(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ارواښاد استاد قیام الدین خادم ژوند لیک....

د ارواښاد استاد قیام الدین خادم ژوند لیک ته لنډه کتنه د ځلانده ستوری استاد قیام الدین خادم ژوند لیک ته لنډه کتنه د پښتو ژبي او ادب د لوی اسمان مرحوم قيام الدين خادم په ۱۲۸۶لمريز کال دکامي ولسوالی په يوي روحاني کورنۍ کې دنياته سترگې پرانيستې دي . دخادم صاحب پلار مرحوم ملا حسام الدين اخوند پخپله سيمه کې يو مشهور او پوه عالم و . قيام الدين خادم لومړنۍ زده کړې پخپل کورکښې دخپلو والدينو څخه تر سره کړيدي . خادم صاحب لا ماشوم و، چې په زده كړه يې لاس پورې كړ. لكه، چې هغه خپله وايي : ((له كوچنيوالي زما والد زما او زما د نورو وروڼو په زده كړه كې كوښښ كاوه، قرآن شريف او ځينې د نظم كتابونه ما له خپل والد نه لوستي)) خادم صاحب به تل داخبره کوله، چي هغه د ليك ډېر شوقمن و او له خپل ځان سره يې قلمونه، كاغذونه او رنګونه ګرځول او تمامه ورځ به په ليك اخته و.كوم وخت به، چې ورسره قلم او كاغذ نه و؛ نو په ډكو به يې په دېوالونو ليك كاوه. له همدې لامله يې په لږ وخت كې املا او انشا زده شوه . خادم صاحب داسلامي علومو زيات شمېر کتابونه لوستي وه ؛ هغه صرف ،نحوه ،منطق ،حکمت ،فقه ،حديث ، تفسير اونور مروجه علوم هم لوستلي دي . هغه دديني پوهې دترلاسه کولو لپاره 15 کاله دهېواد په داخل او له هېواده بهر سفرونه کړ ي دي . ارواښاد خادم صاحب دلومړي ځل لپاره په ۱۳۰۴لمريز کال دکامې په ابتدائيه ښوونځۍ کې دښوونکي په توگه ددندې په سرته رسولووگمارل شو او وروسته له څه مودې هغه هندوستان ته سفر وکړ.کله، چې تر سفر وروسته وطن ته دوباره راوگرځيد دجلال آباد په يوه ښوونځۍ کې دښوونکي په توگه وټاکل شو. خادم صاحب دوه نيم کاله په لواړگه کې اوسېدلى اوهمدلته يې له شاعرۍ ،ليکوالۍ او ادبياتو سره مينې وده وکړه اوهمدلته (په لواړگه کې) ېې کوزده او واده هم تر سره شوي دي . خادم صاحب په ۱۳۱۲لمريز کال کې دکندهار ولايت ته ولاړ او هلته دکندهار دپښتو ادبي انجمن دغړې په توگه وگمارل شو. په ۱۳۱۴ لمريزکال کې داسد دمياشتي پر ۲۵ نېټه دهغه وخت ددولتي اړونده چارواکو په امر او دستورد((پښتو ادبي انجمن ))له کندهار څخه کابل ته ولېږدېده،چي په ۱۳۱۵ لمريز کال دغه انجمن په ((پښتو ټولنه )) ونومول شو . خادم صاحب دري مياشتي د((زيري )) داخبار دنشر ولو مسووليت په غاړه درلود . په ۱۳۱۸لمريزکال کې دتاليف او ترجمي دشعبې مدير مقرر شو اوپه ۱۳۲۰ لمريز کال کې دپښتو ټولني دعمومي رياست مرستيال او بيا په ۱۳۲۱لمريزکال کې داتحاد مشرقي مدير اوپه ۱۳۲۴لمريزکال ددايره المعارف دترجمي مدير مقرر شو. په ۱۳۲۵لمريز کال دتعاوني ډيپو دتفتيش لوي مدير وټاکل شو ،څه وخت وروسته دهرات ولايت ته ولېږل شو . په ۱۳۲۹ لمريزکال دکندهار دطلوع افغان مدير شو . په ۱۳۳۰ لمريزکال دکابل مجلې دچلوونکي دنده ورپغاړه شوه .