(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اوربشی ، اینځر او کافور

اوربشی

اوربشو ته په عربۍ ژبه کښې شعير او په انګريزى کښې بارلی وائي ـ اوربشې به دَ رسول الله ډيرې خوښې وې ، دا به ئې کله دَ ډوډئې په شکل کښې ،کله د دلو په شکل کښې اوکله د ستوانو په شکل کښې استعمالولې ـ عربو کښې اوربشې عاموخلقو هم ډيرې خوښې وې ـ د مسجد نبوى په دروازه کښې به يوې زنانه د جمعې په شپه چقندرو او اوربشو ديګ پخولو او دا به ئې د جمعې د مانځه نه پس خرڅولو ـ د صحابو دا خوراکه ډيره خوښه وه او د دې دپاره به ئۍ د جمعې د ورځې انتظار کولو ـ
اوربشې چه په هر شکل کښې وي ډير زيات طبي اهميت لري ـ مسکنې دي ، د وجود نه غير ضروري ګرمى لرې کوي ـ - څوک چې د اوربشو ډوډئې خوري دَ هغوى به هيچرې يرقان نه کيږي ـ يرقان کښې اوربشې يو بهترين خوراک دی ـ د وجود نه حرارت غيرسه اوباسي ـ دَ ځيګر غير ضروري حرارت ختموي ـ - معده اعتدال ته راولي ـ حضرت عائشه رضى الله عنها فرمائي چه کله به هم د رسول الله کور کښې څوک ناجوړه شو نو د هغه دپاره به د رسول الله د حکم مطابق د اوربشودل پخيدۀ ولې چې رسول الله فرمائيل به چه دا دَ ناجوړه زړۀ نه غم لرې کوي ـ دا کمزوري داسې لرې کوي لکه وُبۀ دَ مخ نه خيری ـ اوربشې کمزوري لرې کوي ـ توان طاقت زياتوي ـ قوت مدافعت زياتوي ـ دَ رسول الله صل الله عليه وسلم په کور مبارک کښې به يو خوراک پخيدو هغې ته به ئې تلبينه وې ـ دا به د هر ناجوړه دپاره پخيدو ولې چه دا نه يواځې خوراک وۀ بلکه دې د دورملو کار هم ورکولوـ تاسو تپوس کولی شئ چې تلبينه څه شی دی ؟ چې اوربشې دل کړی شي او بيا دغه دل په پيو کښې پاخه کړی شي او د خوراک په وخت په دې کښې شات واچولی شي نو د دې دريو غذاګانو دې مجموعې ته په عربئ کښې تلبينه وائي ـ دا تلبينه يو جنرل ټانک دی ـ دا د مريض د کمزورۍ لرې کولو دپاره کافى شافي خوراک دی ـ زود هضم هم دی او ساده هم ـ دَ تلبينې درې واړو توکو ته که اوکتی شي نو درې واړه توکي د صحت دپاره خاص اهميت لرى ـ اوربشې د رسول الله خوښې وې او کوم شی چې د رسول الله خوښ وي هغې کښې د جسمانى او روحانى دواړو صحتونو اهتمام وي ـ پئ د هر ماشوم ړومبۍ غذا ده ـ دا دَ ژوند بنيادي توکی دی ـ د شاتو ستائنه خو قران مجيد کښې شوې ده فيه شفاء للناس ـ که مونږ د طب نبوي په رڼا کښې د تلبينې استعمال شروع کړو نو يقين دی چې زمونږ د صحت ډيرې کړمې به هوارې شى ـ دَ اوربشو نه پئ هم جوړيږى او ستوان هم ـ اوربشې ، بټې او ستوان داسې ټکي دى چې د پښتو ژبې او ادب زينت پرې هم قائم دی ـ پښتانۀ چې چا ته دعا کوي نو وائى د ژوند اوربشه دې ډيره شه او چې د ځنو حقيقتونو څرګندونه کوي نو وائي چې بټې کوی مولئ به زغمی او ستوانو سره شيپلى نه شي والی يا به ستوان خوری يا به شيپلۍ وهې ـ ستوان به د رسول الله صلى الله عليه وسلم ډير خوښ ووـ ځنې وخت خو به ئۍ روژه هم په ستوانو ماتوله ـ د ترمذى او ابن ماجه د روايت مطابق د خېبر د