(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زمونږ د کلی لربني

زمونږ کلی په نمیه للمی ځمکه د سیند په غاړه د لوړ غره په لمن کې پروت دی ښی اړخ ته ئې کڅ او ګيڼ اړخ ته ئې د سپینو اوبو خوړ بهیږی . کلی ته نژدی مخامخ د خوړ ابلی غاړی ته د شګو په اوار میدانی کې جومات او لږ څه ورپوره څیرمه تری هدیره پرته ده . د جومات په انګړ کې یوه ستره خونه او پرخه برانډه ودان شوی ؤ د کوټی او برنډی په راښکته کونجونو کې دوه غټ غټ نغری جوړ شوی ؤ د یخنۍ پر مهال به پکې اور بل ؤ . کلیوال به ورته ګرد چاپیر ناست ؤ ، تسبح به ئې اړولي ذکر به ئې کاوه . پسته مرغکۍ به په جومات کې اواره شوی وه . د باندی د انګړ په نماي برخه په جګه چوتره د نرګس ګلانو د سمو لیکو باغچی جوړی شوی وی د پسرلي په موسم به ئې تنکۍ غوټۍ پرانیستی وی د مچو او بوراګانو سندریز غږونه به تر غوږه کیدل د نسیم په لګیدو به خوشبویه وږمی د جومات په انګړ خپری وی . د جومات د انګړ د باندی کونج ته د خسک توت یوه جګه ونه څه په ناز ولاړه وه . څانګی او ښاخونه ئې د جومات په انګړ راغوړولي ؤ دروند یخ سوری تری ورلاندی ؤ . د چوغکو او توت خورکو به پکې شور ماشور ؤ . د جومات تر څنګ د سپینو شګو هواره میدانی وه . چې د واړه او ځوان کول هلکانو به پکې د خسی لوبه ، غیږ نیول ، د تیږی غورځول ، ټوپ وهل او څه نوری د وخت او موسم په مروجو لوبو میدان ګرم ؤ . د جومات ملا چې ځما لومړنی استاد هم ؤ . تل په دوعا کې خولی ته راځی له مهربانه خدای له دربار څخه ورته د جنت فردوس غوښتنه کوم . د صمد خان استاد په نامه یادیده . د نورستان د علاقی څخه ؤ . ښایسته ، ښکلی ، پاک د یني لوړ عالم ؤ . ما تری بغدادۍ او قرانۍ سپاره او قران شریف اړولی ؤ ، . ښه مې په یاد دي خدای بښلی استاد راته په ملا طفه کې څوارلس قسمه خطونه لیکلی ؤ او ما په یادو زده کړی ؤ چې مور او پلار ته څرنګه خط لیکل کيږی مشر ته څرنګه ، دوست او استاد ته او داسی نور . چې البته هغه وخت لیکل اولوست یوازی په دری ژبه و. په عربی ژبه ئې داوبجد حساب راښودلی ؤ . دا وخت زمونږ په سیمه کې ښوونځی نه ؤ جومات به یوه لوړه عالی دیني مدرسه وه . خصوصی تعیلمات به په جومات کې تر سره کیدل زمونږ جومات به د پردیسو طالبانو او کلیوالو ماشومانو او لویانو څخه ډک و ملا به سهار او مازیګر د جومات د محراب مخی ته ناست ؤ . شاګردانو به ورته مخامخ په سمو لیکو په خپلو کتابونو سرونه ټیټ کړی ؤ . په نوبت سره به ورته ملا سبق ورکولو . په ډیره مینه ، شوق او ذوق به سبقونه ویل کیدل او تکراریدل د ملا مقام به هم زمونږ په معاشره کې ډیر جګ و . ټولو کلیوالو به ورته احترام او درناوی کاوه . د ملا وظیفه هم ډیره درنه او سپيڅلی وه . د نوی پیدا شوی ماشوم په غوږ کې اذان ، د قران شریف ختمونه جنازه ، فاتحه ، دم تعویز ، اتحاداو اتفاق ، جرګی ، دعوی مرکی ، نکاح او داسی نوری د خیر ښګڼی چاری به د ملا امام په غاړه