په ۱۳۳۱لمريز کال دسروبي دبرېښنا دفابريکې دکوپراتيف لوى مدير مقرر شو. ښاغلي خادم صاحب د هېوادورځپاڼې د موسسې رييس، د ادبياتو د پوهنځي استاذ او د افغانستان دپارلمان د مشرانو جرگې غړى هم و. په۱۳۳۲لمريزکال کې خادم صاحب د((اصلاح))ورځپاڼې مدير شو. دبېلابېلو سيموپه بېلابېلودولتي دندو گمارل شوى واوهغه دندې يې په پوره سپېڅلتوب سرته رسولي دي . د بېلگې په توگه داصلاح ورځپاڼې دمديريت ددندې تر سرته رسولو وروسته هغه څوکاله دپښتو ژبې دکورسونو مدير او په عين وخت کې د((زيري)) داخبار دچلوونکي دنده هم پر غاړه درلوده . ارواښاد استاذ قيام الدين خادم د پښتو ژبي او ادب يو پياوړى ليكوال، شاعر او پوه عالم و او پدې لاره کې يې زيات زيار ايستلى . خادم صاحب په رښتيا سره دپښتو ژبي او ادب خادم و؛ ځکه، نو د پښتو ژبي او ادب د ځلانده آسمان يوله روڼو ستورو څخه گڼل کيږي . استاد د پښتو ژبي او ادب په باب پوره او په زړه پوري منظوم او منثور آثار ليكلي اويوه ښه علمي ذخيره يې زموږ دهېواد راتلونکي نسل ته پرې ايښې ده، چي اوس د پښتو ژبي او ادب ليوال ورباندي وياړ ي . خادم صاحب د هغې سپېڅلې او هڅاندي مينې له لامله، چى د خپلو هېوادوالو له سياسي، علمي او فرهنگي پرمختگونو سره يې لرله، ډېر زيار اوزحمت گاللى او راتلونکيو نسلونو ته يې دعلمي او فرهنگي پانگې په توگه پرسلگونو مقالو او مضامينوسربېره دمنظومواومنثورو آثاروډېر په زړه پورې نږ دې ۵۳ كتابونه پرې ايښي، چې دچاپ شويو آثارو له نومونه څخه به يې د ليکنې په وروستۍ برخه کې يادونه وشي . يو شمېر نورآثار يې کېداى شي لاتر اوسه دخپلوانو د کورونو په تاخچو اويا هم الماريو کې دچاپ په انتظار زاړه شوي وي . پدې هيله، چې يوه ورځ دافغانستان علومو اکاډمي يا داطلاعاتو اوکلتور وزارت دې ټکي ته پام شي،چې دهېواد دپخوانيو ليکوالوناچاپه آثار چاپ کړي اودځوان نسل دپوهاوي اوخبرتيا لپاره يې د هغو په واک کښي ورکړي . ډېر ښه اوتر ټولو بهتره به لاداوي، چې زموږ هغه شمېر ځوانان، چې په انگليسي ،الماني اوفرانسوي ژبو بلد دي، دپخوانيو ليکوالواودپښتوادب دآسمان دځلانده ستوريو هغه آثار، چې دبهرنيانو د پاملرنې وړ دي، وژباړل شي . "خيالي دنيا" دخادم صاحب ډېر مشهور اثر دى، چې دده د منثورو آثارو مجموعه ده .