(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مورنۍ ژبې ، پاکستان اؤ پښتو

د انسانانو ترمينځه د رابطې او ابلاغ د ټولو نه موثره او معتبره ذريعه ژبه ده. ژبه صرف د يو څو حروفو او لفظونو د مجموعې نوم نۀ دی بلکې دا د انسانانو د يوې ټولنې د زرګونو کالو د ژوند ژواک د تجربو او نفسياتو نچوړ دی. ژبه د کاڼي بُت نۀ دی بلکې د ژوند او تهذيب علامت دی. کۀ يو قام خپله ژبه وبائلي نو دا يواځې ژبه ونۀ بائلي بلکې د زرګونو کلونو د ژوند ژواک هغه تجربې او نفسيات او د خپل ثقافت يو معتبر جزو له لاسه ورکړي او بله کومه ژبه چې دې خپلوي د هغۀ ژبې په شا ولاړ نفسيات او تجربو خپلولو کښې به دۀ ته يقيناً چې سوونه او زرګونه کلونه پکار وي.. نن په دنيا کښې تقريباً اووۀ زره وړې او لويې ژبې وئيلې کېږي او داسې څومره ژبې وې چې اوس يا خو بېخي ورکې دي او يا په ميوزيمونو کښې محفوظې دي. اوس هم د پاکستان سره سره په دنيا کښې داسې ژبې شته چې د ورکېدو د خطرې سره مخ دي. د ژبې د ورکېدو دوه وجې وي. يوه دا چې سياسي برتري لرونکی قام خپله ژبه په نورو مسلط کړي او په نتيجه کښې ئې د کمزوري او په سياسي توګه د کمزورو او ټيټو قامونو او اولسونو ژبه ورو ورو د ورکېدو په لور روانه شي. بل سبب دا وي چې يو قام د کمترۍ د احساس ښکار شي او په خپله ژبه ورته ځان بد ښکاري او د نورو قامونو ژبې خپلې کړي. دا خبره د وړومبۍ نه زياته خطرناکه ده. په افريقه کښې دوه داسې ژبې دي چې د ويونکو شمېر ئې د پينځو نه کم شوی دی. په 2003 کښې يوه داسې بوډۍ د دنيا نه لاړه چې د خپلې ژبې يواځينۍ ويونکې ګڼلې وه. د 109 کالو د دغه بوډۍ مرګ د دنيا يوه لويه الميه وګڼلې شوه چې د هغعې په مرګ دنيا د يوې خوږې ژبې د ويونکو نه محرومه شوه. د دغه ژبې د بچ کولو دپاره په زرګونو کار کوونکو او ماهرينو په کروړونو پونډونه او ډالرې د دغه بوډۍ د اخري ساه پورې ولګولې. د 109کالو دغه بوډۍ ته په شلګونو سماجي، تعليمي، اشاعتي، تحقيقي ادارې او يونيورسټۍ د دغه ژبې د محفوظولو او خوندي کولو دپاره لګيا وې. د بوډۍ د مرګ نه وړاندې د هغې ژبې ټولې اولسي قيصۍ، اولسي سندرې او لفظونه د ګرامر او نورو لوازماتو سره په آډيو، ويډيو او تحريري دستاويزاتو کښې خوندي کړی شو. اوس به پرې تحقيقونه کېږي، کتابونه به پرې ليکلی شي، دستاويزي فلمونه به پرې جوړېږي او ډګريانې به پرې ورکولی شي. د امريکې د يو رياست ابادي پنځوس لکه ده او د داسې ماهرينو شمېر پکښې شپږ زره دی چې په ژبو تحقيق کوي. د پاکستان ابادي شپاړس کروړه ده خو د ژبې ماهر پکښې صرف يو دی چې په ژبو تحقيق کوي، د لسانياتو ماهر دی او د ملک د ټولو