وی . په مقابل کې به کلیوالو ملا ته په نوبت سره ډوډوۍ ورکوله او چې فصل به لو شو په ټاکلی اندازه غنم جوار به په درمنده کې وربیلیده . بله دا چې . سپاری ، قران شریفونه ، پنچ کتاب ، کلستان ، بوستان او داسی نور دری او فارسی کتابونه به د جومات په تاخچو کې پراته ؤ . قرئت او تلاوت ، نظم او نثر به په یو خاص خوند او رنګ سره ویل کیده . د صداقت او صمیمت زمانه وه . د لویو او وړو ښځو او نرو په زړونو کې دينی اسلامی او انسانی مینه وه د اذان په اوریدو سره به کلیوال په جمه لمونځ ته له هری خوا په منډو منډو راروان ؤ . د ژمی په ساړه موسم کې به سهار او مازیګر کلیوال د نغری د اور لمبو او کوټ سکروټوته ګرد چاپیر ناست ؤ . سپین زیږو به دیوالونو او ستنو ته تکیه کړی وه تسبح به ئې اړولی راړولی په زړونو کې به ئې د الله نوم یادواوه . چا به خبری کولی او د ګپ شپ بنډار به ګرم و. جومات چې د الله کور او عبادت ځای دي . دینی ښوونه او روزنه ئې د مدرسی او ښوونځی په مانا ، په تاقچو کې بیلا بیل پراته کتابونه ئې د کتاب خانی په مانا، دم تعویز ئې د شفاخانی او د ستونزو او اجتماعی شخړو فیصلی ئې د محکمی په مانا وو. دا ټول او ټول د ملا په وجود کې او د الله په کور کې تر سره کیدل د جومات د ګرمیدو او صفائی لپاره به یو خدمتګار نیول کیده . چې د لربني په نامه به مو یاداوه . دا وخت لربني بازمحمد نومیده کلیوالو به د باز په نامه یاداوه . زمونږ د کلی د بره غره د یوی بانډی څخه د بال بچ سره راکډه شوی و پنځه ماشومان ورتر غاړی ؤ په ونه جګ قوی هیکله سړی ؤ کوټلی او غښتلی وجود ئې ؤ . تل به ئې ګریوان خلاص ؤ .راس قد ، چنګه خیټه او پلني سیني ئې داسی معلومیدلی ، تا به ویل ټول عمر ئې منظمه سپورت تر سره کړی دي خر مائي رنګۍ زیږه ئې د لاس د قبصی سره برابره وه . غټی سترګی اوږدي وروځی جګه بوزه لږ څه اوږده غاښونه ، پیړی ګوتی غټی منګولی ئې لرلي . غټی چاودلی پښی ئې وی د پلالی څپلۍ به ئې پښو کولی . هر سهار به د لمانځه د ادا کولو او سبا ناری څخه وروسته به دغره په لور روان ؤ . مازیګر به ئې د خونانو او څیړیو ښایسته سپینو دړو ګیډی په جومات کې غور ځاوه په لمبو لمبو اور به په جومات کې بل ؤ تاوجنی سری سکروټی به کوټ وی بې لوګی به جومات ګرم ؤ کلیوال به ورته کور ودانی وایه باز په ډیره مینه او صداقت د جومات خدمت ته اوږه ورکړی وه کلیوالو به هم ورسره مینه او پیرزوینه لرله . هغه وخت چې بله خواري او غریبی د ده له وسی نه وه پدی کار سره خوشحاله ؤ د چا چې به وسه کیده مخدی کالی او جامی به ئې ورکولی د کلیوالو د لربنیتوب په قطره ډوډوۍ موړ و. که توره وه که سپوره اضافه ئې وه د شکوره د خپلې خوارۍ او غریبۍ په ډوډۍ ئې شکرویسته. باز د خپل عادت له مخی ډیری خبری نه کولی خو د ملا د خولی مسلو او نصحت او د کلیوالو خبرو ته به ئې کلک غوږ نیولی و . دین داره سړی ؤ د دین خبری به پری ډیری ښی لګیدی . په همدی قسم