دغه اثر ته د ادبي ټوټو مجموعه هم ويلاى شو. ((خيالي دنيا)) په ١٣٣٩ ل كال کې د پښتو ټولنې له خوا د زرو ټوكو په تيراژ په ٩٤ مخونو کې دولتي مطبعې چاپ کړې ده. د كتاب د ټولو ادبي ټوټو شمېر (( شپږ پنځوسو)) ته رسيږي، چي هره ادبي ټوټه يې د افغان ټولنې كړه وړه تمثيلوي. د كتاب ادبي ټوټو هره يوه يې دخپلي معنا اوهغومفاهيمو له مخې، چې په کې ځاى شوي دي، د پښتو ادب د پراخه بڼ رنگارنگ گلان گڼل كيږي . كه دغه اثر په پوره پاملرنه ولوستل شي، يوه لوى سمندر ته ورته دى،چې هر څه په کې موندل كيږي . خادم صاحب پدغو لنډو ادبي انځوريزوادبي ټوټوکې مينه ، محبت، د ټولنيز ژوندرازونه ، آزادي، انتقاد، پرمختگ، عبادت، هنر او د ژوندانه ټولې لارې چارې لوستونکي ته ورښيي. مرحوم خادم صاحب په اردو،انگليسي او عربي ژبوښه پوهېده،دهمدغو ژبو په مرسته هغه ديوه کنجکاو او پلټونکي انسان په توگه هڅېدلى، چې دډېرو شيانو په راز ځان پوه کړي. کيداي شي دهغه دبرياليتوبو د رازونو څخه يو هم دهغه همدا کنجکاوي وبولو . خادم صاحب نه يوازې د علم او پوهې په ډگر کې افغان ولس ته خدمت کاوه، بلکې په سياسي ډگر کې هم دهېواد دسياسي څيرو په قطارکې ورته دقدر په سترگه کتل شوي دي . ښاغلی غبار د((افغانستان در مسير تايريخ )) ددوه يم ټوک په ۲۳۹ مخ کې ليکي : په ۱۳۲۶ لمريز کال يوه سياسي گوند دويښ زلميانو په نامه علني فعاليت پيل کړ . ددې گوند بنسټ ايښودونکي او مشران په کابل ،کندهار او ننگرهارکې داکسان يادوي : عبدالروف بينوا،گل پاچاالفت، فيض محمد انگار ،نورمحمد تره کى ،غلام حسن خان صافى( اين دونفر اخير ازدسته عبدالمجيد زابلي بودند) ،محمدرسول خان پشتون ، عبدالشکورخان رشاد،عبدالهادي توخي ،محمدانورخان اڅکزائى، قاضي بهرام خان ،غلام جيلاني خان ،قاضي عبدالصمد خان ،فتح محمد خان خټگر، نور محمد خان قاضي خيل،محمد ابراهيم خواخوږى،محمد ناصر خان لعل پورى، صوفى ولى محمد خان، آغامحمد خان کرزی ،محمد موسى خان شفيق ،غلام محمدخان پوپل ،محمد طاهر خان صافی ،قيام الدين خان خادم ، ارسلاخان سليمى وردگ ،نيک محمدخان پکتيانی ،صديق الله خان رښتين، عبدالعزيز خان ،عبدلخالق خان واسعي ،محمد علم خان، نوراحمد شاکر، محمدرسول خان مسلم، محمد حسين خان ريدی، عبدالرزاق فرافى ،محمد نور خان علم ،عبيد الله خان صافی ، گل شاه خان صافی، ظهورالله خان همدرد،محمدشريف خان قاضى ،عبدالمنان خان دردمند،شاغلى مليار ، عبدالصمدخان ويسا ،محمد علم بڅرکی وچند نفر ديگر . منشى حزب در اوايل عبدالروف خان بينوا ودر اواخر عبدالرزاق خان فراهي بود. افغانستان در مسير تاريخ- دوه يم ټوک ۲۳۹-۲۴۰ مخونه. د ( ۱۳۲۷ل )کال د جوزا د مياشتې پر اوومه د ويښو زلميانو د تدارک د کميسون په لارښوونه د کندهار، ننگرهار او کابل يو شمېر ادبي او عرفاني ملگرو لکه عبدالرؤف بينوا، فيض محمدانگار، نورمحمد تره کی، قيام الدين خادم، صديق الله رښتين، گل پاچا الفت، نيک محمد پکتيانی، محمد ارسلان سليمی، عبدالقدوس