(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افغانستان د کـړکـېـچ د حـل لار ـ دریمه برخه ـ

خو ددې ټولو مشکلاتو سره سره موږ پدې باور يو چي دکړکيچ د حل لار اوس هم سته پدې شرط چي نړيواله ټولنه ئې وغواړي او پر سمه لار ديو لوی ګام د اخيستلو اراده او جرائت وکړي. د افسوس خبره ده چي ناټو او نړيوالي ټولني په ټولو ونکړای سواې په افغانستان کي امنيت راولي بلکه خپله د امنيت داخلال سبب سويدي. اوس ددې پرځای چي د ترورستانو سره وجنګيـږي د خلکو سره جنګيـږي. د کابل حکومت له کابله بهر پر اطرافو ډير لږ کنترول لري؛ لوی ښارونه اکثره وحکومت ته د نيمه وفاداره زورواکانو په لاس کي دي. پداسي حال کي چي کلي او درې دحکومت له کنترول بهر دي، د هيواد جنوبي، ختيزي او لويديزي برخي اکثره بالفعل د طالبانو په لاس کي دي چي د ناټو سره په جنګ دي او د هيواد شمال د زورواکانو په پنجو کي دی. طالبانو اوس شمال ته خپل واک غځولی دی او پرکابل ئې هم فشار ډير کړيدی. ناټو بايد په شمال کي هم د طالبانو د مقابلې لپاره فوج واستوي چي ددغه کار لپاره نور عسکر بايد افغانستان ته راولي. امنيت دکابل په ښارکي چيري چي نړيواله ټولنه او ناټو کافي حضور لري ورځ په ورځ خرابيـږي؟ دعراق پشان اوس نه يوازي د سړک دغاړي بمان او اسانه اهداف ويشتل ډيرسويدي بلکه په رڼا ورځ بانکونه وهل کيـږي، دارائي چور او سوداګر تښتول کيـږي. هيڅ يو لوړ رتبه مأمور د کابل په ښار کي بيله مرمي ضد موتر چي ښيښې ئې هم بايد توري او باډيګاردان ورپسي وي نسي ګرځيدای. کرزی سره لدې چي دخلکو منتخب مشر ځانته وائي پخپلو خلکو اعتماد نسي کولای او ځان په خاصو امريکائي باډيګارډانو ساتي. خو ددومره احتياط سره بياهم څو واره له مرګوني ګوزاره خلاص سويدی. دا ټول په هيواد کي دکمزوره امنيت مثالونه دي. د کابل حکومت نه يوازي مسلحو مخالفينو فلج کړيدی بلکه ډيرهغو کوچنيو حکومتونو هم فلج کړيدی چي د کرزي د حکومت په داخل کي جوړ دي. دجمهور رئيس لومړی مرستيال او ځيني وزيران ښکاره د کرزي په مخالفه جبهه کي ولاړ دي. دوهم مرستيال ئې په دايکندي او باميان کي خپله خاصه اجندا مخته بيائي. دبلخ والي عطاء محمد نور په بلخ کي، د فوج لوی درستيز رشيد دوستم په شبرغان او فارياب کي، حسين انوري په هرات او د کرزي وروڼه په کندهار او کابل کي ټول خپلي شخصي ادارې چلوي چي د مرکزي حکومت مشروعيت او مؤثريت ئې شديدا متضرر کړيدی. افغانستان به ناټو او امريکايانوته تر عراق ډېر خطرناک ثابت سي. په افغانستان کي د عراق پشان د شيعه و سنی او نور قومي حاد اختلافات نسته چي هغه ته لمن ووهل سي. که څه هم په بون او ترهغه وروسته ډير کوښښ سويدي چي افغانستان پرقومي، سمتي، ژبني، نژادي او مذهبي بنيادونو لکه عراق وويشي خو مطلوبه نتيجه يې نده ورکړې. لکه دروسانو په وختکي دلته هم دڅو خرڅ سوو کسان پوسيله ډير تلاښ وسو چي اقليتونه دپښتنو پخلاف راوپاريـږي خو دافغانستان شريفو او نجيبو قومونو داستعمار داتوطئه تراوسه کاميابۍ ته نده پري ايښې او په هيڅ ځای کي دقومونو ترمنځ جګړه نسته. د وخت په تيرېدوسره به داشغال پرضد مقاومت پدې قادر سي چي ټول ولس د خارجيانو پخلاف راپورته او تنظيم کړي. علاوتاُ، په عراق کي هيڅوک د امريکايانو پخلاف مخامخ نه جنګيـږي بلکه ډير تلفات د سړک دغاړي بمان او انفجارات کوي. پداسي حال