وختونه او کلونه واوختل ماشومان ئې راغوټکی شول د مشر زوی ئې د بریتونو خط تور شوی ؤ . لور ئې هم وخت وهلی وه د باز اوږی د زوی په کومک یو څه سپکی شوی وي د ګيډی په راوړو کې به ئې کله د مګی کوله د باز ډیره ناسته ولاړه د محمداګل اکا سره وه محمد اګل اکا زمونږ د کلی ډیر ټوکی سړی و . په کلیوالو ډیر ګران ؤ د چرسو چلم به ئې څښه همیشه به ئې ټوکی ټکالی کولی خوله به ئې د خندا ډکه وه . غوا غویان به ئې بدلول رابدلول تل به ئې دغسی مارچی لګولی مانا دا چې ډیر مارچه ئې او ګپ شپی سړی ؤ . بله ورځ سهار د جمعی د لمانځه د ادا کولو ورسته لکه تل په څیر کلیوال د نغری د اور ګردچاپیر ناست ؤ . د ګپ شپ په بنډار کې محمداګل اکا په خندا کې د باز د زوی لپاره د کوژدی خبره راپورته کړه . باز اوږده ساه واخیسته په سړه سینه او ناامیده اواز ئې وويل ما بیچاره سره به څوک خپلوی وکړی ښځه خو په څه کيږی . مونږ د ځان پوری حیران یو د ولور او واده پیسی له کومه کړو؟ محمداګل اکل چې لا د مخه پدی خبره کوم سوچ کړی ؤ کلیوالو ته ئې مخ راواړوه وی ویل د پیغلو لوڼو ساتل په کور کې اوبال دي د مور او پلار غاړه پری بنده وی د نانا په نامه زمونږ یو کلیوال ؤ د هغه ځوان او پیغله لور ته ئې اشاره وه چې هم به د دواړو د زامنو کورونه ودان شی او هم به د دوي غاړی ازادي شی که بدل ورسره وکړی . باز او نانا د خپلوئ د پیوند په دی خبره دواړه چپ پاتی شول . زمانه چې پاکه او صادقه وه او دالله په کور کې دا خبره یاده شوه د یو لنډ مکس څخه وروسته ټولو ناستو کلیوالو . د خپلوۍ، د پیوند پدی خبرو د خیر نظر څرګند کړو . د ولور ، ودونو او پریکون ټولی خبری د خیر او خوښۍ په پریکړه وڅیړل شوی . غنم لو د ودونو نېټه وټاکل شوه ملا صورت ووایه او د دوعا لاسونه جګ شول دواړو ته مبارکی وويل شوه . باز چې د خوشحالۍ نه ئې خوله نه راټولیده په منډه د جومات د انګړ له دروازی څخه راووت ځوی ته ئې غږ کړ چې یو څو پوټی ګوړه په کور کې وګوره او په منډه ئې راوړه ځوی ئې هم څو پوټی ګوړه د څادر په پیڅکه کې نیولی وه او له دی ناخبره چې پخپله کوژده شوی ګوړه ئې پوټی پوټی په ناستو کسانو وویشله . محمداګل اکا او ځینو کلیوال ورپوري ټوکی او ډوړی وويلی د خندا محفل ګرم شو . باز یو ځل بیا په جومات کې سجده کیښوده او د الله شکر ئې ادا کړو او په ډیر خندا او خوښۍ سره پدی سهار کورته روان شو . د باز زوی محمد ظیر خان هم مسکی مسکی کیده او د پلار تر شاه ئې د کور لاره خپله کړه کلیوال هم ښځی او نر د باز د ځوی په ګوړه ماتی خبر شول . د سیتار او منګی ټنګ ټکور خو زمونږ د حجرو همیشنۍ دستوره وه خو پدی شپه لوړ مازیګر حجره ګرمه شوه د ماښام له ډوډۍ وروسته حجره د کلیوالو ډکه شوه . د غلام سرور او محمدا ګل په خوږو اوازونو کې چې البته دا محمداګل اکا نه دی د ټنګ ټکور محفل پدی شپه یو بل شانته خوند وکړ . ځوانانو او همزولو جنیکو د باز په کور کې ګرمی چمبی ووهلی