(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د بدرمنير پۀ مړينه د پـښتو فلم يو ځلانده باب وتړل شو

ورمه ورځ یعنې داکتوبر پۀ يولسمه نيټه غرمه د بيلا بيلو مطبوعاتو له خوا خبر خپور کړى شو چې د پښتو فلمونو تکړه هنرمند بدرمنير دخپلې ناروغۍ له امله د اسلام اباد پۀ يو روغتون کې ساه ورکړه. انا لله و انا اليه راجعون. بدرمنير دپښتونخوا سوات سيمې دمدين پۀ يو کلي شاګرام کې پۀ کال نولس سوه دوه څلويـښتم کې پۀ يوه مذهبي کورنۍ کې سترګې پرانستې وې او پلار مولوي ياقوت خان ئې دکلي جومات کې امام وو . بدرمنير چې کله د ګټې وټې عمر ته ورسيدو نو د نورو يو شمير پښتنو بې وزله ځوانانو پۀ څير ئې د روزګار پۀ لټون خپل پلرني ټاټوبي سره خدائې پۀ اماني وکړه او د کراچۍ ته لاړو ترڅو هلته محنت مزدوري وکړي او د کور نورو غړو ته ډوډۍ پيدا کړي . دا هاغه وختونه وو چې کراچۍ ښار کې هم د لاهور پۀ شان فلمي سټوډيوګانې فعاله وې . بدرمنير ته پۀ دغه رقم يوه سټوډيو کې د کار زمينه برابر شوه او وظيفه دا وه چې کوم وخت به د فلم عکاسي ( شوټنګ) کيده نو نوموړي به رڼاګانې ترتيبولې . که څه هم بدرمنير دومره لوستى بنده نۀ وو خو ولې د خپل کار سره د مينې او سټوډيو کې دننه ټولو همکارانو سره د خلوص او دوستۍ پۀ وجه بدرمنير ډير زر د ټولو مشرانو کشرانو او ښځو سړو د سترګو تور شو. پۀ خندا خوشحالۍ وختونه تيريدل چې دپښتو ژبې نوميالي شاعر علي حيدر جوشي ارده څرګنده کړه چې دى د پښتو فلم جوړول غواړي . خدائې بخښلي علي حيدر جوشي د فلم لپاره قيصه او سندرې وليکلې او نوم ئې ورله يوسف خان او شيربانو خوښ کړو کوم چې د پښتونخوا يو فولکلوري داستان دى . کال نولس سوه اويايم کې چې علي حيدر جوشي د فلم جوړولو لپاره د عملي ګامونو پورته کولو پۀ غرض سټوډيو ته ورغلو نو فلم کې د ټولو کردارونو لوبونکي هنرمندان ئې خوښ کړل دپښتو ددې ړومبي فلم ډائرکټر عزيز تبسم وو. بدرمنير هم پۀ کې د رڼا اچونکي (لائټ مين) پۀ حيث شامل شو . علي حيدر جوشي خپله يوه مرکه کې وئيلي وو چې کله د يوسف خان او شيربانو فلم عکاسي پيل شوه نو د يوسف خان کردار لوبونکي هنرمند د اداکارۍ څخه زۀ مطمئن نۀ وو او ما به اکثره ليدل چې بدرمنير هغۀ ته د کردار لوبولو چل ښائي نو ما فکر ووکړو چې بدرمنير دۀ ته اداکاري ښودلى شي خپله ئې هم کولى شي او ما فيصله وکړه چې ددې فلم د يوسف خان کردار به دغه ځوان بدرمنير لوبوي . کله چې ما دغه خبره وکړه نو د بدرمنير پۀ شمول ټول حيران وو خو ما پۀ منت زارۍ بدرمنير دغه کار ته چمتو کړو. بدرمنير ددغه واقعې پحقله خپله يوه مرکه کې پۀ ټوقو ټوقو کې وائي چې استاد علي حيدر جوشي سره به هر وخت پۀ بډه تماچه وه او چې ما د يوسف خان د کردار لوبولو څخه انکار ووکړو نو استاد تماچه راوباسله او ماته ئې ووئيل چې دغه کار کوې او کۀ نه . يوسف خان او شيربانو د خپل وخت يو کاميابه فلم ثابت شو او د فلمونو ناقدانو فلم کې د ټولو کارکونکو کار وستائيلو . يوسف خان او شيربانو د پښتو ژبې ړومبى فلم وو چې دې لړ کې ئې د نورو پښتو فلمونو جوړولو لپاره دروازې پرانستې. او ورسره بدرمنير هم د لائټ مين نه اداکار کې بدل شو . ددې نه پس بدرمنير ادم خان دورخانۍ، اوربل، باغي، ديدن، کوچوان، ميرنى ورور، خانه بدوش، ټوپک زما قانون، دهقان، ناوې د يوې شپې او يو شمير کاميابه فلمونو کې بنسټيز کردارونه ولوبول . ارواښاد بدرمنير پښتو فلمي صنعت ته دومره زړۀ پورې ، ګټه ور او کاميابه فلمونه ورکړي دي چې دا