(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو ادب او خوشال بابا

هسې خو پښتو ادب کښې ډيرې هستۍ تيرې شوى دى خو ولې کوم مقام چې دپښتنو په معاشره کښې درحمان بابا او خوشحال بابا دي زما يقين نه شى چې په راتلونکو سلو صدو کښې هم داسې مقام چا شاعر اديب ته ترلاسه شى دلته كې که زه د دواړو صوفيانو، نابغاو ذکر کووم نو بيا به دا مقاله ډيره اوږده شى بهر حال زما موضوع دا وخت خوشحال بابا دي خوشحال بابا نه صرف دا چې يو شاعر و بلکې هغه د وخت يو سردار ،محقق، عالم ، سپه سالار او يو منلي شوي جنګجو و. هغه ټول عمر د پښتنو د اتفاق لپاره جنګونه کړى دى مونږ که دبابا ښکار ته وګورو نو داسې بريښى چې بابا ټول عمر ښکار کړيدي. که جنګونه يې وګورو نو ټول عمر يې جنګونه کړى دى او تصنيفات يې وګورو نو هډو دا محسوسيږى نه چې بابا ښکارونه جنګونه کړى دى. بلکې مونږ دا ګڼو چې بابا صرف يو کار کړيدي او هغه د ادب کار ځکه چې بابا څومره ليکل کړى دى نو زما يقين نه شى چې په تير شوو يا په راتلونکو شاعرانو كې څوک دومره کار وکړى بلکې دومره کار خو ادارې هم نه شى کولي. ګويا بابا پخپل ذات كې يو انجمن و خوشحال بابا اول دمغلو ډير خدمت کړي و. خو چې پوهه شو چې مغل دپښتنو دښمن دي نو بيا يې ورسره دجنګ اعلان وکړو بابا دمغلو د لاسه ډير تکليفونه برداشت کړى دى. او دوى دلاسه يې ډير قيدوبند تير کړيدي. دبابا په زړه كې دمغلو خلاف نفرت دومره ډير شو چې جنګ ته يې تيار کړو اوداسې يې وييل چې د افغان په ننګ مې وتړله توره ننګيالي د زمانې خوشحال خټک يم خوشحال بابا ديوسفزو سره ډير جنګونه کړى دى. دبابا خپل زوې بهرام خان هم د سردارۍ په لالچ كې دخپل پلار خلاف و بابا چې د ديارلسو کالو په عمر كې توره اوچته کړه نو په مرګ يې پريښوده او په ٢� فرورۍ ١٦٨٩ كې دا د تورې او قلم خاوند دمسافرۍ په حالت كې ددنيا فانى نه رخصت شو. خوشحال بابا د ادب په هر صنف كې کمال لرو خو د هغه د قصيدې اشعار ډير زيات مهشور دى د شلو کالو په عمر كې يې شاعرى شروع کړې وه. او ډير زيات کتابونه يې تصنيف کړى وو. چې پكې کليات، سفرنامه، مغل نامه، اوباز نامې ډير زيات شهرت حاصل کړو. دبابا د اولاد باره كې وييلي کيږى چې دهغه شپيته زامن وو او پكې زياتره شاعران تير شوى دى. او لوڼو پحقله يې خپله وييلى دى چې ديرش لوڼه يې وې. خوشحال بابا د خپل مور پلار ډير فرمانبردار و. او دغه طمعه يې دخپل اولاد نه هم لرله. خو ولې بابا دبهرام خان نه ډير خفه و. او تر اخرى عمر پورې يې معاف نه کړو. دهغه به چې څه په خله و، هغه به يې په زړه وو. منافقت پكې نه و. دبابا شاعرى يوازې په پښتنو كې نه ده مقبوله بلکې په يورپ كې هم دهغه شاعرى ډيره زياته خوښه کړي شويده. دبابا پحقله ميجر راورټى خپل کتاب كې وايى چې خوشحال بابا شاعرى