(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پروفيسر جهانزيب نياز سره مرکه

پروفيسر جهانزيب نياز يو داسې نوميالی پښتون شخصيت دی چې د ادب، سياست او تعليم په حواله ئې هيڅوک د خد ماتو نه سترګې نه شى پټولی ، ښاغلی که يو خوا د فخر افغان خان عبدالغفار خان د خوريى په توګه په دې منطقه کې د پښتون سياست يو پوره تاريخ پخپله سينه کې خوندى لرى نو بلخوا ئې د پيښور يونيورسټۍ د پښتو څانګې د چئيرمين په حيثيت ګڼ داسې تعليمى خدمات ترسره کړى دى چې نن هم ترې پښتانه طالب علمان محفوظ کيږى، او ددې ترڅنګ ئې د ادب په ميدان کې هم دومره لويه نامه پيدا کړې ده چې د غنى خان غوندې ستر شخصيت ئې هم پخپله شاعرۍ کې ذکر کول لازمى ګڼى. ښاغلی جهانزيب نياز چې د ژوند د کوم نشيب وفراز راتير شوے اؤ دبلها زړۀ چاؤدون نه وروستو ئې ځان ته په پښتنى ټولنه کې کوم ممتاز مقام جوړ کړی دی نو هغه يو لوئې داستان دی خو مونږ هڅه کړې ده چې د جهانزيب نياز يو باب مخې ته کيږدو. ياز يو داسې نوميالے پښتون شخصيت دے چې دادب، سياست او تعليم په حواله پوښتنه:- په ادب کې ستا زياته توجو شعر پلو ده ولې دې تحقيقى او تنقيدى کار نه دی کړی؟ ځواب:- دکله نه چې زه په ښه او بد پوهه شوی يم نو خدائى خدمتګار تحريک کې مې برخه اخستل شروع کړى دى - ما ړومبی شعر په ١٩٥١ کې وئيلی وؤ- روستو دسياسى هلو ځلو له امله دهاغې وخت واکدارانو جيل ته واچولم دقيد تيرولو نه پس يو ځل بيا سياسى فعاليتونو کې مصروف شوم او نيمګړی تعليم مې مکمل کړو- دغه وختونو کې مې څه مضامين ليکلى دى چې هاغه وخت په رهبر او اباسين مجلوکې چاپ شول خو ددې شمير دومره نه دی چې کتاب ترې جوړشى- البته ماسره دا وخت تر يو څلويښت ناچاپې مقالې شته چې ډير زر به دکتاب په شکل کې راڅرګندې شى- دلته بايد داهم ووايم چې زه دپنځم جومات طالب علم ؤم چې شعر ته مې مخه شوه خو کله چې دباچاخان جوړ شوى ازاد سکول کې داخل شوم نو توجو مې دشعر په ځائې تقرير ته شوه او تر يوې مودې دليک لړۍ ختمه شوه- بيا چې کله اسلاميه کالج کې داخل شوم نو هلته صرف مسلم سټوډنټس فيډريشن وو نو مونږ ځينې ملګرو سوچ وکړو چې دغه تنظيم کې دنورو مذهبونو شاګردان برخه نه شى اخستی نو مونږ په شريکه سرحد سټوډنټس فيډريشن جوړ کړو- زه ددغې تنظيم وړومبی صدر ، شهزاد ګل ئې سکتر اوحيات خان شيرپاؤ ئې جائنټ سکتر وو کله چې ددرس دپاره لاهور ته لاړم نو دراوى رسالې دپاره مې مضامين وليکل ، مطلب مې دا دی چې زما دژوند اړخونه ډير پيچلى وو نو ځکه تحقيق يا تنقيد ته په پوره ډول نه يم سم شوی البته اوس هيڅ مصروفيات نه لرم او په دغه موضوعاتو مې ليکل پيل کړى دى- پوښتنه:- تا دخپل ژوند متعلق يو کتاب ليکلی وو نو کوم وجوهات وو چې هغه دې منسوخ اعلان کړو؟ ځواب:- کتاب ما نه دی منسوخ کړی - البته ددغې کتاب په وجه زمونږ خاندانى ستونزې راولاړې شوې دخپلې ميرمن او زوې په وينا مې دکتاب څو کرښې منسوخ کړې دى- ټول کتاب مې نه خومنسوخ کړی دی او نه به ئې منسوخ کړم- زه نه غواړم چې قبر ته ډکه سينه ولاړ شم- پوښتنه:- دپښتنو سياسى ګوندونه هم دپښتو دخدمت دعوه کوى او ليکوال شاعر هم دغه مرام لرى خو ددې باوجود ددواړو ترمنځه فاصلې دى- دې کې څوک ګرم دى؟ ځواب:- دباچاخان خدائى خدمتګار تحريک سياست نه بلکې دپښتنو په شعور کې اضافه کول وو- هغه دپښتو ژبې مجله جارى کړه دتعليم داضافې دپاره ئې ازاد سکولونه پرانستل او دپښتنو پام ئې تجارت پلو راوګرځولو خو متاسفانه نننى سياستدانان په پيسو خرڅيږى مونږ او زمونږ ژبې نه په جمهورى دور کې پرمختګ وکړو او نه مو په مارشلائى نظام کې ګټه ترلاسه کړه نو په داسې حالاتو کې به دليکوال او سياستمدار ترمنځه فاصلې ضرور پيدا کيږى- اوسنى وخت کې هيڅ يو سياسى ګوند اديب ځان ته نزدې نه کړو- پوښتنه:- که ليکوال دسياستمدارو نه سرټکوى نو بيا ليکوال ولې په مختلفو ډلو ويشل شوى ښکارى؟ ځواب:-باچاخان به وئيل چې پښتنو په دې اتفاق کړی دی چې دوى کې به اتفاق نه راځى- زه بايد داخبره په ډاګه کړم چې دعالمى پښتو کانګريس ځينې غړى ماله راغلل او په ما ئې جرګه وکړه چې زه دې دکانګريس مشر شم- کله چې زه دهغوى پروګرام له لاړم نو هلته معلومه شوه چې دصدارت دپاره به انتخابات کيږى نو ما انکار وکړو ځکه چې انتخاباتو نه ماته دنفاق بوئى راتلو- بهر حال انتخابات وشول اوزه ئې دکانګريس صدر منتخب کړم خو دلته زه بايد ووايم چې په نورو نومونوکوم ښاغلى دپښتنو خدمت کوى زما هغوى سره کلکې اړيکې دى او زما هڅه ده چې ټول په يو پليټ فارم راغونډکړم- پوښتنه:- ستا کتاب څه ليدلى څه اوريدلى دمطالعې نه دا نتيجه اخستل کيدی شى چې دقيوم خان سره ستا تر يو حده تعلق وو- نو سوال دا پيدا کيږى چې دهغه خو باچاخان سره سياسى اختلاف لرلو، نو بيا تا څنګه هغه سره اړيکې جوړې کړې؟ ځواب:- زه چې کله په وړومبى ځل په ١٩٤٨ کې ګرفتار شوم - په ما دا تور لګول شوی وو چې ما دباچاخان خلاف دتقرير ځواب ورکړی وو او واکدارانو خپل کتاب کې ليکلى وو چې جهانزيب نياز دباچاخان نه هم خطرناک سړی دی لږه موده پس ئې زه ديوې مياشتې په پيرول پريښودم نو زه نيغ اسلاميه کالج ته لاړم او دپرائيويټ امتحان ورکولو دپاره مې تيارى شروع کړه هاغه وخت مفتون صيب دايم ايس ايف صدر وو- يوه هفته پس زما په نوم چيټۍ راغله او کلرک راته ووئيل چې دکالج پرنسپل دې غواړى چې زه پرنسپل له ورغلم نو پرنسپل برادرټن قيوم خان ته فون وکړو چې زما داجازې نه بغير دې زما شاګرد ولې ګرفتار کړی وو- قيوم خان ورته په ځواب کې ووئيل چې ما سره دې ملاقات وکړى او زه به ئې پيرول کې نوره اضافه وکړم- زه چې قيوم له دفتر ته ورغلم نو هغه ماته ووئيل چې ته مانه بلکې جعفرشاه ميا ګرفتار کړی ئې- قيوم خان جعفرشاه خپل دفتر ته راوغوښتو او تپوس ئې ترې وکړو چې جهانزيب دې په کوم تور نيولی دی نو هغه زما کتاب خلاص کړو او ورته ئې ووئيل چې دا سړے دباچاخان نه زيات خطرناک دی نو ځکه مو بندى کړی دی - هاغه ورځو کې به شهباز اخبار روزانه ليکل چې څومره غداران مسلم ليګ کې شامل شوى دى خو زه په دې هيڅ شرم نه محسوسوم چې زه په کومه طريقه راخلاص شوم- دبى ای کولو نه پس زه لاهور ته دايم ای ډګرى اخستو دپاره لاړم او دغو ورځو کې قيوم خان دصوبې نه مرکز ته بدل شوی وو- قيوم خان چې لا دلته وو نو ماته ئې سوال ځواب راوليږلو چې ته فقط بى ای وکړه نو بيا ګوره چې زه څه کووم پوښتنه:- پښتنې سيمه کې چې نن کوم حالات دى نو په دې حقله ته دباچاخان دکورنۍ دکردار نه مطمئن ئې؟ ځواب:- مخکې دای اين پى کردار ډير واضحه نه ښکاريدو خو اوسنى حالاتو کې داسې ښکارى چې ای اين پى ډير مثبت ګامونه پورته کړى دى او بله خبره دا ده چې ای اين پى په داسې حالاتو کې څه کولی شى- البته چې څه کوى نو هغه داطمينان وړ دى- او تر کومې ئې چې کوم نو زما خيال دی چې صحيح روان دى- پوښتنه:- دډيورنډ په کرښه دازغن تار غزولو او مائنونو ښخولو خبرې کيږى- ته دې ته څنګه ګورې؟ ځواب:- يو اړخ ته مونږ لګيا يو مشرقى پنجابيانو ته دواهګې په سرحد اميلونه اچوو دکشميريانو دنزدې کولو دپاره دکنټرول کرښې دختميدو وړانديزونه هم راځى خو دلته دپښتنو ترمنځ دديوالونو جوړولو خبرې کيږى او يقيناً چې دا دتشويش خبره ده هيڅ يو پښتون به دې ته تيار نه شى- پوښتنه:- افغانستان کې چې کوم حالات روان دى نو ته دې ته څنګه ګورې؟ ځواب:- افغانستان کې روسيانو له ماتې پښتون ورکړې وه امريکې يا بل چا نه نو ځکه اوس دپښتون دتباهۍ هڅه روانه ده. پوښتنه:- ته نه يوازې دا چې دباچاخان خوری ئې بلکې هغه سره ډير نزدې هم پاتې شوی ئې- تا هغه نه څه زده کړى دى؟ ځواب:- باچاخان سره دقربت په وجه زما وطن او پښتو ژبې سره مينه پيدا شوه او درشوت او چورچپاول نه مې کرکه وکړه- پوښتنه:- ماشومان دې څومره اوکومو کارونو کې بوخت دى؟ ځواب:- دوه لوڼه لرم چې دواړه دخيره سره ډاکټرانې دى او دوه زامن چې هغوى هم داعلى تعليم نه پس په مهمو چوکو کار کوى- ټول ماشومان مې واده شوى دى نو ځکه زه اوس خپل ځان ارام ګڼم او غواړم چې ددې وخت نه فائده پورته کړم او ليک لوست وکړم-