او محمد ظیر خان ئې په ټکیو کې وستایه . دا شپه نو د باز لپاره د خوښیو ډکه شپه وه چې تر ډیره ناوخته ئې دوام وکړو . سبا قضا ماسپښین باز د جومات په چوتره کې د یواله ته تګیه کړی وه د چوتری د نرګس ګلانو تنکۍ غوټۍ پرانیستی وی . د لمر زریني وړانګی راګږی شوی وی نرم شمال چلیده . باز د چوتری ګلان د سترګو رالاندی ایستی ؤ. په زیر زیر ئې ورته کتل او ژور سوچ اخیستی ؤ ، زه ئې خوا ته ور روان شوم . ښه ورنژدی شوم پښه مې ونیوه دده سترګی لاهماغسی د ګلانو سره نښتی وی . او په ډیر ژور سوچ او خیال کې ډوب ؤ . ما غاړه تازه کړه ده هم سر راپورته کړو . ما تری پوښتنه وکړه چې په څه دی سوچ کاوه ؟ ده خپل مخدی غوندی څادر هوار کړو او ماته ئې د کیناستو بلنه راکړه . ما بیا خپله پوښتنه تکرار کړه ورته مې وویل چې باز محمد څه پیښه خو به نه وی شوی ؟ دده په شونډو د خوښۍ مسکا خپره شوه . ویلی نه ؟ هسی یوبل فکر وړی وم . څه فکر ؟ مخ ئې راواړوه ویل تا خو بیګاه ولیده چې هلکانو او جينکو ځما په خوشحالۍ کې څومره خوشحالی وکړه ځما خپله غریبی هیره شوه . د سیالانو سره سیال شوم توربورانو ته مې سترګی جګی شوی زه د لوی خدایه راضی یم الله دی ځما نه راځی شی . د اخندزادګانو په کلی او د جومات په خدمت کې مې ارمانونه تر سره شول د حیا ابرو او عزت خاوند شوم. الله پاک دی داخندزاده بابا هر اډوکی په جنت کړی ما خوئې کیسی او حکایتونه ددی مشرانو او سپین زیږو اوریدلی ؤ چې یوولی ؤ . د مرتبی خاوند ؤ . چا ئې د باغ میوه په غلا نه شوه خوړلي په سترګو به ړندیده . اولاده او کلیوال ئې اوس هم داروا تر نظر لاندی دي . ددی کلیوالو تر منځ اتحاد د جومات سره مینه ما د بل کلی په خلکو کې نده لیدلی . په رښیتا چې دا داخندزاده بابا برکت دی . ته خو ئې لمسی ئې قبر ئې راوښایه چې کله کله دوعا له ورځم ما ئې خبری ورپری کړی ورته مې وویل . وګوره هغه برج خو وینی ددی برج د لاندی کوټه د اخندزاده بابا عبادت ځای ؤ اوس هم ویل کيږی چې د جمعی په شپه پکې د ذکر اوازونه اوریدل کيږی تاسی مخکی د هغه د قبر پوښتنه وکړه . هغه وخت چې نه جاز ؤ نه موټر او نه بیړۍ په پښو د الله کور ته لاړ او همغلته ئې په خپل ارمان د الله حق ته ځان وسپاره . او د لاس تسبح او امسا ئې د لاری ملګری د نښی په توګه راوړی ، . ما چې دا خبری وکړی باز په لپو لپو دوعا ورته کوله او زه تری راپورته شوم دا ځما او د باز وروستۍ خبری او اخری دیدن ؤ هغه مهال چې ځما نوکری په مرکز کې وه کابل ته راغلم . موده پس د وطن د شمالی پولی آخوا ګاونډی په اشاره به کابل کې د یو پوځی حرکت په ترڅ کې شاهی واکمنی په جمهوری بدله شوه . که څه هم دا دوره ډیره لنډه وه خو سره لد ی هم د هیواد د غوړیدا او سمسورتیا لپاره د پام وړ ګامونه پورته شول . هیواد د ابادۍ په لور روان شو . دا ګړندی بدلونونه د د اخلی او خارجی مخالیفونو د غصی سبب شو . په پټه په داخل او بهر کې سیاسی کشمکشونو د سیمی