(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افغانستان د کـړکـېـچ د حـل لار ـ لومړئ برخه ـ

دوکتور فاروق اعظم (دافغانستان دمطالعاتو دمرکز مشر او دلندن په پوهنتون کي داوبو دکشالو دڅيړونکي ډلي غړی) اګست 2008 لــنــدن سريزه د افغانستان امنيتي وضع ملي فوج او ملي پوليس د دولت مشروعيت ددولت په لوړه سطحه کي رشوت او اداري فساد په افغانستان کي دمخدره موادو توليد او تجارت په افغانستان کي د بهرنيو مرستو مؤثريت د افغانانو د اقتصادي حالت څرنګوالي ايا د خارجيانو حضور په افغانستان کي افغانانو ته ګټور دي؟ دامريکا نوي جمهور رئيس بايد د افغانستان په باب څه وکړي؟ دافغانستان دجمهوري رياست لپاره به څوک مناسب وي؟ د رواني فاجعي څخه خلاصی (د افغانستان دکړکيچ د حل لار) بـــديــل A l t e r n a t i v e بسم الله الرحـمن الرحيم إن الله لا يغير مابقوم حتی يغيروا ما بأنفسهم (صدق الله العظيم) والتکن منکم أمة يدعون الی الخير يأمرون بالمعروف وينهون عن المنکر (صدق الله العظيم) ما امريکا ته په رسمي دعوت د 20 مئ څخه تر 9 جون 2008 سفر وکړ. په واشنګتن او نيويارک کي مي مختلف امريکائي مقامامات وليدل. په واشنګتن، ويرجينيا، لاس انجلس، سانفرانسسکو، شيکاګو، ميشيګن او نيويارک کي مي تر زر ډيرو افغانانو سره خبري وکړي. هغوي ټولو زما څخه د افغانستان دبحران او ددغه کړکېچ دحل په باب پوښتني وکړې. افغانانو غوښتل پوه سي ما د افغانستان په باب امريکايانو ته څه ويلي دي. ما افغانانو ته خپل د مذاکراتو تر هغه ځايه چي لازمه وه لنډ معلومات وړاندي او سؤالونو ته مي ئي جوابونه ورکړل چي مختصر راپور يي تاسو ته دلته وړاندي کوم. خو لومړی زه د هغوي ټولو (افغانانو او امريکايانو) له ميلمهپالني ډيره مننه کوم کومو چي زما د سفر په وختکي زما سره ځانونه زهير کړيدي. ددي لنډ راپور د وړاندي کولو موخه داده چي وطنوال پوه سي چي ما امريکايانو ته چي اوس يي افغانستان په لاس کي دي زموږ د ګران وطن اوضاع څنګه تشريح کړيده؟ ما هغوي ته يوازي دافغانستان په ارتباط پېښ مشکلات ندي ويلي او يوازي مي انتقادونه ندي کړي بلکه د حل يوه داسي لار مي هم ورښوولېده چي که عملي سي د ټولو په خير ده. که دلته ديو سؤال جواب ډير اوږد درته معلوم سو د هغه علت دادي چي ما ددغه جواب يوه برخه په يوه مجلس کي ويلي ده او نوري برخي يې په نورو مجلسوکي. دلته مي د کار د اسانی لپاره دعين يا مشابه سؤال ټول جوابونه چي په مختلفو مجالسو کي مي ورکړي يا تشريح کړيدي تر يوه جواب لاندي راوستيدي. پدې جوابونوکي داسي نکات سته چي زما ندي او ما له نورو اقتباس کړي او دخپل استدلال دتقويې لپاره مي راوړيدي. ځيني معلومات مي وروسته ددې کتاب د ليکلو په وختکي ورزيات کړيدي. ددې ليکني اصلي هدف دادی چي هرڅوک وافغانستان ته ورپېښ مشکلات تشريح او څيړي خو دحل لار يې نلري او يائې نه وائي. دلته ما دمشکلاتو ترتشريح او دمرض ترتشخيص وروسته دحل لار او دواء هم وړاندي کړېده چي کيدای سي پرهغه غور وسي، اصلاح سي او بيا دکار خلک پـيدا او پر ولاړ سي. کار بايد له يوځايه پـيل سي او ما لدغه ځايه پـيل کړ. دعاء کوم چي الله پاک عزوجل زما دا وړوکی تلاښ پخپل دربار کي قبول او هغو کسانو ته چي د افغانستان لپاره په سياسي حل پسې ګرځي دا نسخه او فارمول ګټور او دمخلصو افغانانو د راټولېدو لپاره يو منبر او پلتفورم وګرځوي. امين وماذلک علی الله بعزيز. لومړی سؤال چي هرچا کاوه هغه دا وو چي د افغانستان امنيتي وضع څنګه ګورئ؟ جواب: تر شپـږ کاله ډير وسوه چي نړيواله ټولنه ونه توانيده چي د افغانانو د باور او ملاتړه ډاډمن افغان ملي فوج جوړ کړي او تر اوسه هم امريکايان او ناټو پخپل سر بېله دي چي پر افغان فوج اعتماد وکړي او حتي هغه خبر کړي د مخالفينو پخلاف نظامي عمليات او بمبارډ کوي. حتي د مخالفينو په باره کي دمعلوماتو په راټولولو کي هم پر افغان اردو او پوليسو اعتماد نکوي او خپل ځانته استخباراتي لاري لري. په دغسي عملياتو، بمباريو او نيونو کي اکثره عام ولس ته تاوان رسيدلي دي. لارويان وژل سويدي، ودونه او جنازي بمبارډ سويدي، ښځي او ماشومان مړه سويدي، بېګناه خلک بنديان سويدي، زوريدليدي، مالي تاوانونه ور رسيدليدي، بيعزته سويدي او مهاجرت ته اړسويدي. دا ټول هغو کړنو ته ورته دي چي روسانو دخپل اشغال په وختکي د مجاهدينو د ځبلو په منظورکول. څرنګه چي هغه تاکتيک کار ورنکړ او ټول ملت يي د روسانو پخلاف راوپاراوه، د امريکايانو او ناټو اوسنۍ پاليسي به هم بريالۍ نسي. داځکه دا دخلکو د زړنو د لاسته راوړو لار نده بلکه مخالفين نور تقويه کوي. دامنيت دخرابۍ يومهم عامل همدادی. طالبانو ته د القاعده په سترګه او ټولو پښتنوته د طالبانو په نظر کتل د نړيوالي ټولني بله لويه غلطي او دامنيت دخرابۍ عامل دی. نه ټول طالبان القاعده دي او نه ټول پښتانه طالبان دي. د طالبانو او القاعده د اهداف او ستراتيجي ترمنځ ډېر توپير دي. طالبان د خپل هيواد لپاره جنګيـږي او د غرب سره خاصه دښمني نلري خو القاعده په عربي نړۍ کي د امريکايانو د کمبلي د ټوليدو لپاره متعهد دي او افغانستان دخپلو اهدافو دويشتلو لپاره ديو سنګر پډول استعمالوي. همداراز، ټول پښتانه طالبان بلل او د هغو په تور ټول پښتانه ټکول، ځورول او د هيواد له سياسي صحني ليري ساتل د نړيوالي ټولني بله لويه غلطي ده. په يو هيواد کي حتمي نده چي ټول فوج، پوليس، ددولت مامورين او ولس دي دهغه هيواد دمشر د فکر او پاليسيو ملګري وي خو ځيني مجبوريتونه او شرايط وي چي خلک مجبوروي کار ورسره وکړي. کله د طالبانو حکومت