(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د مالک اپريدي مينه

استاد حبيب الله زړۀ سواند شينواری دپښتو معروف شاعر او اديب دی او خپله توره ږيره ئې دپښتو په لوستلو ليکلو او وئيلو کښې سپينه کړه، زړۀ سواند صيب دبره خاورې دهغو يو څو شاعرانو په شمير کښې راځى څوک چې په شعر کښې دمقصديت او معنويت سره سره دشعريت يا دهنرى تومنې قائله دى او دهغه ځنې ځنې شعرونه بيخى ددې وخت دډيرو ښو غزلګو شاعرانو دمعيار هسې لوړ او ښائسته دى ((وينې په ګلاب وينې، تڼاکې،، او دسيند په غاړه)) دهغه دخوږو خوږو شعرونو هغه کتابونه دى کوم چې ما لوستى دى زړۀ سواند صيب افغانستان کښې يو شته من او مخور بارسوخه مشر دی په ما ډير مهربان دی او کله هم چې پيښور ته راغلی دی زما تپوس ئې کړيدی داځل ديوې مياشتې نه دلته ديره ؤ هغه چې په کومه ورځ پيښور ته راغی زۀ په هاغه ورځ دوحې (قطر) ته روان وم وې دومره صبر وکړه چې سره ليدل وشى ماوې نۀ شى ځکه چې دوه ګينټې پس زمونږ جهاز الوتونکی دی او ما دسفر بيګ هم غاړې ته اچولی دی چې قطر نه راغلم بيا ئې فون کړی ؤ زۀ لاهور ته دخپل کتاب ((لړې)) دچاپ په سلسله کښې تلی وم او ددې تير اتوار په ورځ زۀ نورنګ ته دخپل يو شاعر دوست خالد حميد وادۀ له دشهاب بنوڅى او مزمل ملنګ سره تلی وم دۀ فون وکړو وې شايد چې زۀ او صابر شاه بيا په ژوند ونۀ ونيو، هغه دزړۀ بيمار دی او ځکه دا دمايوسۍ خبرې کوى ګنې په صحت او رخسار په سر خو دډيرو ماغوندې شاعرانونه اوس هم مضبوط او ښائسته دی. او پرون چې هغه کابل ته روان ؤ نو فون ئې وکړو ښه وه چې زۀ وم: صابر شاه زړۀ مې درپسې وچاودو شابه على سيد پلازه ابدره چوک ته راشه تاسو ډير ښائسته شاعر سره ملاقى کووم زۀ هم په هغه دم ورغلم، استاد زړۀ سواند مې مودې مودې پس وليدو روح مې ښاد او سترګې مې خوږې شوې همغه ماته رامخ کړو(( صابر شاه داددې پلازې مالک ((مالک اپريدی)) دی ښکلی ښائسته لوړ دنګ خوش صورته نيک سيرته په عمر ډير په وجود بيخى ځوان زلمی عبدالماک اپريدی ماته راتر غاړه وتو زر زر ئې په خپل منشى چائى شربت راوړل بيا ئې راته خپل يو ښائسته کتاب ((مينه)) راکړو هن صابر شاه صيب دا واخله دا وګوره زۀ خو څه داسې خاص شاعر نۀ يم خو په خپله ژبه مړ ژوندی يم او دهم دغه مينې نه مجبور يم چې شعرونه پکښې ليکم ((مينه)) دپښتو ډير ښائـسته کتاب په اوچت غير ملکى کاغذ چاپ شوی دا کتاب دومره ښکلی دی چې داردو معيارى کتابونو سره سيالى کوى او زۀ هم په دې دخدائې شکر ګذار يم چې کۀ داسې شتۀ منو پښتنو پښتو له لاس ورکړو نو لرې نۀ ده چې دادغرونو غاړو ژبه هم دسيالۍ شى خو ښاغلی مالک اپريدی صرف يو شته من پښتون او دپښتو مئين نۀ دی هغه يو ښائسته روان او اسان شاعر هم دی دنورو ژبو او ادب مطالعه ئې شته او او هم دهغې په رڼا کښې دپښتو په کيارو کښې دګلابونو کر کوى. زه چې دتورو سترګو تور نۀ لرم ارمان مې دادی ارمان نور نۀ لرم وګڼه ما اور اورکی د مينې څوک چې پرې سوزى هغه اور نۀ لرم يا: ستا مغل بيلتون ئې ګلې توئيولی نورې نۀ شى دمالک دسترګو اوښکې تيراوالې پښتنې دى اويا: دتيراه ساده پښتون يم زما مينه په تا راغله داشډل شډل کاتۀ دې داسې ښکارى پښتنه ئې نۀ منې دبيلتون کرښې دخيبر په لوړو غرونو دزمرى غوندې خاته دې داسې ښکارى پښتنه ئې وائى چې وړومبی اثر دروستى اثر رڼاوى که دښاغلى حاجى عبدالمالک اپريدى وړومبۍ شاعرى داسې خوږه او ښائسته ده نو چې هغه دپښتو په پولو هم داسې مزل کوى دهغې وروستی سيوری به لا څومره ګور وى خو زۀ چې دهغه مصروفيتونو ته ګورم نو ويريږم چې هسې نه ددنيا خواږه ترې دپښتو دڅڼې ګل پاتې نۀ کړى دانننی کالم صرف ما دهغه د((مينې)) د مبارکۍ لپاره وليکلو بيا کۀ وخت او ژوند ؤ نو دمالک صيب په فکر به يوه مضبوطه مقاله ليکم اوس نو دا لږ دې په ډير څه او ډيره مينه قبول کړى لګى مالک له هرې خوا په کاڼو افغانستان وکړى له چانه وخته چاته ګيلې de Malik Apridi Mina By: Sayed Sabir Shah Sabir - بېرته شاته