(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سوز د مينې مې قلم راپاروي

(یادونه: دا مضمون په 1382 لمریز کال په عقرب میاشتی په دویمه دجمعی په ورځ لیکل شوی) ديارلس څوارلس كاله د مخه، زه د افغانستان د ليكوالو د ټولنې د رياست مرستيال او منشي وم. يوه ورځ ښاغلى نصرالله حافظ، خوږ ژبى شاعر، راغى. چرت يې وران و. راته يې وويل: هغه د ډاكټر... مقاله دې لوستې ده؟ نور خو نور دا زه، ته او بينا صاحب يې په اولسي شاعرانو كې راوستې يو. ماوې: خير دى. ډېر فرق نه كوي. بلكه دا خو لاښه خبره ده. كه اولس يا ملت ما د خپل شاعر په توګه وګڼي او ومني، زه به د وياړنې خولئ آسمان ته وغورزوم. دا خو د يو شاعر لپاره لوى برياليتوب او لوړ مقام دى چې هغه ملي شاعر يا اولسي شاعر وي يا شي. هغه وويل: نه! هغه خو ليكلي دي چې شاعران په درې ډوله دي: (1)- د كتاب او ديوان خاوند كلاسيك شاعران. (2)- اولسي شاعران چې زياتره بې سواده دي او اميان دي. او (3)- د "نوي شعر" ويونكي شاعران. ما وې: دې خبرو پسې ډېر مه ګرځه!. هر څوك هر څه وايي اوليكي. ته خپل كار كوه! بس ښه شعرونه ليكه او وړاندې يې كړه! "شعر" څومره چې "شعر" وي او "ښه شعر" وي، هغومره يې مقام لوړ دى. په هر شكل او فورم چې وي. ما په غه وخت كې د حافظ د تسل او قناعت لپاره هڅه كوله، وروسته مې هم په دې موضوع باندې فكر كړى دى. او اوس هم وايم: دا تله او دا تيږه سمه او پوره نه ده چې څوك ووايي شاعران درې ډلې يا درې ډوله دي، كلاسيك، اولسي او نوي. بلكه كېداى شي چې شعرونه په ډولونو وويشو، نه شاعران. پښتو شعر، د فارسى او عربي په شان په عروضي وزنونو او بحرونو برابر شعرونه هم لري او پرته له هغه په اولسي آهنګونو برابر شعرونه هم چې ځينو شاعرانو په دواړو ډولونو او ځينو په يو ډول شعرونه ويلي دي. د "نوي شعر" خبره بېله او نوې ده. بله خبره داده چې هغه شعرونه چې دوى يې كلاسيك يا عروضي يا تحريري او ديواني شعر بولي هم په خپله ساحه كې مقيد نه پاته كيږي او اولسي ميدان ته راځي. هغه داسې كله چې د هغو شعرونو شاعر خپل كوم شعر راواخلي سندره ترې جوړه كړي، لگه موسيقئ سره يې ووايي، او خلكو ته يې واوروي، بيا نو هغه سندره "د اولس سندره" شي. او خپل هغه پخوانى هويت هم ساتي. لكه څرنګه چې يو "وزير" د خپل مقام په ساتلو د علومو د اكادمئ "غړى" يا بالعكس شي، هغه شعر په ديوان كې ديواني او په اولس كې اولسي شعر وي. فرانسوى ختيځ پوه جيم ډارمستر څه دپاسه يوه پيړۍ د مخه د خپلو فتخباتو (دپښتونخوا د شعر هاروبهار) ډير شعرونه له سندرغاړو څخه اوريدلى دي چې په هغو كې د خوشحال خان خټك او رحمان بابا شعرونه هم شامل دي. همدا اوس زمونږ سندرغاړي د خوشحال خان، رحمان بابا، حميد او نورو شعرونه هم وايي او د توكل، سيدكمال او ميرا هم يا