په نومبر 2001 کي ړنګ سو دهغوی په زرو عسکر د هيواد په شمال کي ونوي اداري ته ځانونه هغه وخت تسليم کړل چي اطمنان ورکړه سو چي دوی به دطالبانو دخدمت په تور نه زورول کيـږي. دوی غوښته چي د نوي حکومت سره کار وکړي او يا کم تر کمه پخپلو کوروکي ارام کښيني او خپل شخصي کاروبار ته مخه کړي خو د هغوی سره داسي معامله وسوه لکه هټلر چي د يهودو سره وکړه. په زرو ددوي د نړيوالي ټولني په مخ کي ونيول سول، بنديان سول، په قلعۀ جنګي کي مړه سول، په کانتينرونو کي سوري سوري سول او د ليلی په دښت کي لاس تړلي ژوندي ښخ سول. د امريکا دپخواني وزير دفاع (ډونالډ رمزفيلډ) زړه لايخ سوی نه وو او امر يې وکړ چي وئې سوځوئ. د هيواد په پاته برخوکي په زرو نور طالبان خپلو کليو ته لاړل چي عادي ژوند خپل کړي او هغو مثبتو تغييراتو ته هيله من وه چي غرب يي مسلسلې وعدي ورکولې. مګر دوي تعقيب سول، ونيول سول او د طالب او القاعده په نوم مړه سول. يو طالب قوماندان د غزني په شلګر ولسوالي کي د طالبانو د حکومت ترسقوط وروسته خپل کورته ولاړ چي عادي ژوند وکړي. امريکايانو هغه کلي بمبارډ او خلک يي پکښي مړه کړل. وروسته دانتقام لپاره ټول کلي ياغي سو او اوس شلګر په سيمه کي د طالبانو د ملا تير دی. يو استراليائي ژورنالست چي د بي بي سي لپاره يي کار کاوه يو فلم خپور کړ چي پکښي ښئي چي امريکائي عسکرو په ارزګان کي سپين ږيري بي عفته کړيدي. د کلي ځوانانو هوډ وکړ چي خپلي کډي پاکستان ته بيايي او له امريکايانو څخه د غچ اخيستو لپاره بيرته سيمي ته ستنيـږي. د طالبانو خارجه وزير (مولوي وکيل احمد متوکل) پخپله خوښه امريکايانو ته تسليم سو خو هغوي بندي کړ او ترڅو کاله بند او شکنجي وروسته اوس هم په کابل کي په کور کي تر نظارت لاندي دي. مولوي عبدالسلام ضعيف په پاکستان کي د طالبانو سفير وو. هغه يي د ټولو نړيوالو قوانينو او نورمونو پخلاف ونيوی، او پنځه کاله يي د کندهار، بګرام او ګوانتانامو په زندانونو کي بندي او شکنجه کړ. ملا خاکسار (د طالبانو د رژيم د کورنيو چارو وزير) ځان امريکايانو ته تسليم کړ او د کابل د حکومت سره يي عملا همکاري پيل کړه خو مړ کړه سو. پدي ډول امريکائي او ائتلافي قواوو قصدا او يا په ناپوهي کي طالبان او پښتانه کونج ته تخته کړل او بيله مقاومته بله لار يي ورته پرينښوول. دامنيت دخرابېدو لوی عامل دا هم دی. همداراز، د هيواد دشمال څخه تقريبا دوه نيم لکه پښتانه د قومي تصفيي تر پروګرام لاندي چي فيلمونه يي موجود دي د طالب او القاعده په تور د نړيوالي ټولني په حضور کي مړه سول، بي حرمته سول، لوټ سول او د خپلو کورونو څخه وشړل سول. هيچا ددغو قتل عامونو (جنوسايډ) او دسته جمعي تعذيب (کوليکتيو ټورچر) مخ ونه نيو. سربېره پردي، بي بي سي او امريکا ږغ راديوګانو څو واره راپورونه خپاره کړيدي چي يو شمير اوزبک او تاجيک کورنی د سرحد له ها غاړي راوستل سوي او د شړل سوي پښتنو پر مځکو او جايدادونو باندي ميشته سويدي. تراوسه ددغو لکونو شړل سوي سرګردانه پښتنو پوښتنه چا ونکړه. هغوي تقريبا دا اوه کاله کيـږي چي د کندهار د ژړۍ په سوزانه دښت، د پاکستان په چمن، د سرانان په کمپ او د کوئټي د ښار په شاوخوا کمپونو کي ددربدري ژوند تيروي. بين المللي ټولنه نه يوازي ددوي زار حالت ته توجه ونګړه بلکه هيڅ اراده نلري چي دوي خپلو کورونو ته بوزي. د شمال دغو شړل سوي او زورېدلو پښتنوته امريکايانو او نړيوالو بيله مقاوته بله څه لار پري ايـښـېده؟ اوس دشمال څخه دهمدغو شړل سوي کورنيو ځوانان په کندهار کي دطالبانو دملا تېر جوړوی. په 1976 کي کله چي دداؤدخان په مقابل کي په کنر، پنجشير، لغمان او پکتيا کي يو شمير مسلمان ځوانانو (اخوانيانو) بغاوت وکړ. د سيمو خلکو دهغوي ډيری ونيول او دولت ته يي تسليم کړل او ځيني نور ورڅخه وتښتيدل. داځکه هغه وخت خلکو حکومت خپل باله او د هغو کسانو پخلاف ودرېدل چي دغه مشروع دولت يي ناکراره کاوه. هغه وخت د اسلام شعارونو دوي نسواي جذبولاي که څه هم اسلام افغانانو ته تر هرڅه ګران او عزيز دی. داؤدخان پښتون وو پداسي حال کي چي ډيرو غيرپښتنو دغه باغي ځوانان ونيول. خو فقط دري کاله وروسته قوم په همهغو باغيانو پسي ولاړ کله چي په کابل کي د پردو يو ګوډاګي حکومت د شوروي په مرسته راغي. همداسی، په جنوري 2002 کي په کندهار کي يوه سړي پر يو بهرني عسکر حمله وکړه. خلکو په تش لاس هغه ونيو او دولت ته يي تسليم کړ. خلکو ناري وهلي چي موږ سوله غواړو، نړيوالو ته دي موقع ورکول سي چي افغانستان اباد کړي. خو نن همهغه خلک مايوس سويدي او د کابل دحکومت او ناټو په مقابل کي دطالبانو حمايت کوي. ښاغلي حامد کرزي په تيښته له همهغو خپلو خلکو پخپل پلرني ښار کي له مرګه ځان خلاص کړ. ولس دحکومت سره دامنيت په ټينګولو کي مرسته نکوي. نړيوالي ټولني افغانانو ته په بون کي يو داسي ضيق البنياده حکومت جوړ کړ چي ښائي د افغانستان په تاريخ کي يي ساری نه وي. موږ په تاريخ کي ډير خراب حکومتونه درلودليدي خو داسي خراب حکومت لکه په بون کي چي نړيوالو افغانانو ته جوړ کړ ندي تير سوي. نړيوالو په حکومت کي مشهور زورواکان، د بشري حقوقو پايمالونکې چي بايد په نړيواله محکمه کي د بشرضد جناياتو په تور محکمه سويواي، د نشئي موادو قاچبران، غله او فاسد تکنوکراتان چي دکرزي خبره په نورو هيوادو کي يي د بيوسۍ شپی تيرولي راټول کړل. افغانستان ئي هغو قوماندانانو او سياسي دلالانو ته د مال غنيمت په ډول وويشی چاچي خارجيانو ته د هغوي د عسکرو پحيث خدمت کړي وو. امريکايانو پښتانه چي د هيواد اکثريت، سخت جنګي او ددي هيواد