(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

رباب که ټوپک ؟

[07.Aug.2017 - 21:35]

رباب که ټوپک ؟

لیک: میا فاروق فراق

دا افسانه مې د ودان اتمانخیل د یوشعر په تاثر کې لیکلې ده [فراق]

السلام علیکم ورحمته الله ، السلام علیکم ورحمته الله ! اؤ ملا صیب چې څنګه دجمعې نه سلام وګرځولو نو مقتدیانو لا د ګوتو په بندونو د سبحانه الله ، الحمدالله شمیر هم نه شروع کړی ؤ چې بخت روان حاجي صیب د لمړي صف د مینځ نه پورته شو اؤ نیغ لاړی د ملا صیب د جائ نماز خوا کې ودریدو

"زما د کلیمې روڼو خفه کیږو به نه ، کفار زمونږ اؤ ستاسو په دین ختمولو پسې شوي ، تاسو وینئ چې نن زمونږ د کورونو نه ډم خانې جوړې شوي دي !"

ددغه مختصرې جملې وئیلو سره هغه بیا په جمع د خپل رعب پخولو اؤ د نمونځ ګزارو د توجو ځانته راګرځولو په خاطر یوه شیبه خاموش ولاړ پاتې شو ، په خپله لنډه خو په شرعه برابر ږیره یې لاس راښکو ،‌ په ولي یې خپل برګ بروګ راقط شوی رومال هم سم کړو اؤ په غور غور یې د ملا صیب مخې ته دناستو ټولو نمونځ ګزارو په مخونو د نظر تیرولو وروستو خپله خبره بیا شروع کړه "عزیزانو مونږ اؤ تاسو ښه وینو چې په لوړ اواز به اذان شروع وي خو د ټي‌ وي اؤ‌ ټیپ ریکارډ سندرې به بیا هم د کورونو نه راخیژي' زلمي اؤ ماشومان مو د خدایې په قهر اخته شوي اؤ اوس دغه ډم خانه ځان سره جیب کې د موبائیل په شکل ګرځوي "

اؤ د بخت روان حاجي صیب په دغه خبره که چرته په لمړي صف کې ناستو ډیرو سپین ږیرو مشرانو د توثیق سرونه وخوځول نو هلته زلمو هم د حاجي صیب په مخ خپل ورښخ کړي نظرونه خپلو راماتو زنګونونو ته ورټیټ کړل لکه چې د حاجي صیب دغه خبره ورته د خپل کمزوري ایمان تر ټولو ستر اؤ په حقیقت اډاڼه پیغور محسوس شوی وي . 

حاجي صیب خپله خبره نوره هم په مخکې بوتله اؤ لګیا شو "ګورئ د رب پروردګار خاطر وکړئ ، دا نن چې په مونږ کوم قسما قسم عذابونه مسلط دي ، دا بمونه ، دهماکې . زلزلې دا هسې نه دي ، عزیزانو لږ غور وکړئ الله تعالی زمونږ د عملونو نه ناراضه دی خو زه تاسو ته ویم د لویې خدایې په خاطر چې کم ازکم د الله تعالي د کور بې عزتي مه کوئ، دا د خدایې کور دی ، دلته قران شریفونه پراته وي ،‌سبقونه ویل کیږي ،‌نمونځونه اودسونه کیږي ،دلته خو دا ډمټوب مه راوړئ "

اؤ د بخت روان حاجي دغه خبره څه وه چې ټوله جمع په شش وپینج کې شوه، د هر بنده په مخ تلوسه خوره شوه چې خدایه خیر څه چل شوی ؟

ولې دغه تلوسه هاغه وخت خوره شوه چې د جومات مؤذن د جومات په یو ګوټ کې د څپلو د ځایې سره دیوال ته ودرؤل شوي څه نیغ غوندې شي ته اشاره وکړه ، اؤ په دغه اشاره پسې چې کله د نمونځ ګزارو نظرونه ورمات شول نو وئ‌ لیدل چې دا خو دمعشوق استاد رباب دی .

اؤ بیا څه وؤ .... بخت روان حاجي صیب به لا خپله خبره په مخکې بوتله چې معشوق استاد د صف د منیځ نه ملامته ځانګیدلی ،ځانګیدلی د جومات ګوټ ته پخپل رباب راخستو پسې قدمونه پورته کړل، خو لا یې رباب ته ګوتې کړې نه وې چې دچم یو کوټلي زلمي د شا له لوري په تیزه دیکه کړو ، اؤ ددغه دیکې سره دجانچي پانجي وجود څښتن معشوق استاد د جومات په مینځ کې دخپل رباب په خوا کې پرمخې پریوتو !

د سترګو رپ کې د معشوق استاذ نه د الله ددین ازمري داسې قهریدلي راټول شول چې هر یو د خولې نه ځګونه نوستل اؤ بنده ویل چې ګنې دادې اوس به په معشوق ورټوپ اؤ لواړ به یې تیر کړي خو چار دې د کونسلرصیب عمران الله ښه وي چې د معشوق نه یې په ولاړه لاسونه چاپیرکړل اؤ په چغه یې وویل "ما..ما.. ډب ورنکړئ ، پوئ‌ نه شو ، زه یې پوهووم"

خو په دغه دوران کې هم د کونسلر صیب د لاسونو دلاندې د څو زلمو د خپو لتې د معشوق استاذ خوار وجود ته رسیدلې وې اؤ هاغه په زمکه داسې زیړ تښتیدلی رنګ پروت ؤ لکه وینه چې ترې چا په سیرنجونو ویستلي وي.