ژبو سره يو شان مينه لري. دا سړی ډاکټر طارق رحمان دی. د پنځوس لکه په ابادۍ کښې د ژبې شپږ زره ماهرين او د شپاړس کروړه ابادۍ دپاره چې قريباً يو شپېتۀ ژبې لري يو ماهر، د ژبې په حواله زمونږ د غېر ذمه دارۍ او منفې رويې پته د دې نه په اسانه لګي. پاکستان کښې (61)يو شپېتۀ ژبې وئيلی شي چې شپږويشت پکښې په پښتونخوا کښې دي. په دې کښې کېلاش، او يدغه د ورکېدو د خطرې سره مخ دي. تور والي، بلتي، پهلوله، ډومېلي، بروشکي (برشکي) شينا او کهوار داسې ژبې دي چې تهريټنډ لېنګويج يعني د دغه حملې ښکار کېدونکي دي. په نورو ژبو کښې هندکو، سرائيکي، ګواربتي، کتواري، کالامي، اشوجو، انډس کوهستاني، بتيري، واخي، دوماکي، ارموړي، ونيسي، پشۍ، مډاکلشتي، پهاړي، کلکوټي، جيسو، ګوجري، بلتي او کادرو داسې وړې او خوږې ژبې دي چې ډېرې په تېزۍ سره د ورکېدو پله روانې دي. د کالام سره خوا کښې د اريانې سيمې ژبه داشوا تقريباً ورکه شوې ده. کېلاشي، ارموړي او يدغه ورکېدو ته نزدې دي. دغه حال د پاکستان په نورو صوبو کښې د نورو ژبو هم دی. په راروانو وختونو کښې به د پاکستان يو شمېر ژبې ورکې شي خو متاسفانه هيڅوک به ترې خبر نۀ شي. کومې ژبې چې د ورکېدو سره مخ ژبو کښې راځي د هغې دپاره جامع تعريف دا دی چې ويونکي ئې د لسو زرو نه کم وي، په تعليمي ادارو کښې رائج نۀ وي، د درسي ژبې په توګه هم نۀ شي ښودلې، اشاعتي ژبه نۀ وي او په مېډيا کښې هم هيڅ نمائندګي نۀ لري. د چترال کېلاش ابادي او ثقافت د ټولې دنيا د توجه مرکز ده خو د هغوي ژبه په برنو شرائطو پوره خېژي او د ورکېدو د خطرې سره مخ ده. يدغه په دنيا کښې د اوستا او زند په وجه مشهوره ده خو په ايران او بدخشان کښې دا ژبه ختمه شوې ده. د چترال په انجګان وادۍ کښې 900 خلق دا ژبه وائي. دا ژبه هم د ورکېدو د خطرې سره مخ ده. د تهريټنډ لېنګويج جامع تعريف دا دی چې د ويونکو شمېر ئې د لسو زرو نه سېوا وي خو چې د تعليم ژبه نۀ وي. د درسي ژبې په توګه نۀ ښودلی کېږي، چې د مېډيا ژبه نۀ وي، چې ويونکي ئې په کورونو کښې په خپلو کښې بله کومه ژبه وائي. په دې تعريف پوره ختونکو ژبو ته د ورکېدو د حملې ښکار ژبې وئيلې شي. پاکستان کښې د پنځوسو نه زياتې ژبې په دې تعريف کښې راځي او شپږ اووۀ ژبې داسې دي چې د ورکېدو د خطرې سره مخ دي. د پاکستان په 28 سرکاري يونيورسټو کښې په يوه يونيورسټۍ کښې هم د لسانياتو څانګه نشته. د لسانياتو نه زمونږ مطلب په معروفو ټکو کښې د لسانياتو علم دی. دلته په مورنۍ ژبه کښې د تعليم هيڅ بندوبست نشته حالانکې د دنيا ټول د تعليم او ژبې ماهرين د ابتدائي تعليم دپاره مورنۍ ژبه بېخي ضروري ګڼي. په مورنۍ ژبه کښې د تعليم حق د انساني حقوقو عالمي دستور کښې شته. يونيسکو (د يو اېن او ذېلي اداره) هم دا حق ورکوي او د پاکستان د 1973 په آئين کښې هم په بنيادي حقونو کښې په مورنۍ ژبه کښې د تعليم د حق دفعه موجوده ده چې تراوسه د څو واره ترميماتو باوجود د بنيادي حقونو دغه شق برقرار ساتلی شوی دی. پاکستان د انساني حقونو په عالمي منشور، د يونيسکو په کنونشن لاس ليکونه هم کړي دي خو د مورنيو ژبو په حواله مسلسل د يو مجرمانه غفلت څرګندونه کوي بلکې قصداً د اولسونو مورنۍ ژبې چقوي، د هغې د ورکولو هڅې کوي او په زور يوه پردۍ ژبه په دغه اولسونو ورتپي. دلته د مورنيو ژبو د لوک ورثې او ادبي ذخيرو محفوظولو هيڅ اهتمام نشته. بس يوه شاهي ژبه ده چې هغه مقتدره ده، د هغې دپاره ادارې دي، هغه د پرنټ او اليکټرانک مېډيا ژبه ده، هغه د درس د تدريس ژبه ده او هغه د عدالت ژبه ده او په تېره موده کښې د اېم اېم اې اکابرينو او قام دوستو د دې صوبې سرکاري ژبه هم کړه چې 90 فيصده خلق پکښې پښتو وائي. په پاکستان کښې د پنجابۍ نه پس د ويونکو د شمېر په لحاظ پښتو دوېمه لويه ژبه ده. (دا خبره مونږ د پاکستان د سرکاري مردم شمارۍ د اعدادوشمار په لحاظ کوو) د مارچ 1998 د مردم شمارۍ مطابق د دې صوبې ټوله ابادي اوولس ملينه ده کۀ د فاټا 5.7 ملين پکښې هم شامله کړو نو 22.7 ملين جوړېږي. د صوبې د بندوبستي علاقو د 73.9 فيصد اوسېدونکو مورنۍ ژبه پښتو ده. د دې مردم شمارۍ مطابق په دې صوبه کښې 3.9 فيصد خلق سرائيکي، يو فيصد خلق پنجابي او 21 فيصد خلق نورې لويې وړې ژبې وائي. د فاټا د 5.7 ملين ابادۍ مورنۍ ژبه سل په سل پښتو ده. د دې شمېرې له لحاظه په دې صوبه کښې د 90فيصد خلقو مورنۍ ژبه پښتو ده. په دې کښې د بلوچستان پښتانۀ شامل نۀ دي او هغه لکونه پښتانۀ پکښې هم شامل نۀ دي چې په مستقله توګه د پاکستان په نورو صوبو کښې ژوند کوي. د يوې اندازې مطابق صرف په سندهـ کښې 40لکه پښتانۀ اباد دي کۀ د افغانستان او د دنيا په نورو ملکونو کښې د ابادو پښتنو شمېر هم پکښې شامل کړی شي نو خبره د اويا ملينو نه هم اوړي. د صوبې په ټولو سرکاري سکولونو کښې د اول نه اردو لوستلی، ليکلی او ښودلی شي. کۀ پښتو ښودلې شي نو نوې املا پکښې شل مسئلې پېدا کړي دي. په ټولو پرائيوېټ سکولونو کښې پښتو وئيل قدرې لوئی جرم دی. په دغه سکولونو کښې د پښتو په وئيلو په ماشومانو باقاعده جرمانه لګي. د اختياري مضمون په توګه د صوبې د اکثرو سکولونو نه پښتو ويستې شوې ده. په سرکاري مېډيا خو خبره تر دې رارسېدلې ده چې په پي ټي وي هغه لږه ډېره پښتو وه هغه ئې ترې هم بېخي ختمه کړه. په سرکاري لائبرېرو کښې د