(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپاکستان بهرني سیاست ناکامه تګلاره

[28.Aug.2017 - 09:09]

د لاین اف کنټرول او د ډیورنډ کرښې په اړه له سقوط او تجزیي سره مخامخ پاکستاني دولت د بهرني سیاست ناکامه تګلاره

لیکوال : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

سریزه :آیا د آسیا سویس ښکلې کشمیر یا د آسیا زړه تاریخي لرغوني لوی افغانستان ووېشل شي، که په نا مالومو خونړیو استعماري تحمیلي او مصنوي کرښو کې ایسار ترهګر او اشغالګر دولت پاکستان وويشل شي. د پاکستان په لنډ تاریخ او مجهول جوړښت کې څلور واړه صوبې له یو بل سره نږدې شوي نه دي، بلکې له یو بل څخه په واټن کې د بیلتون په لور روانې دي. پاکستان کې د بلوڅانو او پښتنو د بیلتون پالنې غوښتنې او د خپلواکۍ پاڅونونه او خوښتونه پیل شوې دي. د نړۍ سیاسي چارو څارونکې، شنونکي او د ټرمپ د نوې ستراتیجۍ ستراتیجستان پوهیږي، چې اوسنۍ پاکستان په څلورو وېشل شوېو ایالاتونو کې د پنجاب پوځیانو له لوري په وچ زور او جبر سره اداره کیږي. نړیوال او امریکایي سیاستوال په دې تاریخي واقعیت باندې هم پوهیدلي دي، چې نه کشمیر او نه لوی افغانستان په زور سره وېشل کیداې شي. که دا انګریزۍ وېش د ماتیدونکې پاکستان په ګټه د کشمیر او لوی افغانستان په وړاندې په بشپړه توګه تر سره شي، دا به د بشریت په تاریخ کې د کولونیالستي زبرځواکونو دولتونو، ملګرو ملتونو او د نړۍ ولسونو ته یو ستر شرم وګرځي او د نړیوالو ټولمنلي قوانینو په شتون کې به یو ستر نه بښونکې نړیوال جنایت وي او د سویلي آسیا په سیمه کې د ترهګریزو خونړیو جګړو او نا امنیو د دوام په مانا وي.

تر ټولو لومړۍ په دې حقیقت باندې د اسلام اباد واکدارن او د پنجاب پوځیان ډیر ښه پوهیږي، چې په نړۍ کې داسي ظالمانه وېش د نوې جوړ شوي دوه مخي پاکستاني دولت لپاره پلي کیداې نه شي. دې تاریخي حقیقت ته په کتو سره پاکستان د وېش د کړنک پر سر ولاړ دی او ځان د یوګوسلاویا په برخلیک اخته، د دړې وړې کیدو او تجزیکیدو په حال کې ویني. له همدې کبله د پاکستان په بهرني او کورني سیاست کې د پوځ او د اې ایس اې څارګرې ادارې نه منونکي انحصاري برلاسيتوب له ورایه ټولو ته ښکاري.

پاکستان د زیږیدو راهیسې د خپلو دواړو ګاوندیو هیوادونو هندوستان سره په کشمیر کې د لاین افکنټرول او په لوی افغانستان کې د ډیورنډ پر کرښه ځمکنۍ ناحل شوي خونړۍ جګړې، شخړې، ترینګلي ډیپلوماتیکې اړیکې او لانجمنې زهرجنې ستونزې لري. د پاکستان بنسټ د انګریزانو له خوا په یوه استعماري معامله کې د هندوستان او افغانستان په خاوره کې د یو مصنوي ناکام دولت په توګه ایښودل شوي دی. د انګریزانو او انګریز جناح په لاس رامنځ ته شوي پاکستانۍ مصنوي ناکام دولت د لومړۍ ورځې څخه د افغانستان سره په ډیورنډ کرښه او د هندوستان سره په کشمیر کې د کنټرول پر کرښه خونړۍ تاریخي لانجې او شخړې لري. د هند د نیمې وچې څخه د برتانویانو له وتلو سره سم د انګریزانو نړیوال ښکېلاک میراث په کشمیر کې کشمیریانو ته او په لوی افغانستان کې د ډیورنډ لاین کړکیچ لرو برو پښتنو افغانانو ته پاتي شوي دی. وسمهال دا تاریخي کولونیالیستي تیروتنې د سویلي آسیا او د نړی تر ټولو ګواښمنو کړکیچونو څخه شمیرل کیږي. پاکستان د همدې دوو مصنوي کرښو د ساتلو له امله په نړۍ کې یوستر ګواښمن ترهګر دولت ګرځیدلي دی. د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان او سویلي آسیا په تړاو په خپله نوې تګلاره کې ویلي دي، چې هغه پاکستان به ونه زغمې، چې ترهګرو ته خوندي پټنځۍ وي او وسمهال د دې وخت رارسیدلي دی چې د پاکستان سره پریکنډه چلند وشي.

د پاکستان په کورني او بهرني سیاست کې د لاین افکنټرول او ډیورنډ لاین مسئلې له مهمو موضوعګانو څخه ګنل کیږي. له همدې امله د کشمیر لانجه او د ډیورنډ کرښې کړکیچ د پاکستان په بهرني سیاست کې ځانګړي مرکزي ځای لري. اوس داسي نښې نښاني رابرسیره شوي دي، چې دغه استعماري، مصنوي او تپل شوي خونړي کرښې په ټولیدو دي. په دې لیکنه کې د دغو دواړو تحمیلي کرښو په اړه د انګریزي او پنجابي استعمار سیاسي موخې، د نوې تګلارې په رڼا کې د حل لارې او د دواړو کرښو تر منځ پرتلېزې تاریخي اړیکې څېړل کیږي.

