(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپښتونخوا صوبی خاموش اکثرېت خوځېدلى او متحرک شوېدى

28.09.2008:د پاکستان د ډان ورځپاْڼه لېکى چې دپښتونخوا صوبی خاموش اکثرېت خوځېدلى او متحرک شوېدى. هغوى له تېرو څوکلونو راهېسى د خپلې سېمى د تباهى اوبرباد ننداره په درد او خواشېنى زغمله او س هغوى د عمل مېدان ته راوتلى دى. د پاکستان د ډان ورځپاڼه لېکى، داسى معلومېږى چې دپښتونخوا صوبی خاموش اکثرېت نور خاموش نه پاتې کېږى اوراپارېدلى دى. دغو خلکو دڅو کلونو راهېسى د خپل ماحول خرابى او شاوخواته وسله والې نښتې په ډېرغم او درد وزغملې. ددغې سېمى درې او ژور سېندونه اوس د جګړې په مېدان بدل شوېدى. کورونه پکى وران شوېدى، کښتونه او کروندى ېې خرابى دى او دوکانونه ېې ېا بند او ېا خراب دى. ددغې سېمى دقبېلوى خلکو د ژوند شېان اوکاروبار ګډوډ شوېدى. ددغو خرابېو له امله په سوونو زره ښځې، ماشومان اونارېنه له خپلو کورونو او کلېو نه وتلى دى او دداخلى مهاجرو په څېرپه نورو ځاېونو کې ژوند کوى. که څه هم له غوسى نه ډک دى خو دغه قبېلوى خلک په دې کې پاتې راغلل چې کوم اقدام وکړى. دا خلک د سخت درېځو طالبانو دبې رحمى په سبب، ددغى روحې تاثېر لاندى وو چې هغوى ته شکست نشى ورکول کېدلى. خو سره له دې هم داسى ښکارى چې بدلون راروان دى. ډان لېکى چې ددوى ېو ېو خبرېال له لنډي کوتل نه خبر ورکوى چې د پنجشنبى په ورځ ددغې سېمى قبېلوى لښکر نهه تنه افراطېان نېولى دى اوهغه ملا امام ېې را خوشى کړ چې طالبانو برمته کړى و. هغو کسانو چې په دغه کار کې برخه اخېستى وه او ملا امام ېې له طالبانو نه راخوشى کړېدى هغوى دملاګورو دقبېلى خلک دى. په دې برخه کې دا ېواازېنى اقدام ندى. دپښتونخوا صوبی په باړه تحصېل کې دکالاخېلو قبېلى هم ېو لښکر جوړ کړېدى او هغو کسانو ته ېې چې طالبانو ته د سېب ځاېونه برابروى خبردارى ورکړېدى چې که داکار ېې وکړ نو کورونه به ېې وران شى او پنځه ملېونه روپى به جرېمه شى. په باجوړ کې چې د جګړې مهم مېدان دى داوتمانخېلو او سالارزېو قبېلى خلک په ښکاره ډول دافراطېانو خلاف راوتلى دى او دقبېلوى عنعناتوسره سم ېې دافراطېانو خلاف جدى اقدامات ددې لپاره کړېدى چې له ترهگرانو نه ځانونه خلاص کاندى. په همدې شان په دېر، باجوړ بونېر او شبقدر کې هم اقدامات روان دى. د ډان ورځپاڼه لېکى چې په ٢� � ٣ مېلادى کال کې هم ېو شمېر قبېلوى مشرانو هڅه کړې وه چې د خپلو قبېلو خلک د افراطېانو خلاف ودروى خو دا مبارزه ځکه ناکامه شوه چې حکومت ېې طرفدارى کوله. خو داځلې د قبېلوى خلکو خپل ابتکار دى ځکه چې هغوى ولېدل چې ددوې د ژوند په عنعنوى شکل باندى د داخلى او خارجى طالبانو له خوانه ېلغار شوېدى او غواړى چې بدل ېې کاندى. حکومت له دغه مثبت اقدام نه ګټه اخېستى ده او غواړى چې دهغو کسانو همکارى له ځان سره وساتى چې په قبېلو کې د طالبانو سره مخالفت لرى او غواړى چې له طالبانو سره مخالفت وکاندى او په خپلو سېمو کې امنېت راولى. د ډان ورځپاڼه لېکى ددې کار ېومهم علت دادى چې طالبانو په نظامى عملېاتو کې ډېر سخت زېانونه ولېدل. د ډان ورځپاڼه زېاتوى چې پکارده عملېات بې له کوم ځنډ نه په ډېر قوت سره دوام پېدا کاندى او دښمن ته د دمې او بېا ځان جوړولو فرصت ورنکړل شى. د روژى په مېاشت کې طالبانو د اوبواو کازو پاېپونه الوزولى دى او د برېښنا تاسېسات ېې خراب کړېدى. په دې کار باندى هغوى خلکو ته په ورځنى ژوند کې ستونزى او کړاوونه پېدا کړېدى، هغوى داکار ددې لپاره کوى چې د حکومت خلاف د خلکو احساسات راوپاروى. په دې اساس چارواکېو ته پکارد ى چې د مهمو تاسېساتو امنېت خوندى وساتى او په دې برخه کې د ځاېې خلکو همکارى هم لاسته راوړى. که چېرې حکومت په کوم ځاې کې عملېات کوى نو پکارده چې غېر جنګى او ملکى خلک له هغې سېمى نه واېستل شى او خلکو ته خبردارى ورکړل شى چې دهغوى دمالى او ځانى تاوانونو مخه ونېول شى. د ډان ورځپاڼه په همدى لړ کې لېکى چې په کراچى کې چې پولېسو په مشکوکو ترهګرانو پسى کوم عملېات وکړل نودى خبرى په رېښېتا سره دا څرګنده کړه چې دلته ترهګرى جرړى پېدا کړېدى خو دا جرړى دالقاعده په څېر نړېوالى ترهګرۍ نه راپېدا شوېدى. اوس په دې کې هېڅ شک نشته چې د ترهګرى ماشېن چې په پاکستان کې افراد او عام خلک په نښه کوى له هغه نه ډېر منظم دى چې څومره فکر کېږى. دا ماشېن په هروخت کې په هرهدف چې حمله کوى خپله ېې په خپله خوښه ټاکلى شى. په اسلام اباد کې دمېرېټ هوټل داوروستى بم چوونى د اکار په ښه توګه څرګندوى. د کراچۍ پولېسو على حسن چې مخکى ېې هم په کراچى کې بمونه چولى وو له خپلو نورو همکارانو سره ژوندى ونېو. - بېرته شاته