(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دخوشحال خان سړیتوب د ساپوهنې په رڼاکی

خوشحال خان یوه ستره معنوی شتمنی ده د ګڼ شمیر پوهنو د څیړنې په زړه پورې موضوع جوړوی او هره پوهنه پخپلو ځانګړو لارو ددی شتمنۍ د مختلفو اړخونو څخه ملغری راوباسی مونږ ددی شتمنۍ انګړ ته د ساپوهنې په لارو ( طریقو میتودو ) ورننوځو او ددی هڅه کوو چې د خوشحال خان د سړیتوب ځنې لړونه راوسپړو . د هر انسان سړیتوب د هغه ټولنې د اغیزې د لاندې په کومه کې چې پیدا شوی وی وده کوی د خوشحال خان د ژوند ډیوه په پښتونخوا کې بله شوی ده، له دی کبله پښتنې ټولنې ته لنډ نظر اچول ضروری دی . پښتنه ټولنه یو موړ او بډای کولتور لری چې پښتونولی نومیږی د پښتو نولی بنسټ د اولسی جرګو په یوه ډیموکراتيک ( جمهوری ) سیستم ولاړ دی دا جرګې یو د بل څخه ناپیلې او غیری مرکزی بڼه لری په جرګه کې لکه د سټیټ په شان اجرایه ، مقننه او عدلیه قوه راټوله شوی او خپلې پریکړی د رايو په توافق سره کوی . او د رایو په ډیره کی سره ئې نه کوی . دا ددې مانا لری چې پښتنو کې د هر تن رائی ته ارزښت ورکول کیږی او ځانګړتوب ( انفرادیت ) مهم رول لوبوی او د بلې خوا د پښتنو ژوند ټولنیز او ډله ایز دی . د پښتنو کورنۍ د لویدیز د کورنیو په بر خلاف غټی او څو کوله یا ( نسله ) دی کورنۍ د خيلونو ، خیلونه د قبیلو او قبیلې د قام سره تړون لری له دې کبله د پښتون پیژند ( تشخص ) پوړیز دی . که څوک ووائی چې زه مومند یا اپریدی یم نو هر څوک په دی پوهیږی چې پښتون دی یانی د خيل یا قبلې نه په پیژند ( تشخص ) کې د قام پیژند پروت دی همدغسې پښتو د یوې خوا د پښتنو ژبه او د بل خو ائې بنسټی قانون دی چې د يو شمیر نرخونو یا دودونو چې هر پښتون ئې پابند دی او ارزښتونو یا صفتونو څخه چې هر پښتون بایده دی چې ولری جوړ شوی دی د ځینو ارزښتونو یا صفتونو لومړنی توری ئې په هغه تورو پیل کيږی چې د پښتو او پښتون په لفظونو کې شته لکه پت ، ښیګړه ، توره ،وفا او ننګ. د پښتو د ارزښتونو يا صفتونو پوله يوازې په دی تنګه نه ده بلکې دا ارزښتونه زیات دی خو دا ارزښتونه زر یاد ته راځی کله چې سړی د پښتو یا پښتون د لفظ سره مخامخ شی میا سید رسول رسا په دی نښتون کې لیکی چې پښتو پښتانه خپلې ژبې ته وائی او پښتو پښتانه خپل ملی سیرت ته وائی د دنیا په هیڅ قوم کې ملی ژبه د ملی سیرت په مانا کې نه استعمالیږی دا امتیازی خصوصیت صرف د پښتو په کلمه کې دی یعنې فارسیوان دا نه وائی چې تا کې فارسی شته یا نشته یا عرب دانه وائی چې تا کې عربی شته یا نشته انګریزان دا نه وائی چې تا کې انګریزی شته یا نشته خو صرف پښتانه وائی چې تا کې پښتو شته یا نشته. په لنډو تورو سره پښتو د پښتنو قامی قانون ( آئین ) یا ژوند دود ( ضابطه حیات ) دی پښتو د ژبې په توګه هم زمونږ د یوې څیړنې له مخې بې ساری توانمنه ده . د پښتو ژبې د غږونو تورو شمیر چې د ژبې دتوان ( ظرفیت ) نښه ده حتا د نړیوالو پر مختلفو ژبو لکه انګلیسی او المانی په پرتله زیات دی که څه هم تراوسه پورې د پښتو ژبې ټولو ګړونو ته توری نه دی نیول شوی خو دهغه تورو شمیر چې اوس د پښتو په عربی لیک دود پکارول کیږی شپږ څلویښت ته رسیږی او د پښتو په پخوانی میخی لیک اووه دیرش توری تر اوسه معلوم شویدی . حال دا چې د انګلیسی ژبې د تورو شمیر شپږ ویشت او د جرمنی ( المانی ) ژبې د تورو شمیر دیرش دی په دې حساب پښتو د ژبې په توګه د انګلیسی