د انګریزي استعمار ي کرښو د ساتلو په اړه د پاکستان ستراتیجکه تګلاره

پوښتنه دا ده، چې تر کله به ښکلې کشمیر د چین، هند او پاکستان تر ولکې لاندې وي او همدارنګه ترکله به پښتونخوا یا جنوبي افغانستان د پنجابي پوځیانو تر ولکې لاندې د جګړو په اورنو کې وېشلې سوځي.او همدارنګه تر کله به په کابل کې د ډیورنډ کړغېړنې کرښې د ساتلو لپاره د یو پیاوړي افغان ملي دولت مخه نیول کیږي.

د اتیایمو کلونو د پیل راهیسې د پاکستان پوځ او استخباراتي شبکه اې ایس اې د ډیورنډ مصنوي کرښې ساتلو هڅې پیل کړي دي، څو د افغانستان سیاسي واک تر خپل کنټرول لاندې راولي. دوی له دې لارې غواړي ځان د هندوستان په مقابل کې په کشمیر کې ځواکمن وښیي. د دوه زره یو کال د سپټمبر یوولسمې نیټې راهیسې د پنجاب دغه پوځي ستراتیجکه ژورتیا په نړیواله کچه تر سختو فشارونو او پوښتنو لاندې راغلي ده. په دودیزه توګه د پاکستان د بهرني سیاست تمرکز د هندوستان په لوري دی. وسمهال د پاکستان پوځې ستراتیجک تمرکز د افغانستان په لور هم راګرځیدلي دی.د اتیایموکلونو تر پيله پاکستان د هند سره په کشمیر کې د لاین افکنټرول او په لوی افغانستان کې د ډیورنډ کرښې کړکیچ ترمنځ هیڅ ډول تړاو نشو رامنځ ته کولي. د اتیایمو کلونوله راهیسې د پنجاب مشرانو، د پاکستان پوځ مشرانو او د اې ایس اې څارګرې ادارې داسي هڅې پیل کړي، څو د دغو دوواړو خونړيو کرښو، شخړو او خونړیو ډګرونو ترمنځ یو سیاسي پوځي تړاو رامنځ ته کړي. د هغه مهال راهیسې چې پاکستان د ترهګرې ضد جګړه کې د امریکا متحدو ایالاتو ملګري شوي دی، د دوی دغه ناکامه پوځي ستراتیجيکه ژورتیا پر نړیوال کچ تر سختو فشارونو او ګوټنیوکو لاندې راغلي ده. ظاهراً په افغانستان کې د پاکستان سیاسي موخې نا څرګندې او په منطقي ډول‌ متناقضي دي. دا لږ روښانه ده، چې د پنجاب سیاستوال او پوځیان په افغانستان په ریښتیانه مانا څه غواړي. د پاکستان د بهرني او امنیتي سیاست بنسټیزې کرښې د پنجاب پوځیانو له خوا ټاکل کیږي. د پاکستان د بهرني سیاست موخې او د پنجاب ستراتیجیکه ژورتیا او امنیتي شټبلیشمنټ په افغانستان کې د یو پیاوړې ځواکمن ملي دولت مخه نیولي دي او ورسره په افغانستان کې کورنیو نا امنيو ته لاره هوارول دي، څو دوی له دې لارې په کابل کې یو اسلام اباد پلوه او هممهاله د ډهلې دښمن او پنجاب ته وفاداره لاسپوڅۍ کمزورۍ حکومت وټاکې. د طالبانو رژیم د رامنځ ته کیدو سره پنجابي پوځیان خپلو دغو سیاسي او پوځې ستراتجیکو موخو ته تر ډیره بریده نږدې شوي وو.

په حقیقت کې د پاکستان بهرنۍ او کورنۍ سیاست له بنسټه په تیارو، وېرو او ندېښنو کې ډوب ټاکل کیږي. د پاکستان بهرنۍ او کورنۍ سیاست د هیواد د تجزیې مخه نیولو په وېره کې ټاکل کیږي. د پنجاب واکدارنو اصلې وېره او اندېښنه د افغانستان او پاکستان پښتانه دي. وسمهال پښتانه افغانان له ډیرو ترخو او خونړیو تجربو ورسته یوځلې بیا په ګډه د لوی پښتونستان یا لوی افغانستان د بیرته په پښو درولو خوځښتونه چټک کړي دي او لر او بر پښتانه خپلو تاریخي واقیعتونو ته به کتو سره د بیر ته یووالي او یو موټي کیدو پر لور خپله سیاسي ویښه مبارزه په ګډه روانه کړي ده. پښتانه پوهیږي، یو کېږو، ګنې ورکېږو.

د لر او بر پښتنو افغانانو یووالې سره به د پاکستان دولت تجزیه بشپړه شي. پاکستان تر اوسه د پښتنو په بېلولو او وېشلو کې ډیر کار کړي دی. د بیلګې په ټوګه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې اغزن سیمونه لګول، کندې کیندل، د توغندیو بریدونه،پوځې لمسوونکي خوځښتونه پیلول، پوځي تاسیسات جوړول، ویزه اخیستل، د افغانان کډوالو د تګ راتګ مخه نیول او دې ته ورته د ډیورنډ پر کرښه نورې ستونزې او ربړې زیږول یادولي شو. د پنجاب په مشرۍ اشټبلیشمنټ هڅه کوي، څو پښتانه په شعوري ټوګه د سیاست په ډګر کې په اسلامي او نا اسلامي ګوندونو کې سره وېشلي وساتي. پاکستان د پښتنو د وېشلو زړه ستراتیجي د سختدریځو اسلامي ډلو لخوا په تیره بیا د افغان طالبانو پر مټ افغانستان ته صادروي.

