(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتودنوح ع په زمانه کې

[15.Aug.2017 - 09:16]

پښتو د نوح علیه السلام او اریایانو په زمانه کې 

لیک: مصطفی سالک

د نړۍ د ټولو انسانانو تاریخ له یوې ورځې پیلیږي ، له هغې ورځې چې حضرت ادم او حوا بي بي له جنته ځمکې ته خپاره شول، هیڅ قام دعوه نشي کولای چې زما د انسانیت تاریخ تر بل هغه لرغونی دی.

خو خبره داده چې یو شمیر انسانانو خپل تاریخونه ( تر یوې کچې ) پیدا کړي، او یو شمیر نور په تشو افسانو سره خپل تاریخي ذوقونه خړوبوي ګنې د قامونو او ژبو تاریخ د الله تعالی له نښو دي او د الله تعالی نښې تلپاتې دي، داسې سترګې او درک په کار دی چې دا تاریخونه جوت کړي.

غواړم چې د پښتنو له روایتي تاریخه څو بیلګې درکړم.... روایتي تاریخ سینه په سینه له یوې زمانې بلې ته لیږدي، خو ټاکلې او کره نیټې یې نه وي معلومې.... دا تاریخ له یوې خوا له علمي تاریخه غوره او له بله اړخه کم رنګی دی... هغه څنګه؟

د روایتي تاریخ غوره والی په دې کې دی ، چې علمي تاریخونه تر ډیره شاهانو او لوستو خلکو لیکلي دا چې نورو ته یې رسول غوښتل دلته ډیر ځله تاریخ د سیاست بڼه غوره کوي، خپل یې هر څه ښه او د نورو بد شي او د تاریخ علم اس لوبه ( بزکشي ) ګرځي چې هر څوک د خپل فکر په نیلي سپور ښکاري چې څنګه ځان تاریخ لرونکی او متمدن ثابت کړي او نور ښکته وګڼي.

 

موږ چې د پښتنو د ( ۵۰۰۰ ) کلن تاریخ خبره کوو، منطق باید داوي چې لږ تر لږه د ریګویدا او اوستا په راپاتیو متنونو کې ځان ولټوو.... د سیمې نورو هیوادونو او قبیلو دا کار کړی، خو پښتانه له خپله دغه موجوده تاریخه خبر نه دي د سیمې نزدې ټولو تاریخ لیکونو د اوستا او ریګویدا فارسي ترجمې لوستي په دغو ترجمو کې هم ځای پر ځای پښتو نومونه، عبارتونه او ګرامري بیلګې ښکاري.... خو زموږ یو پښتون تاریخ لیکونکی نه دی بریالی شوی، چې ریګویدا او اوستا په اره بڼه ولولي چې د پښتو او پښتنو پر اړه څه وايي که موږ د کار ونکړو اړ یو چې په فارسي ژباړو کې پاتې څو پښتو کلیمو قناعت وکړو او د تاریخ لیکنې له زحمته ډډه وکړو.

ګورئ د اوستا او ریګویدا ( ارې بڼې ) لوستل ګران کار نه دی، په هند و ایران کې چې کوم متون شته په اسانه موږ ترې د پښتو او پښتنو تاریخ راوتی شي، موږ اړ نه یو چې ټول په ټوله دې ځانونه له اوستا او ریګویدا یا د هغو له ژبوخبر کړو او ددغو متونو په ټوله مانا دی پوه شو، موږ باید هغه برخې رواخلو چې د پښتو او پښتنو درک ښيي. دلته موږ پښتو عباراتونه، کلیمات، ګرامري جوړښتونه او نورې ځانګړتیاوې موندلی شو - او ددې کار پاره دا خامخا اړینه نه ده چې موږ دې په اوستا او سنسکرت ژبو پوه شو چې کتابونه مو ولوستل ځای پر ځای به درته پښتو مخې ته درشي.

