(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خان عبدالولى خان دخپلې مبارزې په رڼا کې

ليک:- ميافاروق فراق 02.02.2007

د پښتون قام تاريخ دداسې اتلانو نه ډک دى چې په څه نا څه حواله ئې نړۍ خپل عظمت، شجاعت، بهادرۍ او تورزنۍ ته حيرانه کړيده. د علم او فرهنګ ميدان دى که د ثقافت اوهنرمندۍ، دسياست ميدان دى که د ادب يا دلوبو په دغو ټولو ميدانونو کښې وخت په وخت پښتنو شخصياتو د خپلو غوره صلاحيتونو مظاهره کړيده او دکاميابۍ داسې پړاوونه ئې ترسره کړيدى چې نور قومونه ورته پسخيدى شى. خو دسياست په ميدان کښې چې دپښتون قام دپاره دستر باچاخان دکورنۍ کوم خدمات دى نو هغه په هيڅ حواله دهيريدو نه دى، دخان بهرام خان ملنګ فرزند خان عبدالغفار خان چې پښتون قام ته کوم سياسى شعور بخښلى دى هغه يقيناً چې نن يو داسې اټل حقيقت جوړشويدى چې پښتون دښمنه قوتونه ترې هم د انکار جرات نه شى کولى. د ستر احمدشاه ابدالى نه پس که پښتون قام ته کوم ملى رهبر په لاس ورغلى دى نو هغه باچاخان دى. چا چې دخپل ژوند ګړۍ ګړۍ لحظه لحظه دخور اور پښتون ملت په يو مرکز راجمع کولو او د د پښتنې خاورې دپيرنګى د ناپاکه قدمونو نه پاکولو ته وقف کړې وه. او په دغه تاريخى مبارزه کښې چې باچاخان څومره سختې، تکليفونه او اذيتونه زغملى دى نو هغه د هيچا نه پټ پناه نه دى . بلکې ستر باچاخان خود پښتو ددې محاورې عملى ثبوت هم ورکړو چې په "پښتو کې پښتۍ ماتيږى" دپښتنو دبقاء ازادۍ او خودمختارۍ په جنګ کې د باچاخان پښتۍ ماتې شوې. د باچاخان مبارزه يو اوږ د تاريخ دى چې په دې مختصر ليک کې ئې احاطه نه شى کيدى. خو لنډه دا چې باچاخان خپله ځوانى دپښتون قام د سر نه لوګى کړه او په دې ارمان زړه ستړى ګورته کوز شو چې لر وبر پښتون، خور اور پښتون ديوملى وحدت په مزى کښې وپيلى ولې دخوشحال باباخبره چې: اتفاق په پښتانه کې پيدا نه شو دباچاخان مشن دده زوې خان عبدالولى خان ته پاتې شو او ولى خان چې دباچاخان په ژوند هم دسياست دميدان يو تکړه شهسوار پيژندى شو دباچاخان د مرګ نه پس دغه دروند بارته اوږه ورکړه او تر پرونه پورې ئې دباچاخان دکاروان جلب ديو څاربان په توګه په لاس کښې نيولى ؤ. او په هسکه غړۍ مخ په وړاندې روان ؤ. خو دمرګ څپيړه د هر ژوندى په مخ خامخا يو ځل لګى او دغه تريخ ګوټ له حلقه تيرول يو داسې حقيقت دى چې هيڅوک ترې مخ نه شى ګرځولى. او اخر دمرګ دغه طوفان د باچاخان دکورنۍ بل چراغ (ولى خان) چې په رڼا ئې پښتون قوم دخپل ورک منزل په لټون د ژوند تورتم لارې رڼا کولې هم "ګل" شو او دپښتون سياست يو بل اهم باب بند شو. خان عبدالولى خان چې دځوانۍ زيات سپرلى ئې دپښتون ملت دخودمختارۍ او ازادۍ په جنګ کښې د جيل د تورو تمبو شاته تير کړى وو. دسياست دمکتب يو داسې استاذ ؤ چې دپښتون قوم نه علاوه دنړۍ ښو ښو او تکړه تکړه سياستدانانو به دده نه د سياسى سبق زده کولو دپاره د ولى باغ سلام په ځان لازم ګڼلو. اوددې