پرهيز، ابو الحسن هزاره، پاينده محمد روهيلى، محمد ولی زلمی، عطا محمد شېرزی، محمد طاهر تائب او ځينو نورو ليکوالانو او روښنفکرانو د موسسې کنگرې غړيو، چې شمېر يې دوه ويشتو تنو ته رسېده، د دارالامان په افشار وکې د عبدالمجيد زابلي دنوې ماڼۍ په يوه سالون کې د ماسپښين پر دوه بجو د ويښو زلميانو دگوند جوړولولپاره دبېلوبېلوولايتونو د استازيو طرحې وړاندې شوې، چې يوه يې د عبدالروف بينوا او نور محمد تره کي اوبله يې د قيام الدين خادم او درېيمه يې د صديق الله رشتين وه. لومړۍ يې مترقي او عصري، دوه يمې يې ملي اوو طني،درېيمې يې مذهبي او کلتوري رنگ درلود. تر زيات بحث وروسته د ټولو طرحو د مهمو مادو په گډون پر دغو ټکودټولوموافقه راغله : د اسلام او مشروطه شاهي نظام او د پاچاد مقام ددرناوي، د دولت د درې گونو قواوو ترمنځ لکه اجرئيه، مقنينه اوقضائېه تفکيک او بېلوالی ، دهغوي د حقوقو او صلاحيتونو ټاکل، د آزادو ټاکنو له مخې درابلل شوې لويې جرگې له لارې د وخت له غوښتنو سره سم په اساسي قانون کې تعديلات او تغيرات راوستل ، داساسي قانون پلي کول، د علم او معارف خپرېدل او پراختيا، د مطبوعاتو، دفکر او بيان د آزادۍ تظمينول، د هر ډول نژادي، ژبني او سيمه ييز تعصب او لوړتيا غوښتنومخه نيوی، د قانون په واسطه د افرادو طبيعي اوټولنيزو حقوقو تأ مينول، ظلم، رشوت، پټه سوداگري (قاچاق) او بې عدالتيو سره مبارزه کول، په ټولنيز ژوندکې له افراط او تفريط څخه ډډه کول، د تخنيک اوصنعت رواجول، په هېواد کې دهر چالپاره د کار او تعليم دزمينې برابرول، د کارگرو او بزگرو حقوق، اقتصادي او زراعتي اصلاحاتو ته پاملرنه، دموهوماتو او مزخرفاتو سره مجادله کول، د ملي ژبې پښتو او پښتونستان د ملي خودارديت پرننگه درېدل، د بشر دحقوقو د اعلاميې درناوی او بين المللي صلح او سلم غوښتل او په عملي صورت دهغوى پلي کېدل ،داهغه مهم ټکي وه، چې ددوى لخوا په جوړه شوې کړنلاره کې ورته ځاى ورکړ شوى و . بڅرکي صاحب په پورته يادشوي کتاب کې ليکلي، چې دويښ زلميانو دجنبش لومړى مرام په ۱۳۲۷ل او دوه يم يې په ۱۳۲۸ لمريزکال دزمري دمياشتې په ۲۷ نېټه تصويب شوى دی . گران لوستونکي دمحمد علم بڅرکي (( ويښ زلميان دافغانستان يو سياسي تحريک)) په نامه کتاب کې دخادم صاحب او پښتو ادب دشپږو ستوريو دسياسي فعاليت په اړوند معلومات تر لاسه کولاى شي . استاد بختاني په خپل كتاب (( دملي ادب او ژوناليزم خادم))کې دې ټکي ته اشاره كړې ، چې د خادم صاحب د رسمي دندې پيل د خدايي خدمتگارو د تحريك له پيليدو سره هم مهاله دى؛ نو د ځان لپاره د خادم تخلص غوره كول هم له دې تحريك سره د خادم صاحب يو ډول تړاو څرگندوي . ښاغلي بختاني صاحب په خپل ياد شوي كتاب كې د