او منطقی په سطحه زور واخیستی شمالی ګاونډی د خپل پخوانی پلان او ارمان له مخی خپل وروستی هدف ته د رسیدو لپاره خپلی لاری چاری داسی منظم کړی چې د ولسونو او عامه ذهنیت پر خلاف د ثور د اومی دا وښتون سبب شو . زور واکي واکمنه شوه او ددي واکمنۍ د رانسکوریدو په ضد لومړۍ ګولۍ زمونږ د هسکو غرونو څخه پورته شوه او راسا د لمر په سترګی ولګیده . زمونږ ښایسته دنیاګۍ تورتم شوه د تاریخ مسیر په څټ راوګرځید . نیول ، وهل ، تړل ، وژل پیل شول د شمالی پولی تر شاه دوښمن په ټول هیواد کې پټی مورچی نیولی وی . او د جدی په شپږمه ئې د وروستنی هدف په نیت علنی حضور په ټول هیواد کې راڅرګند شو . ملی پاڅون پیل شو ورو ورو ټول هیواد د اور په لمبو کې راګیر شو چا به د اور په لمبو پطرول پاشل ، څوک به تښیدل او څوک به سوځیدل دی حالت ښایسته زیات کلونه دوام وکړ . خو اخر دوښمن دي ته اړ شو چې خپلی ناپاکی پښي ددی پاکی خاوری څخه سپکی کړی . که څه هم خارجي خپلواکی د افغان ملت په نصیب شوه خو داخلی واکمنی لا تر اوسه د داخلی چا پندازانو او بهرنیو بايانو په لاس کې ده . هغه وخت چې زمونږ په سیمه وهابې خپسۍ ناسته وه . د خپل کلی کور کلیوالو لیدلو ته د یوه دوست په مرسته چې کلونه ورڅخه خبر نه وم په یوه کرائی دوه سیټه ډاټسن موټر کې روان شوم د لاری په اوږدو کې د پخوانی تصویر له مخی هر څه کلی ، کورونه سیند سرک پټی غرونه مې د موټر له آینی څخه د سترګو را لاندی ایستی و . د کلو کورونو او کلاګانو دیوالونه راپریوتی ؤ . او کله چې د شګۍ په چړئې موټر ورجګ شو . سترګی مې د خپل کلی په غره ولګیدی زړه مې په ګوګل کې په ټوپو ؤ او هوس مې په الوتو شو . زه د سیمی د تصویر په خیال کې ډوبه وم چې موټر د خونانو په هډه کې ودرید له موټره راښکته شوم زمونږ کلی چې د قبلی په لوری پروت دي په بيړه مخ په قبله شوم یوازی یوه کوټه د تیږو په سر ولاړه معلومیده او د کلی په ځمکه ډیری لوی لوی تیږی پرتی وی د کلی په سینه د سپینو اوبو خوړ بهیده ما غوښتل چې ګړندی او چابک ګامونه واخلم خو د پښو وژومی ستستی کوله کلی ته په رسیدو سره هک پک پاتی شوم د ځانه سره مې وویل چې د د دومره لویو لویو تیږو تیر شوی سیلاب خو د عقل د باور سره هیڅ اړخ نه لګوی . خو پدی کې به هم دالله خپل حکمت پروت وی . چې دی غمجنی پیښی ځما د خاپوړو او ماشوموالی دنیاګۍ ړنګه کړی وه د کلی ، کور جومات لارو کوڅو دیرو او حجرو سره ځما په خیال کې همیشۍ ژوندۍ مینه د سیلاب خړو اوبو له ځانه سره وړی وه . داسی ډیری غونښتنی او پوسښتنی مې په زړ کې ښکته پورته شوی خو توبه مې وویسته او د الله رضا می قبوله کړه . ورغلم د اخندزاده بابا د عبادت کوټی ته ودریدم چې د خوړ په منځ کې د یوی هواری تیږی په سر روغه جوړه ولاړه وه . هغه کوټه چې یو وخت ما باز ته ویلی ؤ چې ویل کیږی له دی کوټی د جومی په شپه د ذکر اوازونه اوریدل کیږی دا مې نو پوره زړه ته ولویده چې دا یوه معجزه