(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دازادۍ په تحريک کښې دپښتنو کردار

دازادۍ په تحريک کښې دپښتنو هلې ځلې نن هم د تاريخ دپاڼو زيب دى دايو حقيقت دي چې هر قام خپل تاريخ ، خپله پيژندګلو او خپل مقام لرى . همدغسې دسرحد او پښتونخوا دسيمې پښتانه هم بيل ، سپيځلي مقام اوتاريخ لرى . زه دلته په دې لنډ مضمون کښې خپل ټول خيالات نه شم څرګندولي ولې بيا هم دپښتنو ددنګو خدماتو له کبله په قرار هم نه شم پاتې کيدلي . خلق چې هرڅه وائى خو دا پښتون او پښتانه ځانته يوه داسې مضبوط کلچر او حيثيت دي ، چې ددنيا ټول اقوام ورنه خبر او متاثره دى . سرحد چې په دويمه ژبه ورته پښتانه پخپله پښتونخوا وائى ١٩� ١م نه چې کله هم په وجود کښې راغلې نو ډيرو کړاؤنو سره مخامخ شوې ده . دلارډ کرزن دوينا مطابق پښتانه يوداسې مراد او پوخ يقين لرى ، چې هغه څوک نه شى متزلزل کولي ، له دې وجې د ډيرې بهادرۍ په توګه ورته انګريز دسرحد يا پښتونخوا نوم وټاکلو . چې اوس ورکښې پښتانه په درنه غاړه استوګنه کوى . په دې صوبه کښې دهزارې نه علاوه پيښور ، کوهاټ ، بنو ، ډيره اسماعيل خان او قبائيلى علاقې هم شاملې دى ، او څه ورکښې دايف ار په نوم علاقې هم شاملې دى. دضلعى اختيارات دډپټى کمشنر او دايجنسو اختيارات دپولټيکل په ايماپر يښودى شوى دى او ددې صوبې دبيلولو غرض يو انګريز څه په دې شان بيان کړي دي The object of the separation of the north west frontier province was that the conduct of external relatives with tribes on the Punjab frontier should be more directly than hither to under the control and the supervision of the government of India . خو دلارډکرزن يانورو انګريزانو چې کوم مقصد ؤ هغه حل نه شو ولې چې کله هم سرحد يا پښتونخوا ته يو جدا مقام ورکيدلو نو دهغې مقصد صر ف داؤ چې پښتانه دغلامۍ زنځير ته غاړه نه ږدى او هغه دانګريز او هند وانو په مشترکه لايحه عمل هيڅکله هم نه شى تللي ولې چې دهغوئ چلونه پښتنو ته ښه معلوم وه نو ددې وجې دسرحد يا پښتونخوا دبيل نوم مونده کيدلو باوجود پښتنو د سرحد په زمکه دغير راتلونکو قومونو سره جنګونه وکړل او د ١٩١٤ م دعالمى جنګ په شا دافغانستان علماؤ دجهاد اعلان وکړو او دافغانستان ددې دور دبادشاه امير حبيب الله خان دهندوستان په حکومت د دباؤ اچولو اشارې موجودې دى ، ددې سره سره د سرحد سياسى ليډرانو لکه ډاکټر خان صيب ، صاحبزاده عبدالقيوم خان ، سردار عبدالرب نشتر صيب ، باچاخان او دعلما ؤ له طرفه حاجى ترنګزي ، ملا ګلين اف واند ا و دفقير ايپى ، حاجى ميرزا على خان کوششونه دچا نه پټ نه دى په دې تګ ودو کښې وزيرو محسودو ، خټکو ، مروتو خپل کردارونه اداکړيدى کوم چې ددې وخت انګريز جرنيل سر جارج ميکمن په سترګو ليدلي دي په دې هلو ځلو کښې نور هم ډير داسې کسان شته ، چې هغوئ د پښتونخوا دپاره دڅه قربانۍ نه هم ډډه نه ده کړې . خو دوخت دلڼدوالى له وجې زه دهر پښتون نوم دلته نه شم ذکر کولي او په اجتماعى توګه دپښتون حيثيت څرګندول غوا ړم خوبيا هم دانګريز سره په دې لړ زولې موقعه پيردل خليفه ، ګلنواز خليفه ، سحر ګل وزير ، ملک ايوب خان وزير او دبادشاه ګل خټک زمريو خدمات نن هم دتاريخ په پاڼو کښې موجود دى . دسرحد ددې وخت با اختياره انګريزګورنر سرجارج کننګهم دبنو د واقعاتو له مخه کومه چې د ايپى فقير په رهنمائۍ کښې شوې ده خپل بې درکه ظلمونه سرته رسولى دى . خو بيا هم پښتنو خپل مورال او چت ساتلي دي او د١٩٣� م دسينه تنګۍ حالات دا په ګوته کوى چې پښتون قوم کله هم اراده وکړى نو ځان ورکولي شى . خو غيرت نه شى پريښودلي شهادت قبلولي شى بې غيرتى نه شى قبلولي داځکه چې پښتو ( ټپه ) وګورى پښتون له ورايه پيژنده شى ملا ئې نرۍ وى کمر بند خوړلي وينه زه خو به دا ووايم چې نه صرف دبنو ضلع يا شمالى وزيرستان بلکې دسرحد په ګټ ګټ او دپښتونخوا په دنګه دنګه زمکه چې چرته هم پښتون پروت دي دخپل دود دستور او تهذيب مطابق راوړاندې کړي دي د ١٩٣� م او ١٩٤٧ م په مينځ وخت کښې دپښتنو دبهادرۍ قيصې يا دهغوئ هلې ځلې يو دروند کتاب غواړى داتمانزو د چارسدې مولوى عبدالعزيز دمردان عبدالحليم مولوى فضل ربى او باچاخان دسر پرى کړې کوششونو نه علاوه د انجمن اصلاح افغان ملګر ى دتحريک خلافت غړى او دزلمى پښتون دسورى لاندې چې کوم خدمتونه يا قربانۍ ورکړي شوې دى هغه يو بيل مقام لرى . دا ځکه خو دپنجاب شاعر اقبال فرمائيلى دى هي فطرت کي مقاصد که کرتاهي نګهبانى يابنده صحرائى يا مرد کوهستانى زه معافى غواړم چې دهر نازيدلى پښتو ن نوم دتحريک ازادۍ په قيام دشاملولو دلته نه شم ذکر کولي خو بيا هم ورته هر هغه پښتون چې د خپلې خاورې سره وفاکړيده لاس په سلام دعا کو م چې الله دې ورته دنيا په اخرت اوچت مقام او عزت ورکړى او چې څوک غدار يا غدارى کوى هغه دې صفحه هستۍ نه خدا ى ختم کړى ځکه چې دخپل وطن د ازا د ۍ لمن غوړو ى غلامى دانسان ضمير خصوصاً دپښتون رګونو ته ګورند راولى چې هغه دبرداشت نه بهر ده . چې په دې لنډ تنګ وخت کښې ماخپل اظهار په تفصيل سره بيان يا څرګند نه کړو خو بيا هم زما زړه وغوښته چې څه نا څه دپښتو او پښتون حق ادا کړم روح دفقير چې شى له سره مسلط ورباندې داوود ه غرونه شى بيدار اتش فشان جوړشى چې ددښمن په محلونو زلزلې راولې کاڼى ګولۍ شى ونې بوټى ئې غازيان جوړشى PAAT.TK de Azadi Pa Tahreek ki de Pakhtano Kirdar By: prof. Sangtiaz Khan Asil - بېرته شاته