(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د نقیب مسېد غورځنګ

[13.Feb.2018 - 19:57]

د نقیب مسېد غورځنګ او کورني پنجابیان

لېک: مسعود سرلوڅ

ډاکټر فهیم توخي خپله فیسبوک پاڼه کې «ازخود کش بیګانه پرور» ترسرلیک لاندې لیکي:

«زمانیکه رییس جمهور از حرکت پشتونها در پاکستان اعلام حمایت کرد، یک ژورنالیست پاکستانی بنام حسن خان آمده بجواب غنی نوشت «بهتر است غنی به کشور خود توجه کنید» این شد بهانه برای مخالفین داکتر غنی و انها با نشر وبازنشر این نوشته ژورنالیست پاکستانی ده ها دشنام وتوهین نثار رییس جمهور کشور کردند. همین ژونالیست پاکستانی دوباره آمده وبجواب یکی همین وطنداران ما نوشت که«من احترام ویژه ای به رییس جمهورغنی و دیدګایش دارم. هدف من دورنګاهداشتن سیاست ازین حرکت مدنی بود. چرا که سیاست میتواند توجه دولت پاکستان را از خواست های اصلی انها دور کند»

په دې کې هیڅ شک نشته چې پاکستانی خبریال خپلو پورته یادو دواړو خبرو « بهتر است غنی به کشور خود توجه کنید» یانی د کوزو پښتنو له مدني او ملي غورځنګه ملاتړ مه کوۍ او هم «هدف من دور نګاهداشتن سیاست ازین حرکت مدنی بود» په جمله کې هم د پاکستان ګټې په پام کې نیسۍ او په پوره زیرکۍ هغه پالي.

د کوزو پښتنو لخوا د نقیب مسېد د ملي او مدني غورځنګ په اړه، د ارګ په خپره شوې اعلامیه کې راغلي« په پاکستان کې د افراطیت او تروریزم پر ضد د پراخو مدني او سوله ییزو حرکتونو ملاتړ کوو. دغه تاریخي مدني حرکتونه چې اصلي هدف یې د افراطیت پر وړاندې صف بندي ده، د ارزښت له مخې د عدم تشدد د سرلاري فخر افغان خان عبدالغفار خان فلسفې سره تړاو لري. له نړیوالو او همدغه راز په پاکستان کې له مدني ټولنو هیله کېږي چې د دغه ډول حرکتونو ملاتړ وکړي. لکه څرنګه چې په پاکستان کې د حقوق دانانو حرکت یوې نتیجې ته ورسېد، هیله مند یوو چې د پښتنو دغه خوځښت هم د افراطیت د ریښو تر اېستلو دوام ومومي. په کابل کې له وروستیو فاجعو وروسته ما په افغانانو او خصوصاً د سیمې په وګړو غږ وکړ چې د تمدن، انسانیت، اسلامیت او همدغه راز د تروریزم او وحشت ترمنځ صفونه جلا کړي. زما په اند دغه مدني خوځښتونه په پاکستان کې زما له هغو څرګندونو وروسته یو ښه نوښت دی چې باید اخلاقي ملاتړ یې وشي.

موږ په رسنیوغږ کوو چې د خپل سپېڅلي رسالت د عملي کولو او د بې طرفۍ اصل ته د درناوي لپاره د دغو لاریونونو رښتینی انځور نړیوالو ته وړاندې او په ځانګړې توګه د دوی د مظلومیت غږ چې د تروریزم قربانیان دی نړیوالو خصوصاً مسلمانانو ته ورسوي

د پورته اعلامیې په هیڅ جمله کې د پاکستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې خطر نشته، بلکې اعلامیه کې داسې خطرونو ته لکه د تروریزم، افراطیت او وحشت خطرچې د افغانستان او کوزو پښتنو سربېره، د پاکسان ټولې برخې ورسره هم مخ دي، ګوته نېول کیږي. همداراز په پورته اعلامیه کې د تمدن، انسانیت او اسلامیت د ګډو موخو خوندیتوب ته اشاره شوې چې تروریزم يي ګواښي.

 په اعلامیه کې د پاچا خان د عدم تشدد تګلار او فلسفې ته اشاره شوې چې نن سبا د جګړو، ترورزیم او افراطیت په چاپیریال کې د افغانستان او پښتونخواسره سره د سیمې او نړۍ ولسونه ورته سخته اړتیالري، همداراز د پښتنو له پاڅېدلي خوځښت څخه د افراطیت ریښو ایستلو پورې د دوام هیله شوېده.