کرښې توان نۀ لري چې ټول ياد شي البته دومره وئيلى شو چې د بدرمنير د فلمونو شميره د اووۀ نيم سوو څخه جګه ده چې پۀ کې پنځۀ اتيا داردو ژبې، يو ديرش د پنجابۍ، يولس دسندهۍ او يو د هندکو ژبې فلمونه هم شامل دي. راروانو وختونو کې چې څوک هم د پښتو پۀ فلم څيړنه کوي نو بدرمنير ته ځانګړى مقام او حيثيت ورکوي ځکه چې د خدائې بخښلي بدرمنير د ذکر نه پرته به دغه څيړنه د قبوليت وړ نۀ وي. بدرمنير سره زما فقط يو ځل ليدل کتل شوي دي او هغه داسې وو چې قريباَ پنځلس کاله اګاهو نولس سوه درې نوي کې زۀ او نوموړى يو پرواز کې برابر شو. پرواز د کراچۍ نه ماسکو ته وو . زۀ د خپل تحصيل لړ کې او هغه روسيه کې د يو فلم جوړولو سلسله کې ماسکو ته روان وو. الوتکه کې يا خو پښتانۀ محصلين وو چې روسيه کې ئې درسونه وئيل او يا هم روسيان . اردو ژبي يو څو کسان هم موجود وو. الوتکه چې د کراچۍ هوائي ډګر نه پورته شوه نو لږه شيبه پس بدرمنير ښکاره شو، هر تن ته به ئې غاړه ورکوله او خوشحاله وو چې الوتکه کې زيات شمير د پښتنو دى. روسۍ فضائي کوربنې به هغه منعې کولو چې الوتکه کې د داسې ګرځيدو اجازه نيشته خو ولې هغۀ به زمونږ پۀ خلې د هغې د قانع کولو هڅه کوله چې دى پريږدي چې خپلو پښتنو وروڼو سره خبرې اترې وکړي. مونږ ټول الوتکه کې د هغۀ نه ګير چاپير ناست وو او د هغۀ نه مو د هغۀ د ژوند او فن پۀ اړه پوښتنې کولې. ما ترې تپوس وکړو چې د پښتو فلمونه شمالي او جنوبي پښتونخوا، افغانستان، يو شمير عربي هيوادونو او اروپائي ملکونو کې پښتانۀ ګوري او خوښوي ئې خو ولې فلمي سټوډيوګانې ټولې لاهور کې دي نو څۀ وجه ده چې يوه سټوډيو پيښور، کوټه، جلال اباد يا کابل کې تر دې دمه نۀ ده پرانستل شوې . بدرمنير ددې پوښتنې ځواب کې ووئيل چې زمونږ پښتنو فلمي هنرمندانو لپاره دا يوه لويه ستونزه ده چې د پيښور نه ورکوټي غوندې کار لپاره هم مونږ لاهور ته پۀ تګ مجبوره يو او يا هم د زيات کار پۀ وجه لاهور کې پۀ مستقله توګه استوګنه اختيار کړو. هغۀ زياته کړه چې فلم سټوډيو جوړول د يو هنرمند د وس کار نۀ دى البته کۀ يو پښتون سرمايه دار يا د شتمنو پښتنو يو ګروپ وغواړي نو دغه کار ګران نۀ دى او ګټه به ئې د پښتو فلمي صنعت سره سره دغه سرمايه دار هم اچتوي. د افسوس مقام دى چي د دومره اوچتې کچې د هنر مند پۀ تلين د پښتو ټي وي چينلونو، راډيوګانو او ورځپاڼو بدرمنير ته هاغه رقم ځائې ورنکړو کوم چې ددۀ د فني خدماتو حق وو البته د امريکا غږ ډيوه راډيو خبريال ميا فاروق فراق چې د وحدت ورځپاڼې هم يو تکړه ژورنالست دى پۀ عاجله توګه د پيښور څخه لاهور ته لاړو تر څو د ډيوه راډيو اوريدونکو او د وحدت لوستونکو ته د بدرمنير د فني خدماتو او ددۀ د جنازې د مراسمو پحقله نيغ پۀ نيغه معلومات ورکړي . ډيوه راډيو د ستائنې وړ ده چې پۀ يولسم اکتوبر ئې نۀ يوازې خپلو خبرونو کې د بدرمنير پۀ مړينه ځانګړي خبرونه خپارۀ کړل بلکې د شپې د نهۀ نه تر لسو بجو بله ډيوه او د يولسو نه تر دولسو بجو شپه مو پۀ خير پروګرامونه ئې ټول پۀ ټوله د بدرمنير فني او کلتوري خدماتو ته وقف کړل چې پۀ کې د لاهور نه يو شمير هنرمندانو او بدرمنير سره مينه لرونکو خبرې اترې وکړې . لاس پۀ دعا يو چې لوئې خدائې دې د بدرمنير پۀ قبر رڼا او دۀ ته مغفرت وکړي او ددۀ پسماندګانو ته دې پۀ دې لوې زيان د صبر توفيق ورکړي. امين de Badar Muneer pa mrena de Pakhto Film yau Zalanda Bab wa taral sho By: Leekwal au jornalist Mr. Madasar Shah - بېرته شاته