كوره اوشړله او زوى دې راله مړ كه. ګلون: كه ته خفه كېږې، نو زه به خير دی لرې كېنم. موراّبۍ: لرې لرې، د كوره اوځه. (دوى دا شر كاوه او خلق راغلل جنازه ئې اوچته كړه، د اصغرخان خور هم په زوره زوره ژړل او خپل مخ ئې وهلو زما د خوارې وروره! زه دې يوازې داسې پاتې كړم.) د جنازې يو سر اشرف او بل سر قباد نيولی و، موراّبى رامنډه كړه او په قباد ئې ګذار وكړ او لګيا شوه. مور اّبۍ: داسې دې رابّندې خوا يخه شوه بختوره! د زړه مدعا يو دې سره شوه ستا خور هم دا غوښته، چې يو زوى مې مړ شى او هغه مړ شو، نو اوس ته څه ګورې. قباد: د قباد خان سترګې د اوښكو نه ډكې شوې، مور دا زما ورور مړ دی، ته هم عجيبه مور ئې په خپل زوى دې هډو پرواه نشته، خپل پردى ناست دى دا څه كوې. مور اّبۍ: كه دنيا ورانېږى، خو ته به زما دا زوى نه وړې. د اشرف خان خور بختۍ راپاڅېده او مور ئې ونيوه. بختۍ: مور اّبۍ بس كه! دا څه چل كوې. دا هرڅه دنيا ته معلوم دى نور ځان مه شرموه! موراّبۍ: ته لا څوك ئې چې زما د خبرو شوې ځه وركه شه. بختۍ: ماته هرڅه معلوم دى، زهْ هم ددې كور لور يم، كه دا ښځه دا وار د دې كوره اووتله، نو زهْ به د خپل خاوند د كوره راشم او دلته به كېنم. موراّبۍ: ته څه د مټزې د لور پشان خو نه ئې. بختۍ: ته خو خپل پردی او ښه بد نه پېژنې. (بختۍ راغله او د خپلې ورندارې سره ئې د خپل ورو غم وژړلو او يو بل ته ئې ډېر وژړلو، بختۍ به هغې له تسلى وركوله او ګلون به بختۍ له.) بختۍ: ورندار بى بى اوس په ژړا څه كار نه كېږى. ګلون: خوږې خور مونږ خو تالا شو! بختۍ: خدائی د بنديانو ثواب كوى. ګلون: زهْ خو تباه شومه، زما خو هسې هم ډېر ښهْ عمر و، اوس خو به بالكل لكه دسپى عمر تېرومه. يه خور نګهت نه ده راغلې؟ بختۍ: نګهت خو خپله مدعا دسره كړه، زما ورور ئې خوښ نه و او مړ ئې كړ، خو زهْ حېرانه يم چې موراّبۍ پرې ولې مهربانه ده. ګلون: خير دآ څه كېږى، خو ډېر بد ئې اوكړه، د جنازې سره ورله راتله پكار و، دومره لوئى سړآ مړ شو او رانغله. بختۍ: هغه پردۍ ده په پردو خلقو ئې څه كار دی. ګلون: د خوئى نه ډېره زوره وره وه، خواره شوې. بختۍ: اوس به خپله زوره ورتيا ځان له كوى، مونږ ترېنه خلاص شو. ګلون: څه خبر يو چې څه كېږى چاته معلومه ده. بختۍ: دا ته څه وائې ورندار! د هغې دوباره راتله په دې كور نشته، يا به زهْ چرته نه راځم. ګلون: ستا خو دا دپلار كور دی، خور تهْ به ولې نه راځي، د هغې هم خپل كور دی، چې كله دمه شوه، راځى به. بختۍ: ولې به راځى، زما د ورور دجنازې سره نه ده راغلې او بيا به راځى. ګلون: ستا نه زار شم خور، ځان مه ستړی كوه، هډو غم غرض پرې مه لره، ځان ولې تنګوې او ستړآ كوې. (اصغرخان ښخ كړی شو، ډېرې ورځې په كلى کي ماتم و، هېچا کي دم نه و، چې څه خوشحالى ئې كړی وی، بختۍ هم د ورور د مرګ په پېنځمه ورځ د مور د لاسه د خاوند كور ته لاړه او ګلون كوزې سترګې او خفه درمانده، د خاوند په كور کي ناسته وه. نه ورسره د خبرو څوك و، نه ئې طاقت و چې د چا سره ئې خبرې كړی وی. د ورور سره راغلې وه، نو د هغې كله مجال و، چې خواله ئې راغلی وی. د ماتم خلق ټول خواره شول، قباد خان يو ځل بيا د خور ليدو له راغآ او په سرو سترګو وهلی ټكولی د موراّبۍ دلاسه ددې كوره رخصت شو. د ګلون اوس په زړهْ کي پرهرونه اوشو، د اشرف خان ورته سترګې كوزې وې، ځكه چې موراّبۍ ورته اوس هم هر وخت د ګلون غېبت او د نګهت صفت كولو.) خواښی انګور ناول لیکوال: محمد ابراهیم خان شبنم بره درشخیله، سوات / پختونخوا Khwakhi Engor, Nawal - Writer: Mr. Mohammad Ebrahim Khan Shabnam, drushkhela - Swat / Pakhtoonkhwa - بېرته شاته