د کشمیر کړکیچ موضوع راغونډول او لاملونه

پر ۱۹۴۷ کال کې د کشمیر کړکیچ د برتانوي هند له وېشلو سره سم رامنځ ته شوي دی. د هند د نیمې وچې د وېش په پایله کې یو هندي متحد دولت هندوستان او یو مسلمان دولت پاکستان جوړ شول. د پاکستان له زېزیدو سره سم په میلیونونه بې ګنا انسانان ووژل شول، په جبري توګه کډوالۍ ته مجبوره کړل شول، د بشري حقونو څخه سترې سرغړونې او ستر ستر جتایتونه او ظالمونه تر سره شول. د تاریخ پاڼې پرې ډکې دي.

د انګریزانو ښکېلاکي سیاست پر مهال ،،اېل کړه بېل کړه،، په هند کې اټکل پېنځه سوه سیمه ییزه حکمراني شتون درلود. د هند دولت د خپلواکي ورسته په دې وتوانید چې ټولې حکمراني په یوه متحد هند کې ورګډې کړي. کشمیر کې وضعیت بل ډول وه، د کشمیر په مسلمان مېشي سیمه کې هندو مهاراجا هري سنګ حکمراني کوله، هغه مهال دا شوني وه په کشمیر کې د خپل ځانګړي جیوستراتیجکي موقغیت له امله یو مستقل دولت جوړ شوې واې، که جوړ شوې هم واې بیا هم دغه کشمیري دولت هند او پاکستان ته د منلو نه وه.

په کشمیر کې دوه پر درې برخې وګړې مسلمانان او یوه برخه هندیان ژوند کوي. پاکستان له همدې امله دعوا لري، کشمیر په قانوني توګه دوی پورې اړه لري او د خپل پوځې ځواک له لوري یوه برخه تر خپل اشغال لاندې راوستي ده. دا په داسی حال کې چې د کشمیر حاکمران هري سنګ اعلان وکړو، کشمیري سیمه هندي اتحاد ته ور ګدیږي او هممهال هري سنګ د هندوستان څخه د پوځي مرستو او سیاسي ملاتړ ترلاسه کولو غوښتنه وکړه. د ۱۹۴۷ کال په منۍ کې پاکستان قبايلي جنګیالي په زوره کشمیر ته واستول. مهاراجا هري سنګ مجبور شو، هند ته د پوځې مرستو لاس اوږد کړي، سمدلاسه د هندوستان او پاکستان ترمنځ لومړنۍ جګړه پیل شوه.

په ۱۹۴۹ کال کې لومړنۍ جګړه د ملګرو ملتونو په مداخله پای ته ورسیده. په پایله کې د کشمیر یوه کوشنۍ برخه آزاد کشمیر د پاکستان تر ولکې لاندې او جمو کشمیر د هند تر ولکې لاندې ورغلې او کشمیر د لاین افکنټرل کرښې له لوري په مؤقت ډول ووېشل شو. ملګرو ملتونو په کشمیر کې د ولسي ټولپوښتني غوښتنه وکړه، څو له دې لارې د کشمیر برخلیک وټاکل شي. دا ټولپوښتنه تر ننه نه ده تر سره شوي او کشمیر تر اوسه وېشلي پاتي شوي دی. د کشمیر په شمال کې د کشمیریانو د خپلواکۍ غوښتنې هڅې د هندي پوځیانو له لوري په ډیر ظالمان او وحشیانه توګه ځپلي شوي دي.

ولې تراوسه د کشمیر برخلیک په تړاو د ملګرو ملتونو له لوري ژمنه شوي ولسي ټولپوښتنه نه تر سره کیږي. د دې پوښتني ځواب ډیر لاملونه لري. هندوستان وېره او اندېښنه لري، د کشمیر بیلیدل او خپلواکۍ سره به کشمیر د هندي اتحاد نورو ایالاتونو ته د خپلواکۍ غوښتنې یو مخکښ مډول وګرځي او د کشمیر خپلواکي به د هندوستان د تجزیي لامل وګرځي. دا چې د کشمیر ډیرۍ وګړی مسلمانان دي. دا خبره هندوستان ته د کشمیر د بیلیدو لپاره هیڅ مشروع دلیل کیداې نشي. د هند دولتي فلسفه په دې ولاړه ده، چې بېلابېل ولسونه، مذهبونه او کولتورونه د یو متحد هندي دولت تر چتر لاندې ګډ ژوند کولي شي او ورستي دلیل دا دی، په کشمیر کې ډیرۍ مسلمانان د اسلامي احساس له مخې د پاکستان له مسلمانانو سره خواخویږي ښیي. هندوستان وېریږي، د ولسي ټولپوښتني له لارې به کشمیر پاکستان ته وبایلي. له دې امله هندوستان په کشمیر کې له ولسي ټولپوښتني څخه ملاتړ نه کوي.

د پاکستان مصنوعي جوړښت مشران په دې فکر کې دي، چې پاکستان د سیمې مسلمانانو لپاره یو اسلامي هیواد دی. له دې کبله کشمیر باید د پاکستان د خاورې یوه برخه وګرځي. پاکستان په کشمیر کې د ولسي ټولپوښتني پلوي او هیله مند دی، څو له دې لارې کشمیر د هندوستان څخه رابېل او خپل کړي.

کشمیر رسماً د پاکستان د خاوري برخه نه ګڼل کیږي، بلکې آزاد کشمیر د distputet territory یا توپیري ساحه په نامه یادیږي. له همدې امله پاکستان په خپله اوسنۍ سرشمېرنه کې د بلتستان او کشمیر وګړې شامل نه کړو.پاکستان کې د پوځ د برلاسه رول له امله د کشمیر مسئله په بهرني او کورني سیاست کې برخلیک ټاکونکي رول او ارزښت لري. د پاکستان بهرني سیاست تر ډیره بریده د کشمیر پر کړکیچ باندې متمرکز دی او د هند بهرنۍ سیاست بیا د جواهر لعل نیرو له مهاله پر چین متمرکز والي لري. کشمیر د هند په بهرني سیاست کې دوه ګوني متضاد رول لوبوي.