ملک په سياست کښې د ولى خان د اهميت نه د ده سختو مخالفينو هم انکار نه دى کړى. ولى خان چې د زلميتوب نه تر مرګه پورې د يو جدوجهد يو تحريک او يو پاڅون نامه ده په يوولسمه جنورۍ ١٩١٧ د چارسدې په اتمانزو کلى کښې پيدا شو. ده خپلې ابتدائى زده کړې د ازاد اسلاميه هائى سکول نه ترسره کړې کوم چې دده پلار خان عبدالغفار خان په داسې وخت کښې جوړ کړى ؤ چې پښتون قام د تعليم او تعلم نه ډير لرې ؤ د ازاد اسلاميه هائى سکول په حقله دهاغه وخت مليانو د غيرو په اشاره فقط ددې خاطره چې پښتانه بچى د تعليم په کالو سينګار نه شى قسما قسم ډنډورې او پروپيګنډې کولې او وئيل به ئې چې: سبق د مدرسې وئ دپاره دپيسې وئ جنت کې به ئې ځاې نه وى په دوزخ کښې به غوټې وئ خو باچاخان دداسې بې لارې کوونکو نعرو هيڅ پرواه ونه ساتله. د پښتنو بچو د تعليم په کالو د سينګارولو اساسى وظيفه ئې په کامياب ډول په مخکې يوړه ولې چې باچاخان په دې خبره پوهيدو چې ترڅو پښتانه د تعليم په کالو سينګار شوى نه وى، د اقتصاد په ميدان کې پخپلو پښو ودريدلى نه وى ترهغې دوى دخپلو حقونو نه برخمن کيدى او د پيرنګى دغلامۍ نه خلاصيدى نه شى. خان عبدالولى خان ددغه سکول وړومبى طالب علم ؤ چې په کال ١٩٢٢ پکې داخل شو. دغلته د ابتدائى زده کړو څخه وروسته ولى خان کال ١٩٣١ کښې ډيرادون يو پى انډيا ته لاړو او هلته ئې يو برټش پبلک سکول کښې زده کړې پيل کړې. دغلته نه ئې کال ١٩٣٣ کې سينئرکيمبرج وکړو په دغه دوران کښې ولى خان يو ځل دملګرو سره د فټبال لوبه کوله چې د لوبې دوران کې ئې سترګه زخمى شوه او بيا چې کله په دهلى کې ډاکټر ته وښودلى شو نو ډاکټر ده ته مشوره ورکړه چې د نور تعليم نه لاس واخلى. ښاغلى خان عبدالولى خان دباقاعده سياست اغاز په کال ١٩٤٢ کې په خدائى خدمتګار تحريک کې د شامليدو نه وکړو. په دغه تحريک کې د وخت لوئې لوئې شخصيات شامل وو چې يوازينى مقصد ئې دپښتنو وګړو ذهنى او فکرى تربيت دوى کې دخپل قوم دخدمت جذبه پيدا کول او دخپلو حقونو دحصول دپاره پرامنه مبارزې ته تيارول وو ددې ترڅنګ خان عبدالولى خان په کويک انډيا موومنټ کې هم برخه واخسته. او ښه فعال کردار ئې پکې ترسره کړو په کال ١٩٤٣ دجنورۍ مياشت کښې په اول ځل خان عبدالولى خان د ايف سى لاء لاندې ګرفتار او جيل ته وليږل شو. او درې کاله قيد پرې وخيژول شو اوکله چې دى دجيل نه رها کړى شو نو دده دپښتون اولس د حقونو دپاره د احتجاج جذبې نورې هم راوپاريدې اوخپلو سياسى هلو ځلو ته ئې لا پسې دوام ورکړو. ښاغلى ولى خان په دغو ورځو کې د ال انډيا کانګريس د کميټۍ دممبر په صفت واخستى شو او تر کال ١٩٤٧ پورې د کانګريس کميټۍ غړى او دپښتونخوا صوبې کشر سکتر پاتې شو په دغه دوران کې دى څو څو ځل نظربند او جيل ته هم وليږل شو خو ده دپښتون ملت دحقونو دپاره د مبارزې نه لاس وانه خستو، دبرصغير د تقسيم نه وړاندې او وروستو چې ښاغلى خان عبدالولى خان په څومره شدت سره