(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کـــــــــــدو

کدو يوه داسې غذا ده چې دا زر هضميږي ـ ګيډه کښې څه شکايت نه پيدا کوي ـ نه يواځې دا پخپله هضميږي بلکه هاضمه کښې لاس امداد هم کوي ـ د دې په وجه نور مواد هم هضم شي ـ د تبې د مريض دپاره خو دا خوراک هم دے او دارو هم ولې چې دې سره حرارت کميږي او بدن ته ارام او سکون رسي ـ کدو د رسول الله صلى الله عليه وسلم ډير خوښ وۀ ـ ابن القيم د بي بي عائشې په حواله وائي : ـ کۀ چا د مسورو دال او کدو يو ځائي پوخ کړو او وئې خوړو نو زړه به ئۍ مضبوط شي او مردانه قوت کښې به اضافه اوشي ـ چې دې کښې انار واچولے شي نو د صفرا لرې کولو دپاره ډير د کار شے دے ـ د کدو دپوستکي نه نچوړ شوې اوبۀ چې د ګلابو عرق سره غوږ کښې واچولے شي نو د غوږ ورم راپه کميدو شي ـ د کدواوبۀ چې په جوړونو واچولے شي يا کدو په جوړونو اومښلے شي نو دردونه په ارام شي ـ کدو تنده کموي ، د ګرمئ د وجې پيدا شوے سردرد ختموي ـ کدو چې ګل حکمت شي اوبيا په تنور کښې ګرم کړے شي او د دې نه کومې اوبۀ اوويستے شي دا د تبې حدت کموي تنده لرې کوي اؤ وجود کښې توان طاقت پيدا کوي ـ د حکيمانو دا متفقه فيصله ده چې چا له خوب نه ورځي هغه دې د شپې د کدو په تيلو سرمالش کوي ، خوب بۀ پخپله ورشي ـ کدو د جګر ګرمي لرې کوي ـ چې کدوخورې نو بيا بيا بې ضرورته نه تږے کيږې ـ ميتازے راولي ، مدر بول دي ،ګيډه نرموي ـ که وورئ خرابې وي ، دې کښې ورم يا درد وي نو چې کدو کچه په خله اوچکولے شي نو د اورو نه پړسوب لرې شي ـ د کدو پانړې چه اويشولے شي نو د دې استعمال د ګيډے نه غليظ مواد اوباسي ، قبض کشاه دے ـ دا يرقان کښې هم فائده ورکوي ـ د کدو د تخم نه چې چکئے اوويستے شي نو د دې استعمال سره د سر درد لرې کيږي ، خفګان او د ليونتوب کيفيت کښې د کدو استعمال ډيره فائده لري ـ د چا چې د وجود د يوې برخې نه وينه راځي ، د کدو خوراک سره دا وينه بنده شي ـ بواسيرو او ټي بي کښې د کدو استعمال ډير سود مند دے ـ کدو د معدې تيزابيت لرې کوي ـ د چا چې معده کښې سوے وي که هغه کدو پوخ کړي او په قاشوغه ئې بغير د ډوډې نه څو ورځې اوخوري نو د ګيډې سوے به ئۍ ختم شي ـ کدو هر موسم کښې نه وي نو دا اوچولې هم شي او د دې د اوچولو طريقه دا ده چې د دې نه پوستکے لرې کړے شي او د کدو د مينځ ګوده اوچه کړے شي او د چا چې بواسيرو کښې وينه راځي يا ئې د پهپهړو نه وينه راځي د دې نه چې دوشنده جوړه کړې دا د دې وينې د بنديز دپاره بهترينه دوائي ده ـ که د چا په ګيډه چينجي وي نو د شپې يوه قاشوغه مغزکدو چينو سره د شپې خوراک پکار دے او سحر يوه قاشوغه کاسټريل ورکول پکار دي ـ مغز کدو دوه غټې قاشوغې که شاتو سره استعال کړې شي نو د موتيازو سوے لرې شي ـ د کدود پانړو جوشانده قبض کشاه خاصيت لري ـ د حمل په ورځو کښې که زنانه کدو خوراک کښې شامل کړې نو زړه به ئې نۀ خرابيږي ـ کچه کدو چې ټوتې کړ ے شي او دا ټوټې بيا په وجود اومښلې شي نو د دې په برکت د وجود تبه راکمه شي او که چا ته خوب نه ورځي او دا په سر اومخلے شي نو هغه له الله پاک خوب ورولي ـ کدو که هر څنګه استعمال کړ ے شي خو نيت دا پکار دے چې دا د رسول الله صلى الله عليه وسلم خوښ وۀ نو صرف دې نيت سره هم خورمه او هم ثواب ـ رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائي چې کدو دماغ زياتوي او عقل کښې اضافه راولي ـ حضرت عطاء بن ابى رباح نه روايت دے وائي چې رسول الله فرمائيلي دي ـ پکار ده چې تاسو کدو استعمال کړئ ولې چې دې سره عقل زيا تيږي ،دماغ وده کوي يو بل حديث کښې راځي ـ کدو استعمال کړئ ولې چې مازغه زياتوي ـ د مسورو دال استعمال کړئ ولې چې دې ته د اوويا پيغمبرانو د خوراک شرف حاصل دے ـ حضرت عائشه فرمائي رسول الله صلى الله عليه وسلم راته وئيلي چې تاسو کټوئ پخوۍ نو کدو پکښې واچوۍ ولې چې د ا غمژن زړه مضبوطوي او د زړه نه غم لرې کوي ـ - بېرته شاته