بله پوښتنه ښايي دا وي چې موږ ته سنسکرت لوستل ګران دي الفبای فرق لري، پر ژبه به یې پوهیږو څنګه ؟

ځواب یې دادی چې ژبپوهان خپله یوه نړیواله ژبه لري چې فونیمیک یې بولي ، ددغې ژبې ډیر توري انګلیسي دي خو یو شمیر یې خپلې ځانګړې نښې لري، دا د وینا ژبه نه ده بلکې د نړۍ د ټولو ژبو د لوست ژبه ده، او زده کول یې که خدای کول تر یوې ورځې ډیر وخت نه اخلي ریګویدا او او ستا  هم په دغه الفبا لیکل شوي، که یې ولولو خامخا پوهیږو چې دا کلیمه، جمله او ګرامري جوړښتونه پښتو دي.

زه په دې مقاله کې د پښتو ژبې د لرغونتوب څو بیلګې وړاندې کوم چې د علمي او روایتي تاریخ یو امتزاج دی.

 

پښتانه د ادم علیه السلام سره نزدې د نوح علیه السلام په زمانه !

ګڼ شمیر کورنیو او بهرنیو تاریخ لیکونکو دا خبره پام وړ بللې چې د لغمان مهترلام علیه السلام د حضرت نوح علیه السلام پلار و،  پوهاند عبداشکور رشاد هم دغه خبره کړې وه چې موږ پرې شک کړی و، یو شک خو دا و که مهترلام صیب د نوح علیه السلام پلار وي ایا ثابته ده چې د نوموړی د طوفان پر مهال د نوح علیه اسلام پلار ژوندی و؟ که دا خبره نه وي ثابته، دا ادعا کیدی شي چې څنګه د ( لمک ) قبر د نوح علیه السلام له طوفانه خوندي پاتې شي، بله دا چې پرته د الله له وحي او قراني ایتونو موږ نه یو بریالي شوي چې د هغه مهال تاریخ دي ولیکو.

خو اوس ماته یو داسې سند په لاس راغی چې د نوح علیه السلام د توفان اندیښه له منځه وړي، او هغه داسې چې قبر هوار شوی او ورک شوی و ، مانا دا چې سلطان محمود غزنوي په خوب ولید، چې د نوح علیه السلام ، پلار ( لمک ) ورته خپل د خښیدو ځای ښيي محمود پاچا لغمان ته ورځي ځمکه سپړي ( لمک ویني ) او زیارت ترې جوړوي. دا کیسه سعید افغاني ( زما ژوند ) نومې کتاب کې کړې ده.

( لمک ) پښتو کلیمه چې اوس هم د یوه توري په مخکې توب سره د( ملک ) په نامه موجوده ده .

چې مانا یې مشر او واکمن دی ، او یو شمیر تاریخونو کې لیکلي چې ( د لمک - ملک ) مشري هم پیغمبري وه، او الله تعالی مشر کړی و.

د لمک پلار متو شلخ نومیده  زما په باور متو = تابع او شلخ = شخ چې مانا یې کلک تابعدار دی، چې دیني صبغه لري ، همدا راز د یو شمیر روایتونو له مخه د ( ملک ) په کهول کې یو کس: 

( غنمي شا )نومیده چې پښتو کلیمه ده او ماته خو په کې په مرموز ډول د ادم نیکه د غنم ددانې داستان هم سترګک وهي هو الله تعالی هم د غنم له کبله د ځمکې شاه کړ.

په تورات کې راغلي چې ادم علیه السلام ( ۹۳۰ ) کلونه ژوند وکړ، هغه د لمک د زیږیدا پر مهال 

( ۸۶۴ ) کلن او شیث علیه السلام ( ۷۴۴ ) کلن و )

همدا راز ویل شوي ( نوح علیه السلام د ادم علیه السلام له وفاته  - ۱۲۶ - کلونه وروسته زیږیدلی و)

 

موږ مخکې په یوې مقالې کې لوستي چې په اریايي پیر کې یې روحاني او مشر ته مغان وایه چې دا اصطلاح په اسلامي دوره کې هم ژوندۍ او حافظ شیرازي ترې د خپل عرفاني لیدلوري د بیان لپاره پریمانه ګټه پورته کړې.

