(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

فنکاره

چې څنګه ورته خداې پاک ښائسته لوړه ځوانى ورکړې وه دغه شان لکه د شپېلۍ خوږ اواز ئې هم ورکړي وه. چې څه وخت به دا سټېج ته راروانه وه، نو داسې وزن دار قدمونه ئې اوچتول لکه چې هر قدم سره په زرګونو زړونه اوچتوى او چې څه وخت به سټېج ته راورسېده نو مائيک به ئې لاس ته کړو. دنګه غړۍ به ئې اوچته کړه، زلفې به ئې يو طرف ته ووهلې او بيا به ئې تورې غټې سترګې ناستو خلقو ته راواړولې. دغه وخت به خلقو فرمائشونه شورو کړل. هغې به په پستو سرو شونډو په مسکا کښې ووې: " د ټولو فرمائشونه به پوره کړم." هغې به د خپل خوږ اواز په جادو خلق غوږ غوږ کړل. په ټوله مجمعه به ئې د خاموشۍ جادو چُف کړو. په دې مجمعه کې به د هر چا احساس زيږ زيږ وه د چا احساس به دغې خوندور اواز ډېر لرې بوتلي وه د چا نظر به د هغې په مهين بدن ټپکى خوړل او د چا وجدان به د هغې په سپرلى بدن کښې په الهام ولګېد. څه يوه ورځ نه وه، ډېرې ورځې ډېرې مياشتې او ډېر کلونه داسې تېرېدل چې ټوله فضاء به د هغې په خوږ اواز ګوته په خُله پاتې کېده. د هر چا په خوله به دغه دعا وه: "خداې دې پرې تود باد نه لګوى. داسې فنکارې چرته دى. دا خو د فن او د ثقافت مخ په وړاندې بوتلو يوه معجزه ده. د اسې اوازونه خو زړونه راوچتوى. داسې اوازونه خو فطرت چېړى. داسې اوازونه خو روح ته خوراک ورکوى. داسې اوازونه خو د زړونو ښېرازى او سوکالى ده." په مجمعه کښې نورو کسانو به ووې: "صرف اواز خو نه دي د ظالم لور په ګوتو جوړه شوې ده. هسې اوازونه خو ډېر دى خو دا ځوانى اؤ دا ښائست خو سړي خورى." بل پکښې ووې "هو، بالکل، په ايمان چې د پنجرو د ساتلو ده؛ خو غريبى بد شي دي سړى ته هره لار اوښائى" بل ووې " نا! وروره د غريبۍ خبره نه ده. دې فن دې ته څومره عزت ورکړي دي د يو يو پروګرام څومره پېسې اخلى او ښه په درناوى ئې خلق راولى" بل ووې "هو نن سبا خو ددې شهرت په ټول ملک کښي خور دي په ټوله فضاء ددې د خوږ اواز راج دي" په ټولګى کې ناست يو ځوان مخ وروګرځولو وې ئې: "داسې ډېر اوازونه او ډېرې ښائسته ځوانۍ د دولت په پارسنګ کښې تلې دى." دغه شان د ژوند د ګهړۍ ستن مخ په وړاندې ګرځېده. پروګرامونه به کېدل. تماشې به کېدلې. ددغې خوږ اواز په زړونو حکومت جارى وه. پېسې به نوستې شوې. دومره نوټونه به ونوستي شول چې سټېج به د نوټونو ډک شو. چې څومره به نوټونه سېوا کېدل دومره به د دوکړى مار ورغوو غوبل تړلو، هومره به د شپېلۍ اواز اوچتېدو، دومره به د رباب ترنګ مستېدو. خو نن هاغه فنکاره نشته، چې ستړى زړونه د ګوتې ونيسى، نن هاغه فنکاره نشته چې د نظرونو ستومانى وباسى. نن هاغه فنکاره نشته چې سپرلى وشرموى، نن هاغه فنکاره نشته چې فطرت د ځان په تماشه کړى، ځکه چې نن د هغې فنکارې په انارى مخ د ملکيت تور پلو راخور دي. نن د هغې فنکارې په خوږ اواز د يو دولت مند سړى د دولت خپسه ناسته ده. Fankara By: Sardar Jamal De Pakhtano Qami Sangar - بېرته شاته