(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تهران په كابل کې

هسي خو له پېړيو او په تېره بيا له لسګونو كلونو راهيسي پر افغانستان د اېران كلتوري تاثيرات موجود و، خو په كابل كي د اسلامي جمعيت او پر ځينو برخو د وحدت ګوند د نيمواكه واكمنو په بهير كي دا تاثيرات لا پسي جوت او څرګند شول، د اسلامي جمعيت مشر خو په اېران كي د افغانستان او اېران يو ژبي هيوادونه وګڼل. او له اېران څخه يې د زيات فرهنګي او ژبني اغېز شيندني هيله وكړه، د وحدت ګوند بنسټ خو هسي هم په اېران كي اېښودل شوى دى. او له هم هغه ځايه خړوبېدلې، ځكه خو يې تر هرچا زيات ځان د امام خميني د خؕ پيروان ګڼل او اېران پالنه يې خپله اصلي دنده شمېرله، د اېران فرهنګي، ژبني، مذهبي، اقتصادي او سياسي تاثيرات هغه وخت لا پسي زيات شول چي د ؕالبانو حكومت د امريكايي پوځونو په لاسو ړنګ او واك يو ځل بيا اسلامي جمعيت، ملي اسلامي جنبش او اسلامي وحدت ګوند، چي دريو واړو ته د اېران مرستو د نوش دارو حيثيت درلود، لاسته ورغلى. لكه څنګه چي د افغان_شوروي په جګړه كي د جګړې دروند زيان شوروي اتحاد او په خپله افغانستان وزغمه، خو امتياز يې نورو هيوادونو په تېره بيا پاكستان واخيست. دغسي د ؕالبانو د سقوؕ بار د امريكا متحده ايالاتو او نورو هيوادونو اوچت كړ، خو ګټه پكي تر هرچا زياته اېران وكړه، د اسلامي جمعيت او وحدت ګوند ځواكونه چي كابل ته د ؕالبانو تر سقوؕ وروسته سمدستي داخل شوي وو، د حكومت اكثره حساسي، فرهنګي، سياسي، اقتصادي او تخنيكي چوكۍ يې اشغال كړې، آن د هيواد نږدې اكثره بهرني روابؕ او استازۍ هم د اېران پلوه ډلو تر كنټرول لاندي راغلل. د هيواد په غرب كي داسي اېران پلوه اشخاص يو ځل بيا واكمن شول، چي كلونه_كلونه پرې اېران خپله پانګه لګولې وه، اېران په افغانستان كي د حكومت له دغه حالت نه د خپلي ملي او سياسي ګټو لپاره عظمي ګټه پورته كړه، او په لسګونو ډوله قراردادونه يې له افغاني اړخ سره لاسليك كړل، دا قراردادونه خصوصاً د فرهنګي ((همكارۍ)) قراردادونه داسي وو چي د اېران په ګټه او په مجموع كي د افغانستان په زيان تمامېدلاى شول. اېران تر يو حده د افغانستان په فزيكي او ملي چارو كي دخيل شو چي د اسلامي جمعيت ؕرحه شوى سرود چي په افغانستان كي اوس په وچ زور د ((ملي سرود)) په نامه غږېږي په اېران كي كمپوز شوى او موزيكال شوى دى. په فارسي ژبه د افغانستان په ملي سرود كي د اېران خاصه لېوالتيا ده، كله چي حامد كرزي ته د كورنيو چارو په وزارت كي د احمدشاه مسعود د لوى عكس تر چتر لاندي د قدرت د انتقال مراسم ترسره كېدل، نو د جمعيت سرود ته د احترام په خاؕر ټول ګډونوال پورته كړاى شول، د اېران د بهرنيو چارو وزير هم د دې غونډي يو واكمن مېلمه او يو ويناوال و، ده د خپلو خبرو په ترڅ كي د دې سرود ډېر توصيف وكړ او ويې ويل چي دى يې تر ډېر تاثير لاندي راووست، كله چي حامد كرزي ته واك ولېږدول شو، نو داسي تصور كېده چي د اېران واك او اغېز به د حكومت په