(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زه نازی نه یم

[29.Aug.2017 - 20:11]

زه نازی نه یم، زه فاشیست نه یم 

لیک:مجید قرار

جمهور رئیس غني د افغانستان ولسمشر او د افغانستان د ټولو خلکو رهبر دی. هغه یواځې د پښتنو رهبر نه دی، نه خپله دغه ادعاء کوي، خو ستونزه دا ده چې د هغه مخالفین په سیسټماټیک شکل په ټوله نړۍ کې د هغه د تخریب لپاره پښتانه بدناموي. هره ورځ په نړیوالو رسنیو، په نړیوالو رسنیو کې او په مهمو علمي او تحقیقاتي بحثونو کې د جمهور رئیس مخالف ټیم د جمهور رئیس د مخالفت لپاره پښتانه نازیان، فاشیستان، غاصب، او افراطیان معرفي کوي. سره له دې چې پښتون په اوسنۍ سیسټم کې څوک د خیرک ادې هم نه ګڼي، نه رحیمي، نه نادري، نه خپلواک، نه اتمر د پښتنو استاځی دی، خو د دوی د مخالفت په بهانه پښتانه په نړیواله کچه فاشیستان او غاصبان معرفي کېږي. دې کار د پښتنو پر نړیوال شهرت نهایي بده اغېزه کړې ده او که دوام وکړي په لاندې فرصتونو به نهایي بده اغېزه وکړي:

۱) د سکالرشیپونو په تقسیم

۲) د ویزو د ورکړې پر پروسه

۳) د بشري مرستو پر موضوع

۴) د سیاسي اعتبار پر مسأله

۵) د مهاجرت پر کېسونو او قضیو او د پنا غوښتنې پر مسأله

۶) د نړیوالو پر حکومتي تګلارو

۷) په نړیوالو بازارونو کې د مزدور او کاریګر د استخدام او جذب په برخه کې.

ستونزه دا ده چې پښتانه یې په نا کړي ګناه نیولي دي. فوزیه کوفي په لندن کې، صلاح الدین رباني په واشنګټن کې، او د بهرنیو چارو وزارت ډپلوماټان د نړۍ په ګوټ ګوټ کې، پر ټویټر، پر فیس بوک او په تهینک ټانکونو کې سهار او ماښام همدا اوښکې تویوي چې په افغانستان کې پښتون محوره حکومت حاکم دی او نور قومونه وژني. له ایرانه اروپا ته تښتېدونکي هلکان د خپل مهاجرت د کېسونو لپاره په مرکو کې درګرده همدا وایي چې په افغانستان کې پښتانه زموږ قتل عامونه کوي او وژني مو.

دا چې حکومت په دې اړه ساکت دی، او پښتانه هم بې زبانه مرغان دي، دا هیچا ته نه ده معلومه چې هره ورځ اوسطا دری سوه پښتانه وژل کېږي، د ترهګرو تر ټولو ډېر جنایت د پښتانه پر ضد دی، تر ټولو ډېر ښوونځي د پښتانه بند دي، تر ټولو ډېرې بندیخانې پر دوی ډکې دي، تر ټولو ډېر کورني کډوال چې له خپلو ځمکو ایستل شوي، پښتانه دي. تر ټولو ډېرې یوځایي وژنې په پښتنو کې شوي.

له بلې خوا، د حکومت په کابینه کې په دوه دېرشو لوړو پوسټونو کې څلرویشت غیر پښتانه دي، څوارلس یې د کورنیو چارو د وزیر، د بهرنیو چارو د وزیر، د معارف د وزیر، او د لوی درستیز په شمول چې ۸۰٪ دفاع وزارت تشکیلوي، نا پښتانه دي. پښتانه یې په اتو وزارتونو خوشاله کړي چې په هغو کې د اطلاعاتو او فرهنګ، او سرحداتو وزارتونه او سرپرستان هم شامل دي. نور نو د یوې ولسوالۍ نهه سوه تنه جنرالان چې ټول په کابل کې اوسېږی، په ټول پښتانه قوم کې نشته.