د کشمیر شخړې اصلي مغهوم په دې پوښتنه کې را جوتیوي. په ۱۹۴۷ کال کې کشمیر تر کومي کچې پوري د هندي اتحاد یو قانوني غړي شوي یا د هندي خاورې برخه ګرځیدلي. هندوستان اصولاً د هري سنګ د حکمراني له زماني پر کشمیر باندې د هندي اتحاد قانوني غړیتوب باندې ټینګار کوي. پاکستان بیا په ټول کشمیر کې د ځان په پلوي په ټولپوښتنه باندې ټینګار کوي. دا هغه څه دي چې د ملګرو ملتونو د پریکړه لیک له لوري هم تعریف شوي.

سربیره پردې په ۱۹۷۲ کال کې د کشمیر حقوقي وضعیت د سیملې تړون لوري لا نوره پیچلي شوې دی. د دې تړون له مخي دواړه دولتونه مجبور دي، د کشمیرکړکیچ اړوند پوښتنې پرته له دریمګړي دولت منځګړیتوبه په دوه اړخیزه توګه د هند او پاکستان ترمنځ حلو فصل شي. هند د کشمیر کړکیچ په حلولو کې په سیمله تړون باندې ټینګ ولاړ دی او له پاکستان سره د دوه اړخیزو خبرو اترو غو ښتونکي دی. هند د دریمګړي مداخلي او منځګړتوب پرته د خبرو اترو غوښتونکي دی. پاکستان د کشمیر د کړکیچ په حلو کې د دریمګړي دولت منځګړتوب هڅې کوي د نولس سوه پنځوسمو کلونو راهیسې د چین دولت د کشمیر ځیني سیمې اشغال کړي دي. د کشمیر اشغال شوي سیمې چین ته خورا مهمې ستراتیجکې سیمې دي. د کشمیر نیول شوي سیمه لداخ چین د ټبت له ولایت سره نښلوي.

په ۱۹۶۳ کال کې پاکستان تر خپل ولکې لاندې د کشمیري سیمو څخه یوه برخه چین ته وروبښله. هند د دې سیمې بیرته ترلاسه کولو ادعا هم لري. د چین له ورښکېلیدو سره کشمیر د نړۍ یواځینۍ هیواد دی، چې د درېو اټومي ځواکونه له خوا اشغال شوي دی.

کشمیر د هندوستان او پاکستان په سیالۍ کې ځانګړي اقتصادي ارزښت هم لري. د کشمیر ستراتیجک دره د سویلې آسیا د اوبو سترې زېرمې لري. د هندې کشمیر څخه د پاکستان د پنجاب په لور درې سیندونه چڼاب، اندوېس او جهلیم بهیړي. کشمیر د هندوستان لپاره د سویلي آسیا او مرکزي آسیا افغانستان او تاجکستان ترمنځ یو اقتصادي پړ جوړوي.

هندي ملتپال د لوی هندوستان لپاره مبارزه کوي. د دوی په خپله مبارزه کې د پاکستان ټوله خاوره شامله ده. هندې ملتپال داسي یوه مفکوره د ستر متحد هند جوړولو په اړه په سر کې لري.

د ۱۹۵۹ کلونو راهیسې وسله وال پوځ د پاکستان په بهرنۍ سیاست کې خورا مهم ځواکمن فکتور ګرځیدلي دی. پاکستان د جنرال ایوب خان د پوځې کودتا ورسته یو ګارنیزیوني بې ثباته ماتیدونکي دولت ته وده پیل کړه ده. له دې مهاله د پنجاب پوځ د پاکستان په بهرني سیاست او کورني امنیتي سیاست یا امنیتي اشټبلیشمنټ کې خپله خپواکي ساتلي ده.

په ۱۹۷۹ کال کې پاکستان د هند څخه د سختي پوځې ماتې په غبرګون کې خپل اټومي پروګرام ته وده ورکړه او ورسره پوځ په پاکستان کې د واک یو انحصاري ځواک پاتي شوي دی. د پنجاب پوځ پاکستان کې خپل سیاسي او اقتصادي ځواک د ټولنې په ټولو برخو کې په انحصاري توګه ټینګ کړي دی. د پنجاب پوځ د پاکستان په بهرني او کورني سیاست ټاکلو کې مهم رول لوبوي. د پنجاب پوځ په دولت کې یو دولت ته وده ورکړي ده. د هند او افغانستان په وړاندې د پاکستان د بهرنۍ سیاست یوه ځانګړي ځانګړنه دا ده، د پنجابي پوځیانو له لوري روزل شوي نا دولتي نالوستي ملیشيایي ځواکونه او سختدریځې وسله والي ډلې ټپلې د جګړې په لومړي کرښه کې د اسلام په نامه جنګول کیږي. د بیلګې په توګه د اسلام اباد واکدارنو د کشمیر په جګړه د پښتنو د قبایلي لښکرو څخه د اسلام په نامه ناوړه استفاده کړي ده.

د ۱۹۶۵ کال د کشمیر په دویمه جګړه کې د سلام اباد واکدارنو د خپل پوځې رژیم د ساتلو لپاره یو ځلې بیا د اسلام په نامه روزل شوي خپلسرې جنګي وسله والې ډلې ټپلې د کشمیریانو یو پاڅون ځپلو ته ورواستولي .

د یولسم د سټمبر د پیښې را ورسته پخواني ستراتیجکه ټلواله د دوست او دښمن محوري چوکاټ مات شوي دی او بدلون په کې راغلي دی، د محوري چوکاټ په یوه برخه کې هندوستان او پخوانۍشوروي اتحاد او د محور په بل اړخ کې پاکستان، چین او امریکا ولاړول.

