(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هلۍ پښتو سرخوري

پخوا به چې كله څوك مړ شو، مړينه خو ډېره درنه خبره او غم ؤ، خو چې به لږ هم څوك ټپي او ژوبل شو، خپل خپلوان به ورته له لېرې- لېرې څخه پوښتنې ته ورتلل او د زړه له تله به يې ورسره خواخوږي څرګندوله. په بدل كې به كوربنو هم ورته په ورين تندي هركلى او په خورا ډېر درناوي به يې ورته مېلمستيا كوله چې حق يې ادا كړى وي او چې څوك به مړ شو، نو خپل ځان به يې ورسره داسې احساساوه، ته به وايې چې ګوندې كټ مټ يې مړى وي. چېرته چې به ښادي وه، نو له ټاكلې نېټې څخه به يې څو ورځې دمخه تابيا نيوله او چې به د ښادۍ ورځ راغله، نو له خوښۍ څخه به د هغه چا خبره په جامو كې نه ځايېدل. د چا چې به پيسو ته اړتيا شوه او چا ته به څوك ودرېدل، نو سر به يې ترې نه اړاوه. كه به خپلې ورسره نه وې، له بله ځايه چې كېدې، راپيدا كولې به يې او چې به يې هر څه په وس كې وو، ترې ځارول به يې، خو خپل درشل ته راغلى اړ بنده به يې تش لاس نه رخصتاوه، بلكې تش رخصتول به ورته پېغور ښكارېده. همدا لامل ؤ چې پښتو له هره اړخه ځواكمنه، ټينګه او پر پښو ولاړه وه. دا بېله خبره وه چې په هغه وخت كې سادګي وه او د ژوند اسانتياوې نه وې، خو بيا هم خلكو په ډېر عادي ډول ژوند كاوه او نن چې نړۍ پرمختګ كړى او ژوند يې خورا ډېر اسان كړى دى، خو ورسره هغه خوند او زغم هم پاتې نه دى. نن سبا د چا مړي ته تلل هسې تش په نوم رواج پاتې شوى دى، هغسې خواخوږي د چا په سترګو كې نه برېښي، د كوم ناروغه پوښتنه كول، ورتلل خو پرېږده چې په ټيليفون هم څوك نه وزګارېږي چې څوك وپوښتي او د چا ښادۍ ته څوك چېرته وخت لري او كه ورشي هم، نو ځان پرې يو لوى احسان ګڼي. مينه او ښه اخلاق يواځې د شونډو پر سر دي، له چا سره ژمنه كول هسې يوه ټوكه ګرځېدلې، چا سره ستړي مشي، ناسته پاسته هسې تشريفاتي جوړ شوي دي او يا هم څه غرض يې په كې نغښتى وي. پخوا به چې د پښتون كور ته هر چا پناه يوړه، نو به ځان ورته پرې مغروره ښكارېده او خپل سر به يې لومړى پرې اېښوده، وروسته به يې هغه خپل برخليك ته پرېښوده. خو نن پښتون په رڼا ورځ د څو پيسو په بدل كې د بل پښتون پر سر اسره نه كوي، پاتې يې له ځانه سره ساتل. پخوا به چې د چا كره د څه روغې جوړې په خاطر جرګه لاړه، نو به يې چې هر څه پرېكړه وكړه، هيچا دومره ځواك نه درلوده چې سرغړاوى ترې وكړي، چا به چې د مرستې غوښتنه وكړه، هر چا ته به غيرت ودرېده او ورته به يې په هماغه شېبه ځان رساوه، كه څه هم خپله به يې بلا كارونه درلودل، خو دغه شېبه به ورته پښتو مخې ته كېدله. خو نن دغه هر څه په غوڅ ډول بايد ووايم چې اپوټه شوي دي. خو پر دې ټولو سربېره، عمده او مهم لاملونه چې نن سبا د پښتو د وركېدو لپاره ستر ګواښونه دي او پرته كوم زيان او ستونزې دوام لري، يو دا چې هر چېرته چې پښتون دى، پرې د مرګ سيورى ګرځي، دا نور تفصيل ته نه ځو چې دا ولې ګرځي، هر څوك پرې ښه پوهېږي. بل د پښتو ژبې د وركېدو ستر ګواښ د بلې ژبې تبليغ كول دي او هغه هم بدبختانه نن سبا هغه پښتون ليكوال، ژورنالېست او.... ځان ته يو څه وايي، د څو انو ټكو په بدل كې ښكارېږي. د بلې ژبې پياوړي كېدل او د هغې لپاره له تبليغ څخه مې موخه دا ده چې نن سبا يواځې او يواځې هغه ژورنالېستان او ليكوالان چې په نړيواله كچه كار كوي، هڅول كېږي چې له دغې په لارې په ټولنه كې د هندي فلمونو او ډرامو غوندې د نورو ژبو محبوبيت هم رامنځته كړي او په دې ډول د پښتو ژبې د بنسټ ورانولو ته اړم دي چې دغه كار ما په خپلو سترګو ليدلى، ځكه ووېرېدم او له خولې مې دا چيغه ووته چې: هلئ! پښتو سر خوري. شفېع الله تاند
Halay Pakhto Sar Khori By: Shafiullah Tand - بېرته شاته