(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د اروپا سوداګریز انقلاب

[09.Jan.2018 - 10:16]

د اروپا سوداګریز انقلاب ته یوه کتنه

لیک : نورالحق ن. څلی

     په حقیقت کې دغه بحث پدې اړه دی چې اروپا څرنګه له فیودالیزم څخه پانګوالي نظام ته واوښتله . مخکې له دې نه چې په اروپا کې صنعتي انقلاب او یا د استعمار کولو مفکوره را وټوکېږي ، سوداګریز انقلاب را منځ شو . د « سوداګریز انقلاب » اصطلاح لمړی ځل اقتصادي تاریخ پوه روبرتو ساباتینو لوپيز کارولې ده

    په اروپا کې سوداګریز انقلاب د دیارلسمې میلادي پېړۍ په پای کې پیل کېږي او د اتلسمې پېړۍ تر پیل پورې دوام کوي . د سوداګریز انقلاب په دوره کې نوی اقتصادي سیستم رامنځ ته کېږي لکه : د پیسو اقتصاد ، دولتي بانکونه ، د ونډو بازارونه او داسې نور . دلته له ورایه ښکاري چې همدغه سوداګریز انقلاب د صنعتي انقلاب د راتګ لپاره لاره پرانیزې او مرسته کوي . په بله وینا له فیودالیزم څخه پانګوالي نظام ته اوړي .

    راځئ چې دغې مسئلې ته د طبقاتي مرحلو له کونج څخه نظر واچوو . په فیوډالي ټولنې کې موخه په ځان بسیا توب وو . خو د سوداګرۍ په مرحله کې موخه بیا اقتصاي ناسیونالیزم ، د سرو او سپینو زرو دلۍ کول وو . په اروپا کې د سوداګرۍ پر مختللي پړاو ته د « مرکانتیلیسم » دوره وایي چې له شپاړسمې پېړۍ نه پیل کېږي او د نولسمې پېړۍ تر نیمایي پورې دوام کوي . استعمار هم په همدغې دورې کې راپیدا شو . د شرقي هند کمپنۍ ګانې ټولې په همدغې زمانې کې جوړې شوې ؛ د امریکا کشف او لوټ ، د افریقایي وچې سمندرونو ته د نږدې پرتو څنډو لوټ ،  د آسیایي خاورو لوټ او تالان ، او همدا شان د مریانو تجارت د سوداګريز انقلاب په دوره کې تر سره شوي دي . له ویلو پرته روښانه ده چې اساسي موخې هماغه اقتصادي ناسیونالیزم ، د سرو او سپینو زرو دلۍ کول وو

     اوس راځئ چې په منځنیو پېړیو کې د اروپا سوداګریز مرکزونو ته ځغلنده نظر واچوو . لکه څرنګه چې پوهېږو د اروپا تاریخ په څلورو دورو وېشل شوی دی : لرغونې دوره ؛ منځنۍ پېړۍ ؛ رنسانس او اوسنۍ دوره . منځنۍ پېړۍ د غربي روم امپراتورۍ په لوېدو سره پیل کېږي ( پنځمه میلادي پېړۍ ) او د عثماني امپراتورۍ له خوا د قسطنطنیې ( استامبول ) تر لاندې کولو پورې دوام کوي ( ۱۴۵۳ کال ) . دا خو هسې په خپله روښانه خبره ده چې د قسطنطنیې له لوېدو سره د شرقي روم امپراتوري هم له منځه لاړه .

    په منځنیو پېړیو کې د اروپا ټول مهم سوداګریز مرکزونه د دغې وچې په جنوب کې د مدیترانې سمندر پر غاړه پراته وو . د هغوی له ډلې نه د راګوسا جمهوریت ، د وینس جمهوریت ، د جنوا جمهوریت او فلورانس ، نه یواځې سیمه ییز بلکې د نړیوال اعتبار درلودونکي وو

   فلورانس ( ایتالیا ) – په منخنیو پېړیو کې د اروپا تر ټولو شتمن خپلواک کمون ( ښار ) و . دغه دولت په خپل وخت کې ډېر مهم سوداګریز مرکز و ، د سرو زرو سکه یې له ډېر لوړ اعتبار څخه برخمنه وه .