نورو ژبو په کتابونو اخستو بلا بلا خرڅونه کولی شي خو د پښتو ژبې کتاب کۀ ډېر ارزان هم وي نۀ شي اخستلی. دغه لائبرېرو او ادارو کښې لا تر اوسه پښتانۀ ترقي پسند شاعران او ليکوال په تورو لسټونو کښې درج دي. د نورو ژبو په نسبت د پښتو اخبارونو ته ډېر کم سرکاري اشتهارونه ورکولی شي چې اکثر د خپلې کوټې نه هم کم وي. د ژبې د اصلاحاتو دپاره د هغه قام يو خودمختار رياست يا حېثيت د ټولو نه اول شرط دی. د بدقسمتۍ نه د پښتو زيات شمېر د محکومۍ او غلامۍ ژوند تېروي. په داسې صورت حال کښې چې د ژبې د خورونې او د ترويج پوره پوره سسټم او وسيلې نۀ وي نو په ژبه کښې اصلاحات کول يو خطرناک عمل دی. په پښتنو کښې باچا خان يواځينی سړی ؤ چې هغۀ نۀ صرف په خپلو خبرو، تقريرونو او ليکونو کښې د ژبې په اهميت خبرې وکړې بلکې په عملي توګه ئې هم د دې دپاره کار وکړو. باچا خان په 1910 کښې په خپل کلي اتمانزو کښې د مولوي عبدالعزيز په تعاون ازاده مدرسه جوړه کړه وروستو بيا دغه سلسله نورو علاقو ته هم وغزولې شوه. په ازادو مدرسو کښې د تدريس ژبه پښتو وه. ورسره ورسره په 1928 کښې باچا خان د پښتو وړومبۍ رساله پښتون جاري کړه چې د سياسي او سماجي مقاصدو سره سره ئې د پښتو ژبې په ترقۍ کښې يو اهم رول ولوبولو. دغه تحريک، دغه مدرسو او دغه رسالې داسې خلق پېدا کړل چې د پښتو او پښتنو دپاره ئې نۀ هېرېدونکې کارنامې وکړې. دا د باچا خان خدائي خدمتګار تحريک ؤ چې پښتو ئې راژوندۍ کړه او دې ته ئې د شاعرانو، ليکوالو، مورخينو، استاذانو، سياستدانانو يو پوره نسل جوړ کړو. د پښتو ژبې د ودې او ترقۍ دپاره به د باچا خان رول په تاريخ کښې تل تر تله خوندي وي. نن هم د باچا خان ټرسټ د سېوري لاندې باچا خان اېجوکېشن فاؤنډېشن جوړ شوی دی. په ځنو سيمو کښې ئې سکولونه پرانستي دي او د فاؤنډېشن تعليمي ماهرين لګيا دي د دې دپاره د جديدو غوښتنو مطابق د پښتو خپل نصاب جوړوي. يويشتمه فروري د مورنيو ژبو عالمي ورځ ده راځئ چې ټول پښتانۀ لوظ وکړو چې کم نه کم د ژبې په حواله يوه خلۀ شو، د خپلو حقونو د غوښتو او لاس ته راوړلو دپاره يوه سياسي او جمهوري لاره خپله کړو او د هغۀ قام پرسته او جمهوري قوتونو ملګرتيا وکړو چې لګيا دي د دې ژبې او قام د شتۀ کولو دپاره مبارزه کوي. کۀ نن مونږ داسې ونۀ کړل نو نن دی کۀ سبا لکه د نورو وسائلو او شتۀ منيو په شان به خدائی مۀ کړه دا ژبه هم وبائلو ځکه چې باچا خان وئيلي دي چې کوم قوم ته خپله ژبه سپکه شي هغه قوم سپک شي او کوم قوم نه چې خپله ژبه ورکه شي هغه قوم ورک شي.. ـ دپښتنو قامی سنګر ـ Moranai Zhabi, Pakistan au Pashto Amjad Shahzad - بېرته شاته