د ملنګ جان، محمد نور، ګلستان، بهايى جان او عبدالخالق كندهاري شعرونه هم وايي او د نصرالله حافظ، سيد طاهر بينا، اميرحمزه شينواري اجمل خټك او غني خان هم. زمونږ د فارسي ژبې سندرغاړي هم اولسي څلوريزې او غزليزې سندرې وايي او هم د حافظ، جامي او بيدل غزل، د استاد سرآهنګ د زياترو سندرو غزل د ابوالمعاني ميرزا عبدالقادر بيدل دي. ما د تاجيكستان د علومو اكادمئ د فولكلور څيړنې په علمي مركز كې كتلي دي چې هغوى د حافظ، جامي، بيدل، خيام، كمال او نورو كلاسيكو استادانو د شعرونو سندرې، چې د هغې سيمې سندرغاړو (د هغوى په اصطلاح: حافظان خلق) اورولي او د هغو په ذريعه په اولسي محافلو كې مروج شوي دي، د خلكو د هنر په نامه د شفاهي ادبياتو په برخه كې ثبت كړي دي. د هغه مركز دانشمندانو به ويل: دا فرق نه كوي چې دغسې شعرونه، د لوى شاعر په ديوان كې د كلاسيك ادب په ذخيره كې ځاى لري. د هغوى په نظر داسې شعرونه د اشاعت دوه زمينې بيا مومي: (1)- كتاب، مطبوعات، ښوونځي، پوهنځي او كتابخونې. (2)- د خلكو حافظې، خولې، غوږونه، محفلونه او راډيو او تلويزيون. زموږ د دې زمانې د پښتو شاعرئ د استادانو: قيام الدين خادم، ګل پاچا الفت، او عبدالرووف بينوا غوندې شاعرانو زياتره شعرونه په پخوانيو فورمونو دي او يو څه شعرونه يې په اولسي آهنګونو هم ويلي دي. دغه استادان به په دې خوښيدل چې شعرونه يې كوم سندرغاړي ووايي او د دوى غږ د اولس غوږ ته ورسوي. ما په همدې مقصد د دوى شعرونه د بيسودو استاد محمد اسلم ته وركړي دي. د سليمان لايق ډېر شعرونه د استاد ناشناس او ښاغلي شاه ولى په آواز كې به د افغانستان راډيو تلويزيون څخه ډيرو خلكو اوريدلي وي. غلام رحمان جرار، عبدالله غمخور، نصرالله حافظ، سيد طاهر بينا، سيد محمد سلام بيدار، امان الله سيلاب، بهايي جان، بركت الله كمين، غني ګل، امان الله عندليب، رحيم جان جوهر، سيد مراد، عبدالرووف قتيل، ځينې نور ښاغلي او ستاسو خدمتګار، هم په پخوانيو فورمونو شعرونه ليكلي او هم په اولسي آهنګونو، او دا ټول لوستي او با سواده كسان هم دي. څو ورځې د مخه، ښاغلى الله نور سيلاب د خپل پلار، مرحوم امان الله سيلاب يو څو شعرونه ماته راكړل او ويې ويل: زه غواړم چې د خپل پلار د شعرونو يوه مجموعه چاپ كړم. ما دغه لاس ته راغلي شعرونه، د مضمون له مخې، په دوو برخو ويشل: (1) د ملي وطني او ټولنيزې محتوا لرونكي شعرونه يې، د نظريې ليكلو لپاره رشاد صاحب ته سپارلي دي او عشقي شعرونه يې دغه دي تاته يې سپارم او د څه ليكلو هيله لرم، ماته، د هغه دغه كار، څه نوى او عجيبه شانته ښكاره شو. ورته مې وويل: كه څوك څه ليكي بايد په ټول كتاب يې وليكي. كه دا يو تن وي، يا دوه تنه او يا زيات كسان. خو زه وپوهيدم چې ځوان دغسې پتيلې ده، او دا هم نوې خبره ده او ده به