موږ استدلال کړی و چې د مغان کلیمه په لغمان اوښتې او د سیمې په کچه هم په افغانستان او هم په ایران کې لمغان ( لغمان ) شته او دا نومونه له اریايي مغانه اخستل شوي، خو زموږ او ستاسو اوسنۍ څیړنه ښيي چې دا هماغه د بشریت د پیل ( لمک - لمغان -لمکان -لغمان ) کلیمه ده چې پیغبر، او روحاني - دیني مشر ته کارول کیده او اوس هم کارول کیږي او دا خبره ځکه وزن لري چې کلیمې خپله مانا کره ساتلې ده.

نو ویلي شو چې هغه ژبه چې پښتو او نورې اریايي ژبې ترې راوتلي د ځمکې پر مخ لومړۍ ژبه ښکاري.

د لمک د تاریخ د حقیقت یو شمیرنور فولکلوري ادبي تاریخي سندونه هم شته چې ښايي کلیمات بدل شوي وي خو معنا یې نه ده بدله شوې، او دا تر ډیره یو ژبنې دود دی چې اصیل مفاهیم د ژبي له بدلون سره بیا هم ساتي، لیکوال علم ګل سحر دوه داسې متلونه څیړلي چې د هغه په وینا یې روایت د پښتنو په لرغونې سیمې کې د حضرت نوح علیه السلام توفان ته رسیږي ښاغلي سحر کسیې هم را اخستي خو زه یې یوازې متلونه رانقلوم:

(  اوبه چې په سر واوړي څه یوه نیزه څه سل نیزې  )

( اوبه چې شي تر غاړې - زوی او لور شي تر پښو لاندې )

 

شاعر پیر محمد کاکړهم وايي:

 

(  وايي زوی او لور تر پښو اوبه تر حلقه

فراموش په بیلتانه ځان او جهان شي  )

 

پیر محمد کاکړ د احمدشاه دراني د مهال شاعر دی، او ډیر پخوانی نه دی خو لږ تر لږه ددې پخلی کوي چې شاوخوا ( ۳۰۰ ) کلونه مخکې هم دغو متلونو شتوالی درلود او کومه نوی جوړه شوې خبره نه ده .

**************

چې خبره اریانا ته ورسیده د پښتو په تړاو به یې لږه نوره هم اوږده کړو:

ختیځ پوه جینز انولډسن یو کتاب لیکلی چې نوم یې دی( سپوږمیه ګړنګ وهه راخيژه )

او دا نوم یې له دې لنډۍ اخستی :

سپوږمیه کړنګ وهه راخیژه

یار مې د ګلو لو کوي ګوتې ریبینه

لنډۍ د پښتو یو ډیر لرغونی صنف دی، او هغه د تقویم الحق کاکاخیل خبره په پرلپسې ډول له یوې متحرکې دایمې کره کتنې تیریږي، یانې ځينې کلیمې نوې کیږي او طبیعي والی په کې راځي، انولډسن هم د استاد په څیر استدلال کړی او ویلي دي چې باوجود د یو شمیر کلیماتو له بدلون سره دا ټپه د اریايي ژوند یاد راسپړي.

رښتیا هم د لنډۍ کلیمات که د هرې زمانې وي خو منطق یې اریايي دي. 

مثلآ :

څوک څنګه د ګلو د لو لپاره سپوږمۍ ته وايي چې راوخیژه، او بیړه یې هم دومره ده چې نه وايي چې سر وهه بلکې کړنګ وهه راخیژه.

انولډسن په خپل رساله ډوله کتابګوټی کې له دې حقیقته داسې پرده پورته کړې او ویلي یې دي چې په اریانا کې به  پیغلو نجونو د سپوږۍ په زرینو شپو کې تک سپین ځلیدونکې جامې په تن کړې، او له دیني دود سره سمې به لکه د رڼا مینارونه غرونو ته لاړې او د هوما ( هما ) ګلان به یې په ګلالیواو تنکیو ګوتو ریبل اوبیا به ترې شراب جوړول داسې شراب چې هغوی ته یې څښل ددین او عرفان ارمغان و.