جرمنی ژبو څخه زیات توان ( ظرفیت ) لری یانی دودې زیات قابلیت لری خو کار ورته نه دی شوی او دوييو ( لغاتونو ) او نومونو ټولګه ئې د انګلیسی او جرمنی ژبو په پرتله ډیره کمه ده . ژبه نه يوازی د قامی پیژند نښه ده بلکی د ټول ساوال ( نفسی ، روحی ) ژوند سره ټينګه تړلی او د ساوال ژوند په وده کې کره برخه لری او هم د ساوال ژوند جوړښت او وده په ژبه پوره اغیزه لری او د ژبې څرنګوالی ټاکی ژبه او ساوال ژوند یو له بل سره دوه اړخیزه اړیکې لری او يو له بل څخه بیلدلی نه شی خپله سوچ ( اند یا فکر ) د ژبې يوه بڼه او څهره ده. د ژبې په ډډ او وده سړی سم پوهیدلی نه شی که ئې د نورو سا والو ( نفسی ، روحی ) پیښو او ځواکونو څخه په ناپييلی توګه د اشارویو سیستم وګڼی او یا ئې د ګوښی او ځانګړی توان نښه لکه د پوهیدلو او پوهولو ( مفاهمې ) اله ګنړلی . که پورتنی متن راغونډ کړو په پښتنی ټولنه کې ځانګړتوب او ډله ایز توب تر منځ ازادی او تړون شته او هم پښتو د پښتنو ژبه او قانون دی . په ساپوهنه کې د انسان د سړیتوب ( شخصیت ) دلړونو د معلومولو لپاره مختلفی تلې اولارې شته مونږ د رول د راسپړیدلو په لاره د خوشحال خان د سړیتوب لړونه په ګوته کوو . په پښتنی ټولنه کې د یو تن مقام د پښتو مټ ،مال او پوهې ( تجربه هوښیارتیا او علمیت ) له مخې ټاکل کیږی. مشر ته درناوی په پښتنی ټولنه کې په همدی اصول یانی پوهې په بنسټ دی چې تجربه به ئې زیاته وی . ددې څلورو توکونو ( عناصرو ) اندازه او ترکیب په پښتنی ټولنه کې د انسانی رول او مقام راپه ګوته کوی چې د سړیتوب هنداره ده هر څومره چې سړیتوب کې پښتو زیاته وی هغومره قامی سړیتوب دی . خوشحال خان د پښتو ژبې وتلی شاعر دی او د شعر تومنه ( خمیره ) په لاشعور کې د سرته نارسیدلو هیلو څخه جوړیږی چې د تخیل سوچ او احساستو په مرسته سره د الفاظو په تنظیم شوی رنګ کې ټولنې ته وړاندې کیږی لاشعور د سړیتوب یا شخصیت خوځونکی قوه ده ، هر شاعر په خپل شعر کې د ګل یا بلبل نندار چې او یا د یوی ډلې قبیلی قام او یا کومې نظرئې د نمائنده په توګه رول لوبوی هر شعر ځانته موضوع لری چې دا موضوع خاصه یا عامه کیدلی شی او کوم شعرونه چې موضوع نه لری نو هاغه شعر د شعر لپاره دی او پخپله موضوع ده . مونږ د خوشحال خان رول د هغه په یو شمیر شعرونو کې را په ګوته کوو . خوشحال خان وائی : زه خـــــوشــــــحــــــال د شــــــهــــــبـــاز خــــــان یــــــم چـــــــــی تـــــــــــــــورزن یـــــــــــم کـــان پــــــــــه کــــان
شـــــهـــــــبــــــاز خــــــان د یــــــــحـــــــیــــــی خــــــان ؤ چــــــــــې بـــــــل نـــــــــــه ؤ هـــــــــســــــــې ځـــــــــــــوان
یــــــــــحــــــــــــــیـــــــی خـــــــــــــان د اکـــــــــــــــــوړی ؤ چــــــې پـــــــه تــــــــــــوره شــــــــو ســــــــلـــــــــــــطــــان
د هــــــــجـــــــرت زر دوه ویــــــــشــــــــت ســــــــــن ؤ چــــــــې زه راغــــــــلــــــــم پــــــــــــــه جـــــــــــــــهـــــــــان
هـــــــغــــــــه کـــال پـــــــــوره پــــــــــنــــــــځــــــــــوس ؤ چـــې شـــهـــــیـــــــد شـــــــــو شـــــــهـــــــبــــــاز خـــــان
د هـــــــــــــــــغــــــــــــــــه دور بــــــــــــــاچــــــــــــــــــــــــا ؤ قـــــــــــدردانــــــــــــــــــه شـــــــــــــــــــاه جـــــــــــهــــــــان