ارګ چې پر پښتانه تپ او بدنام دی، لس فیصده هم پښتون نه دی. د ولسمشر له ارشدو سلاکارانو نیولې، د دفتر تر رئیس، او د چارو د ادارې تر معاونیتونو او ریاستونو پورې، پښتون لس سلنه هم نه تشکیلوي. په ارګ د سیما غني، نرګس نهان او نادري هغه ټیم سیوری غوړولی چې په انجیوګانو کې به یې پښتنو ژبه کارول منع و. د پښتنو دهغه څو تنه تش په نامه پښتانه هم د خپل قدرت د دوام لپاره درګرده په ناپښتنو کې د نفوذ لپاره د ناپښتنو په ناقانوني ګومارنه بوخت دي.

د اداري اصلاحاتو د کمیسیون لخوا له ازموینې څخه د پښتنو ژبې د حذف کیسه خو ټولو ته له ورایه معلومه ده.

هیڅوک نشته چې د وزارتونو، معینیتونو، ریاستونو، سفارتونو، ولایتونو او بهرنیو استاځیو معلومات شریک کړي. هیڅوک د کرزي صاحب د وخت د اداري اصلاحاتو د کمیسیون هغه معلومات نه شریکوي چې په تر اوس بهتر حالت کې یې د دري ژبو او پښتو ژبو پښتنو ټول سهم دوه ویشت سلنه را برسېره کړی و. البته اوس حالت تر هغه وخت ډېر خراب دی.

پښتانه د بابا او انا په ستاینو کې دومره غرق دي چې خپله بده ورځ یې هېره ده. ایله د پاتې پښتنو د زرکلنۍ او پنځه زره کلنۍ دوعاګانې کوي.

کاشکې ستونزه یواځې په سیسټم کې دننه وای، یا حتی په افغانستان کې دننه وای. غم دا دی چې د سپینې ماڼۍ کسانو ته هم کښېنې د پښتنو لخوا په افغانستان کې د سیاست او قدرت د غصب شکایتونه کوي، د اروپایي اتحادیې سفیر خو سمه جبهه پرانیسې او د فډرالي نظام ډنډورې غږوي. چې جاپاني ته هم کښېنې، همدا تشویشونه څرګندوي. لنډه دا چې غوږونه هم د پښتانه غوڅېږي او افراطي هم پښتون دی. له اویا سلنه نفوس څخه لس سلنې نمایندګۍ ته هم پښتون را ټیټ شوی او غاصب، نازی، فاشیسټ او قبیله سالار هم پښتون معرفي کېږي چې د همدې بد تبلیغ له برکته نړیوالو پر پښتانه خوار د باندې دروازې، او کورنیو غاصبانو د کورنیو دربارونو دروازې تړلي او پښتون د مشرانو د زرکلنۍ او پنځه زره کلنۍ په دوعاګانو ستړی دی.

د اوس لپاره دا نهایي زیاته اړینه ده چې پښتانه د ځان سپیناوی وکړي. د ځان سپیناوی تعصب نه دی. فقط همدومره دې ووایي چې زه غاصب نه یم. ما قدرت نه دی منحصر کړی. زه په حکومت کې د خپل نفوس په تناسب څه چې د درېیم اقلیتي ګروپ په تناسب هم نه یم. ارګ پر ما هسې تاوان دی. مالیه وزارت، امنیت شورا پر ما هسې تاوان دي. حتی د مومند شکېدلی غوږ هم په ما هسې تاوانېږي. هغه زما لپاره نه دی غوڅ شوی. زه شربت ګله یم چې په نامه مې ملیاردونه ډالر را ټول شول او زه له فقره په کم خونۍ مبتلاء یم. زه د اندړو پاڅونوال یم چې تر شنه اسمان لاندې شپه تېروم. زه لوی کندهار یم چې کوچنی کړای شوی او له نظامه لرې غورځول شوی یم. زه کوچنی غزنی یم چې په ټولو دیارلسو ولسوالیو په شورا کې یو وکیل نه لرم. زه په دې حکومت کې خو څه چې نور په دې وطن کې هم نه معلومېږم.

 
-
بېرته شاته