(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د قلموال د سياسي پوښتنو کانکور

لر او بر داټ کام: لومړۍ پوښتنه: له کومو کسانو ډار په کار دى او له کومو نه دى په کار؟ د ډار درې کسان په کښي په نښه کړئ. ١- حاجي محمد محقق ٢- عبدالرشيد دوستم ٣- حضرت صبغت الله مجددي ٤- حامد کرزى ٥- محمد قسيم فهيم ٦- پيرسيد احمد ګيلاني دويمه پوښتنه: کوم کارونه دلته ډېر عام دي؟ الف- رشوت ب- فساد ج- سړي تښتونه د- ټول سم دي درېيمه پوښتنه: رقص مرده (د مړي نڅا) ښودل د کوم تنظيم کار و؟ په څلورو ځوابونو کښي يو په نښه کړئ. الف- اسلامي اتحاد ب- اسلامي حزب ج- اسلامي وحدت د- هېڅ يو څلورمه پوښتنه: کوم نظام د رنج او عذاب په نامه يادېده؟ الف- د استاد برهان الدين رباني ب- د ډاکټر نجيب الله ج- د ملا محمد عمر مجاهد د- د ببرک کارمل پنځمه پوښتنه: کوم نظام د شر اوفساد په نامه يادېده؟ الف- د ملا محمد عمر مجاهد ب- د نورمحمد تره کي ج- د سردار محمد داود خان د- د استاد برهان الدين رباني شپږمه پوښتنه: په لاندې نومونو کښي د کوم يو تخت سيار و؟ الف- حضرت سليمان(ع) ب- سلطان محمود غزنوي ج- استاد برهان الدين رباني د- امير عبدالرحمن خان اوومه پوښتنه: کوم اشخاص له ايران سره خواخوږي او پيوند نه لري؟ الف- کريم خليلي ب- شيخ محمد اصف محسني ج- حاجي محمد محقق د- ټول غلط دي اتمه پوښتنه: کابل ښار په اويايمو کلنو کښي چا ډېر اباد کړ؟ الف- اسلامي حزب او ملي اسلامي جنبش ب- اسلامي جمعيت، نظار شورا او اسلامي اتحاد ج- اسلامي وحدت د- ټولو نهمه پوښتنه: که حامد کرزى د ((جشن)) پر ورځ له منځه تللاى واى، نو کابل به په څومره وخت کښي لوټ شوى واى؟ الف- يو کال کې ب- يوه مياشت کې ج- يو ساعت کې د- وروستى ځواب سم دى لسمه پوښتنه: که طالبان بيا کامياب شي، نو د تنظيمونو مشران به چېرته ځي؟ الف- پاکستان ته ب- ايران ته ج- تاجکستان ته د- له کوم ځايه چي راغلي او روابط ورسره لري هلته يادښت: هر چا چي دغه لس پوښتنې ټولې پوره حل کړې د قلموال جريدې له خوا به په جايزه ونمانځل شي - بېرته شاته