وسمهال هند د نړیوال ځواک کیدو په درشل کې چټک ګامونه اخلي، څو د نړیوالي ټولنې د مشرتابه په سرلیک کې ودریږي، پاکستان هڅه کوي، څو په سیمه ییزه لیک کې ځان ته ځای ومومي، د پاکستان دا هڅې د کورني سیاست د ملکي او پوځې واک ترمنځ د نه اندول له امله د خنډونو سره مخامخ شوي دي.

د دهلي او اسلام اباد سیاسي مشران په کشمیر کې د پرلپسې بیړنيو حالاتو، جنګ جګړو، بې شمیرو وژنو په اړه کومه ځانګړي لیولتیا نه ښیې، له دې امله کشمیریان وایي د خدای د پاره موږ په ارامه پریږدئ، کشمیریان د تړون له مخي خپل خپلواک دولت غوښتونکي دي.

په دې ورستیو کې یوې هندي مجلي د ٬٬ اوټلوک٬٬ په نامه یوه ولسي ټولپوښتنه تر سره کړي ده. د دې ټولپوښتنې پر بنسټ ۷۴ سلنه کشمیریان یو خپلواک مستقل دولت غواړي. د کشمیر کړکیچ حلول یوازې د دې لارې حل کیداي شي. د کشمیریانو خپلواکۍ باید د دریواړو دولتونو او ملګروملتونوله لوري ګرانټي شي. په خواښینۍ سره دریواړه ډولتونه د کشمیریانو د خپلواکۍ ارادې ته هیڅ ډول درنښت نلري.

د پښتنو افغانانو لیدلوري د کشمیر لانجې ورستي حل لارې په اړه، کشمیر باید د چین، هندوستان او پاکستان له اشغاله ووځې. کشمیر باید یو خپلواکه هیواد اعلان شي. کشمیر د کشمیریانو دی. کشمیر باید یوه غیري پوځي سیمه اعلان شي. د لاین افکنټرول کرښه باید ټوله شي. د کشمیر څخه باید د چین،هند او پاکستان ټولې وسلې او ټول سرتېرې ویستل شي. دا منطقي تاریخي، حقوقي او سوله ییز حل لاره باید هندوستان او پاکستان ومني.

لوی افغانستا ن کې د ډیورنډ کرښې کړکیچ موضوغ راغوندل او لاملونه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کاغذ پرمخ د ډیورنډ استعماري کرښې افغان واحد ملت په دوو برخو وېشلي دی. افغانان د ډیورنډ تحمیلي کرښه له هماغه لومړۍ ورځې راهیسې نه مني. دا استعماري کرښه پښتنو افغانانو ته یوه تحمیلي نامشروع، غیراخلاقي، غیرانساني او له پیغورونو ډکه کرښه ګرځیدلي ده. افغان دولتونو هیڅکله د ډیورنډ کرښه په رسمیت نه ده پېژندلي، دا کرغېړنه کرښه په کاغذ کې پر افغانانو تحمیل او تپل شوي پاتې ده. افغان ولس ته دا کرښه نه د بیلتون په مانا ده او نه دا کرښه په نړیوالو منل شویو حقوقي نورمونو، ارزښتونو، قوانینو او اصولو کې یوه نړیواله پوله ده. دا کرښه د برتانوي هند سره د نړیوال سرحد په نامه هم نه ده کښل شوي. د افغانستان نیول شوي سیمې د برتانوي هند په نفوذي سیمو کې شمېرل کیدې. دغه افغاني سیمې انګریرانو ته به مؤقت ډول د ځانګړو سیاسي، جګړه ییزو حالاتو پرمهال ورکړل شوي وې. له دې امله د دې سیمود بېلیدلو مشروعیت او حقانیت د تل لپاره نشي ثابتیدلي. امیر دغه کرښه د برتانوي هند سره د ځانګړي مالیې په بدل کې په مؤقت ډول منلي وه. همدارنګه امیر مجبور شوي و، د خپل شاهي دولت د بهرنیو چارو واک او کنټرول هم د روسانو او انګریزانو د فشارونو او ګواښونو له امله برتانوي هند ته وسپاري. د ډیورنډ تړون د زور، فشار او ګواښونو سره مل د افغان ولس د ازادې ارادې خلاف تحمیل شوي دی. له دې امله دا کرښه د نړیوالو منل شویو نورمونو پر بنسټ د اعتبار او منلو وړ نه ده. افغان ولس په دې لاره کې خپل بر حقه جهاد او مبارزه تل جارې ساتلي ده. د افغان ولس مبارزې به ته تر هغه دوام وکړي، تر څو د لوی افغانستان د جوړیدو موخه تر لاسه شوې نه وي.

د افغانانو لپاره د ډیورنډ فرضي کرښې مسئله یوه مهمه حیاتي او د افغان ملت د بقا مسئله ده. دا کرښه افغانانو ته آن د ناموس پشان اهمیت او ارزښت لري. د ډیورنډ کرښې مسئله یواځینۍ ملي موضوع ده، چې ټول افغانان ورته په یوه خوله دي .د دې ملي داعیه په اړه هیڅ څوک په انفرادي ټوګه هیڅ ډول د یو مخیزي پریکړې واک او صلاحیت نه لري.

وسمهال برتانوي پاکستان په سیمه کې د انګریزي امپراتورۍ د وراثت ټټر وهي او دغه استعماري او تحمیلي کرښه پاکستان له افغانستان سره خپله نړیواله پوله بولي. افغانانو تل د انګریزانو او پنجابیانو اشغالګرو څخه د تاریخي، جغرافیایي، کولتوري، توکمي او حقوقي حقایقو اصولو پر بنسټ د خپلو جلا کړی شویو سیمو بیرته استرداد غوښتنه کړي ده.