فتح نه پس چې رسول الله حضرت صفيه سره نکاح اوکړو نو د وادۀ په سبا ئۍ حضرت انس بن مالک ته اوفرمائيل چې خلق وليمې ته راوبلي او په وليمه کښې کجورې او ستوان پيش کړی شوـ د بخاري شريف د روايت مطابق د کجورو ، کوچو او ستوانو نه حلوه جوړه کړی شوه او ميلمنو ته پيش کړې شوه ـ اوربشې د جسمانى کمزورۍ نه علاوه د ټوخى دپاره هم ښې دي ـ دې سره د مرۍ سوزش ختم شي ، د معدې سوی هم ختم شي ،د بدن نه غلاظتونه اوځي ـ اوربشې مدربول دي ـ تنده ماتوي ، غير ضروري تنده نه لږى ـ مسکنې دي ،طبيعت کښې فرحت پيدا کوي ـ غم لرې کوي ،فکرونه ختموي ـ زړه کښې سکون پيدا کوي اؤ اندېښنې ختموي ـ ډپريشن لرې کوي ـ بلډپريشر ځائې له راولي ـ د شوګر مرض پيدا کيدو ته نه پريږدي ـ قوت مدافعت زياتوي ـ څوک چې اوربشې خورى د زړه دوره پرې نه راځي ـ هيچرې به ئې يرقان کيږي ـ هېپي ټائټس بي او سي ورته هډو نيزدو نشي راتلی ـ دَ زړه بوجهـ لرې کوي ـ څهره کښې ښائيست او ښکل والی پيدا کوي ـ څرمنه کښې تازګي او شګفتګي راولي ـ بنده مړاوی نه ښکاري ـ ګيډه کموي ـ بدن مضبوطوي ـ زر هضميږي ـ صالحه وينا پيدا کوي ـ وينه کښې اعتدال راولي ـ د وينې ټينګوالی لرې کوي ـ د بدهضمۍ لرې کولو لپاره د غذا او دواء دواړو کار ورکوي ـ حکيمان وائي چې د اوربشو اوبه د اوويا بيمارو علاج دی ـ سير اوربشو کښې پنځه سيره وُبۀ واچوه په اور ئې کېږده چې اوبه نيمې پاتې شي ، چاڼ ئې کړه او پکښې لږ شان شات واچوه ، دا وُبۀ د هغه اوبو نه ډيرې زياتې سود منې دي چې بازارونو د بارلی واټر په نوم خرڅيږي ـ

اينځر

اينځر د جنت نه راغلې ميوه ده - د طب نبوي يو اهم توکی د ی او انسانى صحت دپاره ډير لوئې اهميت لري - د اينځر ذکر نه يواځې احاديثو کښې راغلی بلکه د قران مجيد يو پوره سورت د دې ذکر سره شروع شوی دی ـ چونکه اينځر ته په عربۍ کښې تين وائي ځکه د سورة نوم هم سورة التين اېښودی شوی دی - دا د قران پنځه نوى نمبر سورة دی ـ دا يوه رکوع او اته ايتونه دي ، مکه کښې نازل شوېدی چې ترجمه ئې دا ده :
قسم دی په اينځر او په ښونۀ . او په طور سينا. او په دې امانت ګر ښار. مونږ انسان په ښۀ معتدل شکل کښې پيدا کړو . بيامو دَ بدعمل په وجه د لاندې نه لاندې درجې ته اوغورزولو. خو څوک چې مومنان دى او نيک کارونه کوي نو هغوئ له داسې بدله مقرره ده چې ختميدۀ بۀ ئې نه وي . د دې نه پس کوم څيز تا دين دروغژن ګنړلو ته اماده کوى . آيا خدائې د ټولو حاکمانو دپاسه حاکم نۀ دی ؟ په حديث شريف کښې راغلي دي چې د دې ايت د لوستونه پس دا جمله وئيل پکار دي : ( بلى ونحن على ذلک من الشاهدين ) د دې مطلب دا دی چه خدائې د ټولو حاکمانو نه لوئ حاکم دی او مونږ په دې ګواهان يو- د اينځر د دې اهميت نه پس به اوس د اينځر په طبى اړخونو خبره وکړو. زمونږ د ګران هيواد په هنزه او چترال کښې د ډير اعلى نسل اينځر پيدا کيږى ـ د چترال اونې کال کښې دوه ځله ميوه کوي د دې اينځر لږ سپين وي ـ چونکه د اينځر ميوه ډيره نازکه وي