سياسى مبارزه کوله هغې د وخت حکمرانان خوفزده کړى وو او دده ازاد پريښودل ورته يو خطرناک عمل ښکاره کيدو ځکه نو چې کله پاکستان جوړ شو دى د هغې نه يو کال وروسته يعنې په ١٥ جون ١٩٤٨ کښې يو ځل بيا ګرفتار او دهريپور جيل ته وليږل شو او د حيرانتيا خبره دا ده چې په دغه ځل ولى خان د کوم ارډيننس لاندې نيول شوى ؤ هغه ارډيننس دده د ګرفتارۍ نه درې ورځې وروسته جارى کړى شو په دغه ځل ولى خان شپږ کاله په جيل کې دننه وساتل شو خو ددغه شپږو کالو په موده کې دى يو ځل هم عدالت ته پيش نکړى شو. او د ظلم دپاسه ظلم دا ؤ چې د عدالت لخوا دده ټول منعقوله اوغير منعقوله جائيداد ضبط شو او بچو ته ئې حکم وشو چې دوى په کوم کور کې اوسيږى بايدچې هغه هم خالى کړى د ولى خان بچى په داسې بدحالۍ کې دخپل کوره وويستل شول چې هيڅ پيسې هم ورسره نه وې او د بې سروسامانۍ په دغه حالت کې د ولى خان وړومبى ټبرميرمن تاجو بى بى د اولاد په زيږون کې په حق ورسيده او ورسره ددې يو زيږيدلى بچى هم وفات شو او يو ماشوم ترې ديوې ګينټې يتيم پاتې شو چې هغه ماشوم نن خلق اسفنديار ولى خان په نوم پيژنى څوک چې نن دعوامى نيشنل پارټۍ مرکزى صدردى . تاجو بى بى هغه درنه پښتنه ميرمن وه چا چې دبابړې په تاريخى واقعه کې خپله لوپټه شلوله او دپښتنو زلمو ملهم پټۍ دپاره ئې ترې په سروګوليو کې کار اخستو. د تاجو بى بى د مړينې غمناک خبر ولى خان ته جيل کې ورکړى شو. په دې دوران کې دبابړې تاريخى واقع هم رامنځته شوه، دبابړې دواقعې په حقله د باچاخان خوري پروفيسر جهانګيرنياز پخپل کتاب کې ليکلى چې "دصوبې خدائى خدمتګارو دا فيصله کړې وه چې په دولسم اګست ١٩٤٨ به مونږ دباچاخان دګرفتارۍ خلاف احتجاجى جلسه په غازى ګل بابا کې کوؤ. او حکومت دا فيصله کړې وه چې تاسو دغه جلسه نه شئ کولى يعنې دخپل ليډر سره دزياتى خلاف تاسو اواز نه شئ ويستى. خو خدائى خدمتګار چر ته منعې کيدل په ١٢ اګست دشپې شپې په زرګونو خدائى خدمتګار دپيښور، نوښار، صوابۍ، اشنغر او دصوبې دګټ ګټ نه راوچليدل اګر چې حکومت اکثرې لارې بندې کړې وې ټريفک ئې بند کړى ؤ. خو ددې باوجود په زرګونو سرفروشان چارسدې ته راورسيدل. سحر وختى چې خلقو وليدل نو د غازى ګل بابا په جومات مشين ګنونه لګيدلى وو. او د فرنټيئر فورس ځوانان په لوئې شمير کښى دجومات په احاطه دپاسه اوچاپيره ولاړ وو. او په ټوپکو او مشينونو ئې ګوتې ايښې وې. دچارسدې ناکه بندى شوې وه نۀ دننه نۀ بهر څوک تلى راتلى شو. جلوس په بابړه کښې دفصيح باچا په ځاې کښې تيار شو او فيصله ئې وکړه چې مونږ به دجلسې دپاره مقرر شوى ځاې ته خامخا ځو. سالار امين جان خان چې د ټولې صوبې سالار ؤ، دجلوس په سر کښې روان ؤ. جلوس دخلقو د ډيروالى په وجه په څلورو پنځوو لارو دغازى ګل بابا جومات ته راروان شو خو چې جلوسونه دکلى نه راووتل او دجلسې ځاې ته ورنزدې شول نو دفائر حکم وشو او ظالمانو داسې فائر وکړو لکه دمړزو دسروجاموو