(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ولې پښتنې سیمي بمبار کیږي؟ لا به یو کیږو...

ولې پښتنې سیمي بمبار کیږي؟ لا به یو کیږو کنه ورکیږو افغانستان په نړۍ کې دنورو هیوادونو له کړکیښ او تاریخ سره ډیر توپیر لری په دی مانا چی ددغی هیوا دتاریخ ډیری پاڼې جګړو او مقاومتونو ډکې کړی دی او هر کله چې دیو امپراتو مغزو ته دنړۍ دغړپ کولو فکر ورننوتی نو دنړۍ به نقشه کې افغانستان یوازینۍ سیمه ده چې دخلکو دکلک مقاومت له امله یې دغه فکر له مغزو سره یو څای له ککرې څخه وتلی دی . په دې اړه دتاریخ څیړنه ډېرو اوږدو بحثونو ته اړتیا لری او دا مقاله ددی بحثونو ځای نه دی څکه نو په دی مقاله کی یوازی په دې بحث کوو چی ولې په پښتنو سیمو کې خپلسرو بمباریو ته ډېره مخه اړل شوی ده . نړېوالو زبرځواکونو په کتار کې انګلیس وروستنی ځواک وو چې په دی هیواد یی دتسلط په موخه څو څو وارې یرغلونه وکړل او به هر وار یی د ماتې له بی شرمه پیغام پرته نور څه له ځانه سره یونه وړل . انګلیس پوه شوچې څه باید وکړی لومړۍ یی دافغانستان دلویدیزی کرښې په ټاکلو لاس پوری کړ اودتزاری روسیې سره یې دبرید به ټاکلو سره دبنجدې په ګډون ډیری سیمی له افغانستان څخه جلا کړې خو بیا هم دسیاسی او فزیکي واک په توګه برلاسی او بریالی نه شول نو دویمه او دریمه ستراتیژی یی دا تطبیق کړه چې پښتانه یی دګندمک او ډیرنډ لاین په فرعی کرښو راښکلو له امله په درې برخو وېشل په سرحد ایالت چې این ډبلیو ایف فی او دویمه برخه یی په بلوچستان او درېمه برخه یی په افغانستان کی پاتی شول . دپورتنی ویش څخه وروسته دا ثابته شوه چی تریاد شوي ویش دمخه دپښتنو او افغانانو تاریخ ډیر پیاوړی او له ویاړونو ډک وو هر یرغلګر او بلوسګر ته یې دسر په کاسه کې اوبه ورکړې خو خپله خاوره او واک یي ورنه کړ او تر ویش وروسته افغانستان د یو ګونګ برخلیک او ړانده تاریخ په لور مخه کړه لومړي انګلیس بیا روس او ورپسې تور بنجاب وکولای شول دکابل په سینه لوبی وکړی او په دي توګه اوس دانګلیس او امریکایانو تر مخامخ ولکې لاندی راغی په هره توګه چې وه خو انګلیس په خپله دریمه ستراتیژۍ کې چې دډیورنډ لاین په نامه پلي شوه بریالی شو او په سیمه کی یی سیاسی نفوذ ته لاره هواره کړه . انګلیس په دې پوهیده چې افغانستان کی چی تر څو د پښتنو یوموټی ځواک شتون ولری نو بریالیتوب دانګلیس په برخه کی نشته . هماغه وو چې دیو داسې تړون یا قرارداد له مخې یی پښتانه په دری برخو وویشل چی نه یی حقوقی ارزښت درلود او نه هم دفطرت سره برابر وو . دغی ویش یوه لویه پوښتنه دا را ولاړه کړه چې اوس نو ددغه ویش وروسته پښتانه ملت دی او که قوم ؟ ځکه دویش له مخی پښتانه ددی دواړو حیثیتونو څخه بی برخې شول یو او واحد قوم خو ځکه نه ګڼل کیږی چې د یوموټي او واحد قوم په سینه داسې کرښې نه وي لکه دپښتون قوم په سینه چې راښکل شوي دي او واحد ملت خو ځکه نشی ګڼل کیدای چې ملت ددوه واکمنیو تر سیوری لاندې دوه بیلابېلو قوانینو او حکومتونو ته ته نه وی تابع او بښتانه بر دکابل او کوز داسلام اباد تر واکمنۍ لاندې واقع دی . دغې غیر فطری ویش داسیا دلوی وچې ستر او لرغونی قوم به څو ټوټو وویشه او اوس هم همداسې تیکه تیکه پروت دی پرهر پرهر پروت دی او دغو پرهرونه د القاعده په څیرناسور رامنځ ته کړ چی درد یی لویدیزی نړۍ ته هم ورسیده او لا تر اوسه دغه قوم په یوه او بل نامه ځپل کیږی . دروسانو له مهاله نیولی ان تر دمګړۍ یوازی پښتانه ووژل شول او دپښتنو سیمی ړنګی شوی شمال خو انګور خرڅول او تاکونه یی لا تر اوسه تازه دی او دخپلو تاکونو دبقا په موخه یی له روسانو سره دببرک کارمل او محمود بریالی په ګډون په جبل سراج کی دسولی او اوربند تړون لاسلیک کړ ، روسانو ته یی لاره ورکړه چی دپښتنو سیمو دځپلو په موخه دسالنګونو له لاری دبارودو او وسلو کتارونه ورسم کړی چی دی کار یو شمیر کسان اتلان او یو شمیر نور مارشالان کړل ولسوالۍ ولایتونه شول او غله او شوکمار پکی وزیران او معینان شول خو دپښتنیو سیمو حالت له بدو بدتر شو دامریکا په مشرۍ اتلافی ځواکونو ددی پرڅای چی یوه ناپییلې اداره رامنڅ ته کړی د جګړی یو اړخ یی سیاسی واک ته ورساوه او بل اړخ یی له واکه ګوذار کړ چی دغی توبیر ټولنیز حساسیت راوپاراوه او تر ننه وینو چی جګړه روانه ده خو لوری یی نه دی مالوم چیرته چی پښتانه میشت دی هلته قاړسی ژبی ژباړونکی له بهرنیو ځواکونو سره اوږه په اوږه روان دی او دناسمو اطلاعاتو پربنسټ لګیا دی دپښتنو به نسل وژنه یی لاس پوری کړی دی خو دیته یی پام نه دی کړی چی ګواکی داحالت داوسنی نړېوال شعور پر خلاف دی څکه اوسمها ل چی دنړۍ دیو موټی کیدو یا ګلوبلازیشن نړېوال تفکر مخ په وده روان دی نو دانګلیس هغه ټولو تر سره کړېو پریکړو خپل ارزښت له لاسه ورکړی او دا ډار له انګلیس او دهغی د دبنځول شویو واکمنیوسره پیدا شوی چی دنړۍ داتل بښتون قوم یووالی به بیا هغوۍ دواک له ګدۍ را پریباسی نو دترهګرۍ تخم یی دپاکستانی دهقانانو به لاسونو دافغانستان په پاکه خاوره کی وکرلو او دعربی نړۍ دمالی ملاتړ کود یی ورکړ او په ډیر لږ وخت کی دغې تخم داسامه او ملا عمر به څیر تیغونه راوټوکول او دنړېوال شهرت په ترلاسه کولو سره یی دنړۍ مخ افغانستان ته راستون کړ . دا مهال افغانستان داسلام په کوتکونو دومره ټکول شوی وو چی په خپلو پښتو داودرېدو توان یی نه درلود اوپه اصطلاح داسلام په کوتکونو دافغانستان ملا ماته شوه او دیهودو او اسرایلو لاسپوځو ته یی په لوی لاس وروسپارلو. نړیوال کتار د ترهګرۍ ډول ته له ګډا سره سمدستی دپښتنو دنسل وژنی سندره زمزمه کړه او به ټولو هغو سیمو یی د ترهګرۍ څادر وغوړاوه چې پکې پشتانه میشت دی . دترهګرۍ له پاره دنړیوال تعریف پرڅای ږیره لونګۍ او دافغانستان ملی لباس دترهګرۍ نښه وګڼل شوه چې ددې معیار له مخې یی بمباریو او عملیاتو ته په پښتنو سیمو کی لاس وغځاوه او به زرګونو ماشومان لویان سپین ږیری، تورسرې واده ، جنازه اوجرګې تربریدونو لاندې راغلی او دا حالت لا