يو څه پكې ليدلي وي، نو ما ورسره ومنله. پاڼې مې ترې واخيستلې او بيا مې ولوستلې. په هغو كې داسې شعرونه هم وو چې ما له سندرغاړو څخه اوريدلي وو، داسې هم وو چې ما په خپرونو كې لوستي وو او داسې هم وو چې ماته نوي وو. او په دې پاڼو كې هم په اولسي آهنګونو شعرونه وو او هم په كلاسيكو فورمونو، د ښاغلي سيلاب د شاعرئ، په برخه كې، زه ايله اوس، نيمه پيړئ وروسته وپوهېدم چې نوموړى په دواړو برخو كې ښه شاعر دى. له ښه مرغه، هغه، د هر شعر په پاى كې د هغه د ليكلو ځاى او نېټه ليكلې ده. دا ښه كار دى. ځكه چې شاعر، د نورو په شان، د زمان او مكان په غېږ كې ژوند تيروي شعر وايي او په شعر كې د خپل چاپيريال ارزښتونه منعكس كوي او كه په خپله ونه غواړي هم د وخت جلوې يې په وينا كې ځليږي. ځكه چې شاعر هم د هر بل انسان په شان هغه څه وايي يا ليكي چې مخكې يې ليدلي يا اوريدلي وي. د ښاغلي سيلاب دغه شعرونه د (1331-1338 هـ ش) د هغه د شاعرانه قريحې د اتو كلونو زيږنده دي او تر هغه وروسته، نژدې د نورو شلو كلونو شعرونه يې پاته دي. چې بايد د ښاغلي الله نور سيلاب په جدي توجه را ټول او چاپ ته وړاندې شي. زه پخپله په (1331- 1334 هـ ش) كلونو په پښتو ټولنه كې د "زېرى" د جريدې چلوونكى وم او په كابل كې اوسېدم. ښاغلى سيلاب د 1331 د كب په مياشت كې د زده كړې لپاره په دارالقضات (د قاضيانو مدرسه) كې او درې كاله وروسته بيا د كابل په عربي دارالعلوم كې شامل شو اوپه كابل كې يې ژوند تيراوه. په همدې كلونو كې، ملي شاعر، ملنګ جان هم، له ننګرهار څخه كابل ته بلل شوى و، د سندرمارو شاګردانو ډله هم ورسره وه او په كابل راډيو كې يې د پښتو موسيقى د منتظم په توګه كار كاوه. د ښاغلي سيلاب د هغه وخت، يو لړ شعرونه، د ملنګ جان د شاګرد، محمد دين زاخيل كامه وال په ذريعه، د كابل راډيو څپو ته لار وموندله. د هغه شعرونه د كابل په چاپيدونكو خپرونو كې هم خپاره شول او ما به په زيرى كې هم خپرول. مونږ د زيري په جريده كې د "څومره او څنګه شعر؟" پوښتنه د اقتراح په توګه طرح كړې وه. لويو دانشمندانو ليكوالو: محمد ايوب خان اڅكزى، قيام الدين خادم، ګل پاچا الفت، صديق الله رښتين، سيداجان سيال، محمد ګلاب ننګرهارى، عبدالوكيل صداقت، محمد دين ژواك، غلام حضرت كوشان او نورو پكې برخه اخستې ده. په همدغه مهال ښاغلى سيلاب هم چې لا ځوان طالب العلم و، خپله يوه لنډه ليكنه راته راوړلگه. ما هغه ولوستله او په جريده كې مې د هغه له فوتو سره چاپ كړه. څرنګه چې په دې ليكنه كې، د شعر او شاعرئ په باب د ښاغلي سيلاب د ځوانئ د شاعري، يا د شاعري، د ځواني، په مهال، عقيده او نظريه څرګنده شوې وه، زه دا غوره ګڼم چې اوس يې يو ځل بيا د ښاغلي سيلاب د شعرونو درنو لوستونكو ته وړاندې كړم. د هغه د ليكنې عنوان و: (شعر او