ځوانان وغورځول. جنډه چې د چا په لاس کښې وه هغۀ ته به ئې سپين ملنګ وې، هغه خو په اول ډز شهيد شو خو جنډه ئې پريوتو ته پرې نۀ ښودله او دغسې بې شميره ځوانان پرې شهيدان شو. عجيبه نظاره وه زنانه ؤ قران مجيدونه په سر کړى وو دجلوس سره سمې روانې وې. ډيرې شهيدانې او زخميانې شوې. د ولى خان غيرتى ټبر تاجو دغه وخت د ميدان په منځ کښې ولاړه وه، مړى ئې راغونډول لوپټه به ئې شلوله او زخميانو له به ئې پرې زخمونه تړل، ډير مړى حکومت دچارسدې په سيند کښې لاهو کړل او وارثانو له ئې ورنکړل". کله چې په فرورۍ ١٩٤٩ کښې ولى خان دجيل دننه دخپل ټبر د وفات نه خبر شو نو ډير زيات زهير شو او دى دخپلې ښځې دمړينې له امله د حکومت لخوا په پيرول ديوې مياشتې دپاره رها کړى شو. په مئى ١٩٤٩ کښې ولى خان دهريپور جيل نه مچ جيل بلوچستان ته وليږلى شو او بيا ١٩٥١ کښې د کوئيټې جيل ته سره دملګرو په دې خاطر وليږل شو چې بلوچستان جيل کښې دسختې يخنۍ په وجه د زيات تکليف سره مخ شى، او هر کله چې ئې ديخنۍ سيزن د کوئټې په جيل کښې تير کړو نو بيا د زياتې ګرمۍ د تکليف سره مخ کولو دپاره دى د ډى ائى خان جيل ته وليږل شو او په مارچ ١٩٥٣ کښې يو ځل بيا د هريپور جيل د تورو تمبو دننه کړى شو او بيا اخر په ١٤ نومبر ١٩٥٣ فيډرل کورټ ولى خان رها کړو. دخپلې رهائى نه وروستو عبدالولى خان دخپل پلار خان عبدالغفارخان په اجازت دخدائى خدمتګارو او د وخت دحکومت ترمنځ دغلط فهميو ختمولو دپاره ددې صوبې وزيراعلى عبدالرشيد سره مذاکرات وکړل او دهغې نه وروستو ئې د هاغه وخت دکورنيو چارو د وزير مشتاق کرمانى سره خبرې اترې وکړې همدغه شان د وزيراعظم محمدعلى بوګره او بيا د ګورنر جنرل غلام محمد سره ئې هم څو څو ځل ملاقاتونه وکړل او اخر ولى خان په دې بريالى شو چې د مخالفينو د طرفه د خدائى خدمتګارو په ضد پيدا کړى شوې غلط فهمۍ ختمې کړى او ددغه غلط فهميو ختميدو په نتتيجه کښې په جيلونو کښې پرتو په زرګونو خدائى خدمتګارو ته عامه معافى اعلان کړى شوه او دوى نۀ يوازې دجيلونو نه رها کړى شول بلکې ضبط کړى شوى جائيدادونه هم ورته واپس کړى شول، په کال ١٩٥٤ کښې د ون يونټ قيام په عمل کښې راغلى چې ددغه يونټ د ماتولو دپاره باچاخان او ولى خان بې کچه هلې ځلې وکړې او په ملکى کچ يوه نوې پارټى ددې غرض دپاره دنيشنل عوامى پارټۍ په نوم جوړه کړى شوه چې په کال ١٩٦٨ کښې خان عبدالولى خان ددغه پارټۍ مرکزى صدر غوره کړى شو. په نومبر ١٩٦٨ کښې ولى خان يو ځل بيا ګرفتار کړى شو او ساهيوال جيل ته وليږلى شو چې دهغې نه وروستو بيا د ګجرات جيل ته منتقل کړى شو دا د ايوب خان د اقتدار زمانه وه په دغه وخت کښې چې کله دحکومت لخوا د يو ګول ميز کانفرنس دجوړولو تابيا وشوه نو په دغه وخت اپوزيشن ګوندونو په کانفرنس کښې د ګډون دپاره دا شرط کيښودو چې زمونږ قيديان دې دجيل نه رها کړى شى بيا به مونږ کانفرنس کښې برخه اخلو او دغسې داپوزيشن په غوښتنه