له پـيدايـښـته يي قدرت په لاس کي وو له قدرته محروم کړل. امريکايانو ټول پښتانه طالبان او القاعده وګڼل او د تروريستانو پشان يي ورسره معامله وکړه او کوښښ يي وکړ چي د هيواد په سطح د پښتنو شمير کم وښئي او ورپسي يي سياسي رول ورکم کړي. روسانو هم د خپل اشغال په وختکي د پښتنو د ځبلو په منظور څو واره احصائيه اعلان او هر واري به يي پښتانه کم ښوول پداسي حال کي چي په ټول افغانستان او خصوصا د پښتنو په سيمو کي جنګ وو او د احصائيی د اخيستلو مجال نه وو. د هغوي هدف دا وو چي پښتانه له اکثريته و لوي ګروپ ته راټيټ کړي او پدي ډول يي په فوج، پوليس، دولتي ادارو او سياسي مجال کي ونډه ور کمه کړي. بون کانفرانس په همدي مورد کي د روس پر پله روان سو او نن همدا کار ناټو کوي. دغه سبب دی چي ډېر پښتانه په کابل کي اوسنی نظام خپل نه بولي او دبرياليتوب لپاره ئې قربانۍ ته حاضر ندي. د طالبانو تر سقوط وروسته په کابل کي ټول پښتانه دولتي مامورين تهديد او له کاره وايستل سول او ځاي يي په غيرپښتنو ډک سو. څو محدود پښتانه که چيري ليدل کيدل هغوی د استادسياف ترسيوري لاندي ناست وه او يا هغه کسان وه چي د جهاد په دوران کي يې جمعيت ته ډير زغستلي وه. سره لدي چي اوس حالات څه بدل سويدي خو اوس هم د فوج افسران (دمعتبرو انګليسي او امريکائي منابعو په قول) 70٪ تاجيک دي او دملي امنيت په چاروکي خو د پښتنو سهم ډير کم دي. په ملکي ادارو کي همدا حال دي. څه تغييرات راغليدي، وزيران او ځيني عالي رتبه مامورين پښتانه مقرر سويدي خو اوس هم تعادل ته ډيره لار پاته ده. يو پارلماني راپور ښئي چي په 2007 کي د رئيس جمهور په شمول د هغه په دفتر کي يوازي 8 ٪ مامورين پښتانه وه. دغه سبب دي چي دکابل په ښارکي چي په پښتني سيمه کي واقع او شاوخوا يي اکثره پښتانه دي څوک د رئيس جمهور او وزيرانو په شمول د پښتو ويلو جرائت نلري. داسي يوحالت خپله چي دهيواد اکثريت وګړي ځان بېګانه وبولي امن نسي تأمينولای. لکه څرنګه چي د طالبانو پخلاف امريکايانو شمال ائتلاف د خپلو عسکرو په حيث استعمال کړ، داسي شمال ائتلاف هم امريکايان د طالبانو، حزب اسلامي او نورو مخالفينو د ټکولو په منظور استعمال کړل. امريکايانو حکمتيار ته د شمال ائتلاف په وجه په بون کي دعوت ورنکړ سره لدي چي حکمتيار د رباني صدرأعظم او دطالبانو مخالف او ورسره جنګيدلي وو. ايرانيانو هم موقع ورنکړه سره لدي چي هغه د طالبانو د حکومت په ټوله دوره کي په ايران کي دهغوی سره وو بلکه په عوض کي يي د بون کنفرانس ته دهغه زوم (همايون جرير پنجشيري) وباله او بل زوم ئې چي پښتون وو (غيرت بهير) وربندي کړ. ددې ټولوسره سره حکمتيار بياهم دوه کاله انتظار ويوست خو چا موقع ورنکړه پداسي حال کي چي د جهاد نور ټول مشران اوس په کابل کي ناست او په حکومت کي شريک دي. زما په فکر، حکمتيار ځان مجبور احساس کړ او دادي اوس په کنرونو کي د امريکايانو پخلاف جنګيـږي. څرنګه چي امريکايانو ټول پښتانه طالبان ګڼل او اعتماد يي نه پر کاوه، تر ډيره وخته يي ترجمانان يوازي د شمال ائتلاف غيرپښتانه استخدامول. راپورونه وائي چي لدغو ترجمانانو څخه ځينو دامريکايانو او پښتنو ترمنځ داوبو دخړولو کوښښ کاوه او ځينو بيا دژبي دنه پوهېدو په وجه عام ولس ته ډير ضرر ورساوه؛ کلي بمبارډ او بېګناه خلک مړه، بنديان او وځورول سول تردي چي کرزي يي پر حال وژړل (2 مئ 2007) او وېويل چي زما څه په وس ندي پوره او امريکايان زما په خوله نکوي. دغسي دمورميرې سلوک او بدبينی پـيدا کول سوله او امنيت نسي راوستلای. کرزي ته دجمهوري رياست په انتخاباتو کي اکثره پښتنو کوم چي اوس د ناټو تر اور لاندي دي رايه ورکړه. پارلماني انتخابات د امن په فضاء کي ترسره سول پدي هيله چي څه مثبت انکشاف به رامنځته سي خو هاسي ونسوه. وخت ثابته کړه چي افغانانو ته نه منتخب جمهور رئيس او نه منتخب پارلمان څه ګټه ورسول. ملت پر حکومت باور بايلود نو ځکه کرزي خپل تسلط او کنترول د نړيوالو د بيدريغه ملاتړ سره سره په هيواد کي خپور او ټينګ نکړاي سواي او اوس يې د هيواد ډيره برخه له کنتروله بهر ده. د هيواد جنوبی، شرقی او غربی سيمي دناټو دقواؤ سره جنګونو نا ارامه کړيدي او په شمال کي خلک د زورواکانو زور، ناروا او ظلم ځوروي. دموکراسي او د غرب زور او زر ټولو د افغانانو په ژوند کي څه مثبت بدلون رانوستلاي سواي بلکه برعکس د زورواکانو، د بشري حقوقو د پايمالونکو او مخدره موادو د قاچاقبرانو په لاس کي ابزار سول چي هيواد استقرار او امن ته نه پريـږدي. دوهم سؤال د ملي فوج او پوليس وو. جواب: څرنګه چي د کابل حکومت له متضادو شخصيتونو، متضادو عقائدو او متضادو ګټو دخاوندانو څخه جوړ دې او ټول پر يوه ملي مفکوره او هدف ندي راټول همداسي ملي فوج او پولس يي هم پر همدغو پولو ويشلي دی او ملي هدف نلري. لکه څرنګه چي حکومت د ولس باور او ملاتړ نلري همداسي ملي فوج او پوليس د خلکو حمايت نلرې بلکه تر ډيره حده داقليت او د خارجيانو په خدمت کي دي. په 9 مئ 2008 يو نړيوال معتبر راپور وائي چي اوس هم د افغانستان فوج ملي تشخص نلري او 70٪ افسران يي ديو اقليت قوم دي. همدا سبب دي چي د يوي سيمي فوج په بله سيمه کي بريالی ندې او حتې ځائي فوج او پوليس همکاري نه ورسره کوي. که څه هم امريکايانو د فوج او جرمنيانو د پوليسو په تربيه او تجهيز کي کار کړيدي خو کومه خاصه نتيجه يي نده ورکړی. په 2006 کي، په پښتني سيموکي د فوج 40 ٪ تښتيدلی وو او تيرکال دا رقم تر دغه هم ډير وو دا ځکه چي فوجيان فکر کوي چي په دغو سيمو کي ددولت سره همکاري کمه ده او ددوي تلفات