(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دافضل خان لالا پوښتنه او هغه سره دزړه خواله !

دا،چې افضل خان لا لا باندې د پښتنو په سيمه کښې بريد شوى ليکوال په دې ډېر خواشينى دى ،افضل خان لا لا تل له پښتنو سره خواخوږي درلوده او لري يې . يو پوه مشر دى ،چې اوس دپښتنو سپين ږيرى دى خپل پردى پيژندل په کار دي او دا ځوروونکې پېښه وه. ليکوال (قدرت الله حداد) افضل خان لا لا ته په درنه سترگه گوري او له هېواده لېرې مات گوډ پروت دى دخان لا لا غږ مزى او پته ورسره نه وه په دې توگه يې خپله خبره عام کړه؛ ځکه پښتو ن يو هډ دى بيا پښتونولي يوه لاره ده ترهغې ،چې پښتون په هغه لار روان دى ديوبل خواخوږى به وي . مونږ مسلمانان يو او (لتعارفو) پښتانه يو. پاپا ويلي کله ،چې مسلمانانو دخپلو دهېوادونو سرحدونه لرې کړل او يو اسلام شي مونږ به يې ترټولو وړاندې لېرې کړو ترهغې ،چې دانه وي شوي مونږ به هم خپل سياسي سرحد ،هڅوب ژبه او ځانگړيتوب ساتو. سوال به داوي ،چې دپښتانه ډېر لوغونى تاريخ څنگه هير کړي . محمدنادرشاه داحمدشاه بابا له کورنۍ سره دمور له پلوه خپلوي درلوده له هغې خوا يو تاريخپوه ،چې شهزاده احمدعلي نوميده دنادرشاه پاچاهي کښې کابل ته راغى . کابل کښې دادبي ټولنې مشرشو شهزاده ،چې کومه خپلوي له نادرشاه سره درلوده دنادرشاه له نورو ورونو سره يې نه درلوده ؛نوله ده سره دنادرشاه ورونو بله لاره درلوده په لږې مودې کښې شهزاده له هندوستان او انگلستان څخه څلور سوه کتابونه ادبي ټولنې ته راوړل اوغوښتل يې دافغانستان تاريخ له نوي سره وليکي په دې مهال کښې يو بل تاريخپوه ،چې هغه هم احمدعلي خان نوميده کهزاد يې وړوکى نوم و هغه دآرکيالوجي له پوهانو سره دځمکې لاندې کيندنې کولې ،چې تاريخي آثار ومومي دغولرغونې آثارو دشهزاده له کتابونو سره يوه موخه درلوده څرگنده شوه دپښتنو تاريخ دانه دى څه ،چې ليکل شوى بل ژوندى تاريخ دى دپښتنو تيرنيکه گان غرغښت بابا ،بيټ بابا، سړبن ،کرلان بابا ډېر لرغوني دي تردې ،چې دقيس عبدالرشيد او لاد وي هريوه پادشاهي درلوده او په مدنيتونو پورې يې اړه درلوده داپنځه - شپږ زره کاله نه دى ډېر لرغونى دى او دا اوسنۍ نړۍ ،چې مدنيت دى په غلطه لار ده . زمونږ لار دانه ده دا وحشت دى مدنيت نه دى ،نادرشاه په تاريخ نه پوهېده دايې ومنله ،چې له سره دى تاريخ وليکل شي . سردار محمدهاشم خان خپل وراره محمد نعيم دپوهنې وزير وټاکه اوهغه افغانستان پوهنه پښتو کړه او بيا چاپرې نه ښود بېرته فارسي راغله دنوي تاريخ خبره هم پاتې شوه پيل شوه بشپړه نه شوه. کله ،چې انگليسان په هندوستان کښې و ترهغې ،چې ووتل دپښتنوورسره جگړه وه که يوخوا ته عدم تشدد و بلې خواته تشدد و پښتونولي وه . دواړو لارو دانګليسانو په وتلو کښې مرسته وکړه ، ( تاين بي ) تاريخپوه دوې خبرې کوي لومړى دا ،چې دمغلو داستعمار پېر تر انگليسانواوږد وه - دوه يمه خبره دا،چې جلا ل الدين اکبر ته دافغان امپراتور شيرشاه سوري ديوان