کي چي په افغانستان کي په سوو طالبان مخامخ د ناټو دعسکرو سره جنګيـږي. په عراق کي هيڅ سيمه په زور جنګياليو نده نيولي او خپل حکومت يې ندی پر کړي خو په افغانستان کي همدا اوس ډيري سيمي دطالبانو په لاس کيدي او حکم پر چلوي. که جنګ اوږد سي طالبان به نوره او ښه وسله پـيدا کړي چي د ناټو لپاره به جدي خطر وي. په افغانستان او نړيواله ټولنه کي پاليسي جوړونکي خوشبينه او پدي عقيده دي چي په افغانستان کي د تيرو 7 کلو په موده کي ډير پرمختګ سوی او ژر به موجود مقاومت مات او دا هيواد به يو دموکراتيک اباد مملکت سي. خو د نړيوالي ټولني يوشمېر ډير مهم څيړونکي پدغه استلال قانع ندي او وائي چي دکابل حکومت او نړيواله ټولنه دهغو وعدو په سرته رسولو کي ډير پاته راغليدي کوم چي دافغان ولس سره ئې کړيوې. دريمه ډله څيړونکي استدلال کوي چي بدون شک څه کار سويدی خو قانع کوونکی او مشوق ندي. دوی وائي چي که موجوده وضع دوام وکړي نو په افغانستان کي دنړيوالي ټولني ماته يقيني ده. ژر بايد يو کار وسي چي دغه دماتي خواته روان جريان و مثبتي خواته واړوي. دا ډله څيړونکي مأيوس ندي او هيله لري چي نړيواله ټولنه د مخالفينو او هم دهيواد په داخل او خارج کي دهغو کسانو سره چي دکابل دحکومت سره نه جنګيـږي خو په اوسنی وضع هم راضي ندي دمفاهمي ور پرانيزي. همداراز، باايمان او وطندوسته افغانان بايد دخپل وطنوالو په وړاندي نور بېتفاوته پاته نسي او يوازي په شکايت دزړه سوده ونکړي بلکه عملا دوطن دازادۍ او دخپلو خلکو دتباهي دمخنيوي په خاطر پر يوه پلتفورم راټول او وطنوالو او نړيوالوته دمشکل دحل بديل وړاندي او دټولو لپاره دهيلو يوه مرجع سي. افغانان تردرې لسيزو زيات کافي وزورول سول او دځينو داخلي او خارجي حلقو دمفاداتو لپاره ددې مظلوم ملت نور زورول دتحمل وړ ندی. ددې تراژيدي دوام که په هرسياسي، مذهبي، قومي يا نړيوال ملحوظ وي يو ډيرغيرانساني عمل او لويه نامردي ده. د سيمي او نړيوالو طاقتونو مشروع ګټي بايد دافغانانو دګټو سره هماهنګي سي. اوس هم موږ فرصت لرو چي يوه همږغې او منسجمه ستراتيژي چي په عمل کي ښه نتيجه ورکړي طرحه کړو چي دهغه په برکت افغانان وتوانيـږي چي يو مستقر، فعال، دوست او دنړيوالي ټولني قابل اعتماد انډيوال دولت جوړ کړي. دافغانستان ددولت دمخالفينو سره دملل متحد يا ناټو مخامخ خبري د عدم اعتماد او ځينو نورو ملحوظاتو په وجه ښائي مطلوبه نتيجه ورنکړي. خو هغه پوه او ازمويلي افغانان ښائي له بحران څخه د افغانستان دراوتلو لاري چاري پيدا کړي کوم چي دطالبانو، حکمتيار، شمال ائتلاف او تنظيمونو غړي ندي او نه هم د امريکا دنظامي کمپېن يوه برخه ده بلکه تل ئې دوطن او اسلام دګټو دفاع کړي او دټولو اړخونو دسالمو عناصرو سره يي ښه روابط ساتلي دي. څرنګه چي د افغانستان موجوده بحران نړيوالو مداخلو خلق کړيدی نو دعملي قدم پحيث اول نړيواله ټولنه وظيفه لري چي پدې لارکي يو مثبت قدم واخلي. دوهم او حتی اول دافغانانو وظيفه ده چي دخپل نجات لپاره سره راټول او دخپلو وطنوالو او نړيوالي ټولني سره دبحران دحل په لارکي مرسته وکړي. ټول بايد په افغانانو کي يو داسي شخص يا ډله ولټوي چي پورتني خصوصيات ولري، افغانان ئې په بد نوم ونه پـيـژني، دطالبانو او مجاهدينو سره ئې اړيکي بدي نه وي، د سيمي هيوادونه ترې ونه ويريـږي او نړيواله ټولنه