اریایانو ګروهه درلوده چې هوما مقدس بوټي او ګلان دي چې په وینا یې ( هما ) مرغه له جنته راوړي او د اریا په هسکو غرونو کې شیندلي، ځکه یې ورته د شراب طهور په سترګه کتل.دا تصور هم د هغه وخت دی چې ویل کیږي که هما مرغه پر چا سیوری وکړ پاچا کیږي.

اوس که د شپې له خوا ګلونو نجونو، ګلونه نه ریبل دا لنډۍ شاعرانه او عقلي منطق نه لري نو که دا لنډۍ منو بله چاره نشته .......مګر دا چې د انولډسن تاریخي نقد ته غاړه کیدو.

هوما یوازې په مرکزي اریانا کې شراب طهور نه ګڼل کیدل، بلکې هند ته ښکته شویو اریایانو په ویدونو کې سوما وګڼل چې له ارباب الانواع سره یې یو ځای ګوټل او روحاني فیض یې ترې اخست، په دغو ارباب الانواع کې یو یې ( واک ) نومیږي واک هم پښتو کلیمه ده چې له خدایګټو له واک او اختیار سره جوښت اړخ لګوي. همدا راز یو بل خدایګوټی ( وایو ) نومیده چې وايي+ و - لکه ( پښت + پښتو )

دا د هغوی شمال خدای و - چې(  ویل  )هم هله کیږي چې دم ( هوا ) په خوله ننوزي او وځي ویدیانو چې کله د خپلو خدایګوټو صفت کاوه خامخا به یې سوما شراب هم یادول.

د ریګویدا خبره ده یوه بله کلیمه هم رایاده شوه او هغه د اسونو د یوه ډول کرنګ خبره ده:

د ریګویدا په څلورمه ماندلا او ۲۴ مه سندره کې راغلي:

( .... ای د کرنګ اسونو خدایه تاته نوې سندرې جوړې شوي دي ښايي چې موږ د مسلسلې سندرې په ویلو سره بریالي شو)

کرنګ اس هم پښتو کلیمه ده چې څو پیړۍ مخکې د فتح خان او رابیا ګلې په نکل کې د رابیا له خولې راغلې ده.

 

د فتح کرنګه ناله نال به دی زرین کړم

که دې دا ځل فتح راوړ

خپل امیل به دې د غاړې لونګین کړم

 

 د اوستا او ویدونو تاریخونه له میلاده مخکې (  ۱۵۰۰  ) کلونه مخکې زمانې ته رسیږي، او ښيي چې هغه مهال پښتو او پښتنو شتون درلود.

 

روح د زردشت یې د لیمو په اور کې وموسیږي

چې یې ګریوان لکه کتاب د اوستا پرانیزم

 

دا بیت مې دې لپاره ووایه چې اریایانو ته اور ددین دنیا ارمغان و، عباتونه یې ورته کول، کورونه او لارې یې پرې رڼا کولې ، کورونه یې پرې تودول، او اخلې پخلی یې پرې کاوه او یقین یې درلود چې اور به په بله دنیا کې هم ددوی د لارې د روښانتیا سبب ګرځي. یو متل دی چې وايي :

 

(  په اور پسې راغله د کور میرمن شوه ) 

د اور دغه حکمتونه وو چې اریایانو د شپې او ورځې له خوا اور ګل کیدو ته نه بریښود ښايي په دې کار کې به یې ګڼ حکمتونه لرل خو یو یې دا و چې باروت او ګوګړ نه و، نو اور به یې په غمي رنګو سپینو کاڼو بلوه چې بکرې بلل کیږي ، که اور مړ شوی وی بیا یې لګول ګران و، بله دا چې یوه کور به له بله کوره اور ووړ ځکه اور بلول په لږ وخت کې د هرچا د وس خبره نه وه، دا دود شاوخوا ( ۵۰ ) کلونه مخکې هم موجود و خو په هاغه کچه نه ، چې اریایانو به له یوه بله بل اور وړ، ددغه متل مضون او ښايي ګڼ الفاظ یې د اریايي پیر یادګار وي متل داسې دی؛

(  په اور پسې راغله د کور میرمن شوه)

******************************

مصطفی سالک

-
 بېرته شاته