(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ملنګ جان يو عوامي ملي شاعر

دپښتو سندريز شعر او ادب زمو نږ د ټبر يو مهم تخنيک دی چې زمونږ لرغونو او تاريخي شاعرانو په همدغه لړ کې خپل تا ريخي الها مات دمحيط او بشر په ژبه څر ګند کړي دي. زمونږ دملي شاعرانو خپل تا سيرات او احساسات دملي آوازونو په قا لب کې داسې ځای کړي دي چې دسندر غا ړو په ژبه دساز او سرود سره خلکو ته رسيږي ، همدغه دليل دی چې زمونږ شفا هي ادبيات له پخوا زمانونه تر اوسه پورې دخلکو په زړونو او ازها نو کې به سبت او هيڅکله به هير نشي. عا ميانه شاعرانو زيات زحمتونه ګاللي دي يعنې د ملنګ جان تر وخته پورې زيات پړاونه وهلي دي ، ډيرې تجربې يې طی کړيدي ، ډير مو ضو عات يې پخپله غيږه کې ځای کړيدي او ډير اهنګونه يې خپل کړي دي ،خو کله چې ملنګ جان پر دې ډګر ور ګډشو ،نو عا ميانه شاعرۍته يې هم دتر نګ او داهنګ له مخې او هم دموضوع او محتوا له مخې نوی خوزښت او تحريک ورکړ. ملنګ جان دپښتو په عا ميانه شاعرۍ کې دژور سياسي شعور او لوړ ملي احساس په درلودلو سره ضد موضوعات طرحه کړل اوپه پارونکو او هڅو نکو اهنګونو کې يې خپل ولس اوملت ته ورسول ،دده نغمې او ترانې اوس ورسره زمزمه کړي ،ورسره غبرګې کړي او په لرو بر پښتنو کې يې نه سړ يدونکې چيغې اوهنګامې تودې او ولاړې کړي او خوږې نغمې يې دتل لپاره خو ږې پا تې شوي څرنګ چې دپښتو عا ميانه شا عرۍ معمولاً نالوستو شاعرانو کړې ، نو ځکه د دوی دشا عرۍ هر درک په ليدنو ولاړو ،خو ملنګ جان د خپل وخت ضد سيا سي مسا يل او جر يانو نه په ډيره ساده او روانه ژبه کول او ولس ته يې رسول او دادپښتو په ټوله عاميانه شاعرۍ کې دده امتياز و او همدا امتياز دی چې مونږ دپښتو په عاميانه شاعرۍ کې دنوي تحرک اوخو ځښت را منځ ته کوونکی بللی او دحاس حماسي شاعر لقب ورکړ شوی. ارواښاد استاد قيامالدين خادم پخپل کتاب (النبوغ او عقبر يت )کې ملنګ جان يو نا بغه بللی دی .ځکه ده ذده کړې نه دي کړي ،خو درک يې ، احساس او شاعرانه استعداد يې په خلايي تو ګه څپانده ، ځلانده او خو ځنده و . دی ځوان و شاعري يې ځوانه وه ،ډيره هيله يې لرله چې دپښتو په عا ميانه شاعرۍ کې نورې زياتونې وکړي او نوره ګټوره پا نګه را منځ ته کړي ،خو نا څا په مړ ينه او ځوا نيمر ګۍ نه يواځې دی ځوانيمرګ کړ بلکې د ده شاعري يې هم ځوانيمرګه کړه ،او پښتني ټو لنه يې ديو داسې څپانده استعداد او نا بغه شاعرۍ له نعمت نه محرومه کړ ،چې دپيړۍ تيريده به هم داتشه ډکه نه کړي. - بېرته شاته