ارواښاد خادم تړاو له (( افغان ملت گوند)) سره ښودلى اوحتا هغه يې د دغه گونديو له رسمي بنسټ ايښودونکيو له ډلې څخه بللى دی . ارواښاد خادم دحقيقت دڅرگندولو سره مينه لرله او تل يې هر څه بربنډ ويل . خادم صاحب په زيات شمېر ادبي او علمي محافلو کې برخه اخيستې ده او کله کله ددولت اړونده ا رگانو لخوا په ستاين ليکونو او ډاليو هم نازول شواو ستاينه يې شوې ده . مرحوم خادم دفلسفي اند او علمي شخصيت څښتن و،هغه په رښتيا سره دخپل ولس سره مينه درلوده او دهغه خدمت يې په ډېره خوښۍ سره کاوه. د ((نصوص الحكم)) په سريزه کې د خادم صاحب ملي فكر په اړوند داسې ليكل شوي: ( ( هغه د شخصي فكر پر ځاى د ملي فكر تلقين كوي، د ارتقا او پرمختگ لارې ته ځوانان رابولي، ملي وحدت ته بلنه وركوي او تشتت غندي . استاذ خادم دملي وحدت دټينگښت لپاره په واحد ملي كلتور او واحده ملي ژبه ټينگار كوي او دا د يوه ملت په وحدت کې د بري بنسټ گڼي ،هغه وران كاري غندي.)) ښاغلي بختانى صاحب ليکي :(( خادم صاحب خوشې خبرې نه دي ليكلي، بلکې د قوم ويښولو، پوهولو او لوړوالي لپاره يې سندرې ليکلې دي)) هغه د هر ډول مشكلاتو او سختيو په مقابل کې د مقاومت، صبر ، قناعت او حوصلې لارښوونه كوله . خادم صاحب دمعاصرو ادبياتو دهغو پنځو ستوريوڅخه و، چې دپښتو ادب او کلتور يې ځلولى دی او ديوه داسې ويښ زلمي په احساس يې دپښتو ادب چوپړ کړى، چې دنن زلميان يې درناوى کوي . مرحوم بينوا صاحب ليکي : (( ښاغلی قيام الدين خادم په اوسنيو ليکوالو او شاعرانو کې دقدامت او مشرتوب حق لري ،دافغان پوهانو او اديبانو په لومړۍ ډله کې دريږي)) . د((بلكا)) په سريزه کې ښاغلي عبدالهادي هدايت د خادم صاحب د شخصيت په اړه دهغه وخت دشوروي ليکوال ښاغلي صدقوف نظر دارنگه رانقلوي : (( د ښاغلي استاذ خادم شاعري او تاليفات په شوروي اتحاد کې ورځ په ورځ شهرت پيداكوي او په ټولو ژبو ورباندې تبصرې كيږي. په مسكو کې ويل كيږي، چې خادم په افغانستان کې هغه لاره نيولې ده ، چې (پوشكين) په لويه روسيه کې ورباندې روان و. )) ارواښاد کانديد اکاديميسن سر محقق صديق روهي دده په اړه په خپل کتاب ((دپښتو ادبياتو تاريخ ))کې ليکي : (( کله، چې دويښ زلميانو پر ادبياتو بحث کيږي ؛ نودلومړي ځل لپاره دحبيبي صاحب ، الفت صاحب ، بېنواصاحب ،خادم صاحب ، رښتين صاحب او رشاد صاحب نومونه په ذهن کې تداعي کيږي؛ ځکه، چې دپښتو دمعياري ژبې ليکدود(املأ) او ادبي سبک په پالنه کې ډېر ستر خدمتونه تر سره کړي او زيات شاگردان يې روزلي دي . لوي استاذ ((حبيبي ))او فاضل استاذ ((رشاد)) دواړه دادبي او تاريخي څېړنو سر لاري اوپه خپله برخه کې دتبحر په لحاظ بې ساري دي .