ولى خان هم په مارچ ١٩٦٩ کښې دجيل نه رها کړى شو. او په ګول ميز کانفرنس کښې ئې برخه واخسته. په کال ١٩٧� کښې ديخيى خان په دور کښې د اليکشن تابيا وشوه او ولى خان په دغه اليکشن کښې د قومى او صوبائى اسمبلۍ غړى منتخب شو. په دغه دوران کښې دبنګله ديش د بيليدو واقعه هم رامنځته شوه په دغه وخت دپاکستان دننه دمخالفو ګوندونو لخوا خان عبدالولىخان په قومى اسمبلۍ کښې د حزب اختلاف مشر وټاکل شو او دۀ دپارليمان دننه د وړو صوبو دحقونو معامله په پوره اخلاص او ايماندارۍ سره راپورته کړه په ٢٦ نومبر ١٩٧١ صدريخيى خان په نيپ بنديز ولګولو او وروستو بيا ذوالفقارعلى بهټو دغه بنديز پورته کړو دلته دا خبره کول هم ضرورى ګڼم چې کله د ايوب خان په دور کښې په کراچۍ کښې دهندوستانى مهاجرو او پښتنو ترمينځه جنګونه او فسادونه شروع شول نو په هاغه وخت کښې ولى خان کراچۍ ته لاړى او ددغه مسئلې يو پرامنه هوارى ئې راوويستو اود مهاجرو او پښتنو ترمنځ ئې دروغې جوړې او سولې فضاء رامنځته کړه. په فرورۍ ١٩٧٥ کښې يو ځل بيا په نيپ بنديز ولګيدو او ولى خان د نورو ملګرو سره يو ځاې ونيول شو په دۀ د حيدراباد سازش کيس مقدمه وچليده خو ولې اخر بې ګناه ثابت شو او په کال ١٩٧٧ کښې عدالت ددۀ د پريښودو احکامات جارى کړل. دۀ دوه ځل په هغه کانفرنس کښې ګډون هم کړى ؤ.چې دريفر واليشن پيپلزارګنائزيشن په اهتمام جوړشوى ؤ. په اتمه فرورۍ ١٩٧٥ چې کله حيات شيرپاؤ دبم په يوه حمله کښې شهيد کړى شو نو ولى خان په دغه شپه د لاهور نه پيښور ته راروان ؤ چې دګجرات په مقام ونيولى او د ساهيوال جيل ته وليږلى شو. همدا شان د نيپ ټول د سرسر مشران د پښتونخوا، بلوچستان، پنجاب اوسندهـ نه ګرفتار کړى شول دغه وخت ذوالفقارعلى بهټو د امريکې په دوره ؤ دۀ خپله دوره ختمه کړه او په سمدستى ډول ملک ته راستون شو او په نهمه فرورۍ ١٩٧٥ ئې په نيپ بنديز ولګولو. دحيات شيرپاؤ د قتل الزام هم په نيپ ولګول شو. په لسمه فرورۍ د پى پى پى او د قيوم خان دمسلم ليګ جلسه په پيښور کښې وشوه او دجلسې نه وروستو يو لوئې جلوس وويستى شو. چې دغه جلوس د نيپ په دفتر وروختو. او دپارټۍ ټول ريکارډ ئې وسوزولو، همدغه شان دشهباز اخبار په دفتر او دارباب سکندرخان په دفتر هم دغه خلق وروختل او دغلته ئې هم ټول ريکارډ وسوزولو او سامانونه ئې مات کړل وروستو دوى دحاجى بلور دوکان ته ورغلل ددۀ دوکان ئې د پيسو سره لوټ کړو. دغه د پارټۍ د پابندۍ کيس بهټو په سپريم کورټ کښې دائر کړى ؤ. چې دا شان د سپريم کورټ په ذريعه په بنديز لګولو دۀ ته قانونى او ائينى تحفظ فراهم شى. خو ولې بهټو دا بنديز د وړاندې نه لګولى ؤ. دا يو ځانګړى کيس ؤ لهذا ولى خان او ددۀ ملګرى دپنډۍ جيل ته منتقل کړى شول، دغلته نه بيا د ساهيوال اود ساهيوال نه دسکهر جيل ته وليږلى شو. دغلته په دۀ څو مياشتې مقدمه سوره وه خو ولې په دغه مقدمه کښې دى يو ځل هم عدالت ته وړاندې نکړى شو. دا شان د