(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د صابر لټون نه وو، زړۀ چاؤدون ؤ

يو متل دی چې (درومې څه به مومې) مطلب دا چې په دنياکښې هريوشى په لټون سره پيدا کيږى. لټون نه پرته يوشی هم لاس ته نشى راتلی. لټون که دهرشی وى خوولې ګران وى. لټون که دجانان وى خوداهم ګران وى ځکه عاشق خپل معشوقې پسې هروخت په وير او واويلا وى. عاشق لپاره جړۍ وى که باران وى، که دشت بيابان وى، هرڅه يې په ځان قبول کړى وى خو دخپل محبوب دديدن په لټون کښې ريښې ريښې ګريوان اوسرګردانه ګرځى. مطلب دا چې لټون ډير ګران کاردی خوولې کله کله دالټون دومره ګران شى چې انسان سم ستومانه کړى. دلته زۀ ديو خوږ ګران ورور زما دسترګو تور دصابر شاه ذکر کوم څوک چې دپښتودادب لپاره لاس په نامه قربانۍ ته چمتو ولاړ وى چاچې خپل ژوند خپل وخت دپښتو دادب لپاره زار کړی. زما ددې ګران ورور دليدوډير ارمان ؤ ماوئيل چې هغه به کوم ساعت کومه ګړهۍ کوم وخت وى چې زۀ به داخپل ګران ورور ووينم. خو يو ورځ دصابر لټون پسې ووتم. خدائې دې شيراغا ناتوان په خيټه موړکړى، په پخپله هم يوښه شاعر دی اوپهندو چوک کښې ئې دشکر ګنج په نوم دمټهايانو دوکان دی. ناتوان خو هسې په وجود مضبوط وړوکی غوندى ؤ غټ پټکی ئې په سر وى چې دپښتو يوښه او زوړ کلتور دی. ښۀ غټه توره ږيره لرى اودښه خوئى خاوند دی خوددې بيچاره په دوکان کښې هيڅ واک اختيار نشته اوپه خپل دوکان کښې ديو مزدور په حيث کارکوى . ناتوان صيب ماته دصابر پته راکړله خوولې دومره واضحه نه وه. لڼده دا چې دخپل کلى نه دارمړو په ډاټسن کښې کښيناستم نوپه هشتنګرۍ کښې کوز شوم. هلته نه په ټورس کښې کښيناستم نوپه تهکال کښې کوز شوم. يودوکان ته ورستون شوم چې پکښې يو سړی ناست راپاڅيدو چې په عمر پوخ ؤ. پوښتنه مې ترينه وکړه چې کاکا د صابر کور به کوم ځائې دی. کاکا راته ووئيل چې زۀ ئې نه پيژنم خودامخامخ نعت خوان ناست دی ده نه پوښتنه وکړه. ماوئيل راشه دی نعت خوان نه پوښتنه وکړه څه پته لګى دی راته پته راکړى ځکه چې دی هم لږ د پښتو د ادب په رشته کښې راځى. نور پښتانه خو خدائې بخښلى دى چې خپل کلتور، ثقافت او د ژبې په ليک لوست هم نه پوهيږى. خير په نعت خوان مې سلام واچولو. بيامې ترينه د صابر پوښتنه وکړه. نعت خوان راته په داسې ترتړۍ ژبه کښې جواب راکړو چې ماته خومعلومات نشته خوداسې کاروکړه چې په دې لار نيغ لاړشه، مخکښې به په لاره کښې د پيرسفيد شاه کور مخې ته راشى چې د وحدت اخبار ايډيټردی. ورسره د کمپيوټرو په دوکان کښې يوکس ناست وى چې شاعر دی. هغوى نه پوښتنه وکړه. خدائې شته چې ماته ئې د دغې شاعر حواله راکړه نو ايله مې په پښوکښې دم پيداشو ځکه چې ماوئيل دغه شاعر ته خوبه خامخا پته وى ځکه چې دپښتوادب سره تړون لرى. سمدست روان شوم دپير سفيدشاه کورمخې ته راغم. سم د واره ماشاء الله، جزاک الله، الحمدالله اووې اودا دعا مې هم وکړه چې خدايه داسې کور هم زما نصيب کړې. لږ وړاندې لاړم د دغې شاعر پوښتنه مې وکړه خدائې شته چې چا پيژندو هم نه ځکه چې دا د پښتوژبې شاعر ووکنه. څه علامه اقبال څه غالب يا ميډم نورجهان خونه وه چې ټول پاکستان به ئې پيژنى. اخر د دغې شاعر د دوکان پته مې وکړه. دوکان ته ورننوتم تپوس مې ترينه کړو چې صابر شاه صابر به دلته کوم ځائې اوسى. هغوى ماته وئيل چې تاسوته خوچا غلطه پته درکړې ده. صابر زۀ ښه پيژنم دا خوکوزتهکال دی، هغوى بر تهکال کښې اوسيږى. دا خو معلومه خبره ده چې دلته زمونږ ملک کښې دهرشى دوه نامې وى، يعنى کچه پاو پخه کلو. کچه کلو خير په دې حساب خو دوکانداران ښه پوهيږى چې په کومه تله ئې درتلى د صداقت په تله د ملاوټ په تله دکنډکى په تله، خبره اوږده شوه دکوز او د برتهکال په وجه. خوزما په دې دومره کړيدو کښې د ناتوان هم ډير لاس وو. ځکه چې ناتوان خوراته صرف تهکال يادکړی ؤ. خوياره دابعضې شاعران هم څه عجيبه غوندې وى په شعرونوکښې به دمينې محبت ګلونه ستائى خوپه زړۀ يوه په خله به بله وائى. اخر دغه شاعرورور نه په والسلام رخصت شوم ګاډى کښې سورشوم اوپه برتهکال کښې يعنى ټاون کښې کوز شوم. ښې طرف ته يولار تاو شوې وه، ښه وړاندې لاړم چې پوښتنه مې وکړه نو د صابر دوکان ئې راپه ګوته کړو او د دوکان په بورډ (بهارونه جنرل سټور) ليکل شوى وو، چې دوکان ته ورنزدې شوم نوهغه هم دوکان ته تالا لګيدلې وه. ورسره په اړخ کښې يوبل دوکان هم ؤ. ورننوتم سلام مې واچولو. يوځوان راپاڅيدو چې درنګه غنم رنګه وو. وئيل چاسره دې کاردی؟ ماوئيل صابرسره. هغوى وئيل تاسوکښينى دمه وکړئ صابر به اوس راشى. دوکان کښې کښيناستم. د پښتنو د روايت مطابق مې چائې شربت وڅښلو. قسمت ته ګوره چې دغه دوکان کښې ناست هم دصابر شاه ورور ؤ د شاعرۍ په موضوع مو يوبل سره خبرې وکړې. د صابر ورور هم راته يو غزل ارشاد کړو. دولس بجې شوې څه ګورم چې صابر په موټر سائيکل راغی. خدائې شته چې صابر د دې نه وړاندې ماليدلی هم نه ؤ. صابر راننووت اوښۀ درنه ستړى مشى ئې راسره وکړه. خپل دوکان ئې خلاص کړو اوزما د بيابياست باوجود هم صابر دقهوې وينا وکړه. يوبل سره مو پيژندګلو و کړه او خپل يو غزل مې هم ورته واورولو چې ډيره اصلاح ئې زما وکړه. لږ ساعت ناست وو چې غريب چرته تلو په دې کښې مو يوبل سره خدائې په امانى وکړه او راروان شوم De Sabir latoon na woo zra chawdon wo Sabir Hussain Saghar وحدت - بېرته شاته