(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ياره قلندر ته دعاګانې کړه

دا دقلندر مومند دهغه شعر يوه مصرعه ده کومه چې هغوى پخوا وئيلې ده خو دغه يو شعر دليکوالو په مينځ کښې يوه غلط فهمى پيداکړې دکومې په حقله چې زۀ دخپلې رائې اظهار کول ځکه ضرورى ګڼم چې خبره صفا شى. کۀ مونږ داسې ونکړو نودا شخړه به راتلونکى نسل ته پاتې شى او چې په کومو خبرو مونږ نن پوهيږو هغه راتلونکى نسل ته د معمو په شکل کښې نۀ دى پريښودل پکار .ما څو ځله ددغه شعر په حقله يوه قيصه او ريدلې ده او اکثرو کسانو پرې امنا و صدقنا وئيلى خو دا صرف يوه فرضى قيصه ده ، نور څه حقيقت پکښى نشته .قيصه داسې ده چې کله قلندر مومند دغه شعر ووی چې : ياره ! قلندرته دعاګانې کړه اوس ګنې پښتو کښې غزل چرته دی نو حمزه بابا ورته داسې ځواب ورکړوچې: لا خو تخيل دحمزه تت نه دی چاوی چې پښتو کښې غزل چرته دی دحمزه بابا غوندې لوئى او دغزل پلار يو شاعر ته دداسې شعر جواب ورکول څۀ دومره ګرانه خبره نه وه خو کۀ دقلندر مومندددغه شعر روح ته فکر اوکړ ی شى نو هغوى هيڅکله دا خبره نۀ کوى چې ګنې زما غوندې غزل څوک نشى ليکلی او يا زه دغزل پلا ر يم . هغه ډيره په ساده ټکو کښې خبره کوى . خو که دشعر ظاهرى کړو وړوته ګورو نو بيا خبره هغه ده دکومې چې حمزه بابا جواب ورکړی دی . دا شعر په حقيقت کښې دقلندر مومند دټول ژوند د هغوهلو ځلو ترجمانى کوى کومو دپاره چې هغوى د خپل استاد دوست محمد خان کامل په مشر ۍ کښې دساهو ليکونکو مرکه جوړه کړې وه. ددغې ټولنې په اوۀ ورځنو غونډو کښې به امير حمزه خان شينوارى ، عبدالخالق خليق ، ايوب صابر ، لعل زاده ناظر شينوارى ، ودود اشنغرى ، محمد دين مقيد اوداسې نورو لوئى لوئى شاعرانو ګډون کؤلو چې په غزلو ، نظمونو ، افسانو وغيره باندې به ډير په زړۀ پورې علمى او معلوماتى بحثونه کيدل خو په هغې کښې به دقلندر مومند او دوست محمد خان کامل دزيرکۍ او لارښودنې ډير لاس ؤ.هم ددغو تنقيدى غونډو په برکت ډير ښۀ ښۀ غزل ګو شاعران پښتو ادب ته راغلل دکومو نومونه چې نن مونږ ډير په فخر سره اخلو. نن دپښتو غزل چې په کوم ډګر ولاړ دی دادهغو شاعرانو برکت دی او چې مونږ ګورو نوپښتو غزل په هغه ډګر چورلى راچورلى . هم دغه خبره قلندرمومندپه پورته ذکر شوى شعر کښې کړې ده . هغوى دغه شعر کښې ډيره په رزميه انداز کښې تعلى کړې چې کۀ حمزه بابا پښتو ته غزل ورکړی نو ماورته غزل ښودلی . دې کښې هيڅ شک نشته چې نۀ ئې حمزه بابا سره ډغره وهلې او نۀ ئې ورنه ځان اوچت ګڼلی.ادب دپاره ددواړو کردار په خپل ځائې په تول پوره دی . دا بيله خبره ده چې يارانو ترينه قيصه جو ړه کړې. قلندر مومند ما څو څو ځله په تنقيدى غونډو کښې ليدلی . په يو نيم شعر به ئې داسى تنقيد وکړو چې ټول به ئې حيران کړل لکه شل پينځويشت کاله مخکښې پيښور پريس کلب کښې دساهو ليکونکيو غونډه وه . ميجر الطاف خټک پکښې غزل تنقيد ته وړاندې کړو چې کله هغه ووئيل چې زۀ ديزيد خلافت نۀ منم نو قلندر مومند دخپلې کرسۍ نه اوچت شو او وې وئيل چې هلکه څۀ دې ووئيل ؟ ديزيد خو بيخى خلافت ؤ نۀ نو انکار ترې دکومې خبرې کوې؟ . ټول خلق حيران پاتې شول . قلندر مومندچې کوم تنقيد وکړو، هډود چا دې طرف ته پام هم نۀ ؤ . قلندر مومند ونشوه زغملی چې څوک دې ديزيد دخلافت اقرار وکړى . ددې بحث نه دانتيجه راوځى چې دقلندر مومند دپورته ذکر شوى شعر مطلب هډو دانۀ دی چې ګنې هغۀ دحمزه بابا دشاعرانه عظمت نه انکار کوى بلکې هغه داوئيل غواړى چې په پښتو کښې غزل چا پيژندو؟، مادغزل ليکلو چل ورزده کړو. نومونږ دا وئيلی شو چې کۀ حمزه بابا دغزل پلار دی نو قلندر مومند ئې بانى دی. زما دا يقين دی چې ګران لوستونکى به ماسره په دې خيالاتو کښې اتفاق وکړى ګنې په دې موضوع نور بحث هم کولی شى . Yara Qalander ta duagani kra By: Ijaz Khatak, Dubai دپښتنو قامی سنګر - بېرته شاته