سکهر سازش کيس پخپل ځاې پاتې شو. او ولى خان اوددۀ ټول ملګرى دحيدراباد جيل ته وليږلى شو. او دې نه علاوه د ولى خان نور ډير ملګرى هم دې کيس کښې راولړلى شول او دحيدراباد سازش کيس په نوم پرې مقدمه دائر کړى شوه. او ووئيلى شول چې ولى خان او ددۀ ملګرو دملک ماتولو سازش جوړ کړيدى. دې لړ کښې په نولسومياشتو کښې د استغاثې دوه ويشت ګواهان پيش کړى شول او په دې کښې په سوونو ګواهان وو چې دهغوى دګواهۍ اوريدو دپاره کم از کم شپيتۀ کاله پکار وو او بيا د صفايۍ دګواهانو دپاره هم همدومره اوږده موده پکار وه يعنې دا ټول ظلم ولى خان سره صرف او صرف د انتقامى جذبې دلاندې کيدو، کله چې په نيپ بنديز ولګيدو نو ميرمن نسيم ولى خان او اميرزاده خان سکهر جيل کښې ولى خان سره ملاقات وکړو. ولى خان دوى ته ووئيل چې زۀ په جيل کښې دمداخلت قائل نۀ يم ځکه نو تاسو چې هر څۀ کوئ دخپلو حالاتو او واقعاتو په رڼا کښې ئې وکړئ. او داسې دجيل نه د بهر ملګرو په صلاح مشوره نيشنل ډيموکريټک پارټى جوړه کړى شوه چې شيرباز مزارى ئې صدر او ميرمن نسيم ولى خان ئې نائب صدره وټاکل شوه. جنورۍ ١٩٧٧ کښې بهټو د عامو انتخاباتو اعلان وکړو، مرکزى او صوبائى اسمبلۍ ماتې کړى شوې او دانتخاباتو تيارۍ شروع شوې چې په دغه اليکشن کښې د اپوزيشن ټول ګوندونه خپلو کښې يو موټى شول اودوى ديو ډى ايف په ځاې پى اين اى قومى اتحاد جوړ کړو. په اووم مارچ ١٩٧٧ دقومى اسمبلۍ اليکشن وشو او پى اين اى ددغه اليکشن دنتيجو تسليمولو نه انکار اودهاندلۍ له امله ئې په لسم مارچ ١٩٧٧ دشوؤ انتخاباتو نه بائيکاټ وکړو دغه شان دقومى اسمبلۍ غړو هم احتجاجاً استعفى ګانې ورکړې او تحريک ئې شروع کړو. بيا په کال ١٩٧٧ کښې ضياء الحق مارشل لاء ولګوله او بهټو ئې ګرفتار کړو تقريباً درې هفتې وروسته د ولى خان او ددۀ دملګرو سره ملاقات دپاره ضياء الحق په خپله حيدراباد جيل ته ورغلى. او مذاکرات ئې ورسره وکړل. او داسې بيا څو څو ځله دغه مذاکرات وشول چې په اخره کښې خبرې اترې د کاميابۍ پړاؤ ته ورسيدې او بلاخره دحيدراباد دسازش کيس کښې رالړل شوى ټول کسان رهاکړى شول. وروستو دضياء الحق په دور کښې هم ولى خان دجيل تورو تمبو ته وليږلى شو. په ١٩٨٨ کښې عام انتخابات وشول چې خان عبدالولى خان پکښې دقومى اسمبلۍ غړى منتخب شو او ددې نه وروستو بيا ټول ترقى پسند رايو ځاې شو او دعوامى نيشنل پارټۍ په نوم ئې يو نوى ګوند جوړ کړو چې خان عبدالولى خان ئې دوه ځله تر دريو دريو کالو صدر پاتې شو خو دپارټۍ ائين په مسلسله توګه د دوؤ ځلو نه زيات دصدر جوړيدو اجازه نۀ ورکوله ځکه نو بيا اجمل خټک ددې پارټۍ صدر شو او د اجمل خټک نه وروستو اوس د ولى خان زوې اسفنديارولى خان ددې پارټۍ مرکزى صدر دى. دخان عبدالولى خان ټول ژوند دپښتون اولس دحقونو دپاره ديوې نۀ ستړې کيدونکې مبارزې نه عبارت دى. او دپښتون قام تاريخ کښې به ددۀ قربانيو ته مدام "سورسلام" کيږى.

- بېرته شاته