ډېر دي. دغه عامل هم امنيت کمزوره کړيدی. دکابل حکومت شکايت کوي چي فوج او پوليس تر اوسه نه سمه تربيه لري او نه وسايل. موږ دافغان فوج او پوليسو قوت او مؤٍثريت دامريکا ږغ راديو (18 جون 2008) لدغه راپورڅخه معلومولای سو چي وائي دامريکا په کانګرس کي دملي امنيت او بهرنيوچارو د کمېټې مشر (جان ټرني) د پنتاګون دراپور له مخي وويل چي په افغانستان کي دپوليسو 433 يونټه دي چي هيڅ يو ئې هم پوره عملياتوته تيار ندی؛ خو يوازي 3 يونټه ئې دخارجي فوج په حمايت عملياتو ته زړه ښه کولای سي. د امريکا دبهرنيوچارو په وزارت کي دافغانستان دمخدراتو دکنترول مشر (تامس شوئچ) نيويارک ټايمز ته په 27 جولاي 2008 کي وويل چي پنتاګون او کابل باټي ولي چي باکفايته افغان اردو او ملي پوليس لري خو حقيقت داسي نه دی. ملي اردو دجنګ قابليت نلري او دخلاء دډکيدو لپاره پوليس جنګ ته لېږل کيـږي؛ هغوی هم دغه کارته تيار ندي. کله چي واستول سي چي پريوه خطرناکه سيمه ددولت کنترول قائم کړي ډير تلفات ورکوي. په کابل کي د سږکال د ثور د اتمي د جشن په واقعه کي خلکو وليدل چي افغان فوج او پوليس څومره د ډاډ وړ دي. خلکو وليدل چي عسکرو يو او بل ته ويل چي تښته او جنرالانو پر خپلو مډالونو لاسونه نيولي ځغستل او رئيس جمهور او وزيران يي خطر ته پرميدان پريښوول. افغان فوج دا شکايت هم کوي چي ناټو دوي د جنګ لومړي کرښي ته بيائي او خپله شاته وي او پدي ډول يي د خپل سـپر په توګه استعمالوي. که څه هم ماته په يوه ليک کي دانګليستان دنظامي قواؤ وزير دغه شکايت بيځايه بللی خو په هيلمند کي افغان عسکر اوس هم همدا ګيله لري. سربيره پردغه، فوج او پوليس د لږ معاش او هغه هم پر وخت د نه رسيدو څخه څو واره د راديو او تلويزيون له لاري شکايت کړيدی او وائي چي ځکه لوئي لاري نيسي، خلک او موتران شکوي. دريم سؤال د دولت د مشروعيت وو. د مشروعيت سؤال يوه امريکائی مطرح کړ او ويويل چي په افغانستان کي د نړيوالو په مرسته د جمهوري رياست او پارلمان لپاره انتخابات وسول او اوس هغه هيواد يو منتخب رئيس جمهور او منتخب پارلمان لري مګر د تشويش ځاي دادي چي خلک ولي د خپلو منتخبو مشرانو ملاتړ نکوي؟ جواب: افغانانو د منتخب او يا غير منتخبو مشرانو سره دلچسپي نه درلوده. دغه انتخابات په افغانستان کي نړيوالو قوتونو غوښتل چي خپل کښينولي رژيم ته مشروعيت ورکړي. افغانانو ته دا مهمه نه وه چي کرزی منتخب وو او که نه وو بلکه امنيت، سم حکومت او د هيواد بيا اباديده يي غوښته کوم چي نړيوالو مکرره وعده ورسره کړيوه. ولس ويل ښه، موږ به انتخابات هم په ارامه فضاء کي وکړو خو تاسي به ايا هغه څه وکړی چي زموږ سره مو بيا بيا وعدې کړيدي؟ نتيجه داسوه چي انتخابات وسوه مګر د خلکو سره وعدي ترسره نسوی. خلکو بيرته له حکومته خپل اعتماد د عدم همکارۍ په شکل واخيست. دمشروعيت په باره کي ما ورته وويل چي يو دولت هغه وخت مشروع دی چي پرهغه سيمه پوره کنترول ولري پر کومه چي د تسلط ادعاء کوي. د امريکا د ملي استخباراتو د اداري تازه راپور وائي چي د کابل حکومت يوازي د هيواد پر 30 ٪ کنترول لري. ناظرين دا عدد هم مبالغه ګڼي او وائي څرنګه چي امريکا د کابل د حکومت حامي ده نو دا راپور ئي د هغه په ګټه ليکلی دي. په حقيقت کي د حکومت کنترول تر دغه ډېر کم دي. دغسي کم او داغي تسلط ددولت مشروعيت ترجدي سؤال لاندي راولي. ددې لپاره چي يو دولت خپل مشروعيت ته قانوني بڼه ورکړي پکار ده چي د خلکو اعتماد، احترام او د هيواد قوانينوته د هغوی اطاعت جلب کړي. په دولتي دستګاه کي د بشري حقوقو د پايمالونکو او قاچاقبرانو قوت، د زورواکانو قدرت او د رشوت او اداري فساد غوړيدنه، د افغان دولت ټولي هغه هلي ځلي چي ددغسي ملي اعتماد او درناوي لپاره يي کوي خنثي کړيدي. زورواکان او قاچاقبران نه يوازي په دولت کي لوئي رتبې او قوي لاسونه لري بلکه شخصي مليشي هم لري. هغوي د قانون د جوړېدو او دقانون دتطبيق کېدو په دواړو ارګانونو کي په قوت ناست دي او نه پرېږدي چي دولت امنيت تأمين کړي او د خلکو د ژوند ښه کولوته توجه وکړي. دغه نارسائي چي په نتيجه کي ئې خلک پر دولت اعتماد بايلي دافغانستان دولت د عدم مشروعيت د خطر سره مخ کړيدی. د افغانستان دولت دخپل مشروعيت او يا دموکراسي ادعا ترهغو نسي کولاي ترڅو هغه مشهور جنايتکاران چي په نړيواله محکمه کي بايد محکمه سويواي ازاد ګرځي، بريتونه تاووي او خلک تهديدوي. يو دولت هغه وخت دمشروعيت ادعا کولاي سي چي د خلکو معنوي ارزشونو ته وفادار او د هغو د ساتلو او غوړولو لپاره کار وکړي. مشروعيت يوازي پدي لاسته نه راځي چي په دولت کي يو شمير ماهر او تکنوکرات کسان راټول سويوي بلکه خلک بايد پدي قانع سي چي دا کسان ددوي دارزشونو او غوښتنو درک لري او دهغو د تطبيق لپاره په اخلاص کار کوي. پرخارجيانو ډيره تکيه، د حکومت واګي ناروا، غلو، رشوتخورو، ظالمو او بېدينو ته په لاس ورکول د افغان دولت د مشروعيت معنوي اړخ سخت تخريب کړيدی. بدون شک يوغيرمشروع حکومت کولاي سي تريوڅه وخته د بهرنيانو په نظامي زور او مالي مرسته وچليـږي، پر ځينو سيمو کنترول ولري او يو لږوډير کار هم وکړي خو د خلکو درناوي او د هغو په نظر د حکومت کولو مستحق اوسيدل بيا بله خبره ده. د مشروعيت بل مهم عنصر ددولت لخوا د خلکو د سر، مال او عزت ساتل او د هيواد دقوانينو تطبيقول دي. خلک بايد پدې معتقد وي چي يوازي دولت هغه مناسب قوت دی چي د حکومت کولو وړ او ددوي د اطاعت او همکارۍ په عوض کي ددوي سر و مال او ناموس ساتلاي سي. افغان موجوده دولت په هيڅ وجه ددې قابل ندي چي د خلکو امنيت