(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

عبدالاحد مومند

هغه لمړی پښتون چې پاس خلا ته اوختلو. په اول ځل کوم يو انسان په اسمان کې په پښتو ژبه اوغږيدلو چې دغه رنګ پښتو په خلا کې ويونکې د نړۍ څلورمه ژبه اوګرځېدله. د تفصيل تر مخه ښاغلی عبدالاحد مومند( ١٩٥٩) په ١٣ اګست کال ١٩٨٨ په يوسويوز نومي روسي خلائي راکټ کې اسمان پله پر دې غرض سفر اوکړ چې د افغانستان خلائي جايزه واخلي . په دې خلائي سفر کې هغه د افغانستان د فضائي عکسونو اخستلو سره سره مير نومي خلائي مرکز ته هم سر ورښکاره کړو. ١ هرکله چې ښاغلی مومند په خلا کې وۀ نو مور ئې پسې د غمه ډيره سخته ناروغه شوله. په دې حال چې د افغانستان شهيد رئيس ډاکټر نجيب الله خبر شو نو هغه ئې صدارتي ماڼۍ ته را اوغوښتله اؤ د هوا په چپو ئې د عبدالاحد مومند سره تماس اونيولو اؤ دغه رنګ مور اؤ ځويي سره په پښتو ژبه خبرې اترې اوکړلې. ٢ د بي بي سي سره په خپله يو مرکه کې عبدالاحد مومند په دې حقله په تفصيل سره غږيدلی وۀ . خېبر واچ د جدې استاذی ښاغلی شېراغا شرافت وايي چې هغوۍ څه اووه اتۀ کالۀ وړاندې دغه مرکه خوندي کړيوه اؤ ډېر زر به هغوۍ دغه مرکه زمونږ ترلاسه شي. د خېبر په هجره کې زمونږ غړی مينه وايي چې کله مومند کلي ته راورسيد نو مونږ په کلي کې خوشحالۍ نمانځلې اؤ په دغه اړوند د هغوۍ کور ته ورغلوخو د بده مرغه مجاهدينو د کلي په اسکول کې چاودنه اوکړه چې پکې ډېر ماشومان مړه شول اؤ دغه خوشحالۍ په غم بدلې شولې. ١- اردو انسائېکلوپېډيا ٢- ډاکټر ياسين اقبال يوسفزی د پښتنو قامی سنګر - بېرته شاته