پاکستان هیڅ وخت د برتانوي امپراتورۍ وارث نه شي ګرځیدلي. پاکستان د برتانوي امپراتورۍ د ړنګیدو پر مهال د هندي مور او انګریزی پلاره نه وه زیږیدلی.

د افغانستان شاهي دولت هغمهال یو تحت الحمایه دولت وه، بهرنۍ سیاست یې د برتانوي امپراتورۍ تر کنټرول لاندې وه. د ډیورنډ کرښې تحمیلي تړون د انګریرانو د پر لپسې فشارونو او ګواښونو په پایله کې پر امیر عبدالرحمان خان تحمیل شو. له تړون ورسته نیولي شوي سیمې هیڅکله د برتانوي امپراتورۍ برخه او د کنټرول لاندې نه وې. د کاغذ پرمخ د کښل شوي کرښې سربیره د افغانان او میشتو قبایلو خپلمنځي تګ راتګ په نورمال ډول دوام لري. دې کرښې په دې ورستیو سلو کلونو کې د پښتنو د خپلوي اړیکې پرې نه کړي، بلکې پښتانه قبایل تل د افغان دولتونو په ننګ دریدلي دي.

د ډیورند کرښه د افغان حکومتونو، د افغانانو لویو جرګو، ولسي جرګو، مشرانو جرګو، د کرښې دواړو غاړو میشتو پښتنو قبایلو په کنفرانسونو او علمي څېړنیزو سیمینارونو کې دغه غیر فطري کرښه څیړلي او د دې کرښې خلاف خپل غږ نړیوالوته رسولي دی. افغانانو رسماً د انګریزانو سره د ډیورنډ توافق لیک او د راولپنډۍ تړونونه باطل او لغوه اعلان کړي دي.

د ډیورنډ او د لاین افکنټرول استعماري کرښو په اړه پریکړه د دواړو غاړو میشتو ولسونو پورې هم اړه لري. د ډیورنډ کرښې د حل لار باید د یوې ولسي تولپوښتني له لارې پرته له وینو تویولو د ملګروملتونو تر نظارت لاندې تر سره کیداي شي.

وسمهال د افغانستان دولت لپاره له پاکستان سره د ډیورنډ مسئلې په اړه د غږیدلو سم وخت لا نه دی رسیدلي. په خواشینۍ سره له یوې خوا د ډیورنډ کرښه د افغانستان په تلپاتي سوله کې مهم کلیدي رول لوبوي، له بلې خوا دې کرښې د افغانستان سیاسي برخلیک یرغمل کړي دی. په تیرو څلویشتو کلونو کې د افغانستان ورستي کمزورو حکومتونو له دغې ملي داعیې او ملي مسئلې څخه په یو ډول نه یو ډول څنګ ته شوي دي.

وسمهال پر نړیوال، سیمه ییز او ملي کچ د ډیورنډ کرښې په تړاو بحثونه تر بل هر وخته تاوده شوي دي.

نړیواله ټولنه، نړیوال سیاسي شنونکي او افغان سیاسیون دغه وېش د سیمې د ټولو ستونزو او خونړیو ترهګریزو کړکیچونو اصلي بنسټ بولي.ټول په دې هم پوهیږي، پښتانه به هرومرو یوه ورځ له خپلي مورني خاورې او پلارنې هیواد افغانستان سره یو ځای او یو موټې کیږي.

د لاین افکنټرول او ډیورنډ لاین استعماري کرښو تر منځ پرتلیزې اړیکې

ډیورنډ لاین او لاین افکنټرول راکښل شوي خونړۍ استعماري کرښو د دوو واحدو ولسونو افغان او کشمیري ملتونو سینه یا وجود په ناروا او ظالمانه توګه څیرلي او د لسیزو راهیسې د دې ولسونو له وجوده تر ننه په ناروا ټوګه وینې بهیږي.

دواړه کرغیړنې مصنوي کرښې په سیمه کې د انګریزي نړیوال کونیالیستي امپراتورۍ میراث دی. دواړه کرښې پر دواړو ولسونو باندې په زور او ظالم تحمیل شوي دي. دواړه کرښې د نړیوالو قوانینو پر بنسټ په رسمېت نه دي پیژندل شوي او دواړه کرښې له حقوقي پلوه هیڅ راز حقوقي اهمیت او ارزښت نه لري.

د پاکستان پوځ په دواړو کرښو کې اوربل کړی دی، په کشمیر کې د هند پوځ او په لوی افغانستان کې له پښتنو افغانانو سره په جګړه کې بوخت دی.

د پنجابي پوځیان له لوري په دواړو استعماري کرښو کې پښتانه افغانان د اسلام په نامه جنګول کیږي او بې ګناه وژل کیږي.

د دواړه استعماري کرښو د را کښل کیدو راهیسې تر ننه په دواړو غاړو کې سور اور بل دی او یوه ناروا ظالمانه جګړه روانه ده.

دواړو استعماري کرښې د یو بل څخه اټکل دوه سوه کیلو متره واټن لري، واحد ولسونه يې بیل کړي دي، لاین افکنټرول کشمیریان بیلوي او ډیورڼډ لاین افغان پښتون ولس وچ په زور بېلوي.

لاین افکنټرول اټکل یوولس میلیونه کشمیریان وېشي او ډیورنډ کرښه څه د پاسه پنځوس میلیونه پښتانه افغانانو د برخلیک او وېشلو هوډ لري.