شاعري يا رنګين ګلشن) چې په ګډه به د هغه رنګينې پاڼې ننداره كړو: "د انسان د روح د تازه ګئ او خوشحالئ، بلكه د وجود د راحت او مسرت لپاره، شعر او شاعري ډېره د قدر او قيمت وړ ده. د شعر خوندوره زونګه او مزه داره نغمه، د هر ذيروح په حواسو او حركاتو كې يو بل كيف پيدا كوي، بلكه ولاړ او بې قدرته اعصاب او اندامونه يې په حركت راولي او په ويجاړو افكار كې د تفريحي رڼا پلوشې خپروي. او د عشق د سخت رنځور لپاره د ساعت تيرئ او غم غلطئ يو مهم عامل ګڼل كيږي او د عاشقئ او مينې او محبت په ښكلي ګلشن كې پوره او غوره اغېزه لري او د سخت او دروند عشق لپاره ښه ملګرى او معاون بلل كيږي. د شعر خوند، مزه، لذت او تاثير په هر څه زيات او ښه دى، په تيره بيا هغه اشعار چې په وزن، سجع، قافيه، تعميم، تركيب... ترتيب، تعريف، تنكير، توصيف، تكرير او تزئين، زيب او زينت كې سره موافق او برابر وي او په بديعي محاسنو ښايسته شوي وي. او د بلاغت او فصاحت او بحر مراعات او لحاظ پكې شوى وي. تنافر او غرابت د كلمو ونه لري او تنسيق وصفى او لفظي صنايع لكه ترصيع او تجنيس ولري، نو ډير خوږ، مزه ناك، تاثيرناك څرګنديږي او رنګين، مزين، خوندور ثابتيږي، په پښتو كې د اشعارو اقسام او ډولونه ډير دي لكه غزل، چهاربيته، رباعي، داستان، لوبه، بګتئ، نيمكئ، لنډئ، قصې او نور. له دغونه هر شعر ځانته ټيم، پرده، زونګه، آهنګ او بيله مزه لري. حتى هغه اشعار چې په خپله موقع او خپله پرده كې د خوږ ساز او آواز او شوق او ذوق سره ووايه شي، نو مړاوى او ويده زړونه تازه او بيداروي او دريدلې او ولاړه وينه په جوش او خروش راولي. د پښتو ملي اشعار د ادب لپاره مهم ركس ګڼل كيږي. عربانو د خپل شعر د كره كولو لپاره يو بيل علم ټاكلى چې عروض ورته وايي. همدا رنګه هنديانو هم د خپلو اشعارو آهنګونو ته پردې ټاكلي چې په دې سره يې خپل شعرونه برابر كړي دي. نو ځكه دا بيل فن او ځانته علم دى. د شعر او شاعرى، قدر او قيمت د ادب په رنګينه فضا او ښكلي ګلشن كې ډېر ښه او له هر څه زيات دى. د زېرى، جريده ä دوهمه دوره ä دوهم كال ä د 1332 د ميزان لسمه ä 60 مه ګڼه) ښاغلى سېلاب د پاسنۍ ليكنې په مهال شل كلن مست ځوان او د قاضيانو د مدرسې د لومړني كال طالب العلم و. يو كال د مخه يې په شعر ويلو لاس پورې كړى و. هغه په دې ليكنه كې د "شعر" او "عشق" په ارتباط غږېدلى، د شعر بديعي اړخونه ته د لوستونكو توجه اړولې، د پښتو شعر اقسام او ډولونه يې ياد كړي او لگه موسيقئ سره يې د هغه تعلق څرګند كړى دى. ګواكې په دې برخه كې يې د پښتو اولسي آهنګونه تر نظر لاندې وو... او همدارنګه ښاغلي سيلاب تل هڅه كړې ده چې د خپل پاسني نظر سره سم شعر ووايي او هم په عروضي او هم په اولسي آهنګونو كې د شعر بديعي ښيګڼو ته پام ولري. هغه خپلې دې خبرې