(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په ګوانتنامو کي د يوه شپاړس کلن ربړونه

بشري حقونه په کاناډا کي يوه پاره ونکې ويډيو راسربيره سوې ده چي په کښي د يوه شپاړس کلن کاناډايي څخه په ګوانتنامو کي د کاناډايي مستنطقينو لخوا پوښتني ګرويږني کيږي. په دې ويډيو کي چي پنځه کاله دمخه جوړه سوې ده شپاړس کلن عمر خضر وايي «کيل مي» ياني ما ووژنه. په ويډيو کي ښکاري چي ځوان ساندي وايي. دا د هغه اوه ساعته ويډيو ځني برخي دي چي د امريکا دمتحده ايالاتو د بنديانو په هډه، ګوانتانامو کي ثبت سوې ده .په دې اووه ساعته ويډيو کي ښوول کيږي چي څنګه د کاناډا د استخباراتو غړي، د څلورو ورځو په اوږدو کي کاناډايي نابالغ ځوان تر پوښتنو ګروېږنولاندي نيسي. ددغي ويډو يوه لس دقيقيزه برخه پنځه کاله وروسته اوس رسنيو ته ددغه ځوان د مدافع وکيلانو لخوا رسيدلې ده. داد کاناډايي ټولني لپاره مهمه ده چي ويويني څنګه د کاناډا دولتي کارکوونکي د خپلو خلګو سره چلند کوي، په تيره بيا له داسي سړي سره لکه عمر خضر. دغه بندي داسي فکر کوی چي مرسته ورته رسيږي خو برعکس دی وزيرول سو. په ويډيو کي معلوميږي چي د اجنټانو لخوا له عمر خضرڅخه دده د اسلامي عقيدې په او د القاعده شبکې په هکله پوښتنه وسوه. خو دی هڅه کوي چي دا روښانه کړي چي دده ټول ځان درد کوي او دده سره بد سلوک سوی دی. خو اجنټانو ته دی روغ ښکاري او داسي ورته معلوميږي چي ښه ساتنه يي کيږي. دعمرخضر له قوله دی د پلار لخوا مجبور سوی چي افغانستان ته ولاړ سي. هلته په 2002 زيږديږ کال کي د امريکايانو لخوا ونيول سو. پنځلس کلن وو چي ګوانتانامو ته راغی، لکه څرنګه چي ويل کيدل ده په افغانستان کي د يوه لاسي بم په بريد يو امريکايي وژلی وو. دغه ځوان وايي چي دا رښتيا نه دي. دی د کړاو او ربړ له لاسه اعتراف ته مجبور سوی دی. په لس دقيقه ايزه ويډيو کي د کړاو هيڅ شی نه ليدل کيږي ، خو امکان لري چي دا کارونه ورسره سوي وي. عمرخضر وايي چي ده خپلي پښې او سترګي د لاسه ورکړي دي. دی خپل کميس څیري څو د ټپونو داغونه ښکاره کړي. خو اجينټ وايي چي دا رښتيا نه دي ، دي خو لا پښې او سترګي لري. د امريکا د متحده ايالاتو ددفاع وزارت د تکليف ټول تورونه رد کړل. خو د قادر مدافع وکيل ويليم کويبلر ټينګار کوي چي دده موکل په سيستماتيکه توګه و خوب ته نه دی پريښوول سوی. چي دا د امريکا څارنوالان ربړول نه بولې. د بشر ي حقونو سازمانونه لکه امنيستي انترنشنل، ددغه ځوان د ژرترژره خوشي کيدو غوښتنه کوي. داډول ګرويږني د بشري حقونو څخه سرغړونه ده. د نړيوالو حقونو په اساس د ماشوم سلامتيا لوړ ځای لري او خضر هم په شپاړس کلنۍ کي لا ماشوم وو. دينيس ادني غواړي په دې ويډيو سره خضر راويښ کړي. دی وايي: زه غواړم دده احساس راويښ کړم. موږ کاناډايان له ده سره ګډ احساس لرو او د حق غوښتنه يي کوو. دا ويډيو به وښيي چي محکمې څه وايي. د کاناډا صدراعظم ستيفان هارپر تر اوسه له دې څخه ډډه کړې چي د عمرخضرملاتړ وکړي، که څه هم چي ده خپله څوڅو واري پر نورو حکومتونو نيوکي کړي دي، چي د بشر د حقوقو مراعات نه کوي. څو ورځي د مخکه څرګنده سوه چي کاناډا دخضر په کړونه له 2004 کال راهيسي پوهيده. DW,16072008, - بېرته شاته