ورسره کار وکړايسي او ورڅخه وغوښتل سي چي دموجوده بحران د حل په لار کي يو مثبت کردار اداء کړي. هغه بايد په افغانستان کي دکړکېچ دټولو اړخونو سره تر مفاهمې وروسته دموجوده نظام دبديل طرحه جوړه او ټولوته وړاندي کړي او داکثريت موافقه پرواخلي. بـديـل بايد لاندي څو ټکي په پام کي ونيسي: 1. دطرحي په اساس د ... کلو لپاره افغانستان ته يو انتقالي حکومت جوړول چي دموجوده حکومت ځای ونيسي. داحکومت ائتلافي ندی او غړي يي دکوم هيواد يا افغاني ډلي نمايندګي نکوي خو دچاسره دښمني هم نلري او ددولت واک دچا يا ډلي يا هيواد پرضد نه استعمالوي. انتقالي حکومت خپل واک د نوي اساسي قانون د احکامو مطابق دخپلي دورې په اخيرکي ومنتخب حکومت ته سپاري. 2. افغانستان ډير مهم ستراتيژک موقعيت لري چي د مرکزي اسيا، جنوبي اسيا، چين، ايران او خليج په منځکي پروت دی. افغانستان که مستقر وي په سيمه کي لوی مثبت رول لوبولای سي. او دا هيواد هغه وخت مستقر کيدای سي چي بېطرف وي. افغانستان هغه وخت افغانانو او نوروته دسر درد سويدی چي بيطرفي يې خرابه سويده. په 19 پيړۍ کي برتانويانو، په شلمه پـيـړۍ کي روسانو، ورسته دافغانستان ګاونډيانو او د 21 پـيـړۍ په سرکي د امريکا مداخلو افغانستان او سيمه دبحران سره مخ کړه. حتی غيردولتي او انفرادي مداخلاتو او دالقاعدې مليشوته پناه ورکولو هم افغانستان او سيمه بحراني کړه. دافغانستان بقاء په بيطرفي کښې ده چي دګاونډيانو سره ښه روابط ولري او د نړيوالي ټولني انډيوال وي. افغانستان بايد دسويس پشان يو بېطرف هيواد اعلان سي؛ بايد تضمين سي چي نه افغانستان دنورو په چاروکي مداخله کوي او نه نور دافغانستان په داخلي امورو کي لاسوهنه کوي. ګاونډيان بايد دافغانستان بيطرفي اوعدم مداخلت ته متعهد سي او افغانستان پخپل وار دهغوی په داخلي چارو کي دعدم مداخت تعهد وکړي او دملګروملتونو مؤسسه بايد دافغانستان دګاونډيانو دغه تعهد تضمين کړي. 3. ټول خارجي فوجونه بايد له افغانستانه په يو مناسب مهالويش ووزي. افغانستان پداسي يوه جغرافيائي موقعيت کي واقع دی چي بهرنۍ مداخله که دهرچا لخوا وي نوري مداخلي هڅوي. 4. ټول غيرافغان انفرادي مسلح قوتونه بايد له افغانستانه ووزي. 5. ددې پرځای چي افغانستان تل دخپل جغرافيائي موقعيت قرباني وي، که فرصت ورکړه سي يقينا به دا هيواد سيمي ته دثبات يو مهم عنصر وګرځي. داځکه افغانستان نه يوازي د اوبو ښې زيرمي او ډير ګټور معدنونه لري چي دسيمي دهيوادو په هوسائي او پرمختګ کي ورڅخه کار اخيستل کيدای سي بلکه دا هيواد د مرکزي اسيا، جنوبي اسيا، چين، او منځني ختيځ ترمنځ د راکړي ورکړي مهم پل کيدای سي. يو ارام افغانستان دسيمي دثبات لپاره ډير ګټور دی. تراوسه هروخت چي په افغانستان کي نا ارامي پيدا سوي يا چا پيدا کړېده نو ګاونډيانو او حتی نړيوالو ددغه اور څخه د ځان ساتلو لپاره افغانستان ته ور دانګليدي. خو څرنګه چي دوی پخپل منځکي جوړ ندي نو کله چي هغه اور څه قابو سويدی دوي هلته بيا دخپلمنځي رقابتونو اور بل کړيدی او پدې ډول يې افغانان په يو بل مدحش اور اړولي دي چي دهغه اور تاو هم همدغو اوربلوونکو ته رسيدليدی. او بيا همدوی حيران وي چي خپل بل کړی اور څنګه مړ کړي. دا ورانونکی بحران هرڅو لسيزي وروسته بيا بيا راپيدا او تکراريـږي، افغانان پکي سوځي او سيمه ناقراره کوي. زه توقع نلرم چي پرافغانانو دي د چا زړه وسوځي او پردې مظلوم او زوريدلي ولس دي څه رحم وسي. داځکه تراوسه داډول انساني ضمير په چا کي پـيدا نسو. خو وايم چي افغانستان د سيمي يوه مهمه برخه او د نړيوال کلي يو مهم کور دی چي نا ارامي يي هروخت ټول نا ارامه کړيدي. راسئ ټول لږ په سړه سينه غور وکړو چي زموږ ټولو خير په څه کي دی او څنګه دبحرانونو دا شيطاني دائره ماتولای سو او ددې په عوٍض کي چي ناقرار افغانستان دسيمي او نړيوالو د ناقرارۍ سبب سي او يا ګاونډيان او نړيوال په افغانستان کي د عدم استقرار سبب سي، افغانستان د سيمي په ثبات او سوکالۍ کي مهم رول ولوبوي. هغه هيواد چي د سيمي او نړۍ د ناارامۍ او عدم استقرر سبب کيدای سي دثبات او پرمختګ سبب کيدای ئې هم سي. افغانستان ديورنډ دخط هاخوا په قبائلي سيمو، دهندوستان په کشمير او دمرکزي اسيا او ايران په ثبات کي مهم رول اداکولای سي. 6. دټولو ګاونډيانو سره دافغانستان ښې او يا کم ترکمه عادي اړيکي بايد دافغانستان دبهرني سياست مهمه برخه وي او پرېـنـږدي خاوره ئې ديوګاونډي په ګټه او دبل په ضرر وکارول سي. 7. افغانستان به دنړيوالي ټولني سره دوستانه روابط لري؛ نړيوالو ته بايد دا ثابت کړه سي چي افغانستان دچا غلام نه بلکه دمسؤليت په احساس سره دنړيوالي ټولني يو باوري انډيوال او دوست دی. 8. دافغانستان موجوده نظام چي دزورواکانو په لاس کي ورکول سوی او داستعماري ګټو په حکم مناصب پر قوم، ژبه، نژاد او دتوپک پرشمېر ويشل سويدي بايد اصلاح سي. په نوې انتقالي دوره کي بايد ددولت منصبونه داهليت، لياقت، مؤثريت، احتساب او شفافيت پربنياد توزيع سي. دا ډول قابل او سم حکومت به يقيناٌ دافغانانو او نړيوالو اعتماد او همکاري ورجلب کړي. 9. دتيرو ديرشو کلو په موده کي دزمامدارانو قوت دخلکو په توهين، ازارولو، شړلو، وژلو او بمباريوکي استعمال سويدی چي بده نتيجه ئې ټول وينو. نوی انتقالي حکومت بايد دغه پاليسي وولس ته په ځان رسولو بدله کړي؛ ولس ته بايد دهغوی دمستقبل يو واضح تصوير او کړنلاره ورکړي او دځان سره يې ديو هوسا او پرمختللي افغانستان لپاره ملګری کړي. 10. څرنګه چي دافغانانو موجوده کړاؤنه ترډېره حده دبهرنيو قوتونو دمداخلو نتيجه ده نو دا دنړيوالي ټولني فرض دي چي ددغه کړاؤنو په ختمولوکي به هم مرسته ورسره کوي. نړيوالي مرستي بايد ديوې معيني مرسته کوونکي ادارې لخوا تنظيم سي او هرهيواد اجازه ونلري چي هرچيري او هرڅومره چي ئې خوښه وي پيسې مصرف کړي. مرسته سوې پيسې بايد ددولت د پنځه کلن پلان په چوکات کي دافغانستان د بيارغوني لپاره ولګول سي. دا پلان بايد مارشال پلان ته ورته وي دکوم دعملي کيدو چي ښاغلو بوش او بلير وعدې کړيدي. د لومړي پنځکلن پلان په تطبيق سره به افغان دولت ترډېره حده دخپلو خلکو او نړيوالو هغه باور ترلاسه کړي چي داهيواد سمي خواته روان دی، امن او عدالت به تأمين، اقتصاد به وده وکړي او نړيوال رقابتي بازار ته به لار پرانيزي. دا وخت به افغانستان د نړيوالي ټولني يو مثبت غړی وي او د سيمي په استقرار او دمخدره موادو دتوليد او قاچاق په مخنيوي کي به معتنابه کردار ادا کړای سي. پای د پورتنۍ موضوع په اړه خپلي تبصرې د موضوع يا ليکوال د نوم په يادولو پر دې پته راوليږئ

[email protected]

De Afghanistan de Karkech de Hal Lar By: Dr. Farooq Azam - بېرته شاته