نو ددې د طبى اهميت لکه بله دا وُچولی شي او طبيبان د دارو په حيث هميشه د اوچ اينځر د خوړو تجويز کوي. رسول الله صلى الله عليه وسلم د اينځر دوه غټې فائدې ښودلي دي ـ يو داچې دا بواسير ختموي بله داچې د جوړونو درد کموي . بواسير يو موذي مرض دی ـ د دې درې سوبونه دي - په يو ځائ ناسته ، قبض او د معدی تبخيرـ د دريو واړو څيزونو سره په رګونو دباؤ زيات شي ـ دې کښې غوټې پيدا شي، دغه غوټې کله دننه وي او کله بهر.کله ترينه وينه ځي او کله اوچې وي ، صرف پړسيدلې وي - دواړو حالاتو کښې بنيادم ته ډير تکليف وي . اينځر معده کښی هوا پيدا کيدو ته نۀ پريږدى . قبض ماتوي . د چاچې بواسير زيات وي ، نو سحر دې د شاتو شربت سره په نهره پنځه شپږ دانې اينځر خوري ـ دائمي قبض د اينځر خوراک سره بيخي ختميږي . که چری غوښه باندې ټکيدلی اينځر اولګولی شي نو غوښه ډير زر پخيږي او بادي ترې هم لرې شي . بلډ پريشر کښې هم اينځر سودمنددی ولې چه د رګونو نه غټ والی لرې کوي وجود کوټلی کوي . بوډا والي کښې چه په وجود کښې د ګوزن اثر راښکاره شي نو په دې بيمارئ کښې اينځر د اکسير درجه لري ـ د زړه دوره چه په چا راځي ، که هغوئ د طب نبوي د کجورې او د کجورې د هډوکي په يوځائ د ټکيدو نسخه استعمال کړي او ورسره د اينځر استعمال هم اوکړي نو ډيره فائده لري ـ کجوره سحر په نهره اينځر ماځيګر په تشه ګيډه چې اوچ اينځر په تيغنه وريت کړې او بيا ئې اوړۀ کړې ، دغه سفوف چې په غاښونو لګوې نو غاښونه صفا کوي داغونه لرې کوي او اورئ مضبوطوي ـ کوم ځائ چه تازه اينځر موجود وي دا نچوړ کړۍ او د دې دغه پاڼې په بواسيرو اولګوې نو غوټې پريوځي. د کومو کسانو چې ګيډه راوتې وي ، د ناستې په وجه يا د ډير خوراک په وجه نو چې د اينځر استعمال شروع کړي، ګيډه به ئې وړه شي يعني خپل ځائ له بۀ راشي.اينځر د خولې زخمونه ښه کوي ـ د دې په برکت باندې د ګردو او تريخي نه کانړي راوځي. د چا چې په تريخى کښې کانړې وي اپريشن کول نۀ غواړي نو کلونجي او کاسني سره سره دې سحر په نهره شپږ دانې اوچ اينځر خوري - دوه مياشتو کښې دننه دننه به کانړی راوځي، سوزش به ختم شي او مريض بۀ روغ شى. د ملخوزو تخم او اينځر چه اوبو کښې اويشوې او دغه رس ټينګ شي ، دې کښې چې شات ملاؤ کړې نو ټوخی لرې کوي او دمه کښې ارام راولي . د اينځر استعمال سره د حيض وينه زياتيږي ـ د چا چې په جامو کښې تکليف وي نو دې سره ښۀ کيږي . څهره کښې ښکلا راولي - هر قسم شی چې دې او خوړو او ورپسې دې اينځر اوخوړو نو دا هاضمه راولي او خوراک بدن ته فائده ورکوي . اينځر د شوګر مريضانو له هم فائده ورکوي . د زمزم اوبۀ د شوګر او بلډ پريشر شافى علاج دی

کافور

