(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د فني ادراک قوانين

فنکار د ژوند ادراک کوي او دغه حاصل کړی ادراک د فنپارې په شکل کښې پېش کوي او د فنپارې وصول کونکی (لوستونکی، کتونکی، اورېدونکی) د فنپارې ادراک کوي. د وصول کونکي ادراک د هغۀ په موډ، ذهني سطح، د هغۀ داخلي مېلاناتو، د فني رواياتو نه خبرتيا، ټولنيزو رويو، د ژبې د معنوي او علامتي نظام نه واقفيت باندې منحصر وي. د خپل دغه توفيق او تيارۍ مطابق هغه د فنپارې ادراک کوي او لطف او شعوري فائدې ترې حاصلوي. وصول کونکی چې د تاريخ په کوم دور او ماحول کښې ژوند کوي دا هم د هغۀ د ادراک په عمل اثر انداز کېږي. د فنکار او د وصول کونکي د ادراک عمل ځان له يوه پراخه موضوع ده چې د فن پوهانو، د نفسياتو ماهرانو او فلسفيانو د دې په باب ډېر څۀ ليکلي دي. ګوئټی Goethe د درې قسمه ادراک نشاندهي کړې ده. (١) د استدلال نه بغېر د ښکلا نه لطف حاصلول. (٢) د استدلال د لطف نه بغېر (٣) استدلال د لطف سره او لطف د استدلال سره. د ګوئټی په خيال هغه وصول کونکی چې د پورته ذکر شوي د درېم قسم ادراک د حاصلولو جوګه وي، هغوي په پوره توګه د فنپارې ښکلا په ګرفت کښې راوستلې شي. فنپاره د وصول کونکي دپاره وي، وصول کونکي له پکار دي چې د فنپارې په ژبه پوه شي او د فن او ژوند په حقله چې د هغۀ خپلې کومې ذاتي تجربې وي او د نورو خلقو نه ئې څۀ زده کړې اورېدلي او د کتابونو نه ئې چې څۀ زده کړي وي دا ټول معلومات د هغۀ سره د ادراک په عمل کښې مدد کوي. په هره فنپاره کښې ښکلا موجوده وي. په کوم متن کښې چې ښکلا موجوده نۀ وي هغې ته فنپاره نۀ شي وئيلې کېدې. په فنپاره کښې د موجودې ښکلا ادراک کول د جمالياتي لطف يا مسرت باعث ګرځي. مطلب دا دی چې په فنپاره کښې د جمالياتي مسرت بخښلو اهليت Hedonistive Potential موجود وي. د دغه جمالياتي مسرت حاصلولو دپاره فنپارې ته رسائي په کار وي. د رسايۍ Accessibility او د فنپارې د جمالياتي مسرت بخښلو د اهليت ترمينځه يو منطقي ربط موجود وي. کومه فنپاره چې اسانه وي هغې ته د ډېرو خلقو رسائي وي خو په هغه حساب په دغه فنپاره کښې د جمالياتي مسرت بخښلـو اهليت کم وي. کومه فنپاره چې پېچيده وي د يو شمېر ادراک کونکو د رسايۍ نه بهر وي خو په دغه حساب ئې د جمالياتي مسرت بخښلو اهليت زيات وي. د داسې فنپارې د ادراک کولو په لړ کښې چې ادراک کونکی کومه هڅه کوي هغه د دې فني قدر زياتوي. دا دوه مختلف او متضاد نظرونه د فن پوهانو ترمينځه د پخوا نه راروان دي. صحيح فن د دواړو يعني د رسايۍ او جمالياتي مسرت بخښلو د اهليت ترمينځه يو توازن او تناسب ساتي. فنکار له په کار دي چې هغه د خپلې ټولنې نه يو قدم مخکښې وي. فنپاره دې نۀ دومره اسانه وي چې عاميانه او بازاري درجې ته ورسي او نۀ دې دومره پېچيده او مشکله وي چې مهمله شي او معمه ترې جوړه شي. د فن نه حاصلېدونکی مسرت د فن پوهانو ترمينځه يوه دلچسپه موضوع ده. د فني مسرت د کېفيتي Qualitative او کميتي يا مقداري Quantitative تجزيو کوششونه شوي دي. يوه ډېره مشهوره فارموله د امريکې رياضي دان برک هاف Birkhoff پېش کړې ده. دې وائي چې د فنپارې د Order (سليقې، قرينې) او د جمالياتي مقدار ترمينځه نسبت براه راست وي او د پېچيدګۍ Complexity نسبت د جمالياتي مقدار سره معکوس وي. د دۀ فارموله M= O/C ده. د (M) نه مطلب Aesthetic measure او د (O) نه Order او د (C) نه Complexity يعني پېچيدګي مراد ده. يو شمېر فن پوهانو د دې فارمولې سره اختلاف څرګند کړی دی لکه اېسانک Ayasanck هغه وائي چې د جمالياتي مسرت نسبت د (O) او (C) دواړو سره براه راست دی. د دۀ فارموله M= OxC هم د دې مسئلې ټول اړخونه نۀ واضحه کوي. د فن ادراک يو تخليقي عمل دی کوم چې د جمالياتي مسرت سره براه راست نسبت لري او د جمالياتي مسرت د (O) او (C) سره براه راست نسبت وي. د صحيح آرټ د ادراک کونکي نه يو قدم مخکښې وي او د ادراک کونکي د فني ذوق سطح وچتوي. د زړۀ او شعور سترګې روښانه کوي او خوشحالي ورته بخښي. (د يوري بورېف د کتاب اېستېټېکس (انګرېزي ترجمې) د يو باب په رڼا کښې) The Laws of Artistic Perception Dr. Israr - بېرته شاته