وساتي او حتي ددولت په داخل کي پرزورواکانو قانون تطبيق کړي. يو دولت دخپل مشروعيت د تـثـبـيت لپاره بايد د قوې د استعمال يوازنۍ مرجع وي. دولت نه يوازي بايد خلک قانع کړي چي که کوم تصميم نيسي هغه سم او دخلکو په ګټه دي. همداراز، دولت بايد ثابته کړي چي دخپل هرتصميم دعملي کولو توان لري او خلک د قوانينو په اطاعت مجبورولای سي او که ضرورت پـېـښ سي پدي لار کي قوه استعمالوي. افغان دولت د ارادې او د قوې د استعمال دغه انحصار نلري بلکه په هيواد کي ډير نور قوتونه سته چي پر خلکو مسلط دي او د خپلو غوښتنو د تعميل په لار کي د قوې د استعمال توان لري. دغه حالت ددولت مشروعيت ته لويه صدمه رسولېده. داعتبار وړ يو حکومت دداسي همفکره خلکو مجموعه ده چي د خپل هيواد لپاره ګډ اهداف او مشترکه ستراتيجي لري. ددي لپاره چي خپل تصاميم عملي کړي يو حکومت په ادارو کي کار پوهه، صادق او ددولت اهدافوته وفادار کسان استخداموي. په افغانستان کي داوسنی حکومت غړي ګډ اهداف او مشترکه ستراتيژي نلري بلکه د متضادو عقائدو او خاصو منافعو څښتنان ددنيا له هرځايه راوستل سويدي. حکومت پوه او صادق کارکوونکي هم ډير کم لري. څرنګه چي افغان دولت معين اهداف نلري چي پرهغه ئې غړي راټول وي نو ځکه نامعلومو او متشتتو اهدافوته وفاداري بې مورده توقع ده. دغه سبب دی چي هر وزارت په حقيقت کي د يو زورواک پوسته، د يو تنظيم اډه او د يو قوم مسافرخانه ده. افغان دولت به ترهغو غير مؤثر او نامشروع وي ترڅو دا فاسد او نابکار عناصر په حکومت کي پر قدرت او دولت همداسي بېهدفه وي. که څه هم په موجوده حکومت کي ځيني ښه عناصر هم سته خو د هغو شمير کم او حالاتوته مثبت بدلون نسي ورکولاي. تاسي وګوری چي د مخدره موادو دکښت، استعمال او قاچاق کار و مشهورو قاچاقبرانو ته سپارل سويدي. شخصي مليشو، د مخدره موادو له تجارته راولاړ اقتصادي توان، او دحکومت له مواقفو څخه سياسي استفاده، زورواکانوته په مجموع کي تردولت ډير قوت ورکړيدی. دغه قوت عام ولس او ددولت کوچني مامورين پخپل اطاعت مجبوروي او ددولت مشروعيت ته نه جبرانيدونکي صدمه رسوي. پدي ډول ددولت مشروعيت له دننه سخت تخريب کيـږي. د يو ولايت د والي له دفتره تصادفاُ اته ټـنه ترياک راوايستل سوه. که څه هم هغه ددې پرځاي چي مجازات سي ونازول سو خو هغه بيا هم ددغه تصادفي توهين په مقابل کي ناټو او حکومت ته پخپله سيمه کي لوي درد سر جوړ کړيدی او د دولت مشروعيت ته يي لويه ضربه ورکړيده. يو دولت خپل مشروعيت هغه وخت په خلکو منلای سي چي د خلکو سره خپلی وعدي عملي او پرخپل ځان هغه قوانين اول پلي کړي کوم چي د خلکو څخه يي د تطبيق غوښتنه کوي. که ددولت متـنـفـذ غړي هغو قوانينو او مقرراتوته چي پخپله يي جوړ کړيدي درناوی ونکړي، که دوي ځانونه تر قوانينو لوړ وګڼي او څوک ئي د خيانت په جرم محکمي ته کش نکړای سي نو خلک به بدون شک دداسي دولت مشروعيت تر جدي سؤال لاندي راولي. لوی څارنوال عبدالجبار ثابت په وار وار پارلمان او ميډيا ته ويلي دي چي يوازي کمزوري کسان مـحکمه کيـږي او هغوي چي زور لري ازاد ګرځي بيله دي چي زه يي د نوم اخيستلو جراأت وکړم. ثابت وويل چي ماته هغه وخت ډير مشکلات پيښ سول کله چي مي افشاء کړه چي د بلخ والي (عطاء محمد نور) يو جنګسالار دی، شخصي مليشی لري، اساسي قانون ته احترام نلري او د رئيس جمهور امر نه مني. لوي څارنوال دا هم وويل چي د بلخ والي دا هم ورته ويلي وه چي دده بي مخکنۍ موافقي به ددولت هيڅ يو مامور پخپل ولايت کي پرې نـږدي. عبدالجبار ثابت د هرات والي (حسين انوري) هم په ورته تورونو تورن کړ. دواړو واليانو لوي څارنوال د بلخ او هرات څخه منع کړ. رئيس جمهور هم دلوی څارنوال په قول دده حمايت ونکړ او پدي ډول دهغوي دغو اعمالو ددولت مشروعيت ته شديده صدمه ورسول. مشهور جنګسالار او د افغانستان د فوج لوي درستيز (رشيد دوستم) څوک چي شخصي مليشي لري، د افغانستان په پارلمان کي د شبرغان نماينده (فيض الله زکی) ته هدايت کړي وو چي په ولسي جرګه کي کوم وزير ته رايه ورکړي. وروسته معلومه سوه چي نوموړي د دوستم د هدايت پخلاف خپله رأيه استعمال کړيوه. رشيد دوستم هغه په شبرغان کي د زرو خلکو په مخ کي ودراوه، راچپه ئي کړ او ترهغو ئي وواهه چي په وينو لژند او بيسده سو. ددې لپاره چي حکومت پدي واقعه کي مداخله ونکړاي سي او دواقعي په رازڅوک خبر نسي، ښاغلی زکي نژدي روغتون ته پرينښودل سو بلکه رشيد دوستم هغه پخپل شخصي هليکوپتر کي ازبکستان ته ظاهرا د تداوي لپاره واستاوه. دوه کاله کيږي چي ښاغلی زکي چا ندي ليدلي او په دولت کي هيچا د پارلمان ددي وکيل پوښتنه ونکړای سوای. سربېره پردغه، نژدي دوې مياشتي دمخه رشيد دوستم خپل يو حريف قوماندان اکبر بای د شرابو په بوتل وويشت او پر کور ئي چي په کابل کي جمهوري ارګ ته نژدي دي د راکټونو حمله وکړه. دوستم د لوی څارنوال دحکم باوجود چا بندي نکړای سوای. برعکس، کرزي اکبر بای وروغوښت چي ددوستم سره تر دعوي تير سه. په دغسي شرايطو کي چي حاکمان پخپله قانون ترپښو لاندي کوي نور به يې واحترام ته څه وهڅوي. هلته چي قانون او مجريان يي مظلوم نسي حمايت کولاي دولت څه مشروعيت لري؟ ددی لپاره چي خپل مشروعيت ثابت کړي، موجوده افغان دولت ته تقريبا غير ممکن ده چي د خپل مشروعيت دټولو داخلی دښمنانو سره په يو وخت وجنګيـږي لکه جنګسالارۍ، مخدره مواد، رشوت، بهرنی مشکل او مسلح مخالفين. د افغان دولت اوسنۍ وضع هغه سخت ناروغ ته ورته ده چي د روغتون د شديد مراقبت په خونه کي بستر او د څو خطرناکه قوی ناروغيو په مقابل کي د ژوند او مرګ په کشمکش کي راګير وي. که د نوموړي څخه د رغتنون وسائل، اکسيجن او شديد مراقبت ليري سي ډير ژر به مړ سي. همدا راز که د اوسني حکومت له ساتني څخه 65000 بهرنی عسکر او د په زرو مليونو ډالرو پيچکارۍ ليري سي ډير ژر به سقوط وکړي. دغسي يو دولت به ولس پخپل مشروعيت څنګه قانع کړي؟ ناټو کلي بمبارډوي چي خلک د حکومت په اطاعت مجبور او په مشروعيت يي اعتراف وکړي. د زور بيځايه او بيموجبه استعمال د خلکو د قناعت مؤثره وسيله نده. زور يو منفور دولت په يوه مشروعه مؤسسه نسي بدلولاي. د خلکو حمايت بايد د خلکو د زړونو د لاسته راوړلو له لاري حاصل سي نه د قوي په استعمال سره. يوشمير د نړيوال حقوقو ماهرين فکر کوي چي د تروريزم پرضد جګړه اوس د پښتنو دلوئي پرګنۍ سره په جنګ بدله سويده چي نه يوازي ددولت مشروعيت ئې تر جدي سؤال لاندي راوستی دی بلکه دعام وژني حقوقي سؤالونه يي راولاړ کړيدي. د سږکال د جولای په اوائلوکی امريکايانو دنورستان په ولايت کي د عامي سورلۍ دوه موتران بمبارډ کړل چي په نتيجه کي ئې 22 ملکي کسان مړه او ډير نور زخميان سول. خلکو احتجاج وکړ. امريکايانو وويل دا ټول ترورستان او اشرار وه. ځائي حکومت دخلکو دشکايت دفشار په سبب سيمي ته هيئت واستاوه چي دهغه په نتيجه کي د نورستان والی تميم نورستانی په دغه واقعه کي د عاموخلکو، ښځو او ماشومانو د وژلو تائيد وکړ. ددغو اظهاراتو په سبا تميم نورستانی له دندي ګوښه کړه سو او امريکايانو خپله خبره بيا تکرار کړه چي داټول ترورستان وه (اريانا تلويزيون- 6 جولای 2008). پدغسي يوحالت کي به د والي څه حيٍثيت وي او دخلکو په نظر به حکومت څه مشروعيت ولري؟ د نورستان تر واقعې دوې ورځي وروسته امريکايانو دشينوارو په هسکه مينه کي د واده ورا بمبارډ کړه چي په نتيجه کي يې 48 تنه ښځي او ماشومان د ناوې او زوم په شمول شهيدان سول او 34 زخميان يې د ننګرهار روغتونونوته يووړل. امريکايانو اعلان وکړ چي دا ټول اشرار او ترورستان وه. دخلکو مظاهرو، جمهور رئيس کرزی مجبور کړ چي هغه کلي ته فاتحې او عذر ته ورسي په کوم کي چي دا غمناکه واقعه پيښه سوېوه او دغمځبلو سره غمرازي وکړي. خو امريکايانو خپل انکارته دوام ورکړ چي دوي يوازي ترورستان بمبارد کړيدي. وروسته د کنرونو او نورستان شوری ګانو او د هسکي مېني ولسوال خلکو او خبرنګارانوته وويل چي امريکايان پخپلو دغو بيمسؤليته کړو پښتانه بغاوت ته هڅوي. دوی په سيمه کي دخپلو اهدافو د تحقق لپاره په افغانستان کي جنګ غواړي (اريانا تلويزيون 8 جولای 2008). دغسي يو دولت به څه مشروعيت ولري چي د رئيس دولت خبره دده بهرني ملاتړي نه مني؛ هغه کسانوته چي دی په عذر ورځي هغوی يي ترورستان بولي او که يو والي پرخپل ولس دپردو ناروا په روا تعبير نکړي په سبا ئې له دندي شړل کيـږي؟ د هيواد په شمال کي چيري چي د حکومت پخلاف علني جګړه نده روانه، خلک د زورواکانو، د بشر د حقوقو دتيري کوونکو، د فاسدو حکومتی مامورينو او قاچاقبرانو څخه چي پر سيمه حکومت کوي او نړيوال ملاتړ هم لري سر ټکوي. پوليس پر لويو لارو خلک پدي بهانه شکوي چي معاش يي کم او هغه هم ډير وخت ندي ورکول سوی. د فساد سره د مبارزي د ادارې مشرعزت الله واصفي وائي چي /ترڅو ددولت لوړپوړي چارواکي قانون نه مراعاتوي اداري فساد به جرم ونه ګڼل سي. اصلاحات بايد له لوړه پيل سي. که لوړپوړي چارواکي په مليونو ډالره سوء استفاده کوي او څوک څه نسی ورته ويلاي نو ته څنګه يو کوچني مامور ته ويلای سې چي 40 ډاره مه اخله./ دغسي يو حالت پر حکومت او پوليسو د خلکو اعتماد کم کړيدي چي نتيجتا ئي امنيت ته لويه صدمه رسولې ده. دغسي يو حالت نه يوازي پر حکومت د خلکو اعتماد کموي بلکه په ټولنه کي نظم مختلوي او هيواد د بحران سره مخامخ کوي. پدې ډول د هيواد په جنوب، شرق او غرب کي خلک د امريکا او ناټو له بمباريو او د حکومت له اداري فساد او مخالفينو په ژړا دي او په شمال کي ولس د فاسدو حکمرانانواو د غرب د ملګرو زورواکانو په عذاب دي. دغه حالت دافغان دولت مشروعيت ته سخته صدمه رسولېده. ناټو بايد پدي پوه سي چي د نظامي قوې استعمال يوه مؤقتي چاره ده. که د خلکو حمايت نه وي د قوې دغه استعمال اوعمراني هلي ځلي به څه نتيجه ورنکړي. إداري فساد تر ټولو ډير د حکومت په ځان لوي افت او بلا ده چي عدم امنيت، بغاوت او د مخدره موادو مافيا تقويه کوي. اداري فساد هغه کسان هم ناراضه او بغاوت ته وهڅول چي په اول سر کي حکومت ته خوشبين وه. حامدکرزي په 2 مئ 2008 کي دشپيګل المانۍ مجلې ته ويلي وه چي ما خپل په حکومت کي يو لوړپوړی چارواکی (رشيددوستم) له دندي ګوښه کاوه خو يو بهرنی هيواد (ترکيه) چي په افغانستان کي فوجونه لري پر ودرېد او ايسته مي نکړای سوای. پروسږکال د افغانستان ولسی جرګې دوه وزيران (د بهرنيو چارو وزير سپينتا رنګين دادفر او د مهاجرينو دچارو وزير حاجي محمد اکبر ځاځئ) د بيکفايتي په تور سلب اعتماد کړل. له اورېدو جرمنيان پر دادفر ودريدل. هغه تراوسه دندي ته ادامه ورکوي او ځاځي چي بهرنۍ واسطه ئې نه درلوده له وظيفې ګوښه سو. د شپيګل مجلې دا ادعاء هم کړيوه چي د افغان حکومت اکثره وزيران بهرني استخباراتو ته کار کوي. دغسي يو لاسپوڅی دولت به دخپلو خلکو په نظر څه مشروعيت ولري؟ څلرم سؤال چي هرچا کاوه هغه په دولت کي د رشوت او اداري فساد وو. جواب: په بون کنفرانس کي حکومتي مقامونه او څوکۍ زورواکانو او غربزده ګانو ته د خدمت په مقابل کي د غنيمت مال په ډول وويشل سول، هغوي پخپل وار ورسپارل سوي وزارتونه او ادارې خپلي قومي پوستي، دتنظيمونو اډې او د سوء استفادي مغازي وګرځولې. هغوي وزارتونه، ولسي جرګه او مشرانو جرګه، ولايتي جرګې، په مرکز او ولاياتو کي دولتي اداري ټولي پخپلو خپلوانو، حزبي وتنظيمي ملګرو او وفادارانو بيله دي چي د چا لياقت، کفايت او اهليت په نظر کي ونيسي ډکي کړې. که څه هم ځيني ښه خلک هم په کار وګومارل سول خو دهغوی شمير ډېر کم او مؤثريت ئې هم ډېر لـږ دی. همداراز، ځيني غربي هيوادونو لکه ايتاليا کوښښ کړيدي چي د افغانستان قضائي نظام اصلاح کړي خو تراوسه دا مهم ارګان له اداري فساد، د زورواکانو له اثر، دمسلکي قاضيانو له کمی او دقاضيانو د امنيت د نه تأمين سره مخ دی. نوځکه دا مهمه اداره اوس بېطرفه نده اوعدالت نسي کولای. د امنيت د لوی رئيس په قول عدليه ددولت د نورو ارګانونو سره هماهنګه نده نوځکه امنيت لکه څنګه چي پکار دی نسي تأمين کېدلای. په پلازمېنه کابل او ټول هيواد کي د زورواکانو، د بشري حقوقو د پايمالونکو، رشوتخورو او اداري مفسدينو بيله کومي ويري سرشاره ګرځيدل ددولت مشروعيت او دموکراسۍ دواړه سخت متضرر کړيدي. ډير وزيران، واليان او رئيسان علاوه پردې چي شخصي مليشې لري إن جی أو ګاني او شخصي انتفاعي مؤسسې هم لري چي هغه پيسې چي له بهره د مرستي په نوم افغانستان ته راځي پخپلو جيبو کي واچوي. دوی په هرخارجي قرارداد کي خپله ونډه هم لري. يو وزير يا مشاور تر 60000 ډالره په مياشت کي معاش لري چي د هغه وزارت يو سابقه داره مأمور 60 ډالره نلري. دماليې وزير انوارالحق احدي اريانا تلويزيون ته وويل چي معاش يي په مياشت کي 60000 ډالره او يو بهرنۍ اداره ئې ورکوي. دا وضع خپله اداري فساد پـيدا او تقويه کوي. پخواني داخله وزير علي أحمد جلالي وائي چي 4 وزيران او 13 واليان مستقيما د مخدره موادو په قاچاق او اداري فساد کي د کرزي د وروڼو په شمول لاس لري. کله چي د کرزي څخه د جلالي ددغه ادعاء پوښتنه وسوه هغه په ډير عصابانيت دغه ادعاء رد کړه او جلالي ئې په دروغو او فساد تورن کړ. په دولت کي د اداري فساد ښکاره او د شرم نمونه داده چي د فساد د مخنيوي د ادارې مشر ښاغلي عزت الله واصفي په عام محضر کي (ارياناتلويزيون 17- اپريل 2008) لوی څارنوال ښاغلی عبدالجبار ثابت په رشوت او سوء استفاده متهم کړ. لوي څارنوال پخپل وار عزت الله واصفي په رشوت او اختلاس تورن کړ او ويويل چي زما سره کره اسناد دي چي واصفي په فراه کي کله چي والي وو سوء استفادي کړيده. دواړو ادعاء وکړه چي موضوع به محکمي ته محول کوي. حکومت تردې حده شوړيدلی، اداري فساد تردې حده رسېدلی او قيادي جبن تردي حده مستولي سویدی چي د رئيس جمهور لومړي مرستيال ضياء مسعود ادعاء وکړه چي ددولت لوړ پوړي چارواکي د مخدره موادو په قاچاق کي لاس لري. کله چي د رئيس جمهور څخه ددي ادعاء په باره کي په اوله د اکتوبر 2007 پوښتنه وسوه هغه په ډير طنزيه ډول وويل چي که جراأت لري نومان دي ئې واخلي. يعني سته خو مګر د نومانو د اخيستلو جراأت په چا کي دی؟ عبدالجبار ثابت ادعا وکړه چي ما وکرزي ته د شلو لوړپوړو قاچاقبرانو او رشوتخورو نومان ورکړه خو هغه يې له تعقيبه منع کړم. ګويا، د لوړپوړو قاچاقبرانو، رشوتخورو او مفسدينو د نومانو د اخيستلو جراأت نه په يو وزير، نه د رئيس جمهور په مرستيال او نه پخپله په رئيس جمهور کي سته. انجنير محمد يوسف پښتون دښار ابادولو وزير ادعاء وکړه چي هيواد اوس د مځکو او مخدره موادو د مافيا په لاس کي دی. اداري فساد تردې حده اوس رسيدلی دی چي د کرزي ملاقاتونه خرڅيـږي. نړيوالي ټولني او افغان حکومت له اولي ورځي خلکو ته وعدې ورکولې چي امنيت به تأمينوي، سم او مؤثرحکومت به راولي او دهيواد بيا رغونه به کوي. افغانانو دوي ته کافي وخت ورکړ او لازمه همکاري يي ورسره وکړه ترڅو دوي خپل تعهدات پرځاي کړي خو متأسفانه تراوسه هيڅ يو له دغو تعهداتو عملي نسو. او حتي داسي هم ونسوه چي پر سمه او صحيح خوا قدمونه ايښوول سويوي څو دهغه په برکت هيواد ورځ په ورځ د ارامي او سوکالي خواته تللی واي. افغانانو د کرزي څخه د اداري فساد د ريښو ايستلو ډيره توقع نه درلوده داځکه اداري فساد په ډيرو هيوادو کي سته. خو دده څخه يي دا توقع وه چي د ابتدائي عدالت د تأمين په منظور د بدکارو، زورواکانو، قاچاقبرانو، د بشر دحقوقو دپايمالونکو، او سوء استفاده کونکو ملاتړ ونکړي او دهغو کسانو مخ ونيسي چي بهرني مرستي پخپلو جيبونو کي اچوي او نه پريـږدي چي خلکوته ورسيـږي. د حکومتدارۍ او عدالت ددغه بسيط عنصر کمزوري او په ډيرو ځايوکي نه موجوديت ددې سبب دي چي خلک د حکومت دفاع ونکړي او مخالفينوته لار او حتی ځاي ورکړي او يا حداقل بېتفاوت پاته سي. که ددولت وزيران او عاليرتبه مامورين شاهدي ورکوي چي دکابينې غړي، واليان او د رئيس جمهور کورنۍ او نژدي خپلوان په قاچاق او فساد کي اخته دي او بيا هم امريکا او نړيواله ټولنه يې بېدريغه مرسته کوي؛ که د رئيس جمهور مرستيال شاهدي ورکوي چي دده د حکومت لوړپوړي چارواکي مفسدين دي او دی يې دنيولو او حتي نوم اخيستلو توان نلري خو بيا هم ټوله غربي نړۍ دهمدې مفسدينو ترشا ولاړه ده افغانان به دداسي يوه بېکفيته حکومت او لداسي بهرني حمايت څخه د خير څه توقع ولری؟ دستري محکمې دعالي شوری غړي قاضي بهاءالدين بهاء اريانا تلويزيون ته په 6 جولای 2008 وويل چي د حکومت ډير وزيران، دهغوی معينان او د دوائرو رئيسان د ستري محکمې لخوا په رشوت او اداري فساد محکوم سويدي خو څوک ئې نسي بندي کولای. دغسي يو نظام به چي شريعت او قانون يوازي پرکمزوره تطبيق کيـږي او زورواکان ترقانون لوړ سرشاره ګرځي دخلکو اعتماد څنګه خپل کړي؟ د اوضاع ډېر څيړونکي پدې عقيده دي چي مخالفين ناټو په زور نسې ماتولای. خو بيله شکه اداري فساد، بيعدالتي او قاچاق به ئي حتمي ماتی ته ورټېله کوي او عمر به ئې ورلنډوي. پنځم سؤال د مخدره موادو د توليد وو. دغربي نړۍ پاليسيو افغانستان په يوه تارياکي هيواد بدل کړ څو دغرب په بازارو کي د مخدره موادو تقاضا ته جواب وويل سي. په افغانستان کي د ترياکو توليد له 180 ټنه په 2001 کي چي هغه هم په يوه محدوده ساحه د بدخشان کي کرل کيده و 6500 ټنه ته په 2007 کي ورسيد. اوس تارياک تقريبا 40٪ د افغانستان د ناخالصو ملي عوايدو (3.1 بليون ډالر) او د نړۍ د عرضې 93٪ تشکيلوي. ددغو ترياکو بيه په امريکائي بازار کي 430 بليون ډالره ده چي افغانانو ته يي يوازي 0.7٪ (3 بليون ډالر) رسيـږي. متباقي 437 بليون ډالره يې د اروپائي او امريکايائي سوداګرو په جيبو کي لويـږي. څيړونکي پدي عقيده دي چي مخدره مواد، د حکومت اداري فساد، د مخالفينو فعاليت، برمته نيول او په بيلو شکلونو د خلکو تهديد، ددولت په اداري دستګاه کي دزورواکانو نفوذ او جنايتونه دا ټول يوله بله ټينګي اړيکي سره لری. د مخدره موادو کاروبارکونکو ددولت په اداري، مالي اوعدلي نظام، انکشافي پلانونو، حکمومتداري او اعمار مجدد کي کافي نفوذ کړيدی. د مخدره موادو په پيسو او دغرب په حمايت، زورواکان شخصي مليشې ساتي او ددولت د قانون جوړولو او تطبيق کولو ارګانونوته اوامر صادروي. په تيرو څو کالو کي د مخدره موادو دکښت او قاچاق د له منځه وړلو لپاره ټول پلانونه او فعاليتونه ناکام سويدي. د سينلس مؤسسه ادعاء کوي چي امريکا او نړيوال د مخدره موادو د کښت او قاچاق په مخنيوي کي ناکام دي. افغانانو ته کار او دعائدو کومه بله منبع نسته نو ځکه مجبور دي ترياک وکري. د بلخ والي عطاء محمد نور د اريانا تلويزيون سره په 6 جولای 2008 په يوه مرکه کي وويل چي نړيواله ټولنه او دکابل په حکومت کي مؤثري حلقې په افغانستان کي دترياک کښت تشويقوي. د 2007 کال د اپريل په سر کي زه (ددې کتاب ليکونکی) وطن ته تللی وم اوهلته مي ددې ټولو عناصرو ائتلاف خپله وليد. په کوئته کي مدرسې خالي وي چي ټول طالبان افغانستان ته د کوکنارو د نېښ وهلو لپاره تللي وه دا خکه له قديمه نېښ وهل دطالبانو کار دی. په افغانستان کي عسکرو او ددولت کم رتبه مامورينو هم دسهار لخوا تر رسمياتو دمخه نېښ واهه داځکه معاشونه ئې کم وه او ديوي مياشتي په خواري ئې دټول کال ددولت معاش برابرولای سوای. دطالبانو قوماندانانو خپل زکات ځيني اخيست. ددولت اکثره عالي رتبه مامورينو يا پخپلو مځکو خاشخاش کرلي وه او که ئې مځکه نه وه بيا دوظيفې ترڅنګ دترياکو په تجارت مصروف وو. دداخلي او خارجي قاچاقبرانو خو پدا زندګي وه او حتي خارجي عسکر هم ددغه سخي بوټي څخه بې برخي نه وه. پدې ډول خاشخاشو خپل دکرم سايه پر ټولو غوړولې وه او دوست او دښمن يې په يو سنګرکی کښېنولی او يو وسيع ائتلاف ئې په جوړ کړی وو. که دولت يا ناټو دترياکو دله منځه وړلو لپاره کومه عملي هڅه کړېوای نو ټولو به ئې په ګډه مقابله کړېوای چي دا دکابل دولت ته يو لوی ګواښ کيدای سواې چي نه کرزي غوښت، نه امريکايانو او نه ناټو. پدې ترتيب هم د کوکنارو دتوليد دکنترول او هم په دولت کي داداري فساد دمخنيوي لپاره نه يوازي مشترکه ستراتيژي نسته بلکه کومه يوه چي سته هغه ددې دواړو ادامه او تقويه ده. د امريکا او ناټو په نظر اول بايد طالبان مات سي اووروسته بيا دترياکو او اداري فساد ته توجه وسي خو زه وايم دا دواړه داسي لوئي بلاوي دي چي هم به افغانان وخوري او هم به اشغالګران. پخپله په افغان دولت کي هم دترياکو دکښت دمخنيوي پر سر کډ موقف نسته. يوشمير مامورين وايې چي څرنګه چي په تيرو ديرشو کلونو کي جنګونو د بزګرانو داوبولګولو نظام خراب کړيدي، دغنمو او پنبه اصلاح سوي تخم نلري، کيمياوي سره نه وررسيږي او په اسانه شرايطو د کښت لپاره پور نه ورپيدا کيږي نوځکه بزګران مجبور دي چي ترياک وکري. دنيا بايد مرسته وکړي چي دبزګرانو دغه مشروع غوښتني ترسره سي. خو ځيني بيا حتي د وزيرانو په سويه وائي چي نه، خاشخاش خلک له مجبوريت اوغريبۍ نه کري بلکه ډيري پيسې جوړوي. همداراز، حامد کرزي دخاشخاشو پرکښت د هوا له لاري دزهرياتو دپاشلو شديد مخالف دی خو لومړی مرستيال يې بيا په شدت طرفدار دی. دامريکا په خارجه وزارت کي دافغانستان لپاره دترياک دکنترول پخوانئ لوی مسؤل تامس شوئچ دنيويارک ټايمز سره په يوه مرکه کي (27 جولای 2008) ويليدي چي په افغانستان کي دتارياک دکښت دملاتړ په منظور دافغان دولت دلوړپوړو فاسدو چارواکو، ډارنو اروپائيانو، دپنتاګون تنګنظرو فوجيانو او طالبانو يو نامطلوب ائتلاف جوړ دی. او ترڅو دا ائتلاف وي دا بوټی به غوړيدلی پاته وې. ناټو او زموږ وزارت دفاع د کوکنارو پرضد د عملی اقدام مخالف دۍ؛ برتانويانو په هيلمند کي خلکو ته ويلي دي چي دوي په تارياکو غرض نلري. افغان حکومت وايې چي بزګران خاشخاش له غريبۍ کري خو ملل متحد بيا وايي چي نه داکار له مستۍ کوي. پدې ډول دتارياکو دکښت دمخنيوي لپاره هيڅ مشترکه ستراتيژي نسته. دامريکا ددفاع وزير رابرت ګېتس وکانګرس ته په ډسمبر 2007 کي وويل چي موږ په افغانستان کي دکوکنارو د له منځه وړلو لپاره واضحه ستراتيژي نلرو. تامس شوئچ وائې چي که طالبان لدې کښته ګټه اخلی نو کرزي او دولت يې هم ډيره اخلي. دکرزي په حکومت کي بيساری اداري فساد ددې سبب سوی چي قاچاقبران په ازاد خپل کار وکړي او که احيانا ونيول سي رشوت ورکوي او خوشي کيـږي. عبدالجبارثابت ماته ويليدی چي ما دشلو لوړپوړو چارواکو نومان چي د مخدرا - بېرته شاته