Doha:By Firoz Apridi A book released here last weekend gives an interesting insight into how Mahatma Gandhi´s message of non-violence during the freedom movement in pre-partition India, found some of its ardent followers in a region known more for bloodshed than peace. The book is an autobiography of an elderly Pathan and the region, undoubtedly, is the North West Frontier Province (Pakhtoonkhwa) of Pakistan. Prof Jehanzeb Niaz is no ordinary Pashtun. He is a triple post-graduate, has taught at the University of Michigan for a while and, above all, is a nephew of the legendary Khan Abdul Ghaffar Khan, popularly known as Badshah Khan. Badshah Khan´s closeness to Mahatma Gandhi has earned him the epithet of Frontier Gandhi in India. Almost every major city in the country, including Bombay, has a street named after him. Niaz´s autobiography is, unfortunately, in Pashtu, a language only Pathans can understand, but Niaz says it would soon be translated into Urdu and, perhaps, into English as well. This is the only published Pashtu work in the language´s history to have been released outside the NWFP, says Firoz Khan Afridi, head of Pak Pashtu Adabi Tolna, a Doha-based literary organisation of Pakistani Pathans, which launched the book. Born in 1927, Niaz was barely 10 when he had his first encounter with Mahatma Gandhi who had come to visit Badshah Khan and the many schools he had set up in the area. After that Niaz met Gandhi on two more occasions and even saw Jawaharlal Nehru several times. He joined the freedom movement in 1942 at the age of 15 when he was in school and spent three years in jail. Badshah Khan was his mother´s brother and had a great personal liking for him. When he died in 1988 after having been hospitalised for a while in India as well, Niaz recalls that the first dignitaries to have arrived in his uncle´s native village Othman Zai in Charsadda district, were the then Indian prime minister Rajiv Gandhi, wife Sonia and their two children. Ignoring protocol, Rajiv and family had landed directly at a regional airport – Peshawar. Rare experiences In his autobiography that one hopes would soon be translated into English, he even mentions how when he went to India in 1956, nine years after the partition, he first went to see a Hindu Pathan family who had migrated after the division in 1947. “We lived like one family before the partition,” said Niaz, speaking in chaste Urdu interspersed with some Sanskrit words. Niaz now holds a US passport. He was teaching Pashtu at Peshawar University and retired in 1987. He later moved to join his two daughters who are settled in the US. Niaz is a rare link to the common past which India and Pakistan share and with a heart that beats for the lands that now remain separated, he, perhaps, did the right thing by moving to a third country - بېرته شاته