دننه كي ورو_ورو راكم شي، نه يوازي داسي و نه شول، بلكي خبره نوره هم بدتره شوه، اېران د خپل اغېز مزي نور هم وغځول، او داسي وخت هم راغئ چي كرزي صيب د شېخ محمدآصف محسني په وړانديز او غوښتنه د كابل د حبيبيې لېسې ته مخامخ يوه ساحه د يو لوى فرهنګي او علمي مركز جوړېدو لپاره د اېران په واك كي وركړه. عجيبه خبره دا ده چي په دې ساحه كي د خوشحال بابا د لېسې ملكيت ياني ليليه هم وه چي كلونه_كلونه ترې افغانانو ګټه پورته كړې، پرته له دې چي د چا ملكيت او حقوقو ته پام وشي او يا هغه معوضه شي دا ملكيت د اېران پلوه ډلو په واك كي وركړل شو، اوس اېران په دې سيمه كي د يو لوى كمپليكس د جوړېدلو لپاره كار بشپړ كړى دى او په نږدې راتلونكي كي به د ګټي اخيستني لپاره تيار شي. دا به په افغانستان كي د شيعه ييزم د پراختيا او د مذهب تر پردې لاندي د اېران د پراختيا غوښتني يو اساسي مركز وي چي هر كال به په سلګونو تنه د مشخصي مذهبي زدكړي تر څنګ د ټاكلي موخي په پام كي نيولو سره د سياسي زدكړي محصلين روزي، دا كار به په افغانستان كي نه يوازي قومي ستونزي راولاړي كړي، بلكي د مذهبونو ترمنځ به د ټكر يوه اساسي وسيله هم شي، د دې پر ځاى چي د مذهبونو ترمنځ تفاهم او پوهاوى رامنځته شي او د اختلاف وړ ټكي په مذاكره او مناظره حل شي، اختلافات به نور هم ژور شي او بيا به ورو_ورو فزيكي ټكر ته لاره اواره كړي، دا نه كنترولېدونكي احتمالي پېښي په داسي حالاتو كي رامنځته كېږي چي د افغانستان په نوي اساسي قانون كي د حنفي مذهب او جعفري مذهب دواړو د رسميت خبره هم په ابهام كي تېره شوې ده. په افغانستان كي د حنفي مذهب ژوري او عصري زدكړي نه شته او كه څه هم دي نو هغه په كليوالو نا رسمي مدرسو كي له دوديزو كلتوري او فتاوي مسايلو سره د امتزاج له مخي ترسره كېږي چي د پاخه منؕق ستني نه لري. په هند، پاكستان او ځيني نورو اسلامي هيوادونو كي چي د احنافو مدرسې او پوهنتونونه دي، هغو ټولو ته د سني مذهبه افغان ؕالبانو لاس رسى نه شته، يوازي د پاكستان د احنافو په مدرسو كي افغان ؕالبانو ته د زدكړي يو څه نا څه امكانات شته چي هغه هم په منظم او سيستماتيك ډول نه دي او له كوم ځنډ او خنډ پرته يې تر پايه پوري څوك نه شي تعقيبولاى. د افغانانو لپاره د پاكستان په ديني مدرسو كي يوه بله ستونزه هم شته او هغه دا چي هلته مذهبي زدكړي څه نا څه د داسي سياسي اغېزو تر سيوري لاندي دي چي همېشه يې د افغانستان ملي ګټي زيانمني كړي دي. نو كه هلته څوك مذهبي زدكړي ترسره هم كړي له سياسي پلوه د افغانستان د ملي ګټو د زيان په بيه تمامېږي. بله خوا چي چا د اېران په ديني مدارسو كي زدكړي كړي هغه د شيعه ييزم تر څنګ د اېران پالني روحيه هم پالي. اوس چي د اېران سياسي لاسونه د هيواد تر زړه (كابال) پوري غځېدلي نو په افغانستان كي د اېران پالني او اېران خوښوني روحيه نوره هم پياوړې كېږي. د اېران د سياسي مذهبي اغېز ترڅنګ د هغوى بله اساسي جبهه هماغه ژبنۍ او فرهنګي هغه ده چي د