(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ژبې څهری او بڼی

ژبه د انسانی ټولنی د ودی او پرمختګ بنسټ جوړوی او یوازی د پوهیدلو اله نده، بلکی د فکر یوه بڼه ده. بې له ژبې څخه فکر منځ ته راتللی او لوی کیدلی نه شی . ژبه دری څهری یا بڼی لری :د غږ ژبه یا ګړیدنه ، بې غږه ژبه یا د جسمانی اشارو او حرکتونو ژبه او د لیک یا انځورونو ژبه . ۱ ــ د غږ ژبه یا ګړیدنه : د غږ ژبه یا ګړیدنه د ټیټو څخه جګو ته په څلورو برخوویشل شویده چې هره ټيټه برخه ئې د خپلی جګی برخی څانګه ده . ۱ ) ــ ګړ: ګړد ګړیدنې تر ټولو کوچنۍ برخه ده پښتانه وائې چې پلانکی سړی ما ته ګړ هم نه شي کولی. یانې هیڅ راته ویلی نه شي. رښتیا چې ګړ ځانته او ګوښې هیڅ دی او هیڅ مانا لرلی نه شي، خو ګړونه که په یوه ټاکلي ګړندیوالی ( سرعت ) یو د بل پسې راشي نو بیا غږ جوړوي. د ګړونو مجموعی ته چې د غږ په ټاکلي ګړند یوالي ( سرعت ) سره نه وي غورریدنه وايې چې د ژبې مخکنۍ بڼه ده. ( ۱ ) ۲ ) ــ سیلاب: سیلاب کم نا کمه د دوه ګړونو څخه د ټاکلي ګړندیوالی په بنسټ جوړ شوی غږ دی لکه غر، کب، ور او داسې نور... ۳ ) ــ نومونه یا ويي ( لفضونه): نومونه یا ويي د یو یا څو سیلابو څخه جوړ شوی غږونه دي. ۴ ) ــ جملی: جملې د څو نومونو یا لفظونو څخه جوړ شوی غږونه دي. ۲ ـ بې غږه ژبه یا د جسماني اشارو او حرکتونو ژبه: داسې برېښي چې دا ژبه د انساني ژبې لومړنۍ او پخوانۍ څهره ده ځکه کله چې دوه کسان د یو بل په خبرو نه پوهېږي نو د جسماني اشارو څخه کار اخلی چې یو بل په خپل فکر، اراده او احساساتو پوه کړی. که څه هم د جسمانی اشارو او حرکتونو شمیر کم دی چې د ژبې ددې بڼی ارزښت او اهمیت ئې راټیټ کړیدی خو بیا هم د کڼو او ګونګیانو لپاره د جسمانی اشارور یو اندازه بشپړه ژبه شته دی. ۳ ــ د لیک ژبه د لیک ژبه د غږیدو د ژبې څخه وروسته منځ ته راغلې ده د لیک د ژبې تر ټولو پخوانۍ بڼه انځوري لیک دی چې د میلاد څخه لس زره کاله د مخه اټکل کېږي. په دې لیک کې د ټا کلي لغات لپاره یو ټاکلی انځور ( تصویر ) وو. بیا ورسته انځور د مانا څخه ناپييلی شو او دلغات سیلابونو پورې وتړل شو، یانې د لغات هر سیلاب ته یو انځور ونیول شو. په دې توګه د سیلابونو یو سیستم منځ ته راغی. ددی ګټه دا وه چې هماغه یو انځور به په مختلفو لغاتونه کې استعمالیده چې یو شانته سیلاب به ئې درلود. د دی ډول انځوري لیکونو بېلګې سومیری (Sumere) لیک دی چې له میلاد څخه دری نیم زره کاله د مخه اټکل کيږي، د مصر هیروغلیفي (Hieroglyphe) لیک چې له میلاد څخه دوه زره نهه سوه کاله د مخه موجود وو ، مېخي لیک، پونیڅي (Phoenizie) لیک او چیني لیک دی.( ۲ ) عبدالحی حبیبی ( ۳ ) یو ډبر لیک چې د میلاد څخه ۴۸۶ کاله د مخه په پښتو لیکل شوی او همدغسی ګل جانان ظریف ( ۴ ) یو بل پښتو ډبر لیک چې دوه نیم زره کاله د مخه په میخی لیک لیکل شویدی راپه ګوته کړی ، دا دی مانا لری چې د اسلام څخه د مخه د پښتو ژبې لیکنی په میخی لیک وی . دا نځوری لیکونو دودی په نتیجه کې د تورو ( حرفونو ) لیک د میلاد څخه زر کاله د مخه منځ ته راغی چې یو ډول د ګړونو سیستم دی،یانې هر ګړ ته چې د سیلاب یوه برخه ده یو خپل توری نیول شوی . بیا دغه لیک ایټالویانو واخیست او نوره وده ئې ورکړه . او لاتینی لیک تری منځ ته راغی، چې نن ورځ زیات شمیر هیوادونو په لږ څه تغیر سره خپل ګرځولی دی یانې د هغه ګړونو لپاره چې د لاتینی ژبې په تورو کې نه و، خپل توری جوړ کړی او یا دوه یا زیات توری د یوه ګړ لپاره نیولی . لنده دا چې هر یوه د غږ ژبه د ټاکلی شمیر ګړونو څخه کار اخلی ،چې د غږ تر ټولو کوچنی برخه ده نو د لیک د ژبې لپاره همدغه بنسټ او تاداو ګرځول شوی دی او د هر یو ګړ لپاره یو توری نیول شویدی . پدی توګه د غږ ژبه د لیک په ژبه اړول شویده او د لیک ژبه بیرته د غږ په ژبه اړول کیدلی شی . اخستونځی : ۱ ـ ستوری ژبساپوهنه ( ناچاپ اثر ) ۲ ـ Duden ; Bd3 ,1962 . ۳ ـ عبدالحی حبیبی : د پښتو ادبیاتو تاریخ دوهم ټوک پښتو ټولنه ــ ۱۳۴۲ مخ ۲ ــ ۸ ۴ ـ ګل جانان ظریف : د پښتو ژبې د لرغونو متنونو یوه نمونه فرانکفورت ۱۹۹۳ پښتونخوا/دولسمه ګڼه /اووم کال / اګسټ: ۱۹۹۳
Pakhtoonkhwa magazine Jahrgang (Volume): 7 / Nummer (Number): 12 / April 1993
de Zabi zehra au bani By: Dr.kabir Storay - بېرته شاته