دمغربى شاعرانو په شان ده او هغه ته يې د"سالار اف دى پشتو"خطاب ورکړيدي. بابا ددروغو نه سخت نفرت کړيدي ځکه خو وايى چې چې دروغ ترخلې وباسى کله خله ده چې رښتيا ترخلې وباسى خله هغه ده هغه د چا زړه ته درد نه دي رسولي او دداسې خلقو غندنه يې کړيده هر چې ستا دزړه رضا واړه هغه کړه خو چې زړه دچا خوږيږى ا کار مه کړه هغه تل په الله پاک توکل کړيدي که تکيه ده خو تکيه د يو خداې ده چې په بل شى څه حال لرى تکيه هر يو کار کوه صرف په تکيه دخداې هغه کار به دې خپله شى ودان باباوايى چې په دنيا كې صرف هغه سړي کامياب دي. چې دهغه قول و فعل ښه وى. دروغژن سړي کله هم په دنيا كې نه کاميابيږى چې کردار دې له ګفتار سره سم نه وى تش ګفتار واړه په ځان باندې نفرين دي مختصراً دا چې دخوشحال بابا په شاعرۍ كې زمونږ دپاره ډير سبق موجود دي. دهغه عشقيه شاعرى هم د نورې شاعرۍ په شان ډيره ښه ده. هغه په عشقيه شاعرۍ كې داسې اشعار وييلى دى چې دهغه لويې شخصيت پښتونولى روح پكې ځليږى زه خوشحال کمزوري نه يم چې به ډار کړم په ښکاره نعرې وهم چې خله يې راکړه يا به سر دخپل ورميږ په وينو رنګ کړم يه به ښکل کړم دغه ستا شونډې ملوکې خوشحال بابا عشقيه شاعرى ډيره زياته کړې ده. هغه د خپل قوم په باره كې قومى او وطنى اشعار ډير زيات ليکلى دى. خوشحال بابا په خپل قوم كې اتفاق غواړى او ګيله ترې په دې شکل کوى هر يو کار دپښتون تر منل ښه ده اتفاق ورسره نشته ډير ارمان دي که توفيق د اتفاق پښتانه مومى زوړ خوشحال به دوباره شى په دا ځوان داسې ډير اشعار شته چې په هغې كې خوشحال بابا د پښتنو او مسلمانانو نا اتفاقى بيان کړې ده. او د مسلمانانو نه يې ګيله کړې ده. او دمسلمانانو دترقۍ او خپلواکۍ يې ډير ارمان کړي دي. هغه دوطن او قام د مينې او د دښمن نه دنفرت اظهار کړي دي لکه باز په يوه غره ګرځې بل ګورې بيا زمانظر په سوات په کوهستان شى په جهان دننګيالى دى دا دوه کاره يا به وخورى ککرۍ يا به کامران شى خوشحال بابا پخپله شاعرۍ كې دباز او شاهين ذکر ډير زيات کړيدي. او دباز نه ډير زيات متاثره و. هغه دباز عادتونه، صفتونه يې ډير خوښ وو. او وايى چې که دهغه صفتونه چرې په انسان كې پيدا شى نو يو کامياب انسان به ترې نه جوړ شى. هغه فرمايى چې لکه باز په لويې لويې ښکار زما نظر دي نه چې ګرځى،ګونګټ نيسى، بادخورک يم دغه شان د خوشحال بابا ټوله شاعرى زمونږ دپاره يو سبق دي. او دې دپاره پکار دى چې مونږ په ښه طريقه د دې شاعر مطالعه وکړو. خوشحال بابا ته ښه پته وه چې په سردارۍ هر يو سړي خوشحاليږى خو دا د انسان کار نه دي چې دستار تړى هزار دى ددستار سړى په شمار دى خوشحال بابا يو سياسى شخصيت و. او په دې وجه خپله شاعرۍ كې يې په هر يو اړخ باندي شاعرى کړې وه. او ډير څه يې پرې وييلى دى - بېرته شاته