ته چې شعر "د عشق د سخت رنځور لپاره د ساعت تېرئ او غم غلطئ يو مهم عامل كيږي او د عاشقئ او مينې او محبت په ښكلي ګلشن كې پوره اغيزه لري او د سخت او دروند عشق لپاره ښه ملګرى او معاون بلل كيږي، د خپلې شاعرئ لگه پيل نه تر پايه پورې باورمند پاته شوى دى. تر دې چې د الله پاك له درباره يې هم غوښتي دي: چې د مينې تخم وشيندم جهان كې توان قدرت د محبت په كشت و كر را د ښاغلي سيلاب د غزلو، سروكو، چهاربيتو او هر راز شعر له هر بند څخه دا آواز خېژى چې "سوز د مينې مې قلم راپاروي" او لوستونكى ته دا انتباه وركوي چې د مينې په سوز د هغه پارېدلى قلم د عشق او محبت د سوز او ګذار قلم دى. د دې په خوا كې د هغه په ځينو غزلو كې د مهال او چاپيريال غږ او پيغام هم اوريدلى شو. په هغه غزل كې چې (ساقي ته) يې ويلي دې، هم وايي: څو به خوږمن په زړه دردمن او لوغړن ګرځمه مطربه! راشه د خوښئ نوى الهام راكه بل ځاى وايي: ستا دنګو ماڼيونه جفا جفا نارې اورم نور به د وفا په اميد شاړې ويرانې ته ځم او شاړو ويرانو ته يې د ورتګ او پناه وړلو په تكل ويلي دي: د غره په سر كيږدۍ وهمه لگه جانانه سره پريږدۍ چې ګرځم لېونى په غرونو او په هغه وخت كې چې د هر روښانفكر په خوله كې "د ټولنې د تكامل د پوړيو" خبرې اوړيدې را اوړېدې، د غرو د سرونو د كيږديو لېوني شاعر به په خپل شعر كې "د عشق د تكامل د پوړئ" خبره كوله: پوړۍ د تكامل ته چې شو عشق په لوړېدو د نور ژوندون لانجه راته آسانه غوندې شوه او كله چې يې د زمانې د تكاملي لارې د دغسې مشهورو خبرو ځينې شعارونه يې د خپل مليت سره په ټكر كې تصور كاوه، نو دغسې د زړه خواله يې كوله: تهذيب د نوي ژوند مې مليت كړو په سلګو دا نوې معما خو لږه ګرانه غوندې شوه ښاغلي سيلاب په داسې عصر كې سرپورته كړى او په شاعرئ يې خوله پرانيستې ده چې د ويښ زلميانو ډله كښېناستلې ده، ليكوال غړى يې زياتره علمي، څيړنيزو يا خپرنيزو چارو ته مخ اړولى دى، مګر د هغو د سياسي، ادبي ټولنيز مكتب ادبي ارثيه پر افغاني ادب خپلې وړانګې ښندلې دي په تيره بيا د شعر محتوا يې ځلانده كړې ده. د دې ډلې پوهو ليكوالو د پښتو شعر او ادب د تاريخ، تيورئ او نقدو برخې پرابلمونو غوټئ پرانيستلى. په دې مهال د اولسي شاعرئ په ډګر كې د كامې ملا مهتدين حق ته رسيدلى، د لغمان محمد نور سپين ږيرى شوى، د چپرهاربينا او بيدار د بينائۍ او بيدارئ نارې سورې وهلي او د بيسودو ملنګ جان د خپل كار، فعاليت او شهرت په اوج او موج كې و. ښاغلي سيلاب په كلاسيكو فورمونو كې د معاصر او تيرو استادانو په لار روانيږي او په اولسي فورم كې زياتره ملنګ جان تر نظر لاندې لري. مثلاً: په غزل كې د پښتو او پښتونولئ د روحيې د منعكس كولو خبره خوشحال خان پيل كړې، د عبدالقادر خان خټك، رحمان بابا، حميد او نورو په