خو په کور دننه نه یوازې د حکومت مخالفین، بلکې د افغانستان د تاریخ، هویت، نظام او شتون مخالفین هر فرصت د افغانانو له لاسه شکوي او د دښمن په ژرنده اوبه ورسموي. په داسې مهال عطا نور د بلخ ګوښه شوی والي وايی «نباید در امور داخلی پاکستان مداخله کنیم»

«عطا محمد نور والی برطرف شده بلخ در واکنش به حمایت رییس جمهور از اعتراضات پشتون های پاکستانی در این کشور ګفته  است که همان طور که ما دوست نداریم، پاکستان در امور ما مداخله کند، نباید در امور این کشور مداخله کنم» افغان پيپیر بریښناپاڼه

عطانور هېواد کې د اسلام اباد لاسوهنې او د ترهګرو وسلوال یرغل چې اسلام اباد يي تر شا ولاړ دی او په پاکستان کې د پوځیانو او ISI په لاس د ځپل شویو پښتنو او نورو ولسونو له مدني خوځښتونو څخه ننګه او ملاتړ، دواړه یوشان او لاسوهنه بولي او په دې توګه هڅه کوي د اسلام اباد تروریستي تګلار او د افغان حکومت انساني او ښېګڼیز تګلار یو رنګ وځلوي.

همدارنګه د احد سعیدي په نوم د افغانستان پخوانی دیپلومات په اصطلاح د پاکستان زوړ مخالف د اسلام اباد د رسنیو تر اغیز لاندې راځي او نن د خپل حکومت سره په دښمنۍ کې دریږي. نوموړی په زیرکۍ سره هغه خبر خپروي چې مخکې حسن خان پاکستاني خبریال خپور کړی وو. سعیدي وايی« دو روز گذشته اشرف غنی بطور آشکار حمایت خود را از حرکت اعتراضی پشتون های آن طرف خط دیورند اعلان کرد اگر این حمایت غنی مخفی و دلسوزانه می بود عیبی نداشت اما حمایت آشکار غنی فرصتی را برای نظامی گران پاکستان فراهم می سازد تا به این بهانه که گویا این جنبش که در پاکستان علیه حکومت آن کشور آغاز گردیده خود جوش و عدالتخواهانه نیست بلکه دست مسوولین حکومت افغانستان بخصوص رییس جمهور در پشت آن قرار دارد.

ای کاش روی این سیاست اندکی زیرکانه فکر می شد بعد از اعلان این حمایت حکومت پاکستان می تواند این جنبش خود جوش را متهم به حمایت و پشتیبانی حکومت افغانستان ساخته و آنها را به آسانی از سر راه خود بردارد

دلته که یوخوا سعیدي اسلام اباد ته د پښتنو د پاڅېدلي غورځنګ د خپه کولو لار او چار په ګوته کوي، خو بلخوا حقیقت دا دی چې د کوزو پښتنو د ملي او مدني حقوقو څخه د ولسمشر غني څرګند ملاتړ اصلآ نوموړی په غوسه کړی. سعیدي او خواخوږي يي فکر کوي چې د کوزو پښتنو د برخلیک په اړه یا خبرې ونه شي او که کیږي هم باید هغه د پیریانو په ژبه او شف شف کې وشی چې یوازې نا څرګندو مخلوقاتو او څو تنه احمد سعیدیانو ته د پوهاوي وړ وی نه عام ولس ته او بله دا چې هغه هم یوازې تش خبرې وي، نه څرګند ملاتړ او زیات څه (انطور نه که پنجاب را برنجاند)!

خو په افغانستان کې د پنجاب اوسني ملاتړی د هارون امیر زاده په نوم د پروني کارملي او نني خراسانی په بیان کې د بشپړ پوهېدو وړ دی. امیرزاده لیکي: «خوشبختانه نسل نو تاجیک از دوست و دشمن شناخت بهتر دارند و رسالت خود را خوب می دانند. انها می دانند که تاجیکان با پاکستانی هابه ویژه پنجابی ها منافع مشترک، دوست و دشمنان مشترک و مشترکات فرهنګی و زبانی بیشتر دارند»

دا چې نن د بلخ پخوانی ګوښه شوی والي، عطا نور د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د مرکزي حکومت په وړاندې د لاریونو اوازې خپروي، که لامل يي بل هر څه وي، د پنجاب په وړاندې د کوزو پښتنو د مدني لاریون څخه د افغان حکومت د ملاتړ، غچ له پامه نه شي غورځېدای!

از اش کرده کاسه داغ تر است!

د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ ۱۲ مه

سرلوڅ مرادزی

-
بېرته شاته