وه او له دی تعحب اوره نښی له پاتی کیدو وروسته د یوی جګی تیږی په سر کیناستم پورته د غره په امتدار او ښکته تر سیند پوری دا ټول کڅ لاری او ګودری مې د سترګو رالندی وتی هغه ځما د خاپوړو کلی د روزنی جومات د کلیوالو ګڼه ګوڼه ، د لوبو میدانی ماښامنی تنورونه او شنه لوګی د لربني غږونه او د سپو غفا ، دیری او حجری ګډ روژ ماتی او چلمونه دا ټول وختونه او یادونه مې په فکر او خیال کې راوګرځیدل . زه یوازی وم چوپه چوپتیا وه سلګو نیولی وم په ژړا ستړی شوم په ډیره ژړا مې د سترګو اوښکی وچی شوی . کتل مې چې د برو کوټو له لاری ځما په لوری یو سړی چې امسا ئې لګوله ګوډ ګوډ را راوان ؤ . ورته زیر شوم چې ښه رانژدي شو د یو چا شک مې پری راغی له ورایه مې پری سلام واچاوه . ده چې ځما سلام وعلیک کړو د اواز نه مې وپیژانده . دی ځما د کوچنی والي څخه همزولی کلیوال ؤ چې یو ځای به مو لوبی کولی . خو زه ئې ونه پيزندلم غږ ئې راباندی وکړو . څوک ئې وروره . ما خپله پيژندنه ورته د کوچنی والی له یادونو او وختونو څخه راپیل کړه . او چې د جومات تر څنګ میدانی د کوچني والی د لوبو نکل مې شروع کړو یوه چیغه ئې له خولی ووته او راته ئې وویل چې ته خو فلانی نه ئې ؟ ما ویل هوکی . زه فلانی یم غاړه ئې راکړه او ټینګ ئې په غیږ کې ونیولم . په چیغو چیغو ئې راته وژړل شیبه وروسته مو اوسون پر ځای شو پوښتنه مې تری وکړه چې هغه کلیوال څه شول . کلی او جومات څه شو . اودا د تیږو غر څنګه جوړ شوی ؟ دده ستونی بیا راډک شو د مرۍ غوټه ئې ښکته پورته لاړه بیا یوی سلګۍ ونیو . چې لږ څه اوسون ئې پر ځای شو ویل مونږ دوه کوره په برو کوټو کې اوسیږو . او د کلی یو کس مو نه لیدلی او نه خبر یو دا دومره ډیر کلونه تیر شو یو تن څه دی چې بیرته د کلیوالو او کلی د لیدو د پاره نه دی راپیدا شوی . زمونږ خو د کلیوالو د لیدو پسی سترګی ړندی شوی د استا لیدل راته خوب او خیال ښکاری . مونږ پدی ارمان یو چې کله به د خپلو کلیوالو اوازونه و اورو او کله به ئې ووینو . له هغه وخته چې ولایت ته ورغزیدلی لاری بندی شوی د پورته دری او غرونو څخه لښکری راماتی شوی خوا وشا ئې ټول کلی ئې ونیول د حکومت په وړاندی ئې مورچی جوړی کړی او د میاشتو میاشتو زمونږ د سیمی په نرو او ښځو سور اوربل و . لښکرو ته به مو ډوډۍ پخوله او د حکومت لخوا به راباندی د چورلکو بمبار روان وسری مرمۍ به وریدلی . غلا ، چور ، او چپاول هم په ټوله سیمه کې روان ؤ . همدا وجه وه چې کلیوالو هم لدی اوره پښی سپکی کړی . او یوازی مونږ دا دوه کوره پاتی شو کلی خالی شو د کلی او جومات څخه ټوپکوالو هډی او مورچی جوړی کړی او چې ګل نبی د جومات نوم واخیست وار دواره باز ځما سترګو ته نیغ په نیغه ودرید. مائې فوری خبره پری کړه او د باز پوښتنه مې تری وکړه باز اوس چیری دی مړ دی که ژوندی ؟ ویل غوږ ونیسه د باز کیسه درته وکړم کله چې لښکر زمونږ کلی ته راغی زمونږ د کلیوالو سره ئې ډیر بدسلوک کاوه بې رحمه ظالم خلک ؤ حق او نا حق به ئې خلک ډبول پسونه او غویان به ئې پری حلالول یو سړی به ئې راونیو چې ته خو د حکومت سره لاس لری وبه ئې واهه او څه چې به ئې لرل هغه به ئې په جریمه کې تری یووړل . دا لا څه کوی بله کیسه واوره چې یو کیسه کوم بله رایادیږی . یوه ورځ په دا پوری غاړی کلی کې یوه ښځه د نواباد کلی څخه د یوه کوچنی زوی سره د خپلوانو د لیدو په نیت پدی هیله چې زه خو ښځه یم او زوی مې کوچنی دی راغلی وه د پوری غاړی کلی قوماندان چې پری خبر شو امر ئې وکړ چې دا خو مقبره ده زمونږ احوال حکومت ته ورکوی . لومړی ئې زوی د لاسو او پښو څخه جګ نیولی ؤ او په وهلو ئې ساه ورکړه شهید شو او وروسته ئې مور په همدی توګه د کلیوالو او خپلوانو په مخ کې ووژل شو . ددی ظالمانو سره د چا زور برابر نه ؤ . په غیر له دی چې لویو او وړو به ورته خیری کولی تور سرو به ورپسی تنرونه چارو کول چې یا الله ته مو په خپل قدرت سره ددی وحشیانو څخه خلاص کړی یا الله ته ئې له یوی مخی تباه کړی یا الله ته ئې د اسمانی تندر د لاندی کړی . بله ورځ د الله باچا زور ؤ او د اخندزاده بابا نظر ؤ د ماښام په تورتم کې د تور کمر د لاندی وچ خوړ کې اسمانی تندر راپریوت خړو اوبو سره ددی درندو او غټو تیږو سیلاب راووت . په جومات کې ناست ټوپکوال چې پنځه ویشت دیرش تنه کیدل د خړو اوبو خوراک شول . باز چې به هر بل دا وخت په جومات کې اور بلاوه د الله شان ؤ پدی ماښام له جوماته وتلی ؤ او اوس خپلی بانډی ته تللی . د ګل نبی سره ځما دا غمجنو کیسو او نکلونو دوه دری ساعته ونیول . ورځ تللی وه لمر په غړ غړه وه د خپل خاپوړو کلی نه ویره او ترهه په زړه کې راګرځیده د شپی د تیرلو ځای نه ؤ . ځما د مینی دنیاګۍ دا وخت په بدله څیره کې په زندان بدله شوی وه. ده ته مې په خدای سپارښتنه وویل او په منډه هدیری ته ورغلم د خپل پلار او نیکه او ټولو اقرباو بیل بیلو قبرونو ته ودریدم لنډه لنډ صورتونه مې ورته وویل دوعا وی مې ورته وکړی او له دوی هم پداسی حال کې چې اوښکی مې په سترګو کې وچی شوی وی په راډک او نښتی ستونی په سلګو سلګو کې راجدا شوم . شاته په کتو کتو کې د کلی پناه شوم شپه مې په ولایت کې د یوه دوست په کور کې تیره کړه او سبا غرمه د بی وطنۍ ، یوازیتوب او احتیاجۍ . د نامعلوم سرنوشت په لور د پولی واوښتم . له اتو ملکونو تیر شوم پــه نــهــم مـــې ســکـــونــت شــولـــو کمونست او له اخوانـه راپــه بـــرخـــه دا قــســمــت شــولـــو ټـــولـــه نـــړۍ کـــور مې شـــو خـــو زه شـــوم ســـرګـــردان پـــکــې د اولا د او کولتور بیل شوم اوس راپاتی کوم صـفت شولو واکـــمـــن د وطـــن خـــوښ دی د دوښــمـن پــه غــلامــی کـــې دا بــاشــی د زنــدانــیــانــو کــوم عــزت ئـې د هـجــرت شــولو په ډیر درنښت میرزا محمد برهانی کونړی Zamog de Kali Larbani By: Mirza Mohammad Konari Burhani, Köln-Germany - بېرته شاته