د دوه کونو سردار امام الانبيا حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په ارشاداتو کښې چې د تندرستۍ قائم ساتلو،د بيمار و خلاف د قوت معدافعت پيدا کولود ناجوړتيا ګانو د مخنيوى او علاج پحقله کوم هدايات موجود دي ، د طب په تاريخ کښې دهغې ثانى نشته ـ په دې کښې هيڅ شک نشته چې رسول الله څۀ هم فرمائيلي دي ، هغه د الله پاک د حکم مطابق دى سوره نساء کښې الله پاک فرمائي: اسلام دَ پاکۍ دين دی ، پاکيزه دين ـ دَ الله پاک ساک خلق خوښ وي ـ پاکى په دوه قسمه ده : ظاهري پاکي ، باطني پاکي قران مجيد د رحمت او شفا ذريعه ده خو د هغه چا دپاره چې باور پرې لري ـ د قران نه هدايت د الله پاک په فضل او د رسول الله د قول او فعل په رڼا کښې حاصليدی شي ـ حضور به شات استعمالول او چرې ناجوړه شوی نه وۀ ـ کافور هم د هغه مفرداتو نه دي چه ذکر په قران مجيد کښې راغلی دی ـ کافور په دوه قسمه دي يو قدرتى کافور او مصنوعى کافور ـ کافورد امروزه ژوند د عام استعمال شی دی ـ زنانه خپلې قيمتى کپړې د خرابيدو نه د بچ کولو دپاره صندوق کښې د کافورو ګولۍ ږدى او ددې کافورو په برکت قيمتى جامې د چينجو د وهلو نه بچ شي ـ د کافورو وُنې چاپان ، چين ، فارموسا او بورينو سره په هند کښې هم شته ـ طب يونانى چې د کومو کافورو ذکر کړیدی ، دا قيصورى کافور نوميږى ـ دا د ډلو او قلمونو په شکل کښې وي ـ يو بل کافور بهيم سينى نوميږى او دا جاوا سماټرا او شرق الهند پيداوار دی ـ د کافور اونه چه د پنځوسو کالو د عمر نه واوړي نو بيا د دې د سرانګونه کافور حاصلولی شي ـ ړومبى جنګ عظيم کښې جرمنى د تارپين د تيلو نه مصنوعى کافور جوړ کړه او اوس هم دامصنوعى کافور بازار کښې خرڅيږى ـ کافور مفرح دي ـ کافور مقوي قلب دي ـ کافور دافع تعفن دي ـ دق سل ټي بى او پړپوس کښې پيدا شوب زخم دپاره مفيد دي ـ تنده هم لرې کوي ـ د ځيګر سوزش هم ختموي ـ دستونه بندوي ـ خوب راولي ـ خو دا ياد ساتل پکار دي چه بغير د معالج د مشورې نه پخپله د دې خوراک نه دی پکار ـ کافورمسکين دى ځکه دا د هغه ټولو پوډرو او مرهمونو جزدی چه د ګرمۍ د دانو د مخنيوى يا علاج دپاره استعمالولی شي ـ امرت دهارا ، ست پودينه ، ست اجوائن ، ست کافور ،جديد مرهم رنګ اکسائيډ لس ګرامه ، کافور لس ګرامه + ويسلين سل ګرامه ـ دا خبره د ياد ساتلو ده چه کافور د رتئ نه کم مقدار کښې محرک او د رتئ نه زيات مقدار کښې د باه دپاره نقصاني دي چې مزاج ئۍ د وړاندې نه يخ وي ، هغوى له کافور استعمالول نه دي پکار ـ جديد مرهم : که په وجود چرته دانې راختې وي نو چې جديد مرهم پرې اولګوې نو خارښ لرې شي ـ چې سر کښې د ګرمئ په وجه درد وي نو چه د دڼيا اوبو کښې کافور ګډ کړې دا په تندى اومږې نو دَ سر درد لرې شي ـ دَ کيميائي تجزئې نه داخبره ثابته شوېده چې ادرک ، دالچينى ، رجان خولخان لاچى وغيره کښې هم د کافور اجزاء موجود دي او د دې هم کافور جدا کيدی شي ـ کافور داروګانو او خوشبو ګانو کښې استعمالولی شي ـ مونږ د مړي په مخ باندې کافور مږو او عود ورته لوګی کوؤ ـ د دې مقصد يو خو دا خوشبو ده ، بلخوا د چينجو او تعفن مخنيوی دی ـ پټ پوډر ، ټوتهـ پيسټ او نورو پوډرو کښې کافور عام استعماليږي ـ د کافوربوئيولو سره په پوزه راماته وينه بنديږى ـ د پښتنو قامی سنګر ـ - بېرته شاته