(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زما د ادبي ژوند قيصه

دارالعلوم حقانيه مولانا عبدالحق زمونږ د قران شريف د ترجمې ، تفسير اؤ احاديثو استاذ وۀ – دۀ سره به دې جومات کې مونږ درس لوستو . زه په اؤؤم جومات کې ووم چې دا درس مې شروع کړو. خو چې تر دولسمې سيپارې مو ترجمه اؤ تفسير ولوستو نو مولانا صاحب ديوبند (هندوستان) ته لاړ او هلته استاذ شو. اؤ زمونږ د کلي د زلمو درس پاتې شو. بيا وروستۀ چې هندوستان آزاديدۀ اؤ د هند تقسيم اوشو نو مولانا صاحب دلته پاتې شو. دلته مولانا بيا هغه زوړ درس شروع کړو اؤ ورسره ېې اضافه دا اوکړه چې ددۀ کوم شاګردان چې دۀ سره ېې په ديوبند کې تعليم کولو او له ددۀ په شان د هلته نه پاتې شول او دۀ ورته د ديوبند درس دلته خپل کلي کې شروع کړو. زه او سنګين صاحب هغه دغه درس کې کېښناستو. دلته ما او سنګين ته خيال پېدا شو چې دې طالبانو او مولانا صاحب دپاره دلته د مدرسه تعليم القران په بنياد دې يو دارالعلوم ولې جوړ نه کړو؟ په دې خيال مو د مولانا د شاګردانو سره هم صلاح اوکړه. د هغوۍ هم دا صلاح خوښه شوه. مدرسه تعليم القران د کلي خدايي خدمتګارو شمرانو لکه قاضي عبدالودودهـ ، قاضي ظهيرالدين ، حاجي عبدالصمد ، سيد نور بادشاه ، سيد بسم الله شاه ، محمد حسين خزانچي ، ملک رحيم ګل په ١٩٣٥ء کې قدم په قدم جوړه کړيده . دا مدرسه اول د قاضي ظهيرالدين (روهېليانو) په جومات کې د شلو هلکانو اؤ دوه استاذانو قاضي عبدالودودهـ او محمد عمر خان (زما د ترور زوۍ) نه شورو شوه. بيا چې هلکان زيات شول نو د مولانا عبدالحق صاحب زوړ جومات ته مخامخ بازار کې ېې د تاج محمد نه ځاېې په کرايه واخستو او مدرسه هلته لاړه. دې مدرسه کې هلکانو تر څلورم جماعته پورې تعليم کولو. تعليم کې د ديني مدرسو د درس نظامي ابتدايي ترخه هم شامله وه او د جديد علومو برخه هم. ددې مدرسو تعليق د باچاخان د هغه تعليمي او اصلاحي پروګرام سره ؤو کوم چې خدايي خدمتګارو چلولو. ځکه چې دا مدرسه هغه خدايي خدمتګارو جوړه کړه کوم چې په ١٩٣٢-٣٣ کې ګرفتار شوي وو. او بيا ېې جېل کې د نورو خدايي خدمتګارو سره سياسي تربيت شوی وؤ. ددې مدرسې ټول کار د خدايي خدمتګار په لاس کې وۀ. اول استاذ ېې قاضي عبدالودودهـ اسير وۀ. بيا دوهم استاذ ورسره زما د ترور زوې شيخ محمد عمر خان شو. اخر کې دې مدرسې ډيره ترقي اوکړه. درې سوه هلکان او پنځه استاذان شول. ما او عبدالرزاق سنګين صلاح اوکړه چې د کلي سره به جرګه اوکړو او ددې مدرسې په بنياد به دارالعلوم جوړ کړو او هغه د علم طالبان چې د ديوبند نه پاتې شوي دي ، او د مولانا صاحب شاګردان دي ، هغوۍ به ېې اول متعلمان شي ، او بس ددې صلاح سره مو ملا اوتړله. اول مو په کلي کې د ځان په شان نوي ځلمي راجمع کړل چې هغې کې يو زمونږ نه مشر شيخ غلام محمد درسال ګړه وو. مونږ ددې کار د شورو لپاره اوله غونډه د بازار مېنځ کې د قصابانو په جومات کې چې د عبدالرزاق سنګين د کور سره جخت وؤ ، اوکړه. دې غونډه کې مو دا صلاح اوکړه چې د ټول کلي په دې دري ديرش جوماتونو ګرځو او د هر جومات مقتديانو سره مشوره کوؤ چې دې کار ته راسره ملا تړي او کنه؟ خېر دغه شان مونږ د کلي په ټولو جوماتونو اوګرځېدلو اوهر جومات کې مو وار په وار د نمانځه نه پس خلکو ته د دارالعلوم جوړولو تجويز وړاندې کړو. په دې لړ کې مونږ په هر جومات کې د هغې خلکو ته دا خبرې اوکړې: 0- د دارالعلوم د اخراجاتو دپاره به د کلي هر کور يوه آنه د مياشتې چنده ورکوي. 1- هر چم به په خپل جومات کې د دارالعلوم طالبان ديره کوي او د هغې د خوراک څښاک ذمه داري به د جومات په خلکو وي. 2- هر کسب ګر به د دارالعلوم د طالب خدمت مفت کوي. 3- هر دوکاندار به د طالب سره سودا کې رعايت کوي. مونږ چې دا پروګرام کلي ته وړاندې کړو نو ابتداء کې خلکو ته ټوقه ښکاره شوه ، او ډيرو خلکو خو راپورې وخندل. خو مونږ خپل پروګرام پرې نښودو نو ورو ورو راته خلک متوجه شول. او د خوشحالۍ خبره وه چې زر رسره ټول کلي اتفاق اوکړو. تر دې چې زمونږ کلي کې د مولانا صاحب مسلکي رقيب حضرت بادشاه ګل صاحب وۀ ، هغه راسره وعده اوکړه چې زما مقتديان به ستاسو ټول پروګرام مني. او زه خپله به دې دارالعلوم کې طالبانو ته د مشکواۀ شريف درس ورکوم. دغه شان د کلي په تائيد او حصوصاُ د بادشاه ګل صاحب په وېنا مونږ ډاډه شو او د کلي بازار کې مو لويه جلسه جوړه کړه . هغې کې مو د دارالعلوم اعلان اوکړو او کلي ته مو ټول پروګرام واؤرولو. چې مولانا عبدالحق صاحب او د تعليم القران منتظمين زمونږ ددې پروګرام نه خبر شول نو هغوۍ ته هم ټوقه ښکاره شو. او زه او سنګين ېې وبللو ، راته ېې ووېل چې: - ددې کار نه لاس واخلۍ ، ځان پورې هم خلک مه خندوۍ او مونږ پورې هم- خو مونږ او د د مولانا صاحب هغه وخت څوارلس شاګردان په دې پروګرام ټينګ ودريدو ، بلکه کار ته مو نور زور ورکړو. مونږ په خپل کلي کې ګرځيدو اود تقريرونو او نظمونو په ذريعه مو د کلي خلک ملګري کول. او دا طالبان (شاګردان) خپلو خپلو علاقو ته لاړل. نور کلي ېې هم خبر کړل چې اکوړي کې دارالعلوم جوړيږي او د ځان غوندې طالبان ېې تشويق کړل چې دلته درس ته راشي. ورو ورو اخوا طالبان راتلل شورو شول، دېخوا کلی اماده شو. طالبان په مولانا صاحب راجمع کيدل او کلي د خپلې وعدې او پروګرام مطابق په جوماتونو تقسيمول او ديره کول. دارالعلوم روان شو او تر څو چې زه جېل ته نه وؤم تللی ، که په کلي کې ووم که په پېښور کې ، ددې دارالعلوم د دفتر ټول حساب کتاب او بجټ به ما جوړولو. زما يقين دی چې لروبر پښتونخوا کې هغه علماء لا ژوندي دي چا چې ددې دارالعلوم جوړولو کې مونږ سره کار کړېدی. او چا ته چې دا قيصه معلومه ده. Darul Oloom Haqqania Akora Khattak Ajmal Khatak - بېرته شاته