   جنوا جمهوریتد مدیترانې سمندر په شمال ، د اوسنۍ ایتالیا په شمال غرب کې پروت و . دغه ښار آن په یوولسمه او دولسمه پېړۍ کې د اروپا له مهمو اقتصادي ، سوداګریز او مالي مرکزونو څخه ګنل کېده او یواځې د وینس له جمهوریت سره د پرتلې وړ و . دغه دولت له ۱۳۴۷ څخه تر ۱۷۹۷ پورې موجود و . د ناپلیون په لاس له منځه لاړ

    نقشهاوسنۍ ایتالیا په ۱۴۹۴ کال کې ( له کیڼې خوا لمړۍ نقشه

 

   وینس جمهوریتد ایتالیا په شمال کې یو ټاپو دی چې د ښار ډېر کورونه د اوبو په منځ جوړ شوي دي . ایتالیویان یې « ونیڅیا » بولي . دغه دولت له دیارلسمې پېړۍ نه تر اوولسمې پېړۍ پورې ، په اروپا کې لمړنی سوداګریز او مالي مرکز و چې نړیوال ارزښت یې درلود . دغه حکومت د اروپا تر ټولو شتمن هېواد و . دغه دولت له عثمانیانو سره څه نا څه درې لسیزې وجنګېده .

  د راګوسا جمهوریت ( دوبروونیک ) – د دغه سوداګریز جمهوریت خاوره نن ورځ د کروېشیا د هېواد برخه ده . دغه دولت له ۱۳۵۸ څخه تر ۱۸۰۸ پورې موجود و ، په پای کې د ناپلیون له خوا له منځه لاړ

 

  دغه سوداګریز جمهوریت وروسته د عثماني امپراتورۍ تر قیمومیت لاندې راغی ، پنځه لسمه او شپاړسمه پېړۍ یې د اقتصادي سمسورتیا د اوج دوران وو . دغه سوداګریز جمهوریت له عثماني امپراتورۍ نه بې ساري امتیازات تر لاسه کړ . وګړي او بېړۍ یې هر چېرې د تګ راتګ اجازه لرله او له هر ډول مالیې ورکولو څخه معاف وو .

   دا پورتنۍ سوداګریزې امپراتورۍ دا څرګندوي  چې له ختیځ سره سوداګرۍ د اروپا لپاره ډېرې ګټې لرلې . په منځنیو پېړیو کې د اروپا په شمال کې هم یوه سوداګریزه اتحادیه موجوده وه چې د « هانزایي لیګ » په نوم یادېدله . دغه اتحادیه له دیارلسمې پېړۍ نه تر اولسمې پېړۍ پورې فعاله وه

 

  هانزایي لیګ په هیڅ ډول یو دولتي جوړښت نه و او د اروپا د جنوبي سوداګریزو امپراتوریو سره د پرتلې وړ نه و . هانزایي لیګ د هغو سوداګرو ټولنه وه چې د بالتیک له سمندر نه د شمال تر سمندره ، که لا دقیق ووایو د روسیې د اوسني « نووګورد » ښار ، ریګا ، دانڅیګ ، لوبیک ، هامبورګ ، لندن او دغې سمندرې کرښې ته نږدې پرتو نورو ښارونو تر منځ یې سوداګري کوله .

   د اروپا په شمال کې یواځې په شپاړسمه پېړۍ کې د آنتروپ ښار ( بلجیم ) د یوه مهم سوداګریز مرکز په توګه راڅرګند کېږي . د اروپا مشهورې بانکي کورنۍ په دغه ښار کې مېشت شولې . د وخت په تېرېدو سره د آنتروپ ښار نه یواځې یو اروپایي بلکې نړیوال سوداګریز ښار شو .

-
بېرته شاته