وينا كې يې دوام موندلى او د حمزه شينواري په غزل كې لوړې پوړئ ته رسيدلې ده، د ښاغلي سيلاب ځينې غزل چې د ښاغلي حمزه په لار دي، دغه مضمون لري. يو غزل يې هم د (پښتنې آرزوګانې) نوميږي او په هغه كې وايي: حسن چې اعلان د استغنا وكړه نن مې آرزوګانې پښتنې شولې يعنې: حسنه! ته خودبين يې زه پښتون يمه مانه ده ښودلې ګدا سترګوته يا دا چې د ملنګ جان د يو غزل سر داسې دى: اې عشقه نامراده تا څه په بلا سركړم؟ عالم زيست وروزګار كړې زه ناست دلبر دلبر كړم او د ښاغلي سيلاب د يو غزل سر داسې دى: عشقه نامراه جګرخون دې كړمه زه سوى لوغړن سر په زنګون دې كړمه زه د مينې لگه ډيوو څخه په چورليدو كې ډېر پتنګان سوي ستي او لولپه شوي دي. په پښتو، فارسي، اردو او نورو ژبو كې ډيرو شاعرانو د دې منظر په زړه پورې تصويرونه ايستلي دي. او دا سمبوليك تصوير يې دومره كارولى دى چې هغه يې بيخي له كاره ايستلى او زوړ كړى دى. ملنګ جان اولسي شاعر د دې تصوير فضا ته يو څه پراختيا وركړې ده او د سوي پتنګ ايرې يې باد ته سپارلې دي: باد مګر ايره د پتنګ يوسي شمعې خواځنې په ژوند ترې نه جارووځي دغه د عاشقانو لگه پخوا نه دى تړون دا دى د عشق قانون او د يو بل غزل په سر كې يې د دې تصوير فضا دومره رنګينه كړې ده چې كه ورته نوښت يا ابتكار ووايو بې ځايه به نه وي: مينې دى ستى كړم راغلې په ايرو اوس مې په ايرو كې لاس وهه چې باد يې وړينه ستا د مخ پتنګ وم ښاغلي سيلاب بيا همدې تصوير ته لږ څه بل ښكلى رنګ وركړى، خوند يې يو په دوه كړى او غوړي يې لا غوړ كړي دي: پتنګ وسوزي، ايره شي، باد يې يوسي ډيوه خاندي، وايي: ماله ګناه نشته يعنې ښاغلى سيلاب د پتنګ او د هغه د ايرې د سر نوشت د تصوير د يو مخ سره، د ډيوې موقف او دريځ د تصوير د بل مخ په توګه ښودلى دى. او ضمناً يې د سمبوليكې تشبيه او استعارې په كارولو د زمانې د ډيوو بې پروايي او بې تفاوتي څرګنده كړې ده. د ښاغلي سيف الرحمان سليم د يو رنګين غزل كسر داسې دي: سليمه! سم دې كړه غزل شرعې ته پكښې لږ ذكر د خپل قام وكړه! او ښاغلي سيلاب خپل يو ښكلى غزل داسې پاى ته رسولى دى: سيلابه! بس كړه نورې نورې پريږده! كوه د قام د ودانئ خبرې دلته د ښاغلو سليم او سيلاب په دې بيتونو كې (قام) د (ملت) معنا لري. د ملتپال شاعر ښاغلي سيلاب په شاعرئ د قام، ملت او وطن د آزادئ آبادئ او سرلوړئ مضمون په څرګند ډول او په استعارى توګه لولو. د هغه په دې برخې شاعرئ باندې به د اكادميسين رشاد تبصره ولولئ. زه همدې يادونو سره خپلې دې ليكنې ته د پاى ټكى ږدم او د لوى الله له درباره د ښاغلي امان الله سيلاب روح په ښكلو او ښايسته جنتونو كې غواړم. والسلام -Amanullah Sailab Sapi- Sooz de meni me qalam raparawi By: sarmahaqiq Abdullah Bakhtani Khedmatgar - بېرته شاته