د پـــــــلار ځــــــائـــــــې ئـــــې مــــــــاتـــــــــه راکــــــــــړ پـــــــه اولـــــــس شــــــــــــوم حـــــــــــــکــــــــــــمــــــــران
کـــــــــــــه د تـــــــــــــــــورې کــــــــــــــــه د ورکــــــــــــړې هـــیـــــڅ مـــــې پـــــــــرې نـــــــــه ښـــــــــــود ارمــــــان
لــــــــکـــــــــه خــــــــــــــرڅ مـــــــــــې دبـــــــــــابــــــــــــا ؤ زمــــــــــــــــــــــــــــا لاو دوچــــــــــــــــــــــــــنــــــــــــــــد ان
واړه دیــــــــــــــــرش زره خــــــــــــــــــټـــــــــــــــک دی درســــــــــــت زمــــــــــا ؤ پـــــــــــــــــه قـــــــ‎‎‎ــــــربـــــــــان
درســــــــت خـــــــــټـــــــــک زمــــــــــــا پــــــــــــــــه دور نــــــــــــامـــــــــــــــــــــور شـــــــــــــــــــو پـــــــــــــــــه دوران
او په بل ځای کې وائی :
زه د یــــــوســـــفــــــزی پــــه ځــــان زهــروم قــــــــاتـــل بــل مــقـــصــد مــې نـــه ؤ پــه خـــدمــــت کې دمـــل
په دی بیتونو کې خوشحال خان د خټکو د قبيلې د مشر رول لوبوی چې د پلار نیکه نه ورته میراث پاتې دی او د مغلو د باچا شاه جهان سره د خپلې کورنۍ او ځان اړیکې راښائی او وائی چې دا اړیکې ددی د پاره وې چې يوسفزو ته زه زهر قاتل وم . د خوشحال خان اړیکې بیا د مغلو سره خرابیږی د مغلو له خوا بندی کیږی او د بند څخه وروسته د مغلو د منصب نه لاس اخلی او وائی :
د مـــغــل مــــنـــصب مې پــریـــښـود هسـې خــوښ لکــــه خــــلاص له لـــویـــه بـــنـــده بـــــــــــــنــدیـــوان ازادی تـــر بــــــاچـــا هـــــــــــــــــی لا تــــــــیــــری کـــــه چــې د بـل د حــکــم لانــدی شــی زانـــدان شـــی
بیا د قام د مشر په رول کې ډګر ته راځی او وائی :
درســــت پـــښــــتـــون د کـــنـــدهــــاره تـــر اټــــکـــه ســـره یــــو د نــــنـــګ پـــه کــار پــټ او اشــــکــار
په بل شعر کې وائی :
هــره چــــار د پـــښـــتـــانـــه تــــــــر مـــغــل ښـــــــــه ده اتــــفـــاق ورڅــخـــه نـــشـــتـــه ډیـــــــــــــــــــر ارمـــان د بــــهــلـــول او د شــــیــــــــــــر شـــاه خـــبـــرې اورم چــې پــه هــــنـد کـــې پښـــــــــتــانــه ؤبــاچــاهــــان شــپـږ اوه پـــیــړۍ ئـې هــســې بـــادشـــــــاهـــی وه چـــې پــــه دوی پـورې درســــت خــلــق ؤ حـیـران کـه تـوفـیــق د اتـفــاق پـــښــتــانـــه مــــــــــــــومـــی زوړ خـــوشـــحــال بــه دوبـــاره شــی پــه دا ځـوان
پدی شعر کې خوشحال خان پښتانه او مغل سره پرتله کوی د پښتنو هر کار د مغل نه ښه ګڼی او د پښتنو د لودی او سوری قبیلو باچاهانو ته ګوته نیسی چې په هند ئې ډیره موده حکومت کړی یعنې پښتون قام خو لا څه کوې چې قبیلې ئې د حکومت کولو جوګه دی . د خوشحال خان په وخت کې قبیلوی سوچ او احساس پله که څه هم د قامی سوچ تصور پکې پروت ؤ خپله د قامی سوچ او احساس د پلی څخه درنه وه. خوشحال خان قامی سوچ ته پاملرنه وکړه او پښتو ئې د مټ یانی قبیلې او مال څخه مخکې کړه او په دی توګه ئې د ټول پښتون یا قامی وحدت نظريې ته ژوند وبخښلو او د قامی سوچ او احساس پله ئې د قبیلوی سوچ او احساس څخه درنه کړه . لکه د پورتنیو شعرونو په شاه خوشحال خان پخپلو نورو شعرونو کې هم د قامی مشر په رول کې د پښتنې ټولنې نیمګړتیا او بې اتفاقی راپه ګوته کوی او د بې اتفاقی د منځه وړلو د پاره د پښتنو په ارزښتونو ټینګار کوی او وائی :