محترم استاذ پوهاند رښتين هم په گرامر او ادبي تاريخ کې لوي لاس لري . الفت صاحب ،بينواصاحب او خادم صاحب که څه هم ادبي څېړنې تر سره کړي، خو هغوى زياتره درښتيا ددورې دنامتو شاعرانو په توگه شهرت لري )) روهي صاحب داهم زياتوي، چې : (( خادم صاحب دپښتو او پښتونولۍ اودهېواد له پرمختگ سره ډېره مينه درلوده،هغه دښواوپاکو احساساتو خاوند اودوينا غښتلى ځواک يې درلود . استاذ خادم په اوسني ليکوالو کې خپل ژوند ليک خپورکړی دی، چې په يوه برخه کې يې د(( زما پر حيات انتقادات)) تر سر ليک لاندې داسې ليکلي دي : په ژوندانه کې هيڅوک له انتقاده نه دی خلاص هغه انتقادونه چې پر مايې خلک کوي دادي : ۱/ وايي نه منونکی سړى دی . دا انتقاد په ماباندې زما والدې هم هر وخت کاوه ،مگر زما جواب داو، چې که زه منونکی واي، خوزه به هم دنورو خلکو غوندې واى . په وړکوټوالي به مې دمور سره تل په دې جنگ و.دې به ويل : خلک داسې کوي اوته داسې،مابه ويل، چې : ( خلک راته مه يادوه؛ خلک ،خو هر څه کوي ! ! ! .) ۲/ وايي ډېر بحث کوي اونه قانع کيږي . . . دا خبره نشم فيصله کولاى، چې دادخلکو قصور دی اوکه زماعيب؟ استاذان به هم زما پوښتنو ته اريان ول. زه پخپله هم پدې قانع يم، چې بحث مې خوښ دی، مگر په اساسي او اصولي خبرو، نه مطلق بحث . . . . ۳ / وايي ((سر شوخه دى)) مگر دوستان مې وايي ادبي شجاعت لري .په وړکوتوب کې راته خلکو ويل، چې ((کلانکاردی )) ولې په آزادۍ، خو زه پخپله هم قايل يم او دا ؛ ځکه، چې دا طبيعي بار زماپه ورميږ نشته. ۴ / هو،په دې يوه گناه زه پخپله هم قانع يم، چې هغه دحقيقت مينه بايد وبولم . خلک په اموروکې دنورو نورو ملاحظاتومراعات کوي ،مگر زه په حقيقت او واقيعت پښې نشم ايښودلاى . ما خپل دغه عادت په هغه نظم کې، چې : (دشاعر مسلک) يې نوم دی ښه تصويرکړى دی . زه داټولي خبرې اورم ،مگر دځان سره وايم : ((ډېرې خولې ډېرې خبرې )) . روهي صاحب ليکي: داپورته ليکنه دخادم صاحب دنثر نمونه هم کيداي شي ؛ دده په نثر کي ايجازليدل کيږي اودځينو ليکوالو په شان دحق الزحمې دپاره خبره نه اوږدوي ،بلکه نيغ په نيغه خپل مطلب بيانوي . ارواښاد استاذ قيام الدين خادم د پښتو ژبې او ادب ديو پياوړي ليكوال، شاعر اوڅېړونکي په توگه د پښتو ژبې او ادب د آسمان يو له ځلانده ستوروڅخه گڼل شوى دى. د استاذ قيام الدين خادم لومړى نظم، چې په اتحاد مشرقي كې چاپ شو ((شه بيدار پښتونه!) نوميده او لومړى نثر يې، چې د كار او صنعت په اړه له اردو ژبې پښتوته وژباړه هم په اتحاد مشرقي كې چاپ شوى دی . د دې تر څنگ خادم صاحب په كابل كالنۍ كې يو شمېر څېړنيزې مقالې هم خپرې كړي. لکه: ((پښتونولي))،(( د پښتو ننني ليكوال))، ((د پښتو د نثر تاريخي تطورات)) ،(( د نثر ليكونکيو تذكره))،(( د كوچنيانو اخلاقي