تر اوسه ساري او طاري دی په هغو فارسی ژبو ولایتونو کې چې دترهګرو په نامه عملیات تر سره شوی نو یوازی هغه سیمی ور په ګوته شوی چې پښتانه پکې اوسی او میشت دی دا په دې مانا چې جګړه باید هرات ته ننوزی خو په شینډنډ کی باید پاتی شی چی هلته پښتانه دی جګړه باید کندز ته ننوزی خو په ارچی کې پاتې شی ولی چی هلته پښتانه دی او همداراز جګړه باید کاپیسا ته ننوزی خو په تګاب کې باید باتی شی او به کابل کی عملیات باید به سروبی او اوزبین کی تر سره شی . د بهرنیو ځواکونو دې ډول عملیاتو دا مسله له شکه ویستلې ده چی ګواکی لوبه دبښتنو بر ضد روانه ده نه دترهګری دمخنیوی په موخه ځکه که دترهګرۍ سره جګړه مطرح وایی نو بیخ یی اسلام اباد او کشمیر دی چې ورکې ترهګر روزل کیږی او دجګړې پالیسۍ پکی جوړیږی . پرعکس پاکستان ته پورونه بښل کیږی اوبوڅی مرستې او وسایل ورکول کیږی اوسمهال رسنیو داخبری له پردو نه راویستلی او مسله بربنډه شوی ده که ددې مسلی مخنیو ته افغان دولت او بهرنی ځواکونه بام ونه کړی نو بویه چی افغانستان به دبدبختیو یو نوی بړاو ته ورننوزی او اغیز به یی به ټوله نړی او اسیا باندی پریوزی . له بښتنو پرته نور افغانستان میشت قومونه چی واحد افغانستان یی به اروا کی نشته دپښتنو سیمو دردونکی حالت او روان ناورین غوږونه کاڼه کړی او نارینه او ښځینه یی په مشروع او نامشروع لارو دپیسو او انګریزی ویاړونو به راټولولو بوخت دی . که چیرته پښتانه به خپلو کی یو موټی نشی او په خپلو مټو دنیکونو په څیر دغه ټاټوبی ونه ساتی نو مثلث سری وطنداران یی په کیسه کې نه دی او اوسمهال هغوی یوازی خپله پښه دانګریز ډول ته سمول غواړی که ځه هم ورڅخه دمیړانې تمه سمه نه ده ځکه چی همدا پښه تر پرونه روسی ډول ته تاویده او نن یوازی ډول بدل شوی مګر پښه هماغه پرونۍ ده . بالاخره دا اندښنې پر ځای ښکاری چې ګواکې دپښتنو دبقا له پاره یوه لاره پاتی ده چې هغه هم په خپلو کی یو لاس کیدل دی ځکه چې په سیمه کې خواخوږی نه لري ایران فرهنګی او پاکستان سیاسی استعمار ته لاسونه راغځولي دي او ناټو او امریکایی ځواکونه برله بسی توګه پښتنی سیمی او کورونه دشپی شپی بمبارد کوی او پشبړې کورنط دمرګ به خوب ویدې کوی خو وروسته یوازی داشتباه په منلو او دبخښنې به غوښتلو سره به خبلو جنایتونو څادر غوړوي بداسی حالاتو کی پښتانه باید د فخر افغان خان عبدالغفار خان هغه وینا په یاد کړی چې ویل یې (لا به یو کیږو کنه ورکیږو) او وروستنی حل یی هم دغفار خان بابا به دغی وړی خو لوی کلیمی کی پروت دی . دپښتنو دروانی نسل وژنې له پاره نه ناټو او نه هم دهغوې نور ملګری کوم مشروعیت نشی په ګوته کولای او دا نړېوال منطق اوس پیکه شوی چې ګواکی دترهګرو په نامه عملیات روان دی او حقیقت کی یوازی پښتانه وژل کیږی . زما تړلی لاس او ستا درنی درنی څپیړی یو ورځ خو به اشنا دا په حساب کې راولم La ba yau Kego gani wrakego wali pakhtani semi bambari kege By: Qazi Said Ikhtar Sabawoon - بېرته شاته