اوسني حكومت په دننه كي د واكمنو فرهنګي او سياسي چارواكو په ملګرتيا پر مخ بېول كېږي، ځيني ازادي ملت ضد خپروني چي له بهرنيو سرچينو څخه خړوبېږي هم په دې بهير كي د اېران پالني روحيه تعقيبوي. د اېران په لمسه په خپله د دولتي او نا دولتي خپرونو له خوا د افغانستان پر دوديزي ملي ترمينالوژۍ (اصلاحاتو) څرګند يرغل خپله د افغانستان د اساسي قانون سره ډاګيز مخالفت دى. كله چي څوك د افغانستان دولتي ټلوېزون، افغان ټلوېزون، ؕلوع او آيينه ټلوېزون ګوري نو د گڼو اېراني اصؕلاحاتو په كارولو سره فكر كوي چي دا د اېران محلي ټلوېزوني چينلونه دي. عجيبه ده داسي شپه هم راغلې چي له دې يادو څلورو ټلوېزوني خپرونو څخه يو وخت څلور بېلا بېل اېراني فلمونه خپاره شوي، نو هلته له خلكو سره دا پوښتنه پيدا كېدله چي دا ټلوېزونونه لكه چي اېرانيانو ټېكه كړي كه څنګه؟ د افغانستان د اؕلاعات او كلتور وزارت خو له خپل نامه څخه نيولې بيا د خپلو امكاناتو تر زياته بريده په خپل قدرت د اېران پالني په چوپړ كي دى او د دې وزارت وزير ښاغلي سيد مخدوم رهين خو آن د افغانستان له ملي ترمينالوژۍ څخه هم منكر دى او ويل يې: ((موږ اصلاً ملي ترمينالوژي نه لرو)). اېران په داسي حال كي چي په افغانستان كي د كلتوري، مذهبي او سياسي يرغلونو له لاري زياتي برياوي ترلاسه كړي، په اقتصادي برخه كي هم تر هر چا دمخه دى. افغانستان د اېراني شيانو، نفتو او نورو توليداتو لپاره تر ټولو ښه ماركېټ دى. او په دې برخه كي نږدې دى چي له پاكستان او چين څخه د افغانستان اقتصادي بازار خپل كړي. اېران نه يوازي د پاكستان په انډول د نسبتاً ښو شيانو د توليد له لاري د افغاني بازارونو د را خپلولو په حال كي دى. بلكي د حكومت په داخل كي د سياسي نفوذ له لاري يې هم د دې زمينه ځان ته برابره كړې چي ډېر اقتصادي قراردادونه د ځان په ګټه را خپل كړي. هوټلونه جوړ كړي، هوايي شركتونه پرانيزي او د لوړ پوړو ودانيو د جوړولو قراردادونه وكړي. اېران په مجموعي ډول په افغانستان كي د لويو اقتصادي تاسيساتو د جوړوني مخالف دى چي له هغې جملې څخه له تركمنستان څخه د افغانستان له لاري پاكستان او بيا نورو هيوادونو ته د غازو او تيلو نل لكي غځول دي، اېران غواړي دا نل ليكه د اېران له لاري تېره شي او اقتصادي گټه يې اېران ته پاتي شي، په همدې وجه په افغانستان كي د مشخصو سياسي اتنيكي او پوځي ډلو ټپلو د تقويې له لاري د افغانستان سياسي وضعه بې ثباته ساتي. لنډه دا چي اوس اېران د افغانستان په چارو كي په هر اړخيز ډول دخيل دى او كه د خلاصون يوه دقيقه لاره يې و نه لټول شي نو د روسيې او پاكستان په شان به د افغانستان د تباهۍ سبب شي. د افغانستان دولت ته په كار ده مخكي تر دې چي خبره د بحران حد ته ورسېږي د اېران د مذهبي، كلتوري، سياسي او اقتصادي اغېز د كمولو لپاره يو دفاعي سيستم او حل لاره ولټوي او بيا هغه عملي كړي. Tehran pa Kabul Ki By: Pohanmal Mohammad Ismail Youn - Kabul,Afghanistan - بېرته شاته