کونسلر صیب معشوق راپورته کړو ، هغه خپل رباب په ترخ کې ونیولو اؤ د جومات د برنډې نه ایله وتلو چې مولوي صیب اؤ څو نور مشران ورپسې برنډې ته ورغلل 

"دخدایې نیکه بنده ، دا ولې داسې کی ؟ ستا مشران خو ډیر پاک خلک وؤ ،‌هغوئ خو د جومات ډیر خیال ساتلو ،دا تا ولې د خدایې کور ته دومره سپک وکتل"

مولوي صیب معشوق استاد ته دنصحیت اؤ پیغور په ګډوډ انداز کې وویل !

معشوق استاذ د مولانا صیب په دغه خبره خپل سر اؤ نظرونه احتراماً ښکته کړل خو بیا د بخت روان حاجي صیب په دې خبره خدایې خبر ولې د هغه په تن کې ساه یوځل بیا راوغړیده چې "سړیه دا رباب ورله په دې .... ومنډئ چې بیا نکئ‌ ، تاسو ورته لا نصیحتونه کوئ"

ددغې خبرې اوریدو سره د معشوق زیړ ختلي رنګ بیا سور شو، هغه د کونسلر صیب لاس د ځانه لرې دیکه کړو اؤ خپلې کجۍ خپې یې دجومات په فرش ټینګې کړې ، رباب یې په دواړه لاسه اوچت کړو اؤ لګیا شه !

"ماته تکړه یئ ؟ ډیر کفر مې وکړو چې رباب مې جومات ته راوړو ؟ دا امین خان چې روزانه جومات ته راځي اؤ ټوپک په جومات کې بوس بوس کوي ، ده ته خو تر اوسه چا هم ونه وې چې دا د جومات بې عزتي ده ، اؤ زما په رباب د جومات بې عزتي هم وشوه ، خدایې هم ناراضه شو ، تاسو هم خپلې ایماني جذبې ملامته کړئ ، دا ستاسو مسلماني ده؟"

معشوق لا نور هم په جذباتو کې ډیر څه ویل خو مولانا صیب زر لاس ور اوږد کړو هغه یې دلاسه ونیولو اؤ په جومات کې راټولو خلکو ته یې په تیز اواز ووې ! بس ! بس...

دا اوس د وهلو کار نه دی ، د جهل معامله ده ، دا به اوس زه داسې پوئ‌ کړم چې پخپله به انشاء الله تعالی بیا پخپل جهالت ستومانه وي ! 

مولوي صیب د خپلې دغه خبرې سره سم معشوق استاد د لاسه ونیولو اؤ نیغ یې دمحراب خواله راوستو .. هغه ته یې ډیر په شفیقانه انداز وویل "راځه کینه بچی ، دلته کینه ، زه دې اوس په زور-زیر پوئ کوم"

ښه نو تا څه ویل چې د امین خان په ټوپک ولې مونږ څه نه وایو چې ستا په رباب راوپاریدو ؟ 

مولوي صیب د معشوق نه د مسکا په ډکه خوله پوښتنه وکړه. 

اؤ اوس چې معشوق استاد په زمکه د مولوي صیب مخې ته محراب کې په غوړیدلې مصله ځوړند سرناست ؤ نو یوازې په اثبات کې یې سر وځولو چې هو !

"ګوره کم عقله کوم شی چې ستا خدایې اؤ ستا رسول حرام کړی ، مومن مسلمان ته نه دي پکار چې هغې سره مینه وکړي یا یې جومات ته راوړي ، دا رباب ، سندرې اؤ سازونه په دین کې حرام دي"

د مولوي صیب ددغه وعظ په ځواب کې د معشوق استاد د خولې نه په قلاره غږ یوازې دومره راوختل چې "اؤ ټوپک ؟"

"ګوره ټوپک خو غږیږي نه دا خو غږیږي ، ساز پیدا کوي "

مولوي صیب د معشوق د پوئ‌ کولو دپاره دلیل وړاندې کړو

"استاد جې خو په ټوپک انسانان مري، اؤ په دې نه مري ! دا زیات مضر شو که ټوپک ؟"

معشوق ورغبرګه کړه

"لاخوله واله قوت، انسان خو پرې هله مري چې انسان یې استعمال کړي ، هسې خو ټوپک یوه اوسپنه اؤ لرګی دی ترڅو چې یې تا ماشه نه وي راښکلي هیڅ ضرر چاته نه رسوي"

مولوي صیب لږ په تنده لهجه کې معشوق ته وویل !

"نو دا رباب خو هم چې ترڅو تا غږولی نه وي هسې لرګی دی ، البته فرق یې دومره دی چې که ټوپک دې استعمال کړو سړی وژني اؤ که دا دې استعمال هم کړو نو چاته نقصان نه رسوي ، بیا کوم ښه شو؟"

د معشوق استاد ددغه پوښتنې سره سم که ځلمو د یو بل سترګو ته سترګې ور واړولې اؤ د لږې شیبې دپاره د جومات ګرم ماحول ته خاموشۍ خپل مخ ورښکاره کړو خو د مولوي صیب دې خبرې چې "دا شی وباسئ مرتد دی ، ګنې نور مې ورته مازغه خرابیږي " د جومات خاموشۍ د سوالونو په نقاب کې خپل مخ پناه کړو اؤ معشوق خدایې خبر چې بیا کور ته لاړو که چا یوړو .....

(فاروق فراق)

--------------------------

ملا که ما جومات ته رباب رانه وړو نو دادی

جومات ته دې سړي ولي ټوپک راوړی دی

 
-
بېرته شاته