پالنه))،(( اصحاب كرام((، ((نوى ژوندون)) او ((په پښتانه شعرا))،دغه يوشمېر عنوانونه دوخت په تېرېدوسره دخادم کورنۍ په زيار اوزحمت دکتابوتر کچې لوړ او د ټولگو په بڼه چاپ شوي هم دي. د ((ملغلرو امېل)) د استاذ د شعرونو لومړۍ ټولگه ده او په ۱۳۴۶ل کال كې يې د(( څاروان)) په نامه دوه يمه ټولگه هم له چاپه راووته . استاذ ۳۰ چاپ شوي او تر ۲۰ زيات ناچاپ ارزښتناك آثار د پښتو ادب مينوالو ته په ميراث پرې ايښي دي. د مرحوم خادم صاحب چاپ شوي آثار په لاندې ډول دي : ۱/ دكوچنيانو اخلاقى پالنه ۲/ نوى ژوندون ۳/ روهي گلونه ۴/ پښتونولي ۵/ بايزيد روښان /۶ د شريف سرگذشت ۷/. د ملغلرو امېل ۸ / خيالي دنيا ۹/ نبوغ اوعبقربت ۱۰/ نوى ژوند ۱۱/ د پښتو ننني ليكوال ۱۲/ د پښتو د تاريخ يوه سره پاڼه ۱۳/ د خوشحال او رحمان بابا موازنه ۱۴/ مكارم الاخلاق ۱۵/ څاروان ۱۶/ څلورم ټولگي لپاره د پښتو قرائت ۱۷/ پښتو کلي ۱۸/ معلم پښتو ۱۹/ پښتانه شعراء ۲۰/ پارتيان څوك ول؟ ۲۱/ په تذكره اوليا تبصره ۲۲/ كوشانيان څوك ول؟ ۲۳/ سيد كمال او ببو جانه ۲۴/ د پښتوټپې ۲۵/ لوى اصحابان ۲۶/ نشنليزم او انتر نشنليزم ۲۷/ افغان حكومت ۲۸/ د پښتو نثر ۲۹/ معياري پښتو ۳۰/. نصوص الحكم ۳۱ بلكا ٣٢ د مور مينه - ژباړه متاسفانه لوى استاذ دپښتو ژبې ځلانده ستوری خادم صاحب په ۱۳۵۸ل کال کې دڅرخي پله زندان وليد اوهلته يوه موده زنداني شو . ارواښاد استاذ قيام الدين خادم د ۱۳۵۸ل كال د وږي دمياشتې پر پنځمه د كابل په علي اباد روغتون كې دورپېښې ناروغۍ له لامله د ((۷۲)) كالو په عمر له دې فاني نړۍ څخه دابد لپاره سترگې پټې كړې ، چې جنازه يې د كامې ولسوالۍ په پلرنۍ هديره كې خاورو ته وسپارل شوه. يوه اړينه يادونه : درنو لوستونکيو! له بده مرغه دټولو هڅو او زيار تر څنگ مې ونشو کولاي دخادم صاحب دژوند ليک په اړوند هغه څه راټول کړم ، چې ما اړين بلل . پدې کار کې زه دځان لټي نه، بلکې دامکاناتو او په بهر کې دعلمي او تاریخي کتابونود کتابتونونشتوالى عمده لامل بولم ، خو سره له دې مې زيار ايستلی ديو شمېر ليکوالونظرونه اوڅرگندونې راټولې کړم . نه پوهيږم، چې ولې زموږ دژبې دداسې ستروليکوالو دژوند په اړه دومره کم څه ليکل شوي دي ؟! چې دلوستونکي تنده نشي پرې ماتېداى ؟! په حقيقت کې دادپښتنو يوه لويه بدمرغي ده . تر کومه ځايه، چې گران لوستونکي خبر دي دخادم صاحب اولادونه هر يو روښان خادم ، ډاکتر ثريا خادم په کاناډا اوزېبا خادم په امريکا کې اوسي. هيله مې داده، چې هغوى دخپل پلار دژوند ليک په بشپړولو کې له خپلو هېوادوالو سره مرسته وکړي . De Arwakhad Ustad Qiamudin Khadim Zwand Leek ta Landa Katana By:Habibullah Ghamkhoor, Malmo-Sweeden - بېرته شاته