(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ياغستان په يويشتمه صدۍ کښې

دافغانانو لوئې کور افغانستان، دتاريخ دجبر مختلفو اړخونو سره بيابيا مخ شويدی هغه جغرافيائى سيمه چې داوسنى پاکستان په اساسىقانون کښې ورته فاټا وائى دافغانستان په پخوانى سرکارى ريکارډ کښې به دياغستان په نامه ياديده ددې سيمې خلق غرڅنى دى او په خټه کلک افغانان دى او دزرګونو کالو راهيسې دخپل ناليکلى شوى اساسى قانون چې پښتونولى نوميږى دسيورى لاندې په ارامه ژوند تيرولو داعلاقې داوسنى پاکستان مغرب ته او دافغانستان مشرق ته واقع دى دياغستان خلقو چې په مومند، خيبر، اورکزى، کرم، باجوړ، جنوبى او شمالى وزيرستان کښې استوګنه کوى کله هم په خپل ځان څه خارجى قوانين نۀ دى نافذ کړى او نۀ ئې دبرطانيې دسقوط شوى استعمارى او استبدادى سلطنت دمينځ نه دتلو نه پس دافغانانو په مينځ کښې توره کرښه تسليم کړې ده په کال ١٩٥١ داين ډبليو ايف پى په نامه دپاکستانى افغانانو صوبه منځ ته ددې لپاره راوړی شوه چې دبرطانوى استعمارى حکومت په ضد دياغستان نه دشروع کړی شوى مسلح جدوجهد مخنيوی وکړی شى دې سره سره برطانوى حکومت په دې سيمو کښې يوه مراعات يافته چمچه ګيره طبقه چې دپيسو ټکو چوسنى ئې په خُلۀ کښې ورکړه راپيدا کړه او دتقسيم او حکومت په خپله بدنامه پاليسۍ ئې عمل شروع کړو چې دبدقسمتۍ نه تر نن ورځې پورې جارى دی. ددې سيمو دپاره دبرطانوى حکومت دوه حربې وې يره پيدا کول او لالچ ورکول ديرې پيدا کولو دپاره ئې دخپل استعمارى قانون ايف سى آر په عمل کښې راوستو دکوم په ضد ئې چې تر اوسه په زرګونو پاکستانى افغانان چې دازادو قبائلو په نوم ياديږى راغلى دى د مرکزى حکومت يا اسلام اباد کارنده يعنې پى ای يا پوليټيکل ايجنټ څوک هم په خپل حکم نادرشاهى په کلونو کلونو دتورو تمبو شاته کولی او ژوند ئې بربادولی شى دلالچ پيدا کولو په عرض برطانوى حکومت تش په نامه ګوډاګى ملکان پيدا کړى وؤ چې دهغوى بال بچ ته نن هم دخپلو نيکونو دوفادارۍ فايدې ميلاويږى دبرطانوى حکومت مطلب دا ؤ چې دافغانانو دلوئې کور دبربادۍ دپاره هم ددې کور نا اهله بچيان استعمال کړى. نن هم کۀ تحقيق وکړی شى نو دافغانستان داوسنى حکومت پرضد به هاغه کسان بوخت وموندی شى چاچې دبرطانوى حکومت په جنګونو کښې افغان ضد پاليسى اختيار کړې وه. هم دا اوس مې دمروتو دعلاقې لکى مروت په باره کښې يو خبر ولوستو په خبر کښې وئيلی شوى دى چې دتارو خيلو دقبيلې تنان به سرکارى علاقو ته نه راځى او کۀ چرې راغلل نو ګاډى به ئې قبضه کولی او دوى به ګرفتارولی شى دملکانو په ذريعه خور کړی شوى خبر کښې دړکه ورکړی شوې ده چې کۀ هغه کسان چاچې په سپاهيانو ډزې کړى دى ونۀ سپارل شول نو مرکزى حکومت به دخپل سياسى کارنده يا پوليټيکل ايجنټ په ذريعه پنځوس لکه کلدارې جرمانه دقبيلې دغريبو ملازمانو دتنخوا نه وصولوى دې ته وائى ای منجور او ای نامنجور، هلکه تۀ خپل سر وخورې داسوچ خو وکړه چې دا تۀ څه کوې لګيائې ددې مطلب خو داهم کيدی شى چې دحکومت مذکوره قبيلې په کسانو اعتبار نشته او دسزا ورکولو دپاره ئې په سپايانو دډزو ډرامه جوړه کړه څو وکړی شى چې خپل تور قانون په عمل کښې راولى ماسره هغه بله ورځ خپل څوک داکيډمۍ کلاس فيلو ملګری ميلاؤ شو چې اوس په قبائلى سيمو کښې دای پى ای يا سياسى افسر فرائض انجاموى هغه ځانله ؤ ماورته ووئيل هلکه څوک ټوپکمار يا ګن مين نه لرې او ته په کومه خوشحالۍ کښې ازاد ګرځې ځکه چې په تا باندې هر وخت د حملې خطره شته هغه کسان چې تاسو ئې په تور قانون زوروئ څه وخت هم رد عمل کولی شى ــ ورځپاڼه وحدت ــ Yaghistan Pa Yawishtama Sadai Ki By: Irfanullah Khan - بېرته شاته