او تشکيلات په لاس ورغلل او هغه يې وکارول . پښتنو ته غوره وه ،چې دشيرشاه سوري فلسفه يې خپله کړې واى ،چې بريالي شوي واى پښتنو ،چې شپږ پېړۍ حکومت کاو، دسولې ،امن او عدالت چارې دوى سمې کړلې قطب مينار داسې يوڅلى دى ،چې دهندوستان دټولو اديانو مذاهبو ژبو څلى گڼل کيږي او هغه دبهلول لودي او سکندر لودي دسولې پيغام دى خوشحال خان څه ،چې غوښتل هغه په هندکښې احمدشاه بابا وکړل بخارا ،خراسان ،هندوستان يې يوځاى وساتل . دا،چې وايي احمدشاه بابا دهلى ونيو بېرته يې پرېښود هغه دا ځايونه پرېښودل يوه سوله وه خوشحال خان په خپل يوه شعرکښې وايي : " تالع راسره مددنه کا کنه فرهنگ مې تر فريد تېر دى " ځان ددې وړ بولي ،چې لکه شېرشاه سوري دعدالت او سمسورتيا رپى ورپووي کوم سياست ،چې دستر مشر پاچاخان او عبدالصمد خان په خپل مهال ښه واوس هندوستان ،پاکستان ،بنگله دېش کشمير هر يو دملي سياست په لټه کښې دى پښتون څه وکړي ؟ پښتون به شېر شاه ،ميرويس او احمدشاه ته گوري ،چې هغو څه کول ؟ ليکوال ( قدرت الله حداد )داخبره ارواښاد عبدالولي خان ته ،چې وکړه هغه وويل درې برخې پښتانه دې سره کښېني صوبه سرحد آزاد قبايل او افغانستان يوه لاره دې په گډه سره غوره کړي ،اوس هم دپښتون سياست وروسته له يوه داسې جرگې سميداى شي . دپښتنو شپږ کلنه جگړه بين المللي قوتونو او يوې سترې امپراتورۍ سره لويه خبره ده ؛ ځکه ،چې دطالبانولار ښود لوى کارکړى دى . هغه نه شي پټيداى تاريخ کښې لوړ ځاى لري ،چې انگليس او امريکا په ځاى درولي . کوم يرغل او ناتار ،چې پښتنوباندې دى؛ يوه خوا نه لري له هرې خوا دى، که ژبه ده، که پښتونولي که تاريخ دى ،پراخ پروگرامونه دي هرڅه کوه خو ددوى په خوښه . افضل لالا باندې ولې پر له پسې بريدونه وشول؟ دخواشينۍ خبره ده ،چې يو پښتون قامي مشر په خپله پښتونخوا کښې تربريدونو لاندې دى د 1386 ل کال دسلواغې په درېيمه مو په ډېرې خواشينۍ واوريدل ،چې دافضل خان لالا په کورنۍ کښې څو تنه ووژل او ټپيان شول . دې باندې پوهېدل اړينه ده ،چې ولې او له کوم لوري؟ افضل لالا يو پوه تعليم لرونکى قامي مشر دى. ده په صوبايي او فيډرالي حکومتونو کښې وزارتونه کړي دي ،دپښتنو غم او ښادۍ کښې يې گډون کړى هر خوار او بډايي کره تللى دى . دادپښتنو دپوه خلکو کار دى ،چې هره خبره دې پوليسو ته نه پريږدي، په قومي سطحه دې وڅېړي ،پښتني جرگې ،جرگه مار دې رامخته شي ،شريعت اوقانون دې هم وکتل شي . پښتونولي له کوره پيل کيږي بيا کلى دى ،ولس دى او قام دى . مشرافضل خان لالا ته دزړه صبر او شهيدانو ته د خداى درحمت او ټپيانو ته روغتيا له څښتن تعالى غواړو. او داڅو بيته : دانه زهد،پارسايي ده چې کيږي په هرلوري رسوايي ده چې کيږي نصيحت د دانا يانو لکه بادشو دوگړي خو درايي ده چې کيږي هر ناپوه پخپله پوهه افلاطون شو څه نابوده دانايي ده چې کيږي scprd de Afzal Khan Lala Pokhtana Au Hagha sara de Zrra Khwala By: qudratullah Hadad Farhad - بېرته شاته