سردې درومی مال دې درومی پـت دی نــــه ځــــی د ســــــړی د چـــارې کـل خــــــوبـــــــــی پــــــه پــــت ده
د خوشحال خان دا پورتنی شعر په عملی تجربو ولاړ دی او د پښتنې ټولنې حقیقی تصویر دی پښتانه تل په خپل ټوپک ویشتل شوی. پښتانه پردو نه دی ټکولی بلکې د پښتو څخه پردی شوی پښتون ټکولی دی او یا هغه پښتون چې د پښتو يا پت څخه چې د پښتو برخه ده مال ته ئې امتیاز ورکړی او د مال له خاطره د پردو غیږ ته تللی دی د خوشحال خان نیړغ په دې کې پروت دی چې د خپلې کورنۍ او قبیلې د اغیزې څخه ئې ځان خلاص کړو او د ټول پښتون سوچ ئې خپل کړو او قامی ګټې ئې د وخت د سوچ او اند په برخلاف د قبیلې ، خيل او کورنۍ د ګټو څخه درنې کړی . پښتون کول ئې د پښتو ويلو او لیکلو سره یو ځای مخ په وړاندی بوتله، له دی کبله د تورې چې د پښتو کولو پورې اړه لری او قلم خاوندګڼل کیږی چې د پښتو ویلو او ليکلو پورې اړه لری چې د یوه بشپړ پښتون نښه ده دخوشحال خان پوه هم بې ساری ده . فلسفی ، اخلاقی ، دینی تاریخی ، ادبی او سیاسی مطالب پخپلو شعرونو کې رانغښتی دی او په هر برخه کې خوشحال خان د سړیتوب د ودې په جګ پړاو کې د خپلې پوهې رڼا کې پښتو ته د مال او پت څخه اوچت ځای ورکړی دی له دی کبله ورته د پښتون د قامی وحدت د نظريې پلار وئيلی شو. لنډه دا چې خوشحال خان یو ډیر اړخیزه سړیتوب دی چې د پوهې پلوشې ئې نه يوازی پښتونخوا بلکې نړۍ هم روښانوی دا ډول سړیتوبونه د خپلې لوړې معنوی شتمنی له کبله ابدی ژوند وی . د خوشحال خان وروسته د باچا خان د سولې فلسفې د پښتون قامی وحدت ته ژوند وروبخښلو . په اوسنی وخت کې قامی سوچ او احساس په پښتنو کې ژوندی شوی دی د پښتون / افغان قامی جرګه کې چې د ننګیالی مشر خان لالا محمد افضل خان په زیار سره د پښتونخوا په پېښور کې د دوه زرم کال په ځوارلسم او پنځلسم نومبر جوړه شوی وه ټول پښتانه قامی مشران د پښتنو په نوی تاریخ کې د لومړی ځل لپاره په يو ټغر راټول شو او دا احساس ئې د مینځه یوړو چې پښتانه اتفاق کولی نه شی دې جرګې د پښتون د قامی وحدت پریکړه وکړه او د یو شمیر غوښتنو سربیره ئې دا قرارداد پاس کړو چ « پښتون يو غاصیب ویشلی دی د غاصب عمل قانونی حیثیت نه لری قامی يووالی د پښتون / افغان قوم حق دی دا چې کله او څنګه به حاصلیږی وخت به خپله ددی حل رواکاږی د پښتون / افغان قامی وحدت د هیچا په ضد نه دی دا دیو تاریخی جقیقت پیژندل او په سیمه کې د امن د پاره ضروری دی » اوس نو دا د هر پښتون دنده او ذمه واری ده چې د پښتون / افغان قومی جرګې ددې پریکړې د عملی کولو د پاره د خپل وس سره سم هلې ځلې وکړی . اخستونځی : میا سید رسول رسا په « ارمغان خوشحال » کې يونیورسټی بک ایجنسی خیبر بازار پېښور ، ظریف پوهاند ډاکتر ګل جانان « پښتو میخمری ډیبونه دوه زره پنځه سوه کاله پخوا » چاپ رحمت پر ینټنګ پریس پېښور نولس سوه څلور نویم کال، کبیر ستوری « ژبسا پوهنه » خپرونکی د پښتونخوا د پوهنې دیره ، پېښور نومبر دوه زره وحدت ورځپاڼه / وحدت : ۲۴ جون ۲۰۰۱
Daily Newspaper "The daily Wahdat" / 24th June 2001
De Khushal Khan Khatak Sareetob De Sapohaney Pa Rana Ke Arwahaad Kabeer Storay - بېرته شاته