د پاکستان بهرنۍ سیاست په لوی افغانستان کې د ډیورنډ کرښه رسمې پوله بولي، خو په کشمیر کې بیا لاین افکنټرول رسمې پوله نه بولي

د پنجاب پوځیان د عامو نالوستی یا نیمه لوستو ولسي وګړو له دیني او خپلواکي احساساتو څخه د خپلو ناوړو موخو لپاره کار اخلي .پاکستان د دواړو کرښو تر شا ترهګرې ډلې د ځان په ګټه تمویلوي او سمبالوي. د پاکستان پوځیان په دواړو استعماري کرښو کې د اسلام له سپیڅلې نامه څخه په وروانکاریو کې ګټه اخلي .

د کشمیر کړکیچ د حلولو په هکله هغه څه پاکستان د هندوستان څخه غواړي، هماغه افغانستان له پاکستان څخه غواړي، افغانستان او افغانان د ډیورنډ تحمیلي کرښه نه مني او خپله خاوره پښتونخوا د یوې ولسي ټولپوښتنی له لوري غواړي او له پښتونخوا څخه د پنجاب د تورو پوځونو وتل غواړي.

د ټرمپ نوې تګلاره به په سوسیلي آسیا کې هغه مهال بریالي شي، چې د دواړو کرښو په دواړو غاړو کې پاکستان پلوه ترهګر ووژل شي.

د کشمیر کړکیچ د حللارې چارې

تر اوسه د کشمیر کړکیچ د حلولو په اړه ډیرې هڅې ترسره شوي دي. ملګرو ملتونو د خپل بنسټ په لومړیو ورځو کې پر دې شخړه باندې خپل کار پیل کړي. په ۱۹۴۹ کال کې ملګرو ملتونو د څار یو کمیسیون په نامه د (United Nation Miliary Obeserver Group in India and Pakistan - UNMOGIP )د جګړې سیمو ته ولیږلو، څو د کنټرول پر کرښه د اوربند څخه څارنه وکړي .

د کشمیر د کړکیچ د حللو په اړه لومړنۍ خورا مهم وړاندیز د استرالیا یوه قاضي او ډیپلومات په نامه دې (Owen Dixon ) کړي دی. په ۱۹۵۰ کالونو کې ډوکسین خپل پلان په لاندې ډول وړاندې کړو. د هند تر ولکې لاندې کشمیري سیمې باید هند ته وسپارل شي او د پاکستان تر ولکې لاندې سیمې بلتستان او ګلګیټ باید پاکستان ته وسپارل شي. د کشمیر هیواد د برخلیک په اړه باید یوه عمومي ټولپوښتنه تر سره شي. دغه پلان هغمهال د هند او پاکستان د دولتونو له لوری رد کړل شو.

دویم وړاندیز د ملګرو ملتونو، د امریکا متحدو ایالاتو او د چین ولسي جمهوریت په ملاتړ وړاندې شوي وه. پر کنټرول کرښه باندې باید اوربند اعلان شي او دا کرښه باید د هند او پاکستان ترمنځ د یوې نړیوال پولې په څیر وپیژندل شي. دا وړاندیز د پاکستان او هندو ستان له لوري رد شوي، ځکه دواړه دولتونه د ټول کشمیر د ملکیت دعوا او هوډ لري.

د امریکا متحده ایالاتو نوې تګلارې اغېز پر لاین افکنټرول او ډیورنډلاین

د امریکا متحدو ایالاتو خپله نوې جنګي ستراتیجي او پالیسي په سویلي آسیا کې د افغانستان، پاکستان او هند وستان په اړه اعلان کړه. د امریکایانو د نوې ستراتیجي پایلې اغېز به د سویلي آسیا په ټوله سیمه په ځانګړې ډول په لاین افکنټرول او د ډیورنډ په کرښه کې محسوس شي. یوه خبره ټولو ته جوته ده، هغه دا چې له افغانستانه د امریکايي سرتیرو وتل او پاتیکیدل دواړه انتخابونه په خپل ډول کې د خونړیو ستونزو سره مل دي. دا ستراتیجي داسي اسانه هم نه ده، چې ټول د نړۍ له ځواکمن سړی سره د ټولو نامالومو بدلونو او نویو تګلارو پسې روان شي. په دې کې شک و شوپیان هم نشته، چې جګړه ځپلې او بې ثباته افغانستان څلویښت کلنې غمیزې حلولو ته خپله ولسمشر ټرمپ یو تر تولو بد ترین انتخاب دی. ټرمپ ته ډیره ګرانه ده،چې د خپلي نوې ستراتیجي له لارې افغانستان له دې خونړۍ وضعیته راوباسي. د ټرمپ ستراتیجي خپل مخالفین او خپل پلویان لري. د ټرمپ نوې ستراتیجي د امریکا په بهرني سیاست کې یو ستر بدلون هم لیدل کیږي. له یوه لوري افغانستان ته د څو زرو سرتیرو په رالیږلو سره جنګي ستراتیجي نه جوړیږي، له بل لوري ټرمپ د خپلي نوې ستراتیجي په ناکاميدو به د اور سره لوبې وکړي.

ظاهراً د ټرمپ دا نوې ستراتیجي د جګړه ځپلې افغانستان په ګټه او د دوه مخۍ مکار پاکستان په زیان ده.په دې نوې ستراتیجي کې مهم ټکی د پاکستان ترهګر پال دولت ته یوه جدي ګوتڅڼدنه شوي، د امریکا متحده ایالات ستراتیجي دا وايي، چې نور په پاکستان کې د ترهګرو پټنځي نه شي زغملي او د پاکستان په دوه مخي پالیسي او چلند کې سمدلاسه پریکنده بدلون راوستل غواړي. پاکستان د خپلو ګټو لپاره افغانانو ته د ډیورنډ پر کرښې ترهګر، هندیانو ته د لاین افکنټرول پر کرښه ترهګر روزي اوتمویلوي او نړیوالو ته د نړیوال ترهګریزو سختدریځو فکرونو په لیږدلوسره د ولسونو د صبر کاسه ډکه شوي ده. په دې نوې ستراتیجي کې د امریکایانو توند دریځ د پاموړ دی، چې نور په پاکستان کې د ترهګرو د پټنځیو په اړه چوپه خوله پاتيکیدای نشي. نړیوال نه یوازې پاکستان د نړیوالو ترهګرو یوه ځاله پیژني، بلکي پاکستان د نړۍ نورو هیوادونو ته اټومي وسلې خپروي او وړاندې کوي، له دې امله پاکستان په نړۍ کې یو خطرناکه هیواد پيژندل کیږي.

کله چې افغانستان او هندوستان دولتونه له یو بل سره اقتصادي او د ملګرتیا لرغونې اړیکې پالي. پاکستان ته ډیره سخته تبه ورځي او ځان ډیر سخت په انزوا کې محسوي. یو مهم لامل دا دی، چې پاکستان د دواړو دولتونو سره د لاین افکنټرول او د ډیورنډ کرښې باندې تاریخي خونړۍ شخړې لري. وسمهال د امریکا متحده ایالات د مثلث دریم کونج جوړوي او پاکستان ته د امریکایانو د افغانانو او هنیدیانو په پرتله لانوره جدي ګوتڅڼدنې کړي. د پاکستان ضد نړیوال مثلث پاکستان ډیرسخت نهیلي او په ګونډو کړي دی او لاره تیرنه ورکه شوي ده او پاکستان به خامخا د خپلو اعمالو سزه ویني.

پایله:

نړیوال زبرځواکونه، د امریکې ستراتیجیستان او ملګري ملتونه باید د سیمې توکمي، تاریخي او جغرافیایي واقیعتونو پر بنسټ د لاین افکنټرول او ډیورنډ لاین تحمیلي کرښو ته له سره بیا کتنه وکړي، څو د کشمیر او د لوی افغانستان تاریخي پولې په خپلو طبیعي حدودو کې له سره وټاکل شي. افغانان او کشمیریان د سوله ییز حل غوښتونکي دي، څو نړیوال په ځانګړي ټوګه لویدیځوال د استعماري، مصنوعي او جبري کرښو په اړه خپل پخواني دریځونه بدل کړي او په سیمه کې د تاریخي حقیقتونو پر بنسټ د نوموړو هیوادونو پخواني پولې رسماً بیرته احیا کړي. لویدیځوال کولونیال سیاسي او پوځې څارونکي ښه پوهیږي، چې د سویلي آسیا، کشمیر او افغانستان کې ناوړو سیاسي حالات د دې دوو تحمیلي کرښوپه ایستلو رامنځ ته شوي دي. په ځانګړي توګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښه د نړیوالي ترهګرۍ پر مرکز اوښتي ده. د ډیورنډ په دواړو غاړو کې د قانون او دولتي واک تشه رامنځ ته شوي ده. په لوی افغانستان کې د ډیورنډ استعماري کرښې لمنځ تللو سره په کشمیر کې د کنټرول خونړۍکرښه په خپله ټولیږي.

تر اوسه ډیرو لږو نړیوالو ځواکونو د پاکستان وېشلو او تجزیه ته زړه ښه کړي یا د لمنځ تللو ته لیوالتیا ښودلې ده. اوس نړیوال سیاستوال دې پایلې ته رسیدلي دي، چې پاکستان د ستونزې حل نه دی، بلکې پاکستان په خپله په سیمه کې د ستونزو په حل کې یو ستر خنډ او مزاحم دی.اوس د پاکستان په وړاندې د یو ګډ نړیوال دریځ غوره کولو وخت رارسیدلې دی. د پاکستان وېش د حل یواځینۍ لار ده، څو له دغي سیاسي مبهمو خونړیو حالاتو او ورکو لارو څخه راووځو.

د امریکا د نوې ستراتیجي ستراتیجیستان باید هم د افغانستان دولتونو په څیر د ډیورنډ کرښه په رسمیت ونه پيژني، څو له دې لارې د کرښې په بله غاړه کې د ترهګرو په پټنځې هوايي او ځمکنۍ بریدونو ته لاره هواره شي.

د پاکستان حکومتونو، پوځیانو، اې ایس اې مشرانو او د پنجاب اشټبلشمنټ مشرانو تر اوسه داسي انګیرله، تر هغه مهاله پوري چې د پاکستان په حکومتونو او پوځ کې پښتانه په لوړو پستونو او کرسیو کې شتون ولري او همدارنګه تر څو په کابل کې پاکستان پلوه پښتانه په واک کې وي، د پاکستان وېشل او امنیت خوندې او ډادمن دی.

د پنجاب اشټبلشمنټ مشران بایدپه دې حقیقت وپوهیږي، چې د لاین افکنټرول او د ډیورنډ کرښې په اړه د دوی پالیسۍ ناکامه شوي دي او د پاکستان د سقوط مخه نشي نیولي او هغه پنجابي شوي پښتانه جنرالان لکه ایوب خان مړه شوي دي، جنرال حمیدګل اکسپایر شوي، هغه پښتانه ملایان چې د اې ایس اې لخوا ماغزه ورمینځلي شوي دي لکه قاضي حسین احمد مړه شوي دي او همدارنګه مولانا سمع الحق خپلې ورستۍ هڅې کوي.د دا ډول پنجابي شویو پښتنو وخت نوره تیر شوي دی. درست پښتون افغان ولس له امو تر اباسینه اوس ښه پوهیږي او راویښ شوي دی. پښتانه افغانان د خپل ولسي د بقا او ارتقا لپاره یو چانس لري، هغه په لوی افغانستان کې د ټولو